لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
موسی شفیق؛ شرعیات او افراطیت
لیکوال: محمد يار يار   نېټه: 30.01.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 د جدی پر ۲۱‌مه، د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې، د شهید موسی شفیق په باب، دوې ورځنی سیمینار، د تېرو اوولسو کالو مزخرفو، نمایشي او بې‌ضرورته عونډوپه لړ کې یوه استثنایي علمي څېړنغونډه وه چې په رښتیا یې جوړېده، د وخت تر ګردو لویه اړتیا وه، ځکه تر اوسه اکثراً جنګسالاران، قاتلان، د پردیو مزدوران، وطن‌فروشان، قاچاقبران، ان ترهګران او په ورته نورو ځانګړنو سمبال کسان ستایل کېدل او زموږ د زلمي کهول، د ګمراهي له‌پاره به د الګو په توګه معرفي کېدل، خو زښت ښه شو چې د روشنفکر شخصیت –شفیق- په نمانځنې سره مو، په زړونو کې دې د هیلو لمر هم سر وواهه چې یو وار بیا کرار کرار له خیره سره، ارزښتونه بدلېدونکي دي، ارذال به د اشرافو له مقامه راغورځي، اشراف به خپل شرافتمندانه سټیج ته ور پورته کېږي او نور به دا زړه نه خورو چې؛

زمانه مې د ارذالو پر طرف شوه
ځکه هسکه پایه ټیټه د شرف شوه
مرحوم شفیق، هماغسې لکه په سیمینار کې چې یې هم یادونه وشوه، یو څو اړخیز شخصیت وو؛ شاعر، لیکوال، حقوقپوه، مقنن، دینپوه، سیاستوال او د ختیځ و لوېدیځ پر علومو پوه متفکر وو، د هغه دا هر اړخ پېژندنه، زموږ د ځوان نسل له‌پاره، یو اکاډمیک ضرورت دی او په مجموع کې –شفیق‌پوهنه- موږ ته د بریاوو و پرمختګونو کیلۍ را سپاري.
زه دلته د شهید شفیق د دینپوهنې بعد ته، زموږ د نننیو انبار انبار ناحلو مسایلو له منځه، له یوې ربړې سره په رابطه کې، اشاره غوندې کوم، هغه زموږ د نننیو دیني زده‌کړو ډاروونکی سیسټم دی چې مازې، د نوم له یادونې سره یې، اوتومات د سړي ذهن ته افراطیت و ټروریزم ور تداعي کېږي او دا هغه حاد حالت ته رسېدلې فاجعه ده چې ټوله دنیا یې په عام، اسلامي نړۍ یې په ځانګړي او افغانستان یې په بېخي خاص ډول، د بې‌ساریو وحشتونو پر موجونو اړولی دی.
په دې بحث کې اساسي سوال دا دی چې متفکر شفیق، کابو نهه لسیزې پخوا، د یوه پاخه دیني اساس په لرلو سره، په یوه متفکر او د افغانستان په یوه ویاړلي شخص بدل شو، خو نهه لسيزې وروسته، څه وشول چې نن له دغه ادرسه راغلي، اکثر خلک، د افراطیت په عاملانو پېژندوی دی؟
شهید شفیق هسې بې‌سره و بې‌ښکره طالب العلم و مولوي نه وو چې د لوږې، بې‌کاري او سلو و زرو نورو ټولنیزو و اقتصادي بد بختیو له امله دې، بله لار پر درېدلې وي او په اصطلاح دیني زده‌کړو ته دې یې مخه کړې وي، بیا دې د یو څو بې‌نظمه و بې‌سیسټمه کتابونو تر ویلو وروسته، د پیغمبر وارث ځنې جوړ شوی وي؛ که دې لږ د سوال و جواب جرات ور سره وکړ، یا دې مازې یوه د نیوکې اشاره غوندې هم وکړه؛ نو جمعي ذهن دې ژر «نعوذ بالله» د پیغبمر په توهین تورنوي او د دوی په حساب، داسې منطقي نتېجه اخلي چې دا ګواکې د خدای تعالی پر وړاندې ګستاخي شوه او دلته چې کفر ته نه وځې نو چیرې به وځې؟ ځکه دلته خو هر سپین‌کالی، ږیره‌لرونکی او پګړیوال، ملا دی؛ هر ملا مفتي، قاضي او د حکم تطبیقوونکی دی، په دې خاطر چې دلته خو سیسټم و سند نه چلېږي، بلکې یوازېنی معتبر سند و معیار، هماغه د سپینو جامو، اوږدې ږیرې او غټې خرټې میکیاژ دی چې و دې واهه؛ نو بیا د هر ډول تمثیل له‌پاره اماده شوې، زړه دي چې د انسانیت پر سر، چپه میچنې ورګرځوې که راسته؟
ږبره پرېږده پګړۍ تاو که چې دې زړه وي کوه هغه
سړیتوب لېرې ارتاو که چې دې زړه وي کوه هغه
مګر مرحوم شفیق داسې په هره خړه کوڅه کې، د هرې تورې هوجرې طالب و ملا نه وو چې وجود یې ټولنې ته د خیر پر ځای د شر سبب شي، بلکې هغه د عالم د کلمې په واقعي مانا عالم و، د هغه کورنۍ له اباو و اجدادو څخه متدینه و عالمه وه، پلار یې -مولوي محمد ابراهیم کاموي- مشهور دیني عالم او ټولنې ته خیر رسوونکی خدمتګار و. د هغه د نورې خیر ښېګڼې به څه بیان کوو، خو چې یوازې یې شفیق غوندې انسان افغاني ټولنې ته وړاندې کړی، تر بل هر رنګه خدمت ستر احسان دی، ارواښاد شفیق د خپلو زده‌کړو په باب لیکلي؛
«زموږ کورنۍ د ننګرهار ولایت، د کامې په سیمه کې اوسېږي او یو اوږد علمي تاریخ لري. زما رسمي تحصیلاتو په ابتدایي مرحله کې، د کامې او کابل په مکتبونو کې صورت نیولی، بیا وروسته د پلار په اراده او امر، د ننګرهار ولایت د نجم المدارس په مدرسه کې شامل شوم، دوه کاله وروسته، د کابل د عربي دارالعلوم مدرسې ته راغلم، چېرته چې مې دوولسم صنف خلاص کړ او مولوي ترې را ووتلم.
د بکلوریا معادله شهادتنامه د کابل له عربي دارالعلوم، د لېسانس شهادتنامه له مصر څخه، په عدلي چارو کې د ماسټري شهادتنامه له مصر څخه، په مقایسوي حقوقو کې د ماسټري شهادتنامه له امریکې څخه.» «زاهد خلیلي، د ډیموکراسي د لسیزې صدراعظمان، مخونه: ۷۵- ۷۶»
دې سړي په عدلیه وزارت کې د معینیت، په بهرني وزارت کې د مشاوریت، په مصر کې د سفارت، بهرني وزارت او صدر اعظمي وظیفې اجرا کړې، د کابل پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې یې استادي وکړه، نوښتګره شاعرې و لیکوالې یې وکړه، الفلاح جریده یې وچلوله، خو هیڅکله یې، نه یوازې د افراطیت و ترهګرۍ بوی له وینا و قلمه رانغی، بلکې په مهذب ژوندانه، مدني کړو وړو او روشنفکرانه طرز دید کې، ډېرو لږو د عصري علومو پوهانو ځانونه پسې رسولای شوای.
د نوموړي دا متسلفانه شعر، هم د یوه فرد په توګه، د ده د خپل شخصیت او هم د هغه د ټولنیز «زه» په صفت، د یوه زبردست عیني واقعیت بیانوونکی دی؛
دبستان کې د ایشیا چې زه استاد وم
تا ویله هغه وخت کې سیپاره
مخ دې تور شه اوس رما د سر دعوه کړې
ته و خدای نو په همدغه قواره
د پوښتنې وړ ده، څه راز دی او دا راز حتماً کشفېده غواړي چې نوي کاله پخوا دې، د دیني علومو یو عالم، په یوه روشنفکر بدلېدای شي، خو نهه لسیزې وروسته دې، د دې حوزې له طالب العلمانو، د ځانمرګي تر بریده، د ډار احساس وشي؟ تاریخ خو را ښیي چې په مجموع کې کاينات د تکامل خوا ته په حرکت کې دي، بشري فکر د انکشاف په حال کې دی، انساني ژوند له یوې تاریخي مرحلې بلې ته ښه کېږي، نوي فکرونه زېږي، ذهنونه انکشاف کوي، فرهنګونه بدلېږي او هر څه له بېخ و بنیاده تغيیر کوي، مګر په افغاني ټولنه کې خو موږ د دې قانونمندي خلاف، د معکوسې قضیې شاهدان یوو، داسې چې؛
نږدې یوه سلیزه مخکې چې شفیق صاحب د ننګرهار نجم المدارس وایه، له کابل عربي دارالعلوم څخه مولوي راووت، له مصر څخه یې ماسټري راوړله او په پوهنتون کې یې استادي کوله؛ نو د وطن او وطنوالو له‌پاره، د سراسر خیر په سیمبول بدلېده، د هېواد، نظام، قانون او ملي- انساني ارزښتونو پر ضد یې، خپل شاګردان د افراطیت په مورال نه روزل، بلکې د خپلې خاورې و خلکو سره په عاشقانه روحیه یې فارغول، خو د نن والو چې د دینپوهنې پر لار دا پړاوونه وهلي، هر اقدام و قیام یې د شفیق د هغه برعکس دی.
ایا و مو نه لیدل او لا یې هم نه ګورو چې د دې لارې زیاتره لارویان، د افغان انسان د قتل عام جلادان، د ټروریزم سرغنګا، او د افغانستان د یومخیزې تباهي پهلوانان شول؟ نن د ننګرهار عصري پوهنتون ته د ترهګري مدرسه ویل کېږي، د کابل پوهنتون او کابل تعلیم تربیې پوهنتون، د داعشي و طالباني ذهنیت په دوزخ کې د سوځېدو تجربه خو مې خپله ده، خبرونه ښیي چې د شرعیاتو پوهنځي د افراطیت د تولید فابریکې دي، ان د اجتماعي و ساینسي علومو په پوهنځیو کې چې له اوله تر اخېر سمسټره، اسلامي ثقافت مضمون، سم دم ټروریزم ترویجوي، زه د دقیقو و مستندو شواهدو په وړاندې کولو سره د دې هر څه ژوندی شاهد یم، ځکه عملاً دا علم و انسان ضد زهر راته تدریس شوي دي، که به ما په اشهد بالله هم شاهدې ادا کوله؛ نو هغه تر ګردو نازکه ټاپه به د سیکولر وه چې راباندې وهل کېده، خو له نېکه‌مرغه، نن هغه چا پر دې ترخه واقعیت د اعتراف جرات وکړ چې په تحصیلي نصاب کې، د اسلامي ثقافت د ځایولو او له هر بې‌ارتباطه مسلک سره یې د جبري لوست نوښت کړی و.
وایي ماهی چې هر وخت له اوبو را وباسې، تازه وي، یا ښه کار چې هر وخت وشي بیا هم وختي دی. دا ډېر زبردست پرمختګ دی چې هغه واقعیت چې موږ یې تر پرونه په بیان سره تکفیرېدو، مګر نن یې یو مجاهد او عالم دین -محترم حفیظ منصور- او د هغه ټول ټیم، په واز کومي، په متواتر او نه پر شا کېدونکي ډول، په صفا صراحت و وضاحت سره اعلان کوي چې د اسلامي ثقافت مضمون د ټروریزم تولیدوونکی دی، په دې ځای کې منصور صاحب ته صد سلام دی چې د جنګ و جهاد تر دوران وروسته یې، د پراخې و ژورې مطالعې فرصت و موند او زما په نظر، دوې نېکمرغۍ يې په نصیب شوې، یوه دا چې په دې باب یوه دقیق حقیقت ته ورسېد، دويم دا چې د خدای پر حق یې سترګې پټې نه کړې او په بې‌ساري زړورتوب سره یې دا حقیقت، لکه لمر وځلاوه، د دې لوی حقیقت د بیان توان یوازې له دې سړي سره وو، ځکه چې همدا دی یې مبتکر و باني و او په تکفیر و ارتداد یې د بې‌سوادانو وس و نه رسېد، که نه چې بل هر چا په دې باره کې خوله چولولای، هغه څه به ورسره کېدای چې د فرخندې اروا به هم ورته حیرانه وای.
په هر صورت، دا زموږ د ځوان نسل په مخ کې، یوه جدي پوښتنه ده او زه فکر کوم چې نن سبا، وروسته له هغه چې د دین، مذهب، ملت، ژبې او...په نوم تر حد زیات درواغ وویل شول او په دې نومونو هېښوونکي جنایات وشول، اوس ورو ورو د ممنوعه پوښتنو د مطرح کولو زمینه برابره شوې، نور باید په جرات سره سوالونه وکړو او د منطقي جوابونو حتمي لټون یې وکړو، البته دلته دا معترضه جمله ضرور ده چې په دې هکله ځینې روشنفکر ډوله کسان، په احساساتي ډول، وچ و بې‌منطقه بحثونه کوي چې د دوی دا طریقه، مساله د هواري پر ځای، نورې پېچلتیا ته وړي او د عقلانیت حساب باید له دوی بېل وي.
راځئ چې دا غور له دې ځایه را پیل کاندو چې ولې پرون، تقریباً سل کاله وړاندې، د دینپوهنې پر بنسټ را پورته شوی شفیق، په یوه روشنفکر، وطن‌دوست اوسرشار شخصیت بدلېدای شوای، خو نن د یوویشتم قرن تر ماډرنیزم په وروسته دوران کې، له دغه مقدسه ادرسه، د افراطیت و وحشت وهمونه هجوم راوړي؟ نه یوازې د افغانانو، بلکې ټول انسانیت پر روح و روان یې د ډار لړې خپرې کړې دي؟
د محترم استاد لېوال د تحلیل پر بنسټ، زه هم باور لرم چې د پردیو د خط‌کشیو مطابق، دوامدار جنګونه، د ملتو ملي تربیه و اخلاق خرابوي، د سیاسي، ټولنیز، اقصادي او فرهنګي ژوندانه بېخ و بنیاد یې ورکاږي، له سیسټماټیک مسیره یې پر ایله جاري و ګمراه بیابانو ور خوشې کوي، جمعي ذهن مغشوشوي، هدفمن و عقلاني حرکتونه فلجوي، د انساني خط السیر ادرس ورکوي او نن په اساني سره، د دې نظریې د تمثیل ننداره، د شهید شفیق او تر هغه را وروسته نسلونو په وجود کې کېدای شي، داسې چې؛
اول؛ شهید شفیق داسې وخت «۱۳۰۸ل» د هستي پر ډګر را څرګند شو چې افغانستان په خپل ټول تاریخ کې، د اول وار له‌پاره د یوه ارام و سیسټماټیک ژوند تجربه پیل کړې وه، داسې په میراث را پاتې بحرانونه یې د تاریخ حافظې ته ورغورځول چې د مسلسلو زورورو خارجي و داخلې عواملو زېږنده وو او په یوه نسبي معقولیت سره یې، د تدریجي پرمختګ او ارام و ماډرن ژوندانه لار په خوله ورکوله، د اجتماعي ژوندانه غونډ اړخونه ورو ورو قانونمند کېدل، قانون، نظام، سیسټم، اداره، نظم، انضباط، ډسپلین، ډيموکراسي، ماډرنیزم، تعلیم «د ښځو و نرو»، د بشر اساسي حقونه، وطن او خلک، کرار کرار په بنسټیزو ارزښتو بدلېدونکي وو، په دغسې یوه سیاسي- ټولنیر اټموسفير کې ښاغلي شفیق ته، هم په کورنۍ او هم دولتي کچه، د سیسټماتیک تعلیم و تربیې زمینه سازه وه، هغه و چې نتېجه یې یو روشنفکر، وطندوست او متفکر شفیق شو، نن یې نه یوازې په یاد د غرور غاړه اوږدوو، بلکې پر نقش قدم باندې یې تګ، د خپلې ملي ژغورنې یوازېنی میتود ګڼلای شو.
دويم؛ کله چې مرحوم شفیق د افغانستان ملی ژوندانه ته، د ولسواکي پر اساس، نوی رنګ و رونق ور کاوه؛ نو په ۱۳۵۲ل کې داود خان، که څه هم د اول ځل له‌پاره جمهوري سیسټم اعلان کړ، خو په عمل کې یې له یوې خوا، د موسی شفیق په بندي کولو سره، د ډیموکراسي پایې له سره سستې کړې او د جمهور ريیس په نوم، د یوه دکتاتور په توګه، پر ټول واک قابض شو، قبضه به نو نوره څه ته وایي؟ ولسمشر، دفاع وزیر او بهرنی وزیر ټول دی و، یانې هر څه دی خپله و، له بله اړخه یې د دوامدارو مرګاني کودتاوو بنسټ هم کښېښود چې له ډېره بده‌مرغه، په اول ګام کې یې خپله د ده او د ده د مظلومې کورنۍ سر وخوړ او په خورا خونړي ډول یې وخوړ، له دې سره، پر افغانستان د چپه و راسته پردیو ایډیالوژیو په یرغل و غوبل سره، دا هېواد د نه تمېدونکيو خونینو پېښو په یوه متلاطم و توپاني سمندر بدل شو، دا دی تر ننه لا د دې خونړیو څپو زور، نه یوازې ختلی نه دی، بلکې لا یې تاو اخیستی دی.
د جنګ و جهاد او شهادتو و مردارېدو، په دې ټول دوران کې یې، په رډو سترګو، مخامخ وینو چې د فردي و ملي ژوندانه ټول مادي و مانوي بنسټونه مو په خاورو- ایرو واووښتل او ټول ژوند مو، له هر ډول سیسټم څخه منحرف شو او نن دا دی ننداره یې کوو چې د ملي تربیې و اخلاقو بېخ و بنیاد مو ختلی دی، هغه د استاد لېوال خبره؛ مخکې به افغانان په درواغو خړېدل، په رشوت به شرمېدل او ورته نورې اخلاقي کمزورۍ به عیب ګڼل کېدې، خو د جنګ و جهاد په نتېجه کې، اوس په دې سپکو کړنو، نه یوازې خلک خجل کېږي نه، بلکې په خپلو کمالاتو کې یې حسابي. په دې سلسله کې مو زښت دیني ارزښتونه هم مسخه کړه شول، په داسې حال کې چې ادیان اساساً د انسانانو د اخلاقي اعتلا له‌پاره را منځ ته کېږي، مګر نن ګورو چې موږ او د بشر لویې برخې ته، له دغه ادرسه، څومره جدي ګواښونه متوجه دي!
دا ډېره د افسوس کیسه ده چې نن زموږ په پوهنتون کې، د شهید شفیق د استادي پر چوکۍ، یو سرناخلاصی افراطي ناست دی او په خورا خشونت سره، د معتدل اسلام نماینده‌ګي کوي، له شاګرده د انساني ژوندانه لار و ګودر ورکوي، ذهن یې د هر نوښت پر وړاندې ډبره کوي او لا زړه‌خوړونکې دا چې د هغه وطن پر ضد یې روزي چې ده ته یې په خپله غېږه کې ځای ورکړی، د هغه نظام پر وړاندې د دوښمني احساس ورکوي چې د ده د وړیا تحصیل حق ته قایل دی او ان د هغه پوهنتون تخریب ته یې دروي چې دی پکې د تعمیر په موخه ناست دی.
هغه وه د سولې په سیسټم کې د شهید شفیق د شرعیاتو پایله! او دا ده د جنګ و جهاد په انارشیزم کې، زموږ د اسلامي ثقافت نتېجه!
هیله ده چې نور نو زموږ ځوان او مسوول نسل، د پټو سترګو او مطیع ژوندانه ګوسفندي فرهنګ بدل کاندي، د تاریخ له هغو باعزتو او دغو ذلیلو جریاناتو څخه، نور زیات منطقي نتایج هم راوباسي، زده‌کړه ځنې وکړي، معقولې پوښتنې وکړي او منطقي جوابونه یې ولټوي او خپل راتلونکی فردي و ټولنیز ژوند پرې ودان کاندي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته