لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
د جان کېري اوهیلري د پروژو راتلونکی
لیکوال: ميرويس مايار   نېټه: 30.01.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 په تېرو ۸ کلونو کې چې هیلري کلنټن اوجان‌کېري د امریکا د بهرنیو چارو وزیران وو، د امریکا بهرنی سیاست په ډېرو هېوادونو ور وتپل شو. د نړۍ ډېرخوځښتونه لکه عرب پسرلی په لوی لاس خونړي سمندر ته ور ټېل وهل شول. په دې ډله کې د افغانستان اوعراق دوسیه د تړل کېدو په لور یووړل شوه اود اسراییلو او فلسطین شخړه چورلټ هېره شوه. په منځني ختیځ «سوریه، یمن، لیبیا، مصر، تونس، بحرین» کې دومره نوې لانجې وزېږول شوې چې عربانو فلسطین بېخي هېر کړ او د خپلو واکمنیو د چپه کېدو د مخنیوي په لټه کې شول. اروپا د کېري او کلنټن د ماموریت پر مهال چورلټ د امریکې تر ګورت لاندې راغله او د کډوالو د لویو جوپو له هراړخیز ناورین سره مخامخ شوه.

د افغانانو په تړاو کیسه داسې ده چې جان‌کېري خو ولاړ، خو دافغانستان په تاریخ کې ېې نوم د تل په مخه د ملي وحدت له حکومت سره تړلی پاتې شو. پر بهرنۍ نړۍ په تېره بيا د هغو هېوادونو د راتلونکيو او مشرانو په اړه چې امریکا پکې په یوه ډول ښکېله ده، د سپینې ماڼۍ د سرکارانو نظر خورا اغېزناک وي. د افغان ماموریت په تړاو ټرمپ د مطبوعاتو او په کابل کې د واکمنو له‌پاره نوي ګلان نه دي کرلي، خو ښکاري چې د ګلانو د کېښودو په دې موسم کې به د سپینې ماڼۍ نوی واکدار کابل ته پسرلنۍ کورنۍ دنده ژر ورکړي.
کله چې اوباما په سپینه ماڼۍ د ننوتلو موزې په پښو کولې، افغان ماموریت ورته د امریکا د هستوي وسلو تر کیلي وروسته مهم ښکارېده او په دې تړاو یې افغانستان ته په خپله او مرستیال یې سفرونه او وروسته پرله‌پسې تماسونه ټینګ کړل، خو د نړۍ په دې سر کې د امریکا د تاریخ د دې اوږدې جګړې کوربه افغانستان پروژه تر اوسه د ده د قلم څوکې ته نه ده برابر شوې.
کله چې د ۲۰۰۹ کال په جنوري کې اوباما د ماڼۍ واک تر لاسه کړ، د پخواني افغان واکمن حامدکرزي له‌پاره یې لوی سرخوږی پېښ کړ. د دواړو اسان په یوه وډ کې نه سره څرېدل او سرونه یې تر پایه سره ټمبه کړل چې له برکته یې د افغانستان لانجه اته کاله نوره اوږده شوه او ښاغلي کرزي یې په ټس کې شپني عملیات بند او دبګرام له زندانه په زرګونو طالب بندیان کورونو ته واستول. د دواړو تر منځ اړیکې له لومړۍ ورځې تتې وې چې د زیان ترخه یې هم کابل او هم واشنګټن وڅکله اوله برکته یې سیمې ته ډېرو نورو سترګې پټې کړې او پیاز تر ګنډه کړل.
اوس چې دسپینې ماڼۍ سرې دروازې زېړ ټرمپ ته خلاصېږي او بندېږي، د بې‌برخلیکه افغانستان راتلونکی لا نور د سپینې ماڼۍ د تورو دوسیو برخه ګنل کېږي. جان‌کېري په افغانستان کې د ډېرو له انده د امریکې د بهرنیو چارو بریالی وزیر و، خو واقعيت دا دی چې د ده د شړېدلې ډیپلوماسي له برکته روسیه په ټوله نړۍ کې یو ځل بیا د امریکا سیالي ته را مخې ته شوه او په اوکراین او سوریه کې یې د امریکا او ان ناټو ټول سټراټېژیک پلان له صفر سره ضرب کړ او جنګي الوتکو یې یو ځل بیا د اروپایانو ورمېږونه اسمان ته پورته تاو کړل.
د ماسکو او واشنګټن تر منځ نوې لوبې ته د ځینو په باور افغانستان اوس لومړۍ کرښه ده چې په دې ټرامپي نړۍ کې یې برخلیک تت برېښي. پر کابل د جان‌کېري د جمعې او منفي تګلارې له برکته تپل شوې کمزورې ادارې بری د کابل او ټرامپي یارانو د اړیکو په تودوالي پورې تړلی دی. د ټرمپ پالیسي به د اوباما د ۲۰۰۹ کال په څېر په خاورو کې د رغړېدونکي افغانستان له‌پاره فوق العاده اغېز ولري او کابل ته په واشنګټن کې د بې‌سارې لېونۍ لابي اړتیا ده چې هلته د خلیلزاد په څېر څېرو له اړیکو باید ګټه پورته شي. په ټوله کې جمهوریت غوښتونکي په امریکا کې په ریالیسټیکو نظریو ولاړ یرغليز سیاست پر مخ وړي چې پر افغانستان او عراق یې بریدونه روښانه بېلګې دي، خو د هیلري کلنټن او جان‌کېري په اړه د ټرمپ ډېر بدبینه نظر ته په کتو به د کابل له مشورې پرته د هالبروکي بیلګې په څیرد جنرال ماټیس جنګي ماشین ته پام ډېر شي.
ټرمپ په ټاکنیزو منډو ترړو کې د کېري او کلنټن سیاستونه بوین بللي وو او ژمنه یې کړې چې واک ته په رسېدو به د دوی د بهرنیو پروژو بوی سمدلاسه له منځه وړي. په دغو پروژو کې طالبان، داعش، القاعده او ګڼې نورې بلاوې شاملې دي چې د اوس له‌پاره له طالب اړخ سره د سولې توپاني بېړۍ تر ساحل پورې دړې وړې ښکاري. په داسې حال کې چې د ټرمپ په قاموس کې د اوس له‌پاره د سولې ټکی نه‌شته او طالبانو او داعش ته غاښونه چیچي او پر ځمکه د امریکا د چلېدونکي نظامي زور وهنې دمبوره وهي.
ټرمپ د امریکا درېیم ولسمشر دی چې پر افغان لانجه به فکرونه او قلمونه کشوي، خو ورته پاتې په افغان خاوره د ملي وحدت حکومت او په عراق کې د العبادي اداره چې د ټرمپ د یارانو له‌پاره داسې سرخوږی بلل کېږي چې د یوه یې پر داعش او د دا بل یې پر طالب زور نه رسېږي، ولې د سپینې ماڼۍ نوی سرکار د بي ۵۲ زور ته اشاره کوي چې طالب واکمني یې په دریو اوونیو کې ورټوله کړه.
په واشنګټن کې نويو سیاستوالو ته داسې ښکاري چې جان‌کېري، هیلري او اوباما له نړۍ او امریکا سره لوبې کړې او دوی به د هغوی له ماشومانه لوبو نړۍ بې‌غمه کړي. ټرمپ د نړیوالو لانجو د حل په برخه کې له روسیې سره د ګډ کارپه اړه وار له مخه یو لړ څرګندونې کړې دي چې د امریکا د سر سر یو شمېر کپرۍ یې وارخطا کړې دي. ډېر په دې اند دي چې ټرمپ هم د اوباما په څېر ډېر څه نه‌شي کولای، خو افغانستان یې هره څرګندونه د دې او هغې نړۍ کولای شي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته