لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
د افغانستان په تاريخ کې...
لیکوال: شهرت ننګيال   نېټه: 05.02.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 د لوړپوړيو چارواکيو دا خبره ښايي ټولو اورېدلې وي چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل له‌پاره د ده په واکمني او اداره کې داسې او هغسې پرمختګ را منځ ته شوی دی...

هر وزير، معين، رييس، سرپرست تر ولسمشره چې کوم پرمختګ او لاس‌ته‌راوړنه يادوي، "د افغاستان په تاريخ کې د لومړي ځل له‌پاره" لاحقه هرو مرو ورسره نښلوي.
حقيقت دا دی چې دغو چارواکيو د افغانستان له تاريخه الف ته هم په ځيګر کې ځای نه دی ورکړی، که داسې نه وای ولسمشر غني به د عبد الوکيل خان نورستاني څلورلارې د دهمزنګ د شهيدانو په نامه نه وای اعلان کړی.
د افغانستان په تاريخ کې پنځوس کاله وړاندې په کابل کې ښاري ټرانسپورټ هغسې تنظيم شوی و چې بېلګه يې اوس په اروپا کې سړی ليدلای شي.
هغه مهال "د سرويسونو شرکت" بسونه په ښار کې چلېدل، هر تم‌ځای ته د بس د رسېدو وخت مالوم و، دفترونو او ښوونځيو ته د مامورانو او زده‌کوونکيو د تلو او رخصتي په وختونو کې د بيروبار د مخنيوي په پار زيات بسونه واټونونو ته نه راوتل. تر دوولس کلني «د شپږم ټولګي زده‌کوونکي» له کرايې معاف وو، تر دې پورته نيمايي کرايه ترې اخيستل کېده.
خلکو به په کتار کې د تم‌ځايونو له غرفو ټکټونه را نيول، په کتار کې به بس ته ولاړ وو چې بس به ودرېد، ډرېور به په ډاډ او زغم د دروازې د بېرته کېدو تڼۍ کېکاږله، د دروازې په بېرته کېدو به ښځينه د مخ له دروازې او نارينه د شا له هغې په کتار کې په خپل وار پورته کېدل.
بې‌ټيکټه بس ته د ختو هڅه نه‌شوای کېدای، کله کله به د سرويسونو شرکت څارونکي بس ته په ختو د ټکټونو چک ته نوک نيوه.
په همدغه کابل او لويو ښارونو کې د ملي بس يوه اداره وه، خو داسې نه لکه دا اوس چې د خلکو او بيت المال غاړې ته لوېدلې ده. بسونه د هند او پاکستان ډالۍ نه وو، بلکې د افغانستان له بودجې چمتو شوي وو. له سرويسونو شرکت سره د ملي بس توپير په دې کې و چې جعلي بس ټکټونه د غرفو پر ځای په بس کې د نګران له خوا پرې کېدل. د ملي بس دوو بسونو هره ورځ د کابل او پېښور تر منځ تګ را تګ درلود. نه چا له ټکټ اخيستو نټه کولای شوای، نه نګران له ټکټه پرته له جا سره ياري پاللای شوای.
د برېښنايزه بسونو نړېدلې ستنې اوس هم په مات زړه د تېرو ورځو په ياد پاتې دي. د دغو بسونو چلوونکې ښځينه وې، نه چا په سپکه ورته کتلای شوای، نه يې پر کترو کنايو د ازار او ځورونې هڅه کېدای شوای. د ټرانسپورټ وزارت له بودجې، لګښتونو او امتيازونو د حکومت او ملت اوږې سپکې وې.
د افغانستان په تاريخ کې دولتي مامورانو ته د کوپون په نامه يوه کتابچه ورکول کېده، د هرې مياشتې وړو، غوړيو ان تر چای پورې او نورو اړينو توکيو کچه پکې ټاکل شوې وه. په هره ناحيه کې د کوپوني موادو يو دوې مغازې وې چې مامورانو په اساني دغه مواد ترې لېږدولای شوای.
په ميليارډونو ډالر راغلل، خو کوپون د افغانستان په تاريخ کې بېرته ځای و نه‌شوای موندلای.
د افغانستان په تاريخ کې يو پاچا و، په مظاهرو کې په سپکو سپورو يادېده، د مرده‌باد شعارونه د هر سياسي جريان په خوله وو، دی يې د وخت له امريکايي ميليونر راکفلر سره پرتله کاوه، خو د ده مالي توان دومره وخوت چې د سلطنت تر سقوط وروسته د سعودي خيرات ته کښېناست. له مالي تنګسيا يې د ايټاليا له پلورنځيو ايله د ټيټې بيې ډوډۍ را نيولای شوای، ځکه خو سليزمین پوښتلی و؛
ښاغلی! لکه کور کې مو ډېر ځناور ساتلي چې دغه ډوډۍ ورته رانيسې؟
د دغه پاچا يوه زوی خدای خبر کومې پېغلې ته په ځير کتلي وو، که د نجلۍ د ورور زړه ته دغه شک لوېدلی و، د پاچا پر زوی يې د چاکو بريد وکړ، سترګه يې ور ژوبله کړه، له دغه بريده د پاچا زوی په يوه سترګه ړوند شو، خو د پوليس له خوا نيول شوی بريدګر د پاچا په امر خوشې شو.
اوس مې بچک نه دی چې ټرافيک دې د کوم جنګسالار، وزير او وکيل د نازوليو ګاډي ته د درېدو اشاره ورکړي. که کله داسې شوي؛ نو ټرافيک غريب پر هماغه ځای له سېر څخه د څو پتيرو د پخولو په شمار اوښتی دی.
د افغانستان په تاريخ کې يو صدراعظم و، د بهرنيو چارو وزارت چارج يې هم په لاس کې و، څو ورځې وړاندې يې په ياد سيمينار هم جوړ شو. ده له څلور بجو وروسته په بهرنيو چارو وزارت کې د دغه وزارت چارې سر ته رسولې، ډېری به يې شپه هم په وزارت کې شوه. بل دفتر يې په شورا کې و، د هر دفتر د کار وختونه مالوم و، هر دفتر ته په خپل وخت رسېده.
د افغانستان په تاريخ کې د چا معاش په ډالرو نه‌شوای اجرا کېدای، د خيالي عسکرو، خيالي پوليسو، ښوونځيو، ښوونکيو او زده‌کوونکيو تصور چا نه‌شوای کولای.
د افغانستان په تاريخ کې د کرنې يو وزير تر وزارت وروسته هم خپل کرنيز شنه انقلاب ته ژمن پاتې شو، دغه انقلاب يې په ډېر سيمو کې بريالی کړ، هغه سيمې د کوکنارو د کر له شره خوندي دي.
د افغانستان په تاريخ کې داسې وزير هم و چې د بندونو، برېښناکوټونو د رغاونې پر پروژو يې له بهرنيو کمپنيو او ډونرانو سره تر رسمي وخت وروسته ملاقاتونه تنظيم کړي وو، د شپې تر لسو بجو به په دفتر کې و، خو ډوډۍ يې کور ته رسوله.
د افغانستان په تاريخ کې داسې منصبدار، رييس‌تنظيمه او وزير هم تېر شوی چې ساه يې په يوه خټين کرايي کور کې وختله.
د افغانستان په تاريخ کې داسې يو وزير او صدراعظم هم و چې د خپل څلوېښت کلن ماموريت په سپما يې په جلال‌اباد او کابل کې يو يو کور له مرګه وروسته پوهنې وزارت ته وقف کړي وو او د رسمي فرمان له لارې يې له دغو کورونو د معارف له‌پاره د کار اخيستو حدود او بڼه ټاکلې وه.
د افغانستان په تاريخ کې لېرې نه، دا شل پنځه ويشت کاله له مخه وزيران له مالي درغليو دومره سپېڅلي ختلي چې په څوارلسو کالو کې يې يوازې د مکروریانو د دريو څلورو کوټو کورونو په را نيولو وس رسېدای شوای.
د افغانستان په تاريخ کې داسې يو ولسمشر هم تېر شوی چې له جلال‌اباده کابل ته د راتلو پر لار له خپلې لور سره يوازې موټر ته ناست و. د سروبي حق العبور دروازې ته په رسېدو يې موټر څنګ ته کړ، ارام او ډاډه له موټره کوز شو، په «۳۰» افغانۍ يې ټکټ رانيو، بېرته هماغسې ارام موټر ته وخوت او تر دروازه تېر شو. پنځلس دقيقې وروسته چې د عملې موټر پسې ورسېد، د حق العبور مامور ته پته ولګېده چې څوک يې غرفې ته درېدلی و؟
د افغانستان يو صدراعظم جرمن سفير او اړوند کمپنۍ ته ودرېد او د ماهيپر په برېښناکوټ کې يې د يوې لويې تخنيکي کمزورۍ له امله د برېښناکوټ له تسليمولو په نټه کولو د خپلو خلکو حقونه درانه وتلل.
د افغانستان تاريخ ته په ټيټه سترګه مه ګورئ، د افغانستان د تاريخ هنداره صافه او رڼه ده.
ايينه چون عيب تو بنمود راست
خود شکن، ايينه شکستن خطاست
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته