لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
آيا کيسه ليکلی ش‍ئ؟
لیکوال: نصيراحمد احمدي   نېټه: 17.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 له ځانه پوښتنه وکړئ! آيا کيسه ليکلی ش‍ئ؟

بيړه مه کوئ!  يوه شېبه د کتاب پاڼې سره ورولئ، کيدای شي نورې جملې وروسته ولولئ!
څه پريکړه مو وکړه؟  " هو " که " نه" د کيسې ليکل کوم جادو نه دی، نه هم  په لوړو زده کړو پورې اړه لري. 
زه ماشوم وم، انا به مې تل کيسې راته ويلې، هغه کوچۍ وه، په ليک لوست نه پوهيده، خو کله چې به يې کيسې ته خوله جوړه کړه، تر پايه به يې ورسره وړلم، ما به کله کله خپلو خويندو او وروڼو ته کتل، ټولو به د انا ګونځې ګونځې خولې ته وچې سترګې نيولې وې، د لاټين په رڼا کې به په خړ ديوال لوی لوی سيوري ښکاريدل،  خو حرکت يې نه درلود، غلي به ناست ول.  کله کله به د انا له غږ سره د چونګښو کورړا هم ګډه شوه، نور هيڅ هم نه اورېدل کېدل.
انا نه لوستې ښځه وه او نه يې هم په فني توګه کيسې زده کړې وي،خو  هغې خوږې کيسې ويلې،  دا په طبيعي توګه د کيسو په ويلو کې تکړه وه.
بېرته به خپلې پوښتنې ته راوګرځو، څه فکر مو وکړ؟ کيسه ليکلی شئ؟
"نه" مه واياست! " هو" د اميد نښه ده، خو که زړه نازړه ياست،  دوو پوښتنو ته ځواب ورکړئ!
١_ آيا د لنډو کيسو او ناولونو له لوستلو سره مينه لرئ؟
٢_غواړئ چې کيسه وليکئ؟
که څوک له نجار سره شاګرد وي، خو له نجارۍ سره مينه ونه لري، هغه به هيڅکله هم ښې دروازې او کړکۍ جوړې نه کړي، دا يواځې يو مثال و.  هر کار همداسي دی. ليکوالي هم په زور نه زده کيږي، لومړی شرط مينه ده.  که د لنډو کيسو له ويلو او يا هم  لوستلو سره مينه  ولرئ، کيسه ليکلی شئ، ان که مو په ټول ژوند کې هم کيسه نه وي ليکلې،  پروا نه کوي، ځان وازمايئ! دا کار دومره ستونزمن نه دی

خو څنګه کيسه ؟
 
زموږ کلی ډېر کوچينی دی، ټول اووه کوره يو.  يوه ورځ د کلي ځوانان سره راټول شول، په ميله ووتو، په يوه شنه دره کې مو د يوه لوی توت سيوري ته واړول، تر يو څه وخته مو قطعې وکړې، وروسته د ديګ د پخولو وخت شو. زما د تره زوی ځان  رامخته کړ، دی  نوی له ايرانه راغلی و، ويل يې چې لس رقمه وريجي پخولی شي،  خو کله چې يې نيم ساعت وروسته  ديګ له ديګدانه کښته کړ، په ديګ کې له اوبو ډکه شوله پرته وه.  د خوراک پر وخت له ګوتو نه جلاکيده، نه يې رنګ و او نه يې خوند.  يوه ځوان طاقت ونه کړ، په خندا يې وويل: " دا خو  لکه لانده  ګچ چې په غوري کې راته پراته وي! " د تر ه زوی مې په خبره کې ورولوېد، په خوند يې ځواب ورکړ:" ما خو درته وويل چې زه لس رقمه وريجي پخولی شم،  دا يې يواځي يو رقم دی. "
وروسته وپوهيدو چې هغه  د وريجو په پخولو کې تکړه نه و.
لنډه کيسه هم همداسي ده، يو څه پوهې او زحمت ته اړتيا لري، که غواړو چې ښه کيسه وليکو او رانه شوله نه شي، نو بايد له مينې سره سره ځينو نورو ټکو ته هم پام وکړو.
دا کوم ټکي دي؟

موضوع
 
موضوع په مغز کې لومړنۍ جرقه ده، يو څه بايد وي چې کيسه پرې وليکو، که موضوع نه وي، نو کيسه هم نشته، خو څه فکر کوئ، ايا د موضوع موندل ګران کار دی؟
دوه ځوابه  لرو، " هو"او " نه "!
که زاړه او تکراري موضوعات را اخلو، بڼه يې يو څه ور بدلوو، نو دومره سختي نه لري، که لس دقيقې وخت راکړئ ، لس موضوع ګانې به درته پيدا کړم،  زړې خبرې ډېرې دي، هر څوک يې موندلی شي ، خو که په نويو موضوعاتو پسې وګرځو، زحمت غواړي، کله کله شايد په ورځو ورځو هم يوه داسي  موضوع ونه مومو چې د کيسې په ليکلو وارزي.
ځيني  ليکوالان ګمان کوي چې د ليکلو له پاره ډېر موضوعات شته، لامل يې دا دی چې دوی نوی فکر نه لري، زړو موضوعاتو ته پښې او لکۍ ورکوي، خو تکړه ليکوالان په اسانۍ  قناعت نه کوي، دوی هغه څه را اخلي چې په خپله يې موندلي وي.
شايد پوښتنه  پيدا شي چې له با با ادمه تر دې دمه همدا ژوند دی، نوي څه نشته!
دا خبره سمه ده، يواځي اختراعات نوي دي، خو هره موضوع مختلفې زاويي لري، د نوې زاويې موندل، په خپله نوې موضوع ده.
يو وخت چېرته ميلمه وم، پر دسترخوان څو رنګه خواړه پراته ول، خو ماته يواځې يو ډول خوړو ډېر خوند راکړ، ملګري مې په خندا  راته وويل: " په کچالو ځان مه مړوه، غوښه در واخله. "
حيران شوم، څه چې ما خوړل، د کچالو خوند يې نه درلود، څکه ( مزه ) او بڼه يې د چپلي کباب غوندي وه.
کچالو په هر کور کې پيداکيږي، دوه درې رنګه يې پخوي، خو زما د کوربه په کور کې همدا کچالو له  يوې نوې زاويې پاخه شوي وو، بلکل نوې، داسې چې ما خوند ترې واخيست او د کچالو ګمان مې نه پرې راته.
د کيسې له پاره هم بايد هرې موضوع ته له يوې نوې زاويې ( اړخه ) وګورو، که نه نو هماغه اېشېدلي کچالو به وي چې په هر کور کې پيداکيږي، هر څوک يې پخولای شي او په تالو پورې نښلي.
بې تجربې ليکوالان زاړه موضوعات را اخلي، لږ بدلون ورکوي، خو له ليري ښکاري چې اېشيدلي کچالو دي، خو تکړه ليکوالان فکر کوي، له نوښت او  ابتکار څخه کار اخلي، دوی کچالو له يوې داسې زاويې پخوي چې نوې بڼه او نوی خوندولري.
موضوعات ډېر دي، خو نوې زاويه يې يواځي په خپل فکر موندلی شو، ځکه هيڅوخت يو انسان د بل انسان پر ځای فکر نه شي کولای، هر څوک خپل فکر لري او يوې موضوع ته له خپل ديده ګوري.
يو وخت مې يو ملګری مخامخ راته ناست و، پر کاغذ يې يو انګليسي عدد وليکه، پر مېز يې کېښود، ورو يې وويل:
_څو دي؟
ورياده مې کړه!
_ نهه ( 9 )
ده وخندل:
_ ماته شپږ ( 6 ) ښکاري.
يو هم غلط نه و، دواړو کاغذ  ته له مخالفو زاويو کتل.
هره  موضوع همداسې ده، څوک به له يوه اړخه ورته ګوري او څوک هم له بل، هيڅوک نه شي کولای چې د بل چا په ځای فکر وکړي، که داسې وای نو جنايي پوليسو ته به اړتيانه وه.
خو يوه خبره ده، که د بل  پر ځای فکر نه شو کولای، بل ته فکر ورکولای شو.
خو څنګه؟
ځينې ټکې دي چې د ښې موضوع په ټاکلوکې مرسته راسره کوي.
١_ که غواړئ چې ښه کيسه ولېکئ ، فکر وکړئ او نوي موضوعات ومومئ، دا له امکانه ليرې خبره نه ده، شايد ستاسو په سيمه، کلي او شاوخوا کې دا سې څه وي چې تر اوسه لا څه نه وي پرې ليکل شوي.
٢_زړو موضوعاتو ته يوه نوې زاويه پيدا کړئ، دا په خپله نوې موضوع ده.
٣_ زموږ يو استاد و، ده د ژور ناليزم زده کړه راکوله، يوه ورځ يې د خبر له پاره د موضوع د ټاکلو په اړه وويل: " که واورئ  چې يوه سپي يو سړی وخوړ، نو دا کومه نوې موضوع نه ده،  دا ډول واقعات ډېر پېښيږي ، نه خلکو ته په زړه پوري دی او نه هم د خبر د جوړولو ارزښت لري، خو که واورئ چې يوه سړي سپی وخوړ نو دا د خبر په جوړولو  ارزي."
په کيسه کې هم همداسې ده،  هره موضوع ښه کيسه نه ورکوي!  ژر قناعت مه کوئ، د کيسې له پاره د عادي موضوعاتو له ټاکلو ډډه وکړئ. !
٤_ هيڅکله لويه او عمومي موضوع مه انتخابوی، که موضوع هر څومره وړه وي، ښه فوکس  ( تمرکز ) لري، ليکوال لاره نه ورکوي او په طبيعي توګه يوه نوې زاويه ورته موندلی شي.
( په دې اړه به کيسو ته د اهدافو د ټاکلو په برخه کې  نورې خبرې وکړو .)
٥_ فکر وکړئ! نن چيرته لاړئ؟ څه مو واورېدل؟ څوک مو وليدل؟
موږ هره  ورځ له  لويو او وړو موضوعاتو سره مخامخ کيږو يا يې اورو، خاندو، خپه کيږو او يا هم داسې څه وينو چې په احساساتو کې مو بدلون راځي، خو شېبه وروسته مو هېر وي
ځينې دا ډول واړه موضوعات نوي وي او په زړه پوري کيسې ورکوي، ښه دا ده  چې تل د يادښت يوه وړه کتابچه  راسره  ولرو او  ويې ليکو.  باور وکړئ، هره هغه نوې موضوع چې تاسو ته په زړه پورې وي او په احساساتو کې مو بدلون راولي، نورو ته هم د لوستلو وړ ده.
٦_ انګرېز ليکوال ګراهام ګرين د يوه کوچيني عادت له مخې په ليکنه کې بريالی و، ده به د ورځې تر پنځو سوو کلمات ليکل، مختلف کلمات، پرته له فکره، څه چې به په ذهن کې ورتلل هماغه به يې د کاغذ پر مخ راوړل، وروسته به يې چاڼ کړل، څو ټکي به يې ترې راوايستل، حتما به داسې موضوعات پکې ول چې کيسه ترې جوړيدای شوای.
نو هڅه وکړئ چې نوي  موضوعات پيدا کړئ ، يا هم زړو موضوعاتو ته  له نوي ديده وګورئ،  زړه موضوع د ټوکې غوندي ده، چې  په لومړي ځل اوريدو يې  انسان  خندوي، خو که تکرار شي مزه يې ځې.
 
بېرته شاته