لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ګوډاګی
لیکوال: عباد الله بیدار   نېټه: 01.05.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ګل خان؛ «جي تاسې ولې ما سره دومره ظلم کوئ؟ ګوره زه خومو د حیا نه خلاص کړم، اخر دومره زیاتی خو ښه خبره نه ده. په شرمونو مو وشرمولم.»

واکدار؛ ولې له تا سره څه شوي، څه خبره ده؟
ګل خان؛ خبره نوره توره وي که سپینه!؟ هره ورځ مې د پنجاب پر سړکونو راکشوئ، کله مې له تندي نه وینې روانې وي، کله له پزې، اخېر ما کومه داسې نافرماني کړې چې تاسې يې هره ورځ سزا راکوئ؟
واکدار؛ نورې خبرې هم وکړه، وروسته به بیا ځواب درکړم.
ګل خان؛ «ګوره جي! کلونه وشول چې ستاسې هره خبره موږ په سر سترګو منلې ده. خپله، ژبه خپل تاریخ هر څه مو د لاسه ورکړل، د جناح صاحب صفتونه اوس هم شپه ورځ کوو، په کشمیر کې هم تاسې نه مخکې د جنګي ګډانو په څېر موږ جنګېږو، خو دې ټولو ته تاسې نه ګورئ او بیا مو هم هره ورځ د پنجاب په سرکونو راکاږئ!؟»
خبره يوازې د کشمیر نه ده، موږ د هند په سرحد کې هم ولاړ يوو، د ملاچرګک غوندې لونګۍ مو په سر وي، هر مازیګر پښې په هوا کوو او ستاسې د خدمتونو فرایض په پوره ایماندارۍ سر ته رسوو.
واکدار؛ دوام ورکړه دوام!
ګل خان؛ «جي بله خبره دا ده چې هر قسمه بمونه راپورې وتړئ، موږ حاضر یو چې په هر ځای کې ځانونه والوزوو، هغه يې لا پرېږده، په سلګونو مشران مو تاسې ووژل، خو موږ د زراعتي مړزانو غوندې اه هم نه کوو، خو سره له دې ټولو قربانیو او چاپلوسیو تاسې موږ ته د سړو په سترګه نه ګورئ او تر اوسه مو پاکستاني نه ګڼئ.»
واکدار صاحب! باور دې وشه چې زموږ غوندې وړیا پوځ او نوکران والله که په ټوله دنیا کې وي، د پاکستان د نوم له‌پاره مو اولادونو، پښتو، غیرت او خپل ویاړونه د تل په مخه هېر کړل، په دې خوشاله يوو چې په پنجاب کې نینې خرڅې کړو، بوټان پالش کړو، کاوه چای جوړ کړو، خو له دې ټولو سره سره تاسې له موږ پرتوګونه وباسئ.
ګوره جي، که تاسې هره ورځ موږ داسې ډبوئ، بیا به ستاسې د کورونو چوکيداري څوک کوي، ستاسې سپو ته به ورزش څوک ورکوي، اخېر موږ خو هم څه حق لرو، دا ولې؟
واکدار؛ ګل خانه ستا ټولې خبرې سمې دي، دا رښتیا ده چې تا خپله ژبه، خپل هویت، پښتو، ننګ او هر څه د لاسه ورکړي دي. ته په دې خاوره کې ډېر ټيټ مقام لرې، ستا ارزښت دلته دوه توته هم نه دی، خو سره له دې زموږ لا په تا زړه نه یخېږي، موږ په دې فکر کې يوو چې ته باید تر دې هم سپک، ذلیل او خوار شې.
ګل خان؛ «جې تپوس مې دا کولو چې ولې اخېر زموږ د دومره وفادارۍ سره تاسې ولې داسې کوئ، زموږ ګناه څه ده؟»
واکدار: ګل خانه! ته يو ډېر ساده انسان يې. ته له لومړۍ ورځې په دې پوی نه‌شوې چې ته يې څوک او څه کول درته په کار و. هر هغه قام چې خپله ژبه او خپل تاریخ له لاسه ورکړي، هغه نور په مړه حساب وي، مړ انسان نو نه د ځان واک لري او نه د بل څه. هغه بیا د يوه ګوډاګي په څېر نور لوبوي.
ګل خان؛ ښه نو چې زه يو ګوډاګی یم او هيڅ هم نه شم کولای، بیا داسې ولې راسره کوئ؟ موږ خو ستاسې هر څه د فرضو غوندې په ټيټ سر منو.
واکدار؛ ته سمه خبره کوې، رښتیا چې ته يو ډېر مخلص ګوډاګی يې، خو له ګوډاګي سره خو همداسې کول په کار وي، د ګوډاګي خو هډو عزت وي نه، په ګوډاګي باید هره ورځ لوبې او نخرې وشي.
ګل خان؛ بیا خو راته تاسې پټان ولې وایاست؟ تر دې راته په شناختي کارډ کې ګوډاګی ولیکئ او ګوډاګیو ته خو بیا خیر دی، څه حق مق ورکړئ که نه!
واکدارګ ته ګوډاګی يې، خو سره له دې په تا کې پښتنه وينه ده، موږ وېرېږو چې يوه ورځ به دا وینه ستا په رګونو کې وچلېږي، ته به خپل حقونه وغواړې او د هغو سپکاویو د بدل په فکر کې به شې چې له تا سره په دې تېرو کلونو کې شوي دي، ځکه نو موږ وایو چې له ګوډاګیتوب سره سره باید ګل خان سپک سپاند او د پنجاب په سړکونو راکښل شي.
ګل خان؛ بیا هم له تا ډېره مننه، زه د تقدیر هرې فیصلې ته تیار یم.
واکدار؛ اوس راشه چې په مینه په شا يو ډب درکړم. افرین همدې ته وايي قام‌شرمي! افرين!
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته