لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ولې پرلپسې چاودنې او بریدونه؟
لیکوال: طایر ځلاند   نېټه: 04.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  
د روژې د میاشتې د پیل سره سم په ولایتونو او کابل کې ځانمرګو بریدونو او نا امنیو زور واخیست تر ټولو زیاته خطرناکه او تاوان اړوونکې پیښه د زنبق څلورلاري موټر بم چاودنه وه چې د مالي زیان سره سره یې لویه مرګ ژوبله هم واړوله. تر دې چاودنې وړاندې په خوست کې هم برید شوی چې ولسي خلګ په کې وژل شوي وو او وروستۍ هغه یې د مشرانو جرګې د لومړي نایب ازدیار د زوی په جنازه کې پرلپسې ۳ چاودنې وې چې هغې هم ډير بې ګناه خلک شهیدان او ټپيان کړل.
یو شمیر د ډلګيو مشران او مدني فعالان ددې ټولو نا امنیو پړه پر حکومت اچوي او زیاتوي چې ولسمشر او اجرايوي رییس باید له دندې لرې او پر ځای یې موقت حکومت جوړ شي.
دمدني اعتراض په توګه خلګ د خپلو غوښتنو له پاره د غږ پورته کولو حق او جواز لري خو د نا امنیو نوعیت ته په کتو او د پرلپسې چاودنو په نظر کې نیولو سره دا پوښتنه پر ځای ده چې ددې بریدونو پر شا اصلي قضیه څه ده؟ او ایا دا به وروستۍ ترهګریزې پیښې شي په کابل کې؟
په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې اوس مهال بېلا بیلې ډلې فعالې دي او د بیلابیلو لورو د ګټو د خندیتوب له پاره بریدونه، جګړه او برنامې پر مخ وړي.
له تیر یو کال راهیسې د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي معین ښاغلي حکمت خلیل کرزي، د ملي امنیت د شورا سلاکار ښاغلي حنیف اتمر، د ملي امنیت رییس ښاغلي معصوم ستانکزي، د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني، اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله او په خپله ولسمشر اشرف غني د بیلا بیلو هیوادونو د استازو او پلاو سره د افغانستان د وروستيو شرایطو او د جګړې د بیلا بیلو اړخونو په اړه خبرې اترې او معلومات شريک کړي دي.
د معتبرو سرچینو په قول افغان حکومت غواړي چې په نږدې راتلونکي کې یعنې د جون په ۶ په پلازمینه کابل کې د ۳ نړیوالو سازمانونو ترڅنګ د نږدې ۲۴ هیوادونو کوربه شي.
د کابل پروسې د دې ناستې ایجنډا تر ډيره په افغانستان کې په روانې نا امنۍ او د ترهګريزو ډلو په فعالیت او دهغوی د ملاتړو سرچينو راڅرخي.
په دغه ناسته کې درې اساسي بحثونه مطرح کيږي چې په ټوله کې د تروریزم د نوي ګواښ او له خطرناکه اړخ یې پرده پورته کوي او په دې اړه د ژمنو ترڅنګ د سولې او پرمخ کې یې خنډونه هم د بحث یوه برخه ده.
د ټاکل شوي پلان او د تیرو دوه کلونو هلو ځلو پر اساس چې افغان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په توګه او د سیمېزې اجماع د رامنځ ته کولو کومې هڅې کړي او د خپلو ګاونډیانو او په ځانګړې توګه د پاکستان سره د تفاهم او باور رامنځته کولو له پاره کوم ګامونه پورته کړي او په هغې کې د مقابل اړخ پاتې راتلل او نه همکاري به ضرور یادول کيږي او دا ددې کانفرانس اساسي او مهم ټکی دی.
مناسب نه بولم چې د راتلونکو ټولو اقداماتو په اړه تفصیل ته لاړ شم خو په دې ګام پورته کولو کې د وسله والو طالبانو، حقاني شبکې او داعش او نورو نړیوالو او سیمیزو ترهګرو ډلو په خلاف د مبارزې ترڅنګ د پاکستان هیواد په اړه هم د افغان حکومت له لورې یو روښانه او جدي پریکړه وړاندیز کيږي او د تروریزم د ملاتړو او پناه ورکوونکو په خلاف د ګام پورته کولو غوښتنه کيږي.
د افغانستان له پاره د متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ د تطبیقي ارزونې ترڅنګ په راتلونکې کې د افغانستان ضرورتونه او اړتیاوې په نظر کې نیول او له نړیوالې ټولنې ژمنې اغیستل ددغه کانفرانس ته نور هم اهمیت ورکوي او تر ټولو مهم یې دا چې دا ناسته په لومړي ځل د افغانستان په مشرۍ او نوښت جوړيږي.
او دا هغه څه دي چې د سیمې د استخباراتو او په ځانګړې توګه د ګاونديو هیوادونو له پاره د اندېښنې وړ دي.
اوس پوښتنه دا ده چې ګاونډي هیوادونه ولې له دې ناستې ډار لري؟
که وګورو د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو له خوا پاکستان سره په اړیکو کې سړښت رامنځته شوی دی او د ځينو هیوادونو سره دغه اړیکې په یوې مشاجرې او تاوتریخ والي بدلې شوي دي.
په څلور اړخیزو او درې اړخیزو ناستو کې د پاکستان ملامت کېدل او بیا د هوکړو د عمل په میدان کې پاتې راتلل ددې سبب شول چې د متحده ایالاتو سره یې هم اړیکې سړې شي.
په متحده ایالاتو کې د ټرمپ واک ته رسېدو او په دغه ټيم کې د محافظه کارو سیاستوالو ځای پر ځای کیدل ددې سبب شول چې په خپله د امریکايي چارواکو له خوا هم په پاکستان نیوکې زیاتې شي.
د هندوستان له خوا پر پاکستان د نیوکو او تورونو پورې کولو لړۍ زیاتېدل بل هغه اړخ دی چې د پاکستان د سرخوږۍ سبب شوی.
د ایران او پاکستان ترمنځ وروستی برخورد د پاکستان د سیمیزو اړیکو کم رنګ کېدو او متشنج کېدو بله نمونه ده.
د یمن په موضوع کې د خپل پخواني دوست هیواد سعودي عربستان او ملګرو څخه یې شاته کېدل بل هغه څه و چې د ریاض په ناسته کې یې د پاکستان اهمیت کم کړی و.
پاکستان هرڅه مني او قبولي خو د امریکا له سترګو لوید د ځان په لوی تاوان بولي او په دې پوهيږي چې که متحده ایالات یې پر وړاندې دریځ ونیسي نو څوک یې هم بیا له یو سور سیلاب نه شي خوندي کولی.
څومره چې په نړیواله او سیمییزه کچه د پاکستان پر وړاندې نظرونه منفي شوي او کیږي نو هغوی ویريږي او د داسې ناستو د ځنډولو او له منځه وړلو له پاره به دوی کار کوي.
یوه خبره واضح کول غواړم هغه دا چې زمونږ د ځینو رسنۍ والو او شننونکو له خوې دا موضوع ډيره تکراريږي چې افغان حکومت پاکستانی اړخ د نړیوالې انزواه سره مخ کړی. په نړیوالو اړیکو د او دهیوادونو په ستراتیژیو کې خپلې ګټې او دهیوادونو ترمنځ راشه درشه او ملګرتیا کول نه د کوم هیواد له پاره څوک پرېږدي او نه یې ایجادوي بلکې دا خپله د پاکستان اعمال دي چې په ځینو برخو کې یې په سیمیزه او نړیواله کچه ځان ته غبرګونونه را پارولي دي.
په ځینو برخو کې د متحده ایالاتو د سیمې له پاره د ستراتيژيو په مخ کې د پاکستان دوه مخی چلند د امریکا له پاره د خفګان او نا خوښۍ سبب دی.
دا چې اوس یو لورې د ډونالډ ټرمپ نوې ستراتيژي د افغانستان او د تروریزم پر ضد د مبارزې له پاره جوړه شوې او همدا ډول د پاکستان په اړه هم ښه نظر نه لري اسلام اباد ویره لري چې د کابل په ناسته کې به یې حیثیت ته ضربه ورسيږي.
په سیمه کې له تیرو ۵ یا ۶ کلونو را په دېخوا په سیاسي لحاظ پاکستان ته د نورو هیوادونو د مشرانو تګ راتګ لړۍ کمه شوې د پخوا پر خلاف په پاکستان کې د سیمې د مسایلو په اړه نړیوالې ناستې نهايی ټيټې کچې ته رسیدلي دا په دې معنی چې په نوي امنیتي سسټم کې د پاکستان رنګ پیکه شوی او ورځ تر بلې له نړیوالو او سیمیزو سیاسي مسایلو او پریکړو څنګ ته کيږي دهغوی له پاره په ښکاره یوه د ویرې موضوع ده.
بل خوا افغانستان په تیرو څو کلونو کې د نړیوالو مسایلو د سر موضوع او خپله کابل دمهمو ناستو کوربه هم پاتې شوی دی.
پاکستان د سارک او نورو سیمیزو ناستو کې د بیلابیلو هیوادونو له خوا د ساړه غبرګون سره مخ شو او هلته د ورتګ له پاره یې زړه ښه نه کړ.
په داسې یو وضعیت کې ښکاره ده چې د افغانستان په څېر د هیواد سر راپورته کول او د نړیوال سیاست د لیوالتیا سبب ګرځېدل به دچا له پاره د زغم وړ نه وي.
په حقیقت کې وروستۍ د نا امنۍ پیښې او چاودنې د کابل پروسې د ۶ جون د ناستې دمخ ډپ کولو او افغان حکومت په دې اساس وخت کې بوختولو یوه شومه هڅه ده.
پکار دا ده چې وروسته له دې نا امنیو افغان لوری په یو قوي دریځ د پیښو د عاملینو پر وړاندې د دریدو او همکارۍ غوښتنه وکړي په کور دننه نا رضایتي او ناندرۍ په دې ناسته کې د افغان مشرانو د دریځ کمزوري کولو له پاره یو فرصت بلل کيږي.
او دا هغه فکټونه او اساسي ټکي دي چې مونږ پرې باید د اوس له پاره پوه شو چې ولې په کابل کې نا امنیو زور واخیست.؟
 
بېرته شاته