لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
امریکا د خپلو سرتېرو د ویستلو په برخه کې اشتباه کړې وه؟
لیکوال: طایرځلاند   نېټه: 17.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمیس متییس د سنا مجلس د وسله وال پوځ کمېټې ته دخپلو څرګندونو په لړ کې ویلي چې له افغانستانه د سرتیرو د ویستلو په لړ کې تیره اشتباه به بیا نه تکراروي، په ورته وخت کې د امریکا د سنامجلس مشهور سناتور جان مکین له جیمیس متییس سره په خبرو کې له هغه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې افغانستان کې د وسله والو طالبانو ځپلو له پاره اقدامات وکړي. په ورته وخت کې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د نوې سترایژۍ پر اساس له پینټاګون غوښتي چې ژر تر ژره دې افغانستان ته د تازه سرتېرو د لیږلو له پاره لاس په کار شي. 

لکه څنګه چې د متحده ایالاتو پوځي چارواکي وايي ایا په ریښتیا له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو او په ځانګړې توګه د امریکايي ځواکونو وتل یوه تېروتنه وه؟
د شوې هوکړې او افغانستان ته د متحده ایالاتو او ناټو راتګ سره ۲۰۱۴ کال افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو له پاره ټاکل شوی و او له هم هغې موافقې له مخې متحده ایالات مجبور وو چې یا خو په یو نوي چوکاټ کې په افغانستان کې پاتې شي او یا هم هوکړه له سره شي.
امنیتي تړون امضا شوی نه و او د اوباما د حکومت د پالیسۍ له مخې باید جګړییز ماموریت افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوی وی.
هغه څه اشتباه باید وګڼل شي هغه یوځل بیا د نویمو کلونو په څېر افغانستان په سیاسي ډګر کې یواځې پرېښودل وو او د سیمې د هیوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان سره د افغانستان په اړه کرښې ونه ټاکل شوې، چې له همدې کبله د بهرنيو سرتیرو وتل له افغانستانه په پاکستان کې د وسله والو طالبانو له پاره د نړیوال ایتلاف د شکست په مانا تلقي شول.
د وسله والو طالبانو له اعلامیو، لیکنو او ترانو داسې بريخي چې هغوی خپلو وسله والو له پاره دا یوه بریا په توګه وړاندې کړله او په دې سره دهغوی مورال دجګړې په دګر کې لوړ او یو ځل بیا پخواني طالب چارواکي سره راټول شول او په تیرو دوه کلونو کې یو ځل بیا هم د امریکا او هم د افغان حکومت له پاره سرخوږی جوړ شو.
د سیمې هیوادونو له امنیتي تړون وروسته دومره په چټکۍ نوي جګړییز کارونه پیل کړل چې د وسله والو طالبانو له پاره د مالي او روزنیز مرستندویه هیوادونه پیدا کړل چې امریکا ته په دې برخه کې یو ځل بیا جګړه ور په غاړه شوه.
په خپله امریکايی چارواکو ویلي و چې دوی له طالبانو سره کار نه لري او طالبانو قضیه د افغانستان داخلي ده، خو اوس د ټرمپ اداره او د جان مکین په څېر سناتور د طالبانو د ځپلو او مخې نیولو خبره کوي، وجه دا ده چې اوسنی طالب د امريکا د ستراتیژيو او منافعو له پاره په مخ کې په یوې افزاري خنډ بدل شو، هغه محاسبه چې د طالبانو له پاره کېدله چې دوی یواخې د افغانستان داخلي مسله ده هغه تېروتنه وه چې نه یواځې متحده ایالات بلکې افغان حکومت یې هم تاوان وڅکلو.
اوس که متحده ایالات دا تېروتنه جبران کوي نو دامنیتي ځواکونو په ریښتینی معنا ملاتړ، د ترورزم ملاتړو سرچینو ځپل او له عملي فشار سره مخ کول، د افغانستان له پولو او واکمنیو بېرون د وسله والو ډلو ځپلو له پاره پلان او په استخباراتي برخه کې افغانستان ته پراخه میدان پريښودل به مهم ګامونه وي چې اخیستل یې پکار دي.
په سیمیزه کچه د متحده ایالاتو له پاره حساسیتونه هم دومره زیات شوي چې دوی مجبور دي پرېکنده چلند وکړي ګني متحده ایالات به یوه اوږده جګړه په مخ کې ولري.
 
بېرته شاته