لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
د حضرت علي تر شا د حضرت لنډه غر کیسه
لیکوال: مجید قرار   نېټه: 31.05.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 د حضرت علي زوی د ملي اردو د سرتېري سپکاوی کړی دی. دا مسأله داسې سطحي مه اخلئ. د دې تر شا یو لوی بحث پروت دی چې د افغانستان د ملت جوړونې په تړاو په تینک ټانکونو، تحقیقاتي بنسټونو، اوږدو مضامینو او تالیفاتې کې بحثونه پرې کېږي. بحث دا دی چې آیا تر شل کاله متواترې سرمایه ګذارۍ وروسته لنډه غر انسانان شوي دي او کنه؟ د دوی اولادونه هم لنډه غر دي، که نه، د لنډه غرو اولادونه له پلارانو بدل دي.


وارلارډ یا ټوپکسالار په ټوله نړۍ کې تعریف شوې اصطلاح ده. په قاموسونو او دایره المعارفونو کې خاص تعریف لري. په افغانستان پورې محدوده پدیده نه ده. وارلارډ په ټولو تر جګړې وروسته ټولنو کې وي. د دوی خواص، سرچینه، ریښې، رول، هرڅه په مفصلو مقالو، کتابونو او بحثونو کې شرحه شوي دي. د افغانستان لنډه غر هم د نړۍ پوهانو، انټراپولوجیسټانو او څېړونکو د نړیوال لنډه غر یا وارلارډ تر تعریف لاندې منلی دی، خو د افغانستان وارلارډ د یوې سترې توطیې یا سترې غلط پامۍ پر اساس دوه غلط امتیازات اخیستي او لا یې هم اخلي.

لومړی دا چې ځان ته یې د جهاد په نامه دیني مشروعیت ورکړی دی.

دوهمه دا چې ځان ته یې د محلي رهبر په نامه ولسي او قومي مشروعیت ورکړی دی.
زموږ بحث دلته له ټولو پوهانو سره همدا دی چې د افغانستان وارلارډ هم د سومالیا او بل هر ځای د وارلارډ په څېر، یو جرم پېشه، بې ریښې، بې وفاء، خشن، او له کرکې او کینې ډک مخلوق دی. ده ته د قوم، دین، او ولس په نامه مشروعیت ورکول د نړیوالې ټولنې اشتباه ده.

موږ کله کله پر دې موضوع مفصل او په ساعتونو بحثونه کوو.

ځینې خلک چې لا هم په افغانستان کې د وارلارډانو دفاع کوي، استدلال یې دا دی چې د دوی یو نسل مخ پر ختمېدلو دی. راتلونکي نسل یې چې ښه پوهنتونونه لوستي، تعلیمونه یې کړي، عصري دي، ازاد خیاله دي، ریښتینې رهبران کېدای شي.

له بده مرغه ولسمشر غني هم پر همدې باور د وارلارډانو دوهم نسل اکوڼي پر لوړو څوکیو وګومارل چې زما په نظر، تاریخي اشتباه وه.

زما پر اند، د وارلارډ بچی که زغمل کېږي هم، د یوه عادي افغان ځوان په حیث دې وزغمل شي. دا چې د ولسمشر له راتګ سره سم د وارلارډانو د اکوڼو یو دوهم نسل پر اذانونو راغی. زبیر مسعود، د فهیم زوی، د مطلب بېګ زوی، د جنرال جرأت زوی، د هغه زوی، د دغه زوی پر معاونیتونو، معینیتونو وګومارل شول، له یوه طرفه د عدالت منافي کار و او له بل پلوه، د لنډه غریزم د ریښو لا غښتلي کول و.

د افغانستان وارلارډ نه یواځې دا چې دیني مشروعیت نه لري، مجاهد نه دی، قومي مشروعیت هم نه لري او د قوم استاځی هم نه دی.

بلکې پر دې دوو سربېره، یو تر ټولو غټ مشکل چې لري، هغه یې د ملي ارزښتونو شعوري دښمني هم ده.
په نوره نړۍ کې ډېر کله داسې شوي چې جرم پېشه خلک په پوځ او استخباراتو کې هغو دندو ته استول کېږي چې خطرناکې وي او ترسره کول یې جرمي او لا ابالي ذهنیت غواړي. د دې خبرې یو لامل دا و چې د هغو ټولنو جرم پېشه وګړي یواځې مجرمان و، خو د وطن شعوري دښمنان نه و. برېتانیا پر خپلو سمندري غلو وطنونه لاندې کړل، خو د هغوی سمندري غله د برېتانیا ګټو ته ژمن و.

د افغانستان د لنډه غر تر ټولو اساسي ستونزه دا ده چې له دوو اړخونو له ملي ارزښتونو سره شعوري او بنسټیزه دښمني لري:

۱) اکثره یې د افغانستان د نظریې، نامه، جوړښت، تاریخ، تاریخي اتلانو، کلتور، ژبو، او ارزښتونو په مقابل کې شعوري او ژور روزل شوي دي.

۲) اکثره یې د قومي او سمتي فاشیزم د ناروغۍ تر څنګ په شدید سیاسي او مذهبي فاشیزم مبتلا دي. یعنې اکثره وارلارډان پر یوه وخت دری ډوله فاشیزم: الف) قومي او قبیلوي، با) مذهبي او افراطي ج) سیاسي او ایډیالوژیک فاشیزم مبتلاء دي چې دا دری ډوله فاشیزم د افغانستان وجود او ملي ګټو ته اساسي خطرونه متوجه کړي دي.

ښایي ځینو ته دا جالبه وي چې وارلارډ غوندې لوچک او بې اخلاقه کرکټر مذهبي فاشیست وګڼل شي، خو حقیقت همدا دی چې دوی په جرایم پېشه توب سربېره بدترین مذهبي تعصب هم لري، او د خوارجو افکارو ته ډېر په اسانه تسخیرېدای شي چې یوه ښه نمونه یې د فرخندې د لنډه غرو قاتلینو ده چې اکثرو یې د لنډه غرو په شبکو پورې تړاو درلود.

دا چې لنډه غر قومي فاشیسټ دی، د دې معنا نه لري چې د کوم قوم استاځی دی. بالعکس، لنډه غر په ټولو قومونو کې شته او د تر بل هر چا مخکې د خپل قوم ګټو ته ګواښ دي. دوی ته د قومونو استاځي د دې ضرورت پر اساس ورکړل شوې ده چې ګواکې په قومونو کې رهبرۍ نشته. باید د رهبرۍ خلا ډکه شي. دا خبره یو څه وزن لري، خو بل اړخ ته دا ستونزه هم باید جدي ونیول شي چې د دوی په وجود کې سالمه رهبرۍ هیڅکله ظهور نشي کولای او ولسونه د دوی د بد اخلاقۍ، غلاوو، غصب، او ظلم له امله ورځ تر ورځې د نورو افراطي ډلو منګولو ته لوېږي. دغه راز، د دوی غلاوې، غصب، زورګویۍ او بد اخلاقۍ نظام ننګوي، نظم او ډسپلین ته ګواښ دی، د قانون حاکمیت ګواښي، اداره کمزورې کوي، د عوایدو را ټولېدل ګواښي، د خلکو رواني امنیت ګواښي، سرمایه ګذارۍ ته خنډ او د حالت د بهترېدلو په مقابل کې تر ټولو لویه ننګونه ده.

دا د افغانستان د ځوانانو اساسي او تاریخي رسالت دی چې د ټوپکسالار او جرایم پېشه لنډه غر له لاسو څخه د جهاد په نامه دیني، او د قومونو د استاځۍ په نامه ولسي مشروعیت واخلي، نړۍ ته یې رسوا کړي، نړیوال قانع کړي چې لنډه غر ونه پالي او بالآخره، په ټولو سیاسي، اخلاقي، تبلیغاتي او فرهنګي ډګرونو کې د ټوپکسالاریزم پر خلاف غږ پورته کړي.

د حضرت علي د زوی لخوا د ملي اردو د سرتېري د سپکاوي پېښه نه یوه ده، نه یو ځل پېښېدوکې ده، او نه یواځې د ننګرهار یا کابل ستونزه ده. دا د رهبرۍ په کچه د افغانستان لپاره یو ستر او ژور بحث دی چې باید جدي غور پرې وشي.
 
بېرته شاته