لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ګوزڼ وهلي تبلیغات، حل‌لارې
لیکوال: محمد يار يار   نېټه: 05.02.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 دا تبلیغ به سره پرېږدو چې تبلیغاتې جګړه څومره زور لري، ځکه بدیهي ده چې د دقیق رواني جنګ نقش ټاکونکی ګڼل شوی دی. د دې ادعا یوه لاس په لستوڼي او ډېرو ته یاده بېلګه، په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکا تر پوځي مارش مخکې تبلیغاتي توپان وو چې په اروایي توګه یې، د طالبانو د ټول قهر و غضب اور، په لنډه زماني محدوده کې ور ایره ایره کړ. د خلکو سخت بد یې ځنې راوستل، د هغو د پوځي جارو له‌پاره یې زبردسته زمینه سازه کړه او همداسې یې د څو ورځو په ترڅ کې، له ټول افغانستانه یومخیز پسې جارو کړل. په دې دلیل نو عامه شعور، په دوامدار و معقول تبلیغاتي کمپاین سره ښه مدیریت کېدای شي، اوس دا کتل په کار دي چې افغان دولت، له دې ناحیې په کوم وضعیت کې دی؟

متاسفانه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت چې څومره په کورنۍ، سیمه‌ییزه و نړیواله سطحه، له ډېر پېچلي بحران سره لاس و ګرېوان دی؛ نو په هماغه اندازه یې تبلیغاتي موټور هم ګوزڼ وهلی دی.
دلته نه د ازادو رسنیو له‌پاره سرې کرښې په نښه دي او نه هم دولتي میډیا هغومره انرژي و پالیسې لري چې خپل سیاسي نظامي پرسټيژ په دفاع کړای شي، په داسې حال کې چې د دوښمن د وهلو او خپلې اوټوریټې د ساتنې له‌پاره، له ټولو کمزوریو سره سره بیا هم لسګونه دلایل لري، خو حیف چې د تبلیغ ژبه یې غوڅه غوڅه ده، مثلاً؛
د ۲۰۱۱ کال، د می پر دوهمه، اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ‌اباد یانې د دغه هېواد په سیاسي پوځي جمجمه کې، د امریکا په ډېرو خاصو نظامي عملیاتو کې ووژل شو، له هماغې لحظې، د همدې لیکنې تر شېبې مې خپل حکومت ته پر ماغزو درد دی چې د پاکستان د وهلو او افغان جمعي ذهن د خپلولو له‌پاره، تر دې بله زبردسته سوژه څه کېدای شوای؟ اما له دې طلایي موضوع یې تر ننه، یوه ذره استفاده هم و نه کړای شوای، زما کلک باور دی چې دا داسې یوه بې‌ساري رسوایي وه چې همدا نن نن یې هم، د پاکستان پر سیاسي اعصابو، د یوې زورورې ضربې په توګه ور واردولای شو، خو بیا حیف چې هم مو پاکستان په مقابل کې په سیاسي ټروریسټي مستيو لګیا دی او هم مو په داخل کې، جمعي ذهن، په طالباني، داعشي، القاعده‌یي او ورته نورو مخدراتو مسموم دی.
د کشر بوش د ولسمشري مهال، په افغانستان، ملګرو ملتونو او عراق کې، د امریکا سفیر زلمي خلیلزاد له بي‌بي‌سي راډیو سره، په ځانګړې مرکه کې وویل چې د ده له بوش سره، پر همدې مساله څو واره جنجال راغی، ده به ور ته ویل چې دا پروېز مشرف ډېر ماهر و چالاک دی، دی دوی تېر باسي چې وايي د ټروریزم خلاف یې ملګری دی، خو هغه به ورسره نه منله. ده دا هم رسوا کړه چې مشرف ته به یې ویل چې طالبان و ټروریستان له خپلې خاورې وشړئ؛ نو هغه به ورته ویل چې طالبان چېرې دي؟ ته یې ما ته ادرس راکړه، د ټلیفون نمبر یې راکړه، ده به ورته وخندل چې هغوی ځان ته د کوټې شورا او پېښور شورا وايي، ته څنګه وایې چې هغوی دلته نه‌شته؟ مګر نه به یې ورسره منله، دلته بیا باور لرم چې د خلیلزاد، له همدې مرکې څخه بیا هم او همدا اوس هم، د ټروریستانو او پاکستان پر وړاندې، د یوې محکمې حربې په توګه، کار اخیستل کېدای شي او خوندوره به لا دا شي چې له همدې بي‌بي‌سي سره، د هماغه پروېز مشرف په مرکه کې، د دې اعتراف مرچ و مساله هم پرې واچول شي چې پاکستان د هند په مقابل کې، د طالیانو ملاتړ وکړ.
که سم ملي سوچ و سیاسي اراده وي؛ نو په دې پرمختیاوو کې ان د امریکا لاس هم تر ښه درنه ډبره ورلاندې کېدای او پر دې ښه کلک را ګیرېدای شي چې تاسې څنګه له پاکستان سره په پوځي پارټنرشیف کې، د ترهګري د له منځه وړو په نوم، د افغانانو پر سرونو، نظامي مېچنې ورګرځوئ، مګر اسامه بن لادن په اسلام‌اباد کې، په خپلو لاسو وژنئ؟ د ملاعمر د مرګ ننداره د کراچۍ په روغتون کې کوئ؟ ملا اختر محمد منصور، له ایرانه د راتګ پر مهال، په بلوچستان کې په بې‌پیلوټه سوځوئ؟ لوی لوی عرب و افغان ترهګر، د پاکستان له غېږې ګوانتانامو ته رسوئ؟
او داسې نو سل و زر نور روښان و مستند واقعیتونه، چې پر بنسټ یې، په ملګرو ملتو، امنیت شورا او بل هر نړیوال سټېج باندې بحث و لابي کېدای شي؛ په سیمه کې ستراتیژیک ملګري موندلای او ټروریزم په وهل کېدای شي، په کور دننه جمعي شعور، د افراطیت خلاف او د وطن و وطنوالو غوڅ ملاتړ ته را اړول کېدای شي، مګر موږ دا یو چانس لا هم نه دی وهلی او دردوونکې و شرموونکې خو لا دا، چې افراطیون مو له حکومت او قانون څخه څو ګامه مخکې دي، ایا د دې ادعا تر ګردو کمکی مثال دا نه شي کېدای چې کله زموږ د پوهنتونو محصلان مظاهرې کوي، نو تر سرونو یې د طالبانو سپینې، د القاعده تورې او د حزب اسلامي زرغونې پټۍ تړلې وي؟ شعارونه یې وي؛ «مرګ پر ډیموکراسي، مړ دي وي قانون، مرګ پر حقوق بشر، موږ د ښځو حقوق نه غواړو، زنده‌باد ملاعمر، اسامه، حکمتیار، داعش او...؟» د شرعیاتو پوهنځي مو د ترهګري په ځالو معروفې وي؟ د حفیظ منصور په وینا، د اسلامي ثقافت مضمون مو، ټروریزم تدریسوي؟ د حکومت په امتیازاتو ټنډ، د دولتي پوهنتون استاد مو، د پوهنتون پر ضد تدریس کوي؟ او د بې‌شمېره نارجسټر و راجسټر مدرسو و مسجدو په باب خو یې بېخي سوال نه پیدا کېږي.
دا اوس، تازه په تازه چې طالبان د هلمند په ګرمسېر ولسوالي کې، له ایرانیانو سره ناستې و پلانونه لري؛ په دغه ولایت او فراه کې، د ایران په نښه ویشتونکو توپکانو له افغانانو ژوند اخلي؛ ښه! ممکن دلته داسې یو استدلال وشي چې طالبان و ایرانیان خو د یوې کلمې وروڼه دي او د دغې مشترکې وجهې له مخې، دوی کولای چې د مسلمانۍ په ګډ احساس سره، د افغان و افغانستان د تعذیب و تخریب هماهنګ عملیات وکړي؛ که چېرې د سیاسي اسلام، یو د ړندې عقیدې عقده‌من، له دې استدلال سره، د موافقت ګوتې وښوروي، خو د کمونیزم له وارثې، روسیې سره به، د اسلامي تحریک سیاسي- پوځي مانورو و فعالیتو ته کوم شرعي جواز پیدا کوي؟ هغه روسیه چې موږ یې په وهلو کې، سراسر افغانستان، له خپل ټول عیني و ذهني درنښت سره، لکه بڼکه په هوا کړ او د یونیم میلیون شهیدانو، څو میلیونه معیوبو و مهاجرو، د ارزښت له احسانه مو لا هم ملت ځان نه شي خلاصولای او... دا او داسې ډېر نور، هغه مشهود او له شک و شبهې خلاص فاکټونه دي چې د جنګ تر ګرم نظامي ډګر زیات، په تبلیغاتي میدان کې، طالب او بل هر ټروریسټ ښه بېخکې په وهل کېدای شي، مګر ارمان چې تبلیغاتي وجود مو ګوزڼ وهلی، که نه نو باور لرم، هغه شاوخوا پنځه میلیارډ ډالره پوځي بودیجه چې هر کال د جنګ له‌پاره لګېږي او دا خو لا بېل بحث دی چې ډېره یې پر خیالي امنیتي ځواکو خاورې او د غلو جېب ته ځي؛ نو که له دغه رقم څخه، یوازې یو فیصد هم چې ممکن ۵۰ میلیونه شي، پر تبلیغاتو ولګېږي، ګمان کوم چې نه یوازې به، په افغاني ذهن کې، طالباني و بل هر ترهګر سوچ، د محوې تر بریده، وځپل شي، بلکې خپله، هماغه ټروریزم پالونکې جغرافیې به هم، تر سخت فشار لاندې شي؛ همدا اوس په پاکستان، ایران او ان اروپا و غرب کې، کډوال افغانان، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پر شرعي مشروعیت په شدت شکمن دي او ډېر خو یې بېله شکه مطلق کافر ګڼي.
سړی سخت متعجب شي چې په پاکستان کې مېشت افغان ته، دا لوی درواغ مالومیږي چې په افغانستان کې دې هم، د نړیوالې ټولنې له حضور سره، مسجدونه وجود ولرلای شي او افغانان دې لاهم لمونځونه کوي؛ دا لاڅه، یوه هلمندي ملګري مې، په ډېر افسوس کیسه راته وکړه چې له سنګین ولسوالۍ څخه مې یو مېلمه درلود؛ کله چې یې د لښکرګاه لویه جامع ولیده، له هېښتیا یې خوله وازه پاته شوه، ویل هی! آ جامۍ ګوره! ما ویل، په دې کې د اریانۍ څه خبره ده؟ ده په تعجب راغبرګه کړه چې زموږ په وطن «کلي و ولسوالۍ» کې خو ولاکه هیڅوک دا ومني چې په لښکرګاه کې دې داسې غټه و ښایسته جامۍ وي او د ښار خلک دې هم لمونځ کوي، موږ باوري یو چې د حکومت تر لاس لاندې ځایو کې، ګرده خلک کافران شوي دي.
وایي د خلکو زور د خدای زور دی، کله چې د ترووریستي پروپاګند تر ناوړو اغېزو لاندې، د خلکو عمومي ذهن مسخه و منحرف شي او حکومت د دې ذهن د مدیریت او لوري ورکولو پلان و توان و نه لرلای شي؛ نو بیا خو اوسنی وضعیت هم راباندې ډېر دی.
زموږ د حکومت پر تبلیغاتي دستګاه باور، هغومره خاورې شوی، لکه د هغه سنګینوال چې د لښکرګاه پر استوګن د مسلمانۍ اعتبار ختم کړه شوی؛ البته توپیر یوازې دومره دی چې د هغه بېچاره ذهن ترور شوی او د حقایقو په وړاندې پرېوله شوی، اما دا یو عیني واقعیت دی چې دا تبلیغاتي دستګاه په رښتیا فلج ده، که نه نو خپلو وطنوالو به د کافر حکومت او کافر ملت ګومان نه پر کاوه.
راځئ چې لږ، زموږ د دولتي دستګاه د تبلیغاتي دستګاه کم و کیف ته، یوه سترګه غوندې ور واړوو او ټولې معرفۍ ته یې یوه بله مقاله لازمه ګڼلې بویه. 
زموږ د ټول دولت، ټول تبلیغاتي زور، په یوه ملي راډیو ټلوېزیون او څلورو ورځپاڼو «اصلاح، انیس، هېواد او کابل ټایمز» کې را ټول دی.
ملي راډیو ټلوېزیون خو نه چنداني اورېدل کېږي، نه لیدونکي لري؛ زه هم په همدې کټګوري کې یم، یوه شپه چې په بهر کې د افغانستان په باب یو ډېر مهم نړیوال کنفرانس روان و؛ نو ما په دې تمه ملي ټلوېزیون ته مراجعه وکړه چې دا خو د دولت له‌پاره یوه حیاتي کیسه ده، دوی به حتماً، په دې باب ژوندۍ خپرونې لري او بیا به د کارپوهانو جدي بحثونه وي، خو په هغه طلایي وخت کې، یوه زاړه چلوونکي، له یوه داسې شاعر سره، د هغه پر یوه شعري مجموعه بحث کاوه چې تر دې ګړیه یې، هلته راسره ناستو ادبي ملګرو نوم هم نه و اورېدلی، په دغسې یوه مهم فرصت کې، له پوشکین و شکسپیر سره هم مرکه لازمه نه ده؛ پاتې خو لا نور خرافات! څو واره نورو چینلو ته واوښتم، بېرته چې به ملي ته را واوښتم نو بیا به هم، هغه اش- هغه کاسه وه او دا چې څو زره پرسونل لري؟ څومره مصارف لري؟ او... نو بیان به یې کیسه ډېره اوږده کړي.
بل طرف چې بیا ورځپاڼې وګورو، د اخبار له نومه به مو خوا وګرځي، د لیکنيز سټایل په حساب یې، یوازې لیکنې کمپوټري شوې، نور نو فکر کېږي چې هماغه د یوې سلیزې مخکې حروف‌چیني چاپ دی، موضوعات یې، له یوې خوا په ټوله کې تکراري چې نورو رسنیو یو وار هضم کړي، دوی یې بیا ژویي، بله دا چې هماغه ژوولي مواد، په خپلو منځونو کې، یوه له بلې کاپي و فیسټوي. بل ریشخند یې هم دا چې هماغه زاړه ماموران ور ته ناست دي، لکه ملایان چې نوې خبره نه لري او هر کال د تېر کال پر مسایلو، بیا بیا شخوندونه وهي، دوی هم هر کال، د مختلفو مناسبتونو په باب، هماغه د تېر هغه ورستې لیکنې، له بدرنګو کلیشه‌یي سرلیکونو سره، تکراروي را تکراروي. دا ورځپاڼې، یوازې په کابل کې، تر یو څو محدودو دولتي ادارو پورې رسېږي؛ هغوی هم د غرمې ډوډۍ ته د دسترخان کار ځنې اخلي او خلاص! ته نو اوس په دا رنګه رسنیز زور، له کورني، سیمه‌ییز او جهاني ټروریستي ذهن سره مقابله کوه!
وړاندیزونه
یو؛ اول خو باید د تبلیغاتي جګړې له‌پاره، یوه دقیقه سټراټېژي تدوین او د بشپړ تطبیق له‌پاره یې، یوه مناسبه بودجه تخصیص شي.
دوه؛ د دې سټراټېژي د موثرې پلي کېدا له‌پاره، هم باید اکاډمیک ظرفیتونه جذب، هم نوي ځوانان و روزل شي او د بازار له نرخ و نوا سره برابر، مناسب امتیازات ور کول شي.
درې؛ د ملي راډیو ټلوېزیون بې‌ضرورته کمیت را کم، کیفیت یې ښه سم لوړ او هم یو کارکشته و مدبر مدیر ورته وګمارل شي.
څلور؛ د دولتي رسنیو په باب مې له محترم استاد اسد الله غضنفر څخه په وارو وارو اورېدلي چې له دغو ټولو «اصلاح، انیس او هېواد» څخه باید یوه، واحده ورځپاڼه جوړه شي، دا خبره یې لیکلې هم ده؛ «زما په ګمان د حل لاره دا ده چې حکومت له ګڼو جریدو او ورځپاڼو تېر شي او خپله انرژي راټوله کړي چې د ښه کیفیت مطبوعات ولري. په کابل کې د اصلاح، انیس او هېواد په ځای ایکي یوه دولتي ورځپاڼه چې کیفیت یې ښه وي، په مراتبو ښه ده. ... د اخبارونو د کمولو له‌پاره بل دلیل دا دی چې اوسنۍ ټيکنالوژي د ورځپاڼې وېش اسانه کړی دی، هغه اخبار چې په کابل کې راوځي د انټرنیټ په برکت یې په عین شکل او عین وخت کې په کندهار یا هرات کې چاپولای شو. پخوا چې نه انټرنيټ و او نه ټرانسپورټ د اوس په اندازه پرمختللی و، دې ته زیاته اړتیا لیدل کېدله چې دولت په مختلفو ولایتونو کې اخبارونه ولري.
که اطلاعاتو و کلتور وزارت خپله انرژي را غونډه کړي او د تیت و پرک جریدو او ورځپاڼو په ځای یوه لویه، ګڼ‌مخیزه باکیفیته او ګڼ تېراژه ورځپاڼه ولري نو لوی لیکوال، مبصران او ژورنالیسټان به یو ځل بیا وغواړي چې په همدې ورځپاڼه کې یې مطالب چاپ شي. دغه ورځپاڼه به د ښه کیفیت او ډېرو مخونو په برکت ډېر لوستونکي ولري او اعلانونه به یې زیات زیات شي او عواید به يې ډېر شي. د دې ورځپاڼې بل کمال به دا وي چې له ټول هېواد سره به تعلق لري، له پامیره تر سیستانه او له بادغیسه تر تورخمه به د هر ځای مسایل پکې وي چې دغه حالت د ملي احساس له پیاوړتیا او د ملي وحدت له زیاتېدا سره مرسته کولای شي.
حکومت د خپل اعتبار د زیاتولو، د ملي وحدت د پیاوړتیا، د هېواد د دواړو رسمي ژبو سره د ټولو خلکو د اشنا کولو، د خلکو د سویې د لوړولو او بالاخره د تاوان په ځای د ګټې د کولو له‌پاره، دغسې ایکې، یوې، افغانستان شموله ورځپاڼې ته ضرورت لري. «کلتور او ټولنه، مخونه؛ ۴۴۶- ۴۴۸» دا یو معقول و منطقي نظر و، زما هغه وخت هم خوښېده او اوس یې عملي کېدا ته لا تږی یم. نن چې ښاغلی استاد غضنفر، خوشبختانه، ټیک د همدغې زمینې، په اجرایوي موقف کې قرار لري، باید حکومت ته قناعت ورکړي چې په دې هکله د نوموړي د دغې او ورته نورو جالبو و ضروري تیوریو د اجرا حکم وکړي.
پنځه؛ تمثیلي هنرونه پر جمعي روان سخت اغېزناک ګڼل کېږي، هغه تاثیر چې فلم، ډرامه او تیاتر، د عامه ذهن په جوړولو و ورانولو کې لري، فکر کوم، نور هنرونه ورپسې نه‌شي رسېدای، یو داخلي او یو خارجي مثال؛
الف. د مرحوم ډاکتر نجیب د واکمنۍ مهال چې کوم درې برخې نیمګړی سریال جوړ شو، نو تر ننه هم، د بیان ازادۍ په روان محشر کې، د کونډې زوی او شادګل، ښاد یادونه و خوندونه، د خلکو له زړو و ذهنو څخه نه دي تښتېدلي او تر ننه په دې ارمان دي چې کاشکې نورې برخې یې هم بشپړې شي.
ب. د ترکیې حکومت چې د خپلو کورنیو و باندنیو پالیسیو د تبلیغ و توضیح له‌پاره «د لېوانو دره» په نوم، زرګونه برخې سریال، تر نږدې شپږو کالو وچلاوهګ نو دې سریال، په افغانستان کې هم، له ساده‌ترینو وګړيو څخه تر جدي‌ترینو شخصیتونو پورې، د لېونتوب تر سرحده، لیدونکي لرل، زما پنځه کلنې زینبې، د هغه مرکزي کرکټرونه «پولاد علمدار، ماماتي او عبدالحی» تر ما ښه پېژندل، اټکل کولای شو چې هلته په ترکیه کې به یې اغېز څومره و؟ زه په حیرانۍ سره وینم چې په هغه سریال کې پېشبیني شوې پېښې و پالیسۍ، څنګه وروسته وروسته، د عمل پر ریالیسټیک ډګر مخې ته راځي؟ ما چې کله پر ټلوېزیون، په ترکیه کې د کودتا جریانات کتل، فکر مې کاوه چې د «وادی ګرګ ها» صحنې ګورم؛ نو افغان حکومت هم، له دې لارې، په نه باورېدونکې توګه، د حالاتو مخ، په خپله ګټه را ګرځولای شي.
شپږ؛ ټول یې وینو چې ورزش، نه یوازې د ملي همږغۍ، بلکې نړیوال تفاهم لپاره هم، اغېزناکه ونډه لرلای شي؛ د کريکټ برکت و ظرفیت خو مو تیار په اختیار کې دی، که نورو برخو ته یې هم، سم پام وشي، افغان ځوانانو، لکه څنګه چې د کريکټ پر نړیوال میدان ځانونه ثابت او دنیاوال هېښ کړل، همدغسې یې په هره برخه کې، پر وړتوب باور په کار دی.
اووه؛ له ازادو رسنیو سره هم، د هماهنګي له‌پاره، جدي کار په کار دی او ورسره دا تفاهم اړین دی چې یو له بله باید سرې کرښې سره کراس نه کړي، ملي و قانوني ازرښتونو ته حتمي احترام موجود وي، همدا اوس، یو شمېر داسې رسنۍ وینو چې په ښکاره زموږ ملي و انساني اعتبار ته مخامخ زیان رسوي، د ترهګري سوچ له ودې سره مرسته کوي او د ملي امنیت په ګډوډۍ کې ونډه اخلي.
اتم؛ حکومت هم، د دې له‌پاره چې په خپل ولس کې د درنښت و اعتبار خاوند شي؛ نو باید په خپل رسمي چوکاټ کې، د بیان ازادي ته متعهد پاتې شي، که رغوونکي نیوکې ورباندې کېږي او حل‌لارې ور ښوول کېږي، بویه چې په ورین تندي یې هرکلی وکړي، خو دا وړاندیز به هله د اورېدو وی، که رښتیا هم د سمون و پرمختګ له‌پاره اشتیاق وي، د حقایقو د اورېدو په زغم سره به حکومت، هم خپله د مسوولیت منلو اوټوریټه اوچته کاندي، هم به د لا اصلاحاتو لامل شي او هم به د سمسکي په پایله کې، د دوښمن بېخ ښه سم ور و ایستلای شي.
زما په نظر، د دغو او ورته نورو وړاندیزو عملي کول به، د ملت و دولت تر منځ، موجود خلیجونه ختم او غبرګ به یې د هراړخیزې اعتلا و عزت، لوړو څوکو ته ورسولای شي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته