لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ارګ بار شو
لیکوال: جمشيد غزنيوال   نېټه: 28.03.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 غنا څو ډوله ده، غنا په عربي کې موسيقي ته هم ويل شوې ده. غنايي ادبيات د نړۍ په کولتوري او تمدني قالب کې د بحثونو پراخه برخه ده. استغنی هم د همدې کلمې د اشتقاقي پوړۍ د کورنۍ لفظ دی، ځينو ليکوالو دا هم ويلي چې تر غنا او شتمتي استغنی مهمه ده، ځکه غنا تر ذات بهر يوه ماده ده، مګر استغنی د انسان په ذات کې اخښلې وي.

رحمان بابا به ځکه هغه حظ چې دنيادار يې په شتمنۍ کې مومي، د دوهۍ پر غاړه موندلی و. د دې کيسې سر هم تر اسغنی پورې رسېږي؛
ملنګان يې د دوهۍ په غاړه مومي
هغه حظ چې په دنيا يې دنيادار کا
پاراډوکس هم د فني ادبياتو په بحثونو کې مهم صنعت او جوړښت ګڼل کېږي. پاراډوکس داسې جوړېږي لکه اوس چې زه وليکم؛ «پلانی په فقر غني دی.» دلته مفهوم لا په شدت ارايه شو، مانا دا چې فقر يې اعظمي نقطې ته تقرب کړی دی.
ولسمشر غني چې په تفکر کې کې دويم مقام ورته منسوب دی، د کمپاين په وخت کې خپل يوه کمپاينر دومره وستايه چې په دې اړه ليکلي شعرونه يې بېخي اصلي غنايي هنري ادب ته پاتې کېدل.
د ده پر اوږه څادر يې د فساد د مړي کفن وباله، يوه بل ډيزانير کمپاينر بيا په انګلېسي توريو افغانستان داسې ليکلی و چې «غني» کلمه پکې له ورايه ښکارېده. هغه نوم دغسې و؛ «Af –Ghani- stan» ولسواکي چې افغانانو يې لا هم دوې لسيزې تجربه نه ده کچ کړې، ګرم نه وو چې په شخصيتي ستاينو کې يې غلو او اغراق کاوه. د هغوی نيتونه بالکل بد نه وو، ځکه بد نيت له ورايه مالومېږي، داسې لکه په پاسني ډيزاين کې چې د «Ghani» کلمه څرګنده ده.
پرون د هېواد ولسمشر غني وويل چې د نظام پر وړاندې جنګېدونکي زموږ دوښمنان دي. غني چې ولسمشر او بيا د نړۍ دويم متفکر دی، دغه ډول بديهي بيانونه نه ورسره لګېږي.
په دې خو زه جمشيدګی هم پوهېږم چې که څوک ما ټکوي، دوست مې نه دی.
خبره دا نه ده چې موږ زموږ د ټکونکيو او وژونکيو پر تعريف يوه خوله نه يوو، خبره دا ده چې له معضلې خپلې تړلې پښې څنګه خلاصې کړو؟
ولسمشر له غنا سره سره کميني هم لري، دی په بلخ کې د يوه عادي جومات پرانيست‌غونډې ته تللی و، عادي مې ځکه وويل چې د ده له موجوديته پرته هم دا کار ټپ نه درېده.
د مېلو شپې هم دي، د سړي زړه صبر نه کوي. په دغه وخت کې رښتيا چندانې چک نه‌شي لګولای، هسې هم تيار متل موجود دی چې درواغ د مېړه کوڅر بولي. د سړي چې چېرې ښه، هلته شپه وي، څوک پر چا د خپلې خوښې خط‌کش نه‌شي کشولای.
دا سفر د ۱۳۹۶ کال د وري پر ۵پنځمه د شنبې په ورځ و.
په خبر کې ويل شوي وو چې «محمد اشرف غني د دې سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت سلګونو ولسي استازو، ښوونکو، دولتي مامورینو د بهرنیو هېوادونو ډيپلوماټيکو استازيو او د بلخ ولایت امنیتي چارواکو په یوه غونډه کې خبرې وکړې.» 
دا يې هم ليکلي وو چې «ښاغلي غني په هېواد کې د امنیت پر ښه والي او د ملي امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل هر هغه څوک د افغانستان د نظام او ملي ګټو پر خلاف سلاح پورته کوي زموږ دښمن دی.»
په يوه طنزي پروګرام کې مې يو وخت اورېدلي وو چې يو څوک د ولايتونو له ناامني سر تندی وهي، د سياسي چارو شنونکی حل‌لاره دا را باسي چې د ولايتونو امنيت يوازې داسې ښه کېدای شي چې د څو څو ورځو په مخه پايتخت ور انتقال شي.
کندوز د ولسواکي په دوران کې دوه واره سقوط وکړ، ولسوالۍ خو د حکومت له سوري جواله لکه وربشې داسې تويېږي، ښه دا وه چې د بلخ د شهنشاهي دربار پر ځای پايتخت د همدې سياسي کارپوه له تجويز سره سم، کندوز ته لېږدېدلی وای، کله چې کندوز په امن شوی وای، بيا به مو هلمند، لغمان، غزني، ننګرهار او...
د غني استغنا د کمپاين په وخت کې د يوې لويې خندا په شکل موږ ټولو وليده، استغنا خو يو ماهيت دی، ممکن په بېل بېل شکل ظهور وکړي، مګر وجود خو نو د ممکناتو له ډلې دی، شتون او نه‌شتون يې واجب نه وي، اوس ولسمشر ښايي په هغه خندا پورې غاښونه سپين کړای شي...
په افغانستان کې د سياست تيوري لکه د لولۍ جامې هر څوک يې په خپل خوښه ښکته پورته کولای شي. اوس يو لااوبالي تعريف دا هم راوتلی چې «سياست دايمي دوست او دوښمن نه لري.» په دې اساس خو بيا له سياسته لاس په سر کېدل په کار دي، نظامونه بايد په تيوريکي لحاظ لغوه شي، سياسي او ډيپلوماټيک مسلکونه د خطري توطيو د محوې او وقایې په خاطر بند اعلان شي، نړۍ حقوقي او قضايي ادارې وتړي...
که سياست د مطلقې چټلې معاملې نوم وي، بيا خو لازمه ده چې د غلا په څېر پټ وشي، که څنګه څرګنده شي چې يو چا سياست ته لاس اچولی، بايد حدود پرې تطبيق شي.
اصلاً خبره دا نه ده چې سياست نانځکه ده، سياست د اجتماعي ژوند تر ايجاد وروسته هغه قرارداد دی چې انسان د خپل ژوند فطري او کسبي چارو ته د رونق ورکولو له‌پاره پرې هوکړه کړې ده.
سياست که تر فرد پورې محدود وي، بيا بويه چې تعريفات يې هم شخصي شي، که ټولنيز شی وي، بيا ترې عملي او ذهني بغاوت دواړه مردود دي، بيا نه توجيه کېږي.
ولسمشر تر «اوس» د «بيا» په غم ډېر ويشتلی، ارګ د يوه ولايت سحطې ته ټيټول داسې دي لکه سړی چې دوښمن ته د کمزورۍ نکل شروع کړی وي. مشرانو به د دې برعکس خبره کوله؛ «دوست ته حال، دوښمن ته لاپې»
زموږ ارګ په کابل کې هم د مايکرو منجمنټ او ازموينو د اخيستلو په شعبه بدل شوی و، ښه شو چې بلخ ته انتقال شو، حداقل د کندوز غوندې د سقوط وېره خو يې له منځه ولاړه.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته