لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
پردۍ جګړې؛له ايډيالوژي تر فتوا او قوماندې پورې
لیکوال: شهرت ننګيال   نېټه: 19.01.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 دا نو کومه پرمختيا او د پلاوي موندنې شوې چې وايي په چاودنه کې چې کوم چاودونکي توکي کارېدلي، هغه په افغانستان کې نه‌شي توليد کېدای، يا چاودنه له هېواده دباندې پلان شوې وه؟

ته به وايې د داسې راز په موندلو برلاسي شوي چې تر اوسه يې هيچا ته پته نه‌شوای لګېدای، يا به له دغسې موندنو نور په هېواد کې د غوړمب غږ وا نه ورېدل شي.
دغسې خبرې افغانانو زرګونه واره له چارواکيو اورېدلې، له هرې چاودنې او ځانمرګي بريد وروسته پلاويو همدغه يوه لاس‌ته‌راوړنه لرلې ده. له ګردو پلټنو او څېړنو همدا کوچ راوتلي چې په چاودنه کې له هېواده دباندې توکي کارېدلي، د چاودنې سکښت له هېواده بهر تر سره شوی دی.
په افغانستان کې د بېلابېلو جنګياليو لاس ته ورغلې وسلې، چاودونکي توکي او تجهيزات يو هم د افغانستان جوړ نه دي، ټول له دباندې راغلي دي.
دلته يو ځل د شوروي پر خلاف د امريکا په وسلو او پيسو جهاد تود شو، اوس د روس په وسلو د امريکا پر ضد د جګړې لمبې ژبغړاندې شوې. دلته د هرې جګړې وسله، پيسه او برنامه پردۍ ده، يوازې وينه او خاوره د افغانانو ده، نور د هرې جګړې له ايډيالوژي تر فتوا، قوماندې، ټوپکو، مردکيو او لوژسټيک پورې هر څه پردي دي، ځکه خو دا کومه نوې موندنه او لاس‌ته‌راوړنه نه‌شي ګڼل کېدای چې د ارګ په کچه لوړپوړی پلاوی دې اوږې پورته وغورځوي او خلکو ته دې د کندهار په چاودنه کې د بهرنيو چاودونکيو توکيو د کارېدنې زېري ته ورته خبر ورکړي.
داسې کومه چاودنه شوې چې د افغانستان جوړ توکي پکې کارېدلي؟ په باور سره چې نه د مخه دغسې چاودنه ليدل شوې او نه به وروسته دغسې کومه چاودنه را منځ ته نه‌شي.
د يو شمېر نورو چاودنو او وژنو په څېر د کندهار دغه هم د حقيقت موندنې تږې ده. دغه تنده په چاودنه کې د بهرنيو چاودونکیو توکیو د کارېدنې په درک لګولو نه‌شي ماتېدای. هغه بې‌ګناه وينه چې په دې چاودنه کې توی شوې، پر چارواکيو غږ کوي چې د ترهګري دغې پېښې ته دومره سرسري و نه ګوري.
له چاودنې سره جوخت د کندهار امنيه قوماندان جنرا رازق د چاودنې پړه پر حقاني شبکه او ای‌ايس‌ای واړوله، خو د کورنيو چارو وزارت وياند ښاغلي صديق صديقي د چاودنې ګوته په کوټه کې د ملا احمد مدرسې ته ونيوله چې د څو نورو چاودنو پړه يې هم غاړې ته لوېدلې ده. څرګنده نه‌شوه، ملا احمد څوک دی، له کومه شو، دی او مدرسه يې د طالبانو دننه کومه ډله ده، که د جلا شبکې په توګه را منځ ته کړای شوې، د دغسې لويو بريدونو توان او ظرفيت يې له کومه موندلی دی؟
د هېواد جنوب غرب د حقانيانو د نفوذ ساحه نه ده پېژندل شوې، د دغې شبکې عملياتي سيمه پکتيا، پکتيکا، خوست، کابل، وردګ، لوګر او غزني په نښه شوې، په دې وروستيو کې يې د هېواد په شمال کې هم پل موندل شوی، خو د جنوب غرب پر لور يې له خپل غوړېدلي ټغر پښې نه دي اوږدې کړې او ښايي هورې د خپلو فعاليتونو زمينه، فرصت او اجازه و نه‌شي لرلای.
جنرال رازق دا هم ياده کړې چې دوی له وړاندې د دغسې يوه بريد مالومات تر لاسه کړي وو.
له مشرانو جرګې غږ پورته شو چې يوه ايراني پلاوي «غالباً سوداګريز» څو ورځې د مخه په دغه مېلمستون کې اړولي وو، خو لکه امنيه چې وايي د مېلمستون د رغاوي چارې لا بشپړې شوې نه وې چې له امله يې هلته په کار بوخت مزدوران هم تر پلټنو لاندې نيول شوي دي.
که دا رښتيا وي ايراني پلاوی څنګه په کوم هوټل کې دېره نه کړای شو چې تر ترميم لاندې مېلمستون ته پښه اوږده کړای شوه؟
د خبرونو له مخې مېلمستون تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې و، د والي له ځانګړيو کسانو پرته بل چا ته د ننوتلو اجازه نه‌شوای ورکول کېدای.
ويل کېږي قوماندان رازق هم د دې غونډې برخه‌وال و، خو له چاودنې لږ وړاندې د ده د وتلو دوه لاملونه په ګوتو شوي. لومړی دا چې د لمانځه له‌پاره له تالاره وتلی و، دويم دا چې د يوه اړين ټليفون په زنګ له تالاره ووت.
هغه څه چې جوت دي دا دي چې د کندهار چاودنه په هېواد کې د نورو بريدونو او چاودنو په څېر نه ده.
لومړی ټکی دا چې دغه چاودنه ځانمرګی بريد نه و چې مخنيوی يې ګران يا ستونزمن ګڼل شوی وای.
د کندهار چاودنه په کوچونو کې له وړاندې د چاودونکيو توکيو له ځای پر ځای کولو را منځ ته شوې چې له دريو څلور امنيتي کمربندونو او تلاشيو مېلمستون ته رسېدلي دي.
د امنيه قوماندان په خبره، طالبانو غوښتل د کندهار پوځي او امنيتي مرکز تر بريد لاندې راولي. له دې څرګندېږي چې نوموړی پر عرب ډيپلوماټانو بريد د طالبانو هدف نه‌شي ګڼلای.
د شنونکيو په اند طالبانو ځکه د دغه بريد پړه و نه‌شوای منلای چې د متحده عربي اماراتو ډيپلوماټو ته پکې مرګ‌ژوبله واوښته. په داسې حال کې چې د کابل، هلمند د بريدونو پړه يې پر هماغه شېبه اعلان کړه.
ظاهر ته په کتو که چاودنه هر ځای د هر چا له خوا پلان شوې، په کور دننه له مرستې او همکاري پرته نه‌شوای تر سره کېدای، ځکه خو چارواکي ښايي په لويه کچه دغه نفوذي کړۍ يا کړيو پسې ولګي او پر اضافي خبرو د غاړې خلاصولو له هڅو را وګرځي.
دا چې په چاودنه کې کوم توکي کارېدلي، ميډ ان کوم هېواد دي، د پلټنو بنسټي موخه او پرمختيا نه‌شي ګرځېدای.
د لمر په څېر ښايي څرګنده اوسي چې توکي هرو مرو له پاکستان او ايرانه لېږېدلي، په دې کې د هيڅ ډول شک او ګومان ګنجايش نه‌شته. خبره دا ده چې د چا په لاس يا لاسونو تر مېلمستونه رسېدلي او په کوچونو کې ځای پر ځای شوي دي؟
دا هغې پوښتنې ته ورته ده چې وايي، پلارې دې سپرو مړ کړ، که پليو...؟
اصلي پوښتنه دا ده چې هدف د اماراتو سفير او ډيپلوماټان وو، که د امنيه قوماندان په خبره د امنيتي او دفاعي ځواکونو مرکزيت؟
له همدې ځايه دغه چاودنه زموږ پر خاوره د يوې بلې استخباراتي جګړې د غځېدا خبرداری دی چې يوازې له هېواده دباندې چاودنکيو توکيو په برسېره کولو د دې استخباراتي جګړې ګواښونه او ابعاد نه‌شي لنډېدای.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته