لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د خوشال بابا په رباعياتو كې د موضوع تنوع
لیکوال: عبدالغفور لېوال   نېټه: 11.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

خوشال بابا په خپلو كلياتو كې د نورو شعري قالبونو ترڅنګ يو ګڼ شمير رباعيات لري چې تعداد يې د پښتو ټولنې چاپ مجموعې د شمير له مخې تقريباً (1674) ته رسيږي. دغه رباعيات د معمول رباعي وزن په قالب كې ليكل شوي او تر ډيره بريده يې وزني جوړښت سره ورته دي، خو د ځينو رباعياتو وزن يې توپير هم لري. د لوى استاد علامه رشاد له نظره د خوشال رباعيات زياتره په هغه وزن كې دي چې لومړنۍ مصرعې يې لنډې او دوې وروستۍ مصرعې يې اوږدې دي او داسې تقطيع كيږي:

ل ل ل - ا ل  ا ا ل ل ل - ل ا ا
اووه اسمانه  اووه يې ستوري
دوولس برجونه   دي پكښې ښوري
غم جن دې طمعه د ښادۍ كاندي
د شمې څښتن دې سحر ته ګوري   (لس مقالې ۵۷ مخ)
موږ په دغه بحث كې غواړو د خوشال بابا د رباعياتو پر معنوي اړخ خبرې وكړو يعنې د موضوع د رنګارنګى او تنوع له نظره پر دغو رباعياتو كتنه وكړو.
رباعى د هرې ژبې د لنډو شعرونو په شان يوداسې فورم دى چې يوه فكري واحده مسئله په لنډه وينا كې ارائيه كوي، ډير ځله رباعي پر يوې واحدې موضوع باندې حاوي وي. يعنې په دغه لنډ فورم كې د ګڼو مسايلو مطرح كول ناممكن يا خو مشكل دي، كله كله په رباعي كې يو بيت د مسئلې طرح او بل بيت يې د ثبوت لپاره راځي لكه خوشال بابا چې وايي:
خواږه د مينې نه راپټيږي  واړه په مينه سره غټيږي
مينه په مثل نافه د مښكو ده  نافه د مښكو چيرته پټيږي
وګورئ دلته خوشال بابا غواړي ووايي چې د مينې لذت او خوږوالى نه شي پټيداى او په بل بيت كې د مښكو د نافې مثال راوړى  چې عطر يې هر چيرې ځان راڅرګندوي ګويا ددې مثال په مرسته يې ثبوت ته رسوي.
د خوشال په موجودو رباعياتو كې د عشق او ښكلا تر څنګه فلسفي، اخلاقي، تاريخي او اجتماعي مضامين هم ډير تر سترګو كيږي دى د خپل عصر حالات او پيښې، د نړۍ، انسان او ژوند په هكله خپل طرز فكر او آن د طبيعت او معشوقي ښكلاوې په دې قالب كې بيانوي.
د خوشال اعجاز په دې كې دى چې لويه عقلي او يا هم جمالياتي خبره په يوه واړه قالب كې په ډير مهارت ځايوي دلته به د هر مورد لپاره يوشمير بيلګې ذكر كړو:
د خوشال بابا په رباعياتو كې عشقي مسايل: رند خوشال د غزل او نورو شعري فورمونه په څير په رباعياتو كې هم عشقي او ليريك مسايل په خورا ښكلې او لنډه بڼه مطرح كړي دي دا څو بيلګې وګورئ:
زړه مې په تن كې په ډير آشوب شي  چې ښكلي ياد كړم كله مې خوب شي
زوړ شوم لا خيال لرم د مهوشانو   په سپينه ږيره هم عاشق توب شي
+ + +
زړه مې زخمي دى وينې ترې څاڅي  ژاړم له درده څړيكې ترې پاڅي
تير يې خوړلى د هسې ليندې دى   چې په آواز يې دژۍ ناڅي
+ + +
زړه مې له ښكليو سره بيا بيوورغواړي  ګوره و ځان ته بلا په زور غواړي
زلفې چې تاو كا په مخ يې پريږدي  جنون پرې زور شو بيارنتهبور غواړي
+ + +
زلفې چې تاو كا په مخ يې پريږدي  ښكلى ګلونه په بارخو كيږدي
زړه مې بلبل شي ورباندې راشي   له ډيره شوقه ورباندې ريږدي
+ + +
چې مې په غيږ كې يې ساعت همدادى  بيلتون دې بلې لمبې په ما دى
پاڅه وردرومه په سر دې ويره كړم  زه يې سبا ګڼم وخت د سبا دى
+ + +
بارخو يې نه دى ګل د ګلاب دى   زلفى يې طعن د مشك ناب دى
راشه كه دواړه شونډې يې ګورې  چې پرې مستيږى هغه شراب دى
+ + +
د بڼو تير دې په څو تيره دى  واړه لك شوى زما په زړه دى
دا د نكريزو نګار پرې نه دى  د خوار په وينو يې ورغوى سره دى
د خوشال بابا په عاشقانه رباعياتو كې له عشق څخه شكوه هم شته او د معشوقې وصف او توصيف هم، د عشق د رنګينيو ستاينه هم لري او عشق كله كله د ژوند جوهر هم ګڼل شوى دى. په ځينو عشقي رباعياتو كې تصوير هستونه، تشبيهات او ښكلي سمبولونه هم كارول شوي دي:
عشقه ستا واړه چارې اوترې دي   چې زورور يې واړه بهترې دي
تر مرګه پورې سره نظر لري   ځلمي بازونه نجونې كوترې دي
فلسفي افكار: فلسفه په ختيځ كې كوم علمي- سيستماتيك تاريخ نه لري او د كوم بيل علم په توګه نه ده مطرح، د نړۍ ګڼ پوهان په دې عقيده دي چې مدام فلسفي افكار په ختيځ كې له ادبياتو، دين، الٰهياتو، تاريخ او حتىٰ هنر سره ګډ وو او د فلسفي فكرونو تر ډيره بريده په شعر كې ځان راښكاره كړى چې ښې نمونې يې د عمرخيام رباعيات دي، شايد رباعي د لنډو فلسفي فكرونو د بيان لپاره ښه فورم وي ځكه نو خوشال بابا هم خپل ګڼ افكار په همدې قالب كې بيانوي، د زاړه يونان يوه مشهوره خبر ده چې "نيكمرغي په ناپوهۍ كې ده" او دا خبره سوفوكل د پاچا اديپ له خولې هغه مهال كوي كله چې د خپل برخليك په هكله په هرڅه پوهيږي، هغه وايي "كله چې وپوهيدم، بدمرغه شوم" خوشال همدا خبره داسې كوي:
چې خبردار شوم له دې جهانه   څه مسخرې كا په هر چا جانه
هوښيار لا هومره په ځان خوښ نه وي  لكه نادان كا خوښي له ځانه
سره له دې چې خوشال د جبر د فلسفې پلوي دى او ډير ځله قسمت، بخت او طالع د انسان د برخليك ټاكونكي ګڼي يا په بله وينا د برخليك ليكه له پخوا څخه كښلې ګڼي:
په تا كه راشي ډير محنتونه  يا راحتونه فراغتونه
ته يې په نورچا حواله مكړه  چې ازلي دي دا قسمتونه
خو كله كله د نويو اګزستنسياليستانو په څير انسان په آزادۍ محكوم ګڼي او په دې باور دى چې دا انسان دى چې خپل ماهيت ټاكي وګورئ:
جهان كمر دى څڅلى ته يې  فعل دې ږغ دى ږغ كړونى ته يې
لكه چې ږغ كړې هغه به واورې  راشه خبر شه كه خبر نه يې
د خوشال له ژبې كله كله د جبر په وړاندې د انسان مسئوليت د مسئلې پوښتنه هم راولاړيږي او دا هغه مسئله ده چې ختيزو منطقيونو ډيره شاربلې ده كه انسان مجبور خلق شوى نو ولې بيا د هغو ګناهونو لپاره مجازات كيږي چې په قسمت كې يې ليكل شوي دي:
خالق زما يې په دا پوهيږم  حكم دې حق دى منم ګروهيږم
چې دې ظلوم او جهول پيدا كړم   په بد مې نيسى دا اندوهيږم
خو ډير ژر خپل ځواب بيا مومي او وايي چې د خلقت راز د ښه او بد په پيژندلو كې دى:
خبر د دهر په مكر دروه شوم  دا څه چې ښاد شم يا په اندوه شوم
نه يې ښادي شته نه يې اندوه شته  دواړه فساد دى چې ښه پرې پوه شوم
اجتماعي نظريات: خوشال بابا د يوه ځيرمن مفكر په توګه د ژوند هره تجربه په دقت څيړي او غواړي نور ورڅخه پند واخلي ډير ځله د ژوند همداسې تجربې او اجتماعي نظريات د هغه په رباعياتو كې راغلي دي.
د مال دولت، خاني او مشرۍ، كورني ژوند، د ښځو خصوصيت او د قوم دود دستو دا ټول يې په رباعياتو كې بيلابيلې جلوې لري د خوشال داسې نصيحتي رباعيات په شمار كې تر نورو ډيرې دي، يو څو بيلګې يې وګورئ:
ګومان د نيكو تل په دوستانو كړه   ګومان د بدو په دښمنانو كړه
د جاهلانو سره قرين مه شه  صحبت يك لخته له عاقلانو كړه
+ + +
له قامه ولاړ شوم لېرې په كروهه  خالي ارمان دى وروستنۍ پوهه
په تېرو چارو پسې ارمان كړم  اوس مې څه سود دى له دې اندوهه
+ + +
ما د دانا كړه دا وينا خوښه  ړانده دې نه ځي بې عصا كشه
تمه مرغونه په دام بندى كا  سړى خواريږي له خپله اشه
+ + +
ښځه كه هرڅو په مخ زيبا ده  په هر هنر كښې پسندلې دا ده
ظاهر يې مه ګوره باطن يې ګوره  هاله يې ستايه كه دا پارسا ده
تاريخي او سياسي مسايل: خوشال: خوشال خان خټك د يوه لايق پوځي مشر، قومي رهبر او سياستمدار په حيث د خپل عصر او د چاپيريال ګڼې پيښې، اشخاص او ستونزې په خپلو رباعياتو كې ياد كړي دي او په دې توګه يې دغه حوادث د پښتنو په تاريخ كې له وركيدا ژغورلي دي:
د بيلګې په توګه ډير ځله له مغلي واكمنو، خپلو زامنو، پښتنو او ناپښتنو رقيبانو څخه سر ټكوي:
زويو مې خوى د خټكو نور كړ  زما په نقش يې پورې سور اور كړ
وخت د ګټنې د نام و ننګ و  بدو زامنو راڅخه خور كړ
+ + +
زويه كه هسې وي لكه چې زه لرم  كه هر څو ډير دى يو زويه نه لرم
يو يحى خان نه شويو اكوړى نه شو  چنجو منجو دى پټ به يې څه لرم
+ + +
پورې په خونه د ايمل خان شو  په سول د خونې خان خانان شو
دا اور كه و نه مړ دا يم نارې وهم  په وار وار پورې په درست افغان شو
+ + +
بادشاه سني دى خلك حيران شو  درافضيانو دور اوان شو
كه څوك په ملك كې يو شاه زلمى وي  توره تر ملا كا وخت د افغان شو
+ + +
بخت د مغلو پښتانه نه پريږدي  چې اتفاق وكا په توره زړه كيږدي
ګڼه څه هومره پښتانه نه دي  چې يې په ياد كا د مغلو زړه ريږدي
+ + +
كال د غفج و خيبر كې هورې  مغل بندي وو، هم كونډې بورې
مومند شينواري څو اپريدي وو  واړو وهلې د يادو تورې
+ + +
خوشال له دې مسايلو پرته په خپلو رباعياتو كې د ښكار، باز ساتنې، جګړې، خانۍ او سردارۍ مهارتونه هم شرح كوي، د ښځو او جنسي مسايلو په اړه خپل تجارب بيانوي، حتىٰ د فصل، هوا او اقليم په اړه هم خپلې تجربې څرګندوي يوه بيلګه:
سهيل چې وخيژى اوړى تمام شي  زيرمه د ژمي د سرانجام شي
په اته مياشتې هسې هوا وي  چې د ځوانانو پكې هر كام شي
د خوشال تر يو نيم زرو زيات رباعيات سلګونه موضوعات په ځان كې نغاړي، دا په تيره هغه مهال چې پښتني ټولنې د حكمت او پند موجزو وجيزو او مقولو ته اړتيا درلوده د خورا لوى اجتماعي- ادبي او تاريخي ارزښت لرونكي دي چې د پښتو ژبې او ادب يو په زړه پورې او بډايه ګنجينه يې بللى شو.
 
بېرته شاته