لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
درېغه د مرګ خبر و نه موندل شي
لیکوال: شهرت ننګيال   نېټه: 22.01.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ويل دلته په خپل مرګ څوک نه مري، ډېر کم کسان د طبيعي عمر په تېرولو له نړۍ سترګې پټولای شي.

دلته د مرګ تقدير په سرو ګوليو ليکل شوی، پر ځوانيو لو ګډ دی، د ژوند کاختي او مرګونو پرېماني دي. داسې برېښې دلته پر هره ګولۍ او د بم پر پارچه د يوه انسان نومليک دی، يوه ړنده ګولۍ او د بم تېره پارچه پر ټټر ونښلي او يوه دنګه ځواني را وغورځوي، ځکه خو د ژوند ټول سفر د مرګ پر لاره بې‌دمې، بې‌منزله پاتې دی.
داسې خبري ساعت نه‌شته چې په سرو ګوليو د ناڅاپي مرګونو خبر له ځان سره و نه لېږدوي، ځکه خو ميډيا هم د مرګ خبرونو ته په څار او څاو کې نه‌شي اوسېدلای.
د مرګ خبرونه خپله رسنيو او اژانسونو ته په ځغاسته دي، د مرګ ډېر اسانه او وړيا تر لاسه کېږي، هر ساعت د نويو مرګونو د خبرونو انبارونه لګېدلي وي.
دلته له سورليو ډک بس له سم سيده سړکه اوښتی وي، پر پراخ او نېغ واټ له بل ګاډي سره جنګېدلی وي، د لسګونه مساپرو په ناڅاپي مرګ د ميډيا خوله خلاصه وي.
دا ځکه چې چلوونکي د فقير بوټي او بنګو لوګي په مرګوني خمار اړولي، د ژر رسېدو هوس بې‌هوښه کړي، دلته د ډاکټرانو له بې‌توپيري له عادي ناروغي هم ډېرو له نړۍ سترګې پټې کړې وي، بې‌کيفيته او تر وخت تېرو درملو په کارولو له سينې د مرګ سلګۍ ختلې وي، د ورځې لسګونه ميندې نړۍ ته د ژوندي ماشوم په راوړلو له نړۍ سره مخه ښه کړې وي.
يو وخت چې د بي‌بي‌سي په فارسي څانګه کې د لطف علي خنجي سيکه چلېده، بي‌بي‌سي ته چا په خپل ليک کې ياده کړې وه، تاسې يې له مرګونو جګړو او دربدريو خورئ، داسې ورځ به خدای راولي چې کراره کراري وي، تاسې د مرګ، جګړې، وژنو او ويجاړۍ خبر و نه‌شئ موندلای او دغه لګېدلی بازار مو سوړ وي. لطف علي خنجي ويل، پر موږ داسې يوه ورځ وار له مخه راغلې وه، د پروګرام وخت را ورسېد، خو موږ خبر نه درلود، ورځ دومره کراره تېره شوې وه چې خبر مو نه‌شوای موندلای.
خو اوس ميډيا اوس د مرګونو په خبرو پسې نه‌شي رسېدای، دا خبر نه دی چې "سپي سړی وخوړ"، خبر دا دی چې که چېرې سړي سپی خوړلی و؟ اوس همداسې خبرونو بازار تود دی، انسان د انسان په غوښو غاښونه تاوده ساتي، يو انسان د بل هغه وينو ته تږی ناست دی.
دفتر ته پر لاره د مرمر ډبرو له يوولسو هټيو تېرېږم، له دغو هټيو د کورونو او ماڼيو له‌پاره څوک دومره مرمر نه را نيسي لکه د قبرونو د ډبرليکونو په کيندنو او توږلو چې کارګران لګېدلي وي.
زه هرې ډبرې ته تم شم، د ډبرليک لوستو ته نوک ونيسم، ټول په ګوليو، بمونو، بمباري او ټرافيکي پېښو کې د وژلو شويو هغو دي، په اوونۍ کې يو ډبرليک ايله وموندل شي چې در اثر مريضی که عاید حالش بود، داعی اجل... ولوستلای شم.
نور محصل، متعلم، بزګر، هټيوال، دولي مامور وي چې په چاودنو کې يې خپل ژوند بایللی، په ځانمرګيو بريدونو کې يې د ژوند ډېوه ګل شوې، په بمباريو کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.
د ملي اردو، پوليسو او ملي امنيت کارکوونکی وي چې پر سينو يې ګولۍ خوړلې او په چاودنو کې يې وروستۍ سلګۍ ختلې دي. دا د شهدای صالحین او عاشقان عارفان ته څېرمه د هديرو هټۍ نه دي چې روزي او روزګار يې له دغسې کار و باره سره تړلي دي، د ميرويس ميدان په منځ کې د مرمر ډبرو هټۍ دي چې اصلي کار و بار يې د ودانيزو مرمرو پلور دی، خو د مرګونو او وژنو پرېماني او سوداګري پرې دغه بوختيا تپلې ده.
سيد علي ترکاڼ وايي، دومره کړکۍ، دروازې نه جوړوي لکه د تابوتونو په جوړلو چې لګېدلی، ان چې اوس يې دغه دنده ۲۴ ساعتونو ته غځولې ده.
په رښتيا چې دلته په طبيعي مرګ څوک نه مري، دلته د ژوند تناوونه لنډ او په ډېره اسانۍ پرې کېدای شي، دلته يو څوک رک روغ، سهي سلامت سهار له کوره خوشاله، هوسا او بسيا په خپله دنده او مزدوري پسې وتلی وي، د ميندو له دعاګانو، د بچيانو له تلوسو، د مېرمنو له ارمانو سره په توده مخه ښه له کوره خوځېدلی وي، خو ماښام يې د جنازې کټ د کور په دړه ور ننوځي.
دا د هغو ځوانيو د مرګ کيسه نه ده چې د طالب او وسله‌وال مخالف له ټايټل سره وژل شوي چې نه يې د مړي پته لګېدلې، نه يې د قبر درک مالوم دی. 
هره ورځ په منځنۍ کچه له ۳۰ تر ۶۰ طالبانو او وسله‌والو مخالفانو د مرګ خبرونه خپرېږي، ښايي د لږو قبر يا ډبرليک په برخه شوی وي، نه پوهېږم په دغسې ډبرليکونو به څه کاږي؟ څه به يې پرې کښلي وي؟
يوازې واړه نه مشران به هم د رعب تر څادر لاندې پټه خوله وو چې کله به د ماښام په خړه کې د اسمان لمنو سره ورېځ چې اووره يې بلل، نيولې وه، سره اووره د ناحقه خون نښه بلل کېدل چې له درده يې ګنې اسمان هم د وينو رنګ اخيستی دی، ځکه خو به پر ټول کلي زمولوونکې چوپتيا غوړېدلې وه، کلونه کېږي ما هغسې اووره نه دي ليدلي لکه اوس د اسمان لمنې هم د مرګونو په دغسې وير پسې نه‌شي رسېدلای.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته