لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
ویده نه وم
لیکوال: ډاکټر فرقان احمد توقیر   نېټه: 01.05.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 خوب څه او کوم حالت ته وایه شي، که څه هم رواني کتنو او روغتیايي څېړنو نوې موندنې رابرسېره کړې، خو لا هم په دې اړه جل وهلې تنده ماته نه شوه.

ويده کېدل یو حالت دی او خوب لیدل بل، په اردو ژبه کې یې توپیر په نیند او خواب سره شوی، د یوه مشهور هندي فلم نوم دی"نیند همارا؛ خواب تمهارا" دا د ويده کېدو او خوب لیدو ترمنځ د توپیر غځېدلې کرښه ده.
"وايي که غلام ويده وي، مه یې راویښوئ. ښايي د ازادۍ کوم خوب ویني. " 
ځینې په نورو د خپلو خوبونو په تپلو پسې لګېدلي، خوبونه هم هغسې چې نه یې چېرې تعبیر موندل شوی او نه به وموندل شي.
هره تپنه استبداد دی، په نورو د خپلو خوبونو تپل هم د استبداد یوه بڼه ده، خو اوس پر دې اړ نه دي چې د خپلې مدعا د اظهار مخه و نه ویني، یا کومې رسنۍ ته د خپلې خبرې او تفکر د خپراوي اړ اوسي. ټيکنالوجي دا د هر چا د وس، بلکې د ګوتو چاره ګرځولې چې په اسانۍ او هماغه شېبه یې تر لېرې لېرې غځولای او رسولای شي. نه یې پولې مخه ډب کولای شي، نه یې د سانسور توره پر سر ځړېږي او نه د چا خوښه ناخوښه او سلیقه د ځنډ او خنډ پاټک ورته غورځولای شي.
ځکه خو نور څوک د چا په خوبونو پسې نه ګرځي، هر یو خپل خوب لري او د خپل خوب مسوول اوسي. ويده کېدل یا د خوب مزې په غړېدلیو سترګو هم اخیستل کېدای شي. ځینې ښايي په رڼو سترګو هم د درانه خوب ستوماني وباسي، ځکه خو دا بې انصافي ده چې دغسې تور او پېغور یوازې په یوه کس پورې کړای شي. 
رحمان بابا فرمايي؛
لکه بت چې په رڼو سترګو ويده وي
هسې زه په پرېشانۍ کې وړی خواب یم
زموږ پر دفاع وزیر د ويده کېدو تور دی، خو څوک څه خبر دي چې دی د یوه ښه خوب او تصور په هیله سترګې پټې ساتي. 
وزیر صاحب د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې خپله له دغه رازه پرده پورته کړه، د ده په خبره، چې بېده نه وي، خو ډېر ادب دا اجازه نه ورکوي چې چا ته پورته وګوري، خو د پورته کتو، نېغ او برند لیدو توپیر څرګند دی.
د وزیر صاحب پر نیت او خبره شک او ګومان د ایمان زیان دی، خو دی د دفاع وزارت له مقامه په پورته کتو او برند لیدو اړ دی. دا د ده دنده ده، بې ادبي نه ده. که وي هم باید په دې بې ادبي لاس پورې کړي.
شاعران ټیټ کاته د معشوقو ناز او تغافل ګڼي.
هم نې مانا که تغافل نه کرو ګې لېکن 
خاک هوجاینګې هم، تم کو خبر هونې تک
که دا ومنو چې پورته یا برند نه کتل د حیا او ادب نښه ده، خو چا ته یا د چا پر وړاندې د سترګو نه لرلو سمبول یا تمثیل هم کېدای شي.
لږ تر لږه د دفاع وزیر باید د پورته او برند کتلو پريکټس او جرات ولرلای شي. دغه بې ادبي موږ وزیر صاحب ته وربښلې ده.
د حمزه بابا شاعري سترګو او بڼو ته ژبه ورکړې او په خبرو یې راوستلي دي. د سترګو خبرې رښتينې وي، سترګې دروغ نه شي ویلای، د سترګو دروغ نه زده. 
وزیر صاحب مشرانو جرګې ته د خپل خد وخال پر توضیح، توشیح او سپیناوي خورا ډېر وخت واړاوه، ځکه خو یې د خپلو سپینو ډکیو راز هم له سناتورانو او وکیلانو سره شریک او دا یې د دوی ذوق، سلیقې او غوراوي ته پرېښوده چې که غواړي په همدې شېبه به خپل وېښتان ورته تور کړي. 
د وېښتو تورولو اړتیا له دویم واده سره رادبره کېږي، مقام او چوکۍ هغه هم د وزارت؛ تر واده کمه نه ده.
وزیر صاحب که له ډېره ادبه چا ته پورته نه شي کتلای، که د کتلو سترګې نه لري، دو پانزده، یک سي خبره ده.
د وزیر صاحب کمال په دې کې دی چې د لمر په څېر حقیقت یې خپل برات وګرځاوه. فساد او کمزوری مدیریت یې د ګردو ستونزو، کاواکیو او ناکامیو ستر علتونه اعلان کړل، خو د فساد پړ څوک کېدای شي، عسکر که جنرالان؟
حیرانوونکې ده چې د دفاع وزیر له کمزوري مدیریت سر ټکوي، په داسې حال کې چې د وسله‌والو ځواکونو مدیر د دفاع وزیر صاحب او سراعلی قوماندان ولسمشر دی.
د مشرانو جرګې کمال دا دی چې د وزیر صاحب توضیح، تشریح او سپیناوی یې د قناعت وړ وګرځېده.
سرخط ورځپاڼه

 

 
بېرته شاته