لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د تورخم بې‌عزتي
لیکوال: ملالۍ رڼا   نېټه: 28.03.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 هسې خو د افغانانو بې‌عزتي د غوايي له کودتا پیل شوه، خو کله چې روسان راغلل، د سپکاوي يوې دوامدارې او پرله‌پسې لړۍ دوام وموند. خلک هم ګرم نه وو، له هېواده يې سره تبۍ جوړه شوې وه، د تېښتو او هجرتونو بهیر پيل شو، خو که چېرې افغانان په لومړي سر کې له وروستنیو نادودو خبر وای، کله به هم پاکستان ته تللي نه وای، هغوی به د دې پر ځای دا غوره ګڼلې وای چې د خپل هېواد په غرونو کې بمونو الوځولي او لېوانو خوړلي وای، خو دغه هېواد ته يې پناه نه وای وړې.

پاکستان هم په دې لوبه کې فاحش رول ادا کړ، له ضیا الحقه نیولې، تر نورو پورې هر يوه د مهاجر او مجاهد پوندې ښکلولې، خو چې کله يې مطلب پوره شو، سترګې يې په تندي کې کېښودې، بیا يې نو نه مهاجر پېژاند، نه مجاهد او نه هم د افغان توره او مېړانه.
په را وروسته څو کلونو کې بیا د پاکسان چارواکیو د پوره ناروا رول ادا کړ، هورې په سوځنده دښتو، د ښار په کورونو، لنډه دا چې په يوه ځای کې هم ترې افغانانو د ارام ساه وا نه‌خیسته او د خپلو نارواو راز راز لوبې يې له دغو خلکو سره وکړې.
د طالبانو د واکمنۍ پر وخت دغه عذاب خپلې اخېرنۍ پولې ته ورسېد. طالب هېواد په سره سکروټه بدل کړ، د پنځو وختونو پر ځای، پنځلسه وخته لمونځونه، د درو وهل، د پکول او لږ ږيرې په لرلو د خلکو سپکول او بې‌عزته کول، هغه څه وو چې له خلکو يې لار ورکه کړه.
تر دې وروسته نو د دوی د حاکمیت په موده کې د تورخم له دروازې سره د افغانانو نااشنا سپکول پیل شول. داسې سپکاوی چې چېرې يې هم بېلګه نه‌شته. د تورخم له دروازې سره هره ورځ په لسګونو ناروغان مړه کېدل، امیدواره ښځو ولادتونه وکړل، د عزت او حیثیت خاوندان په ربړونو او کوتکونو ووهل شول. سپکاوی خپل اخېري حد ته ورسېد، خو افغانان به ورته لاس تر زنې د خدای هيلې ته ناست وو.
د افغانانو لا د تېر سپکاوي دردونه نه و هېر شوي چې د شیطانانو ځالې «پاکستان» بله لوبه پیل کړه. د هغه د خیانتونو، د ځانمرګيو د پروژو د اخیستلو او په نورو هېوادونو کې د شر جوړولو د ډرامو د پای وخت چې را نږدې شو، نړیوال نور پوه شول چې د نړۍ د ډېرو خلکو په بدبختیو کې د همدې شریرو پنجابیانو لاس تر اخېره پورې ښکېل دی.
هماغه و چې د خلکو د تېرایستلو له‌پاره يې د لال شهباز په زیارت کې چاودنه وکړه، خو د دې له‌پاره چې خپل درواغ ښه پاخه کړي، د نړیوالو د لا تېرایستنې له‌پاره يې دعوه په افغانستان وکړه، هغه افغانستان چې څلوېښت کاله د ځمکې د مخ له سرطاني دانې «پاکستان» څخه په اور کې ولاړ دی. هغه پر دغه تومت بسنه و نه کړه، بلکې د يوې لولۍ په څېر يې نورو کارونو ته لاس هم واچاوه، د تورخم دروازه يې د ټولو نړیوالو موازنو خلاف د خلکو پر مخ وتړله.
پاکستا فکر کاوه چې په دې سره به افغانستان ته اقتصادي ګوزار ورکړي، خو خبر نه و چې دا خیال يې خورا خام او بې‌کاره و. ورپسې يې څو ځله د هېواد پر خاوره بربنډ تېری وکړ.
د افغانستان بدمرغي په دې کې ده چې اوس يې هم زرګونه خلک هورې اوسېږي، سلګونه ناروغان، میندې، مېرمنې او نور هغه څه وو چې خلکو ورته درې اوونۍ د تورخم په دوزخي دروازه کې مرګونی انتظار وکړ، په لسګونو ناروغانو د دردونو او زخمونو له امله د خپل هېواد په څو مټري کې ساه ورکړه، په پای کې سپکو او جاني پنجابیانو د دوو ورځو په مخه لار پرانیسته، خو د دوی دا کار هم له یو لوی جنایته ډک و. هغوی خلک د ورځې په پای کې په يو ځلي پرېښودل، په پای کې ماشومان، ښځې او بوډاګان په پښو لاندې شول، له ځينو میندو خپل اولادونه ورک او پاتې شول. دا نو د سپکاوي او بې‌عزتي انتها وه چې هغوی وکړه.
د پاکستان دې کړنو ته چې هر اصیل او حلالي افغان وګوري، له ځانونو سره وايي چې کاشکې داسې يوه ورځ هم راشي چې يوه ورځ ورته د افغانستان حکومت د دې اجازه ورکړي چې په يوه خوله د الله اکبر په ویلو د پاکستان پر حاکمانو د لوی احمد شاه بابا او سوري شېرشاه د لښکرو په څېر ور ودانګي، د څلوېښتو کلونو ټولو سپېڅلو او بې‌ګناه وینو او نادودو بدل ترې واخلي، خو درېغه چې اوس يوازې د تورخم له دروازې سره د ولاړو افغانانو په زړونو کې همدا خبره زمزمه کېږي چې؛
«په تا مې وینې تويې شوې د بابا تورخمه 
نن دې په مخ کې ولې سپک یم تر ګیاه تورخمه
د خپلو دغو ناکردو دې ښه شاهد اوسه نن
چې بیا ګيله له موږه و نه کړې سبا تورخمه...»
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته