لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
يو والي؛ چې نه ګل دی، نه ځونډی
لیکوال: سيدشاه سقيم   نېټه: 19.01.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ته او خدای چې يو سړی پټکی په پکول د پاسه تړي، شنه نسوار تر ژبه لاندې ږدي، پزه په رومال کې ټکوهي او هغه د تخرګ په جېب کې اچوي، څوکۍ پر توکدانۍ او دی پر څوکۍ چارزانه کښېني، لوڅې زېږې پوندې یې د بوټ تر څټ راوتلې وي، د ګوتو په نوکانو کې یې شنه نسوار بند وي، بده خبره لا دا چې عادت یې وي چې نسوار واچوي بايد سترګې هم ورباندې پټې کړي چې خوند واخلي،‌ ځکه خو یې په لويو غونډو کې سترګې پټې او ږيره نېغه نيولې وي، ‌نوم یې ځونډی ګل وي او د يوه بشپړ ولايت د برخليک پرېکړې دی کوي، تر دې به نو يو ولايت د خدای په بل څنګه غضب اخته کېږي؟

ميدان‌وردګ په همداسې غضب اوښتی، علي بابا یې له څلوېښتو غلو سره پر ادارو غدۍ ګډه کړې، د خلکو وکيلان یې د خلکو وينو ته تږي ناست دي. د ولس له چيغو غاړې ولوېدې، د سرکار له مالوچو دپ غوږنه نه په کهول‌جا سيم سيم خلاصېږي، نه بل اوراد او منتر شته چې کار وکړي.‌ بس مېښې ته د سورني غږول دي.‌
دور مامد کاکا دې خدای وبخښي، ويل به یې، د سړي نامه ته ګوره، که یې نوم دروند و، سړی سپک نه راوځي. کله کله به یې ويل، که غواړئ اولادونه مو د خبرو او کيسو سړي شي، مانادار نومونه ورباندې کښېږدئ.
ده به ويل، تر اوسه مو ليدلي چې پر څوکۍ ناست کس دې، ټوټ، کواټ، تاويز، ځونډی یا ماټ نومېږي؟
ميدان‌وردګ له ځونډي ګله نيولې تر خيرک او غزني ګله، همداسې نومونو محاصره کړی، ته به وایې غلو د ولايت لوټلو ته پر ځان مستعار نومونه ايښي،‌ ته به وايې، د پېښور د ټرک ډرايورانو يونين ميدان‌وردګ ولايت اداره کوي.‌
غني ته د ولایت له‌پاره، تر سر پېچلی پټکی او په مخ پسې راځوړنده ږيره معيار ښکاري. ده ته هغه سړی د ولس غمخوار ښکاري چې پر ځبړه ږيره یې نسوار ښکاري، نور نو تحول سر خوړلی، د فساد لړۍ دوام لري. د ټاکنو د وخت سوې چیغې کښېنستې دي، ولسمشر په دې توګه ولس خپل چارچوب ته نيولی، لومړی مرستیال یې په خپله طريقه خلک شکنجه کوي.
موږ چې کوچني وو، ‌ملا به ويل، دوه نفره به د عرسات پر ميدان لوڅه کونه ولاړ وي او خدای به یې نه بخښي، يو چې درواغ وايي، بل چې په تله کې خيانت کوي.‌
ځونډی ګل هم درواغ وايي،‌ هم د تلې په حرامو پيسو، هره شپه تله تېروي.
ته راته ووايه! هره شپه اته سوه زره افغانۍ د یوه داسې ولایت له خلکو لوټل چې پېړۍ پېړۍ یې د نېستي له لاسه په پرديو خټو کې د لاسو طالع وسولېدې، د يوه داسې ولايت له ماشومانو لوټل چې په کوچنيتوب یې لوی ارمان يوه سپينه پېښورۍ خولۍ او زېړې روسۍ موزې وي، د يوه داسې ولايت له کونډو لوټل چې نه ورباندې طالب رحم کړی، نه القاعده پرې زړه سوځولی، پنجابي ورباندې بېلې د لنګ خیري پرېمنځلي، عرب یې جلا د حورو په هوس کې د اولادونو وينې څښلې، د کلي زورور یې په خپل وار يتيمان ژړولي، ولس په‌کې د بېګاه نه لري، ‌لارې یې کنډې کپرې له ماينونو ډکې، روغتون یې د سر درد ګولۍ نه لري، ‌ښوونځي ته یې ماشوم له ډاره سر نه‌شي ورښکاره کولای، د بې‌جداني، سپېتانې، رذالت او بې‌غيرتي کومه کنده ده چې د ميدان‌وردګ چارواکي په‌کې تر ستوني غرق دي،‌ ګانګې وهي او هېوادپالنه، خواخوږي،‌ انسانيت،‌ مسلماني او پښتونواله یې ورته لکه ايستلي پرتوګونه، د مردار ډنډ پر غاړو پراته دي.‌
ولايت ته د غونډو، له سپين‌ږيرو سره د اړيکو ټينګولو، له هغوی څخه د مشورو اخيستلو په پار مېلمستيا، ځينو نادارو ته د لاسنيوي او د خير د کوم بل کار په پار د میاشتې يو اعشاريه درې ميليونه افغانۍ ورکول کېږي، د ځونډي ګل زوی ورته لکه د څېلې پيشي اماده ناست وي، ‌د مياشتې په اخېر کې یې جېب ته اچوي او بيا تر بلې مياشتې ورباندې چړچې کوي، ګل ځونډی خوشحاله دی، پر ګل غونډۍ د ارغوان جوړې مېلې دي. د ميدان‌وردګ هغه ماشومان دې اور واخلي چې اوس یې د لېوني يخ له لاسه، د مور په تخرګ کې وړې ژامې رېږدي.‌
موده وړاندې څو لېوني سروهلی بروهلي ځوانان راولاړ شول، غږ یې پورته کړ، سرونه یې داو کړل، خطر یې و مانه، د فساد کيسې یې وکړې، سندونه یې وړاندې کړل، خو ځونډی ګل پاکه سپېڅلې بیزو ده، خيرو د علي بابا قاضي دی، ځوانان په خپل اخلاص ملامت دي، د ډيموکراسي داعي یې په خپل ولايت کې خبرې ته نه پرېږدي، سل او شل کرغېړنې ټاپې دي چې هره ورځ درګرده د خاورې د دې لېونو خواخوږيو پر څټو لګېږي.
پاچا! خدای ته وګوره!
د دې ولايت واړه ماشومان، بې‌اسرې تورسرې،‌ د شهيدانو مېندې، د ښوونځیو مرغۍ، عمر خوړلي سپين‌ږيري، کونډې، بورې، ورارې او د شهيدانو ارواوې تر خدای را وروسته ستا په تمه شپې تېروي، د دې ولایت خلک ازار لري،‌ تخت به دې واوړي،‌ وسوځه پر دې درپه دره ولس د زړه یو څنډه، وباسه دغه محاصره ناداره ولس د څو اروا وږيو له حصاره.‌ ولس دې دی، اور ته یې غورځوې؟
تر ځنګله سرې لمبې تاوېدې، ټول ورڅخه په تېښته وو، يوې وړې مرغۍ په مښوکه کې يو يو څاڅکی راوړ او پر ژبغړاندو لمبو به یې پاشه، چا ورته په منډه کې وويل چې دا اور ګوره، ستا د مښوکې يو څاڅکی اوبه، ولې ځان په ژوندوني کبابوې؟ 
مرغۍ وويل، خدای به راته وایي چې وطن دې اور اخیستی و، تا یې د وژلو څومره هڅه وکړه؟
زه به ووايم، همدومره وس مې درلود، ټول اخلاص مې کړ.
د خوار خو يا ژړا ده يا ښېرا، زموږ وس تر همدې ځايه بر دی چې وژاړو، چيغې کړو، يا ښېراوې وکړو. په رسنيو کې يوازېنۍ اداره چې د وردګ‌ژغورنې ځوانانو ته یې لاس ورکړ، سرخط ده، خو د ډیموکراسي ډولک په غاړه والي د ډيموکراسي پر ستوني ولاړ دی. پر سرخط چې یې پرله‌پسې د درواغو تورونه پورې کړل او چا و نه منل، په دغه ولايت کې یې د سرخط په وېشلو بنديز ولګاوه،‌ په رياستونو کې یې د سرخط په لوستلو جريمه کېښوده او په دې توګه یې لمر ته دوې ګوتې ونيوې.
ښاغلي ځونډي په دې وروستيو کې، په څو مجلسونو کې تر غاړه تازه کولو او نسوار توکلو وروسته په فاتحانه انداز زما د تېښتې او هېواد پرېښودو خبرې هم په خوند کړې دي، خو؛
د کمرونو غاړې ګورئ
سقيم د تېښتې سړی نه دی مړ به وينه
بس همدومره!
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته