لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
جنايت
لیکوال: نصيراحمد احمدي   نېټه: 17.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

دسهار په خړه کې د پوليسو يو موټر لنډ راتاو شو، وښوېد او ودرېد.  دروازې خلاصې شوې، عسکري بوټونه تر ښنګرو واورو پټ کړل، ولاړو خلکو لار ورکړه،  عسکر تر يوه څوارلس کلن هلک را تاو شول.  هلک يوه پوخ ديوال ته ولي لګولې وو، سر يې کيڼ لور ته ځوړند و او پر تورو ګاړګوتي ويښتو يې  نرۍ پرخه پرته وه.

يو عسکر پر ملا کړوپ شو، د هلک پر سپينه غاړه يې ګوتې کېښودې، خپلو ملګرو ته يې وکتل او دوه درې ځله يې په منفي بڼه سر وځوځاوه. 
چوپه چوپتيا وه، ولاړو خلکو پنډ کوټونه اغوستي وو، څېرې يې نيولې وې او له خولو څخه يې مړه تاوونه پورته کېدل.
يوه عسکر وپوښتل:
_څوک يې پيژنئ؟
د خلکو ځواب منفي و.
عسکر خپلو ملګرو ته اشاره وکړه، دوی ټوپکونه غاړو ته واچول، وچ کلک جسد يې له واوري پورته کړ او د موټر په باډۍ کې يې ترپال پرې وغوړاوه.
شېبه وروسته موټر پاخه سړک ته وخوت، خلک هم په خپلو کارونو پسې لاړل، خو په واوره کې د يوچا د ناستې ځای ، نږدې ګڼ پلونه او د موټر لنډه راتاو شوې  توره ليکه لا ښکارېدله.

*     *     *
د پوليسو څارنوال ( ب ) يوه دوسيه راپورته کړه، پاڼه يې واړوله، عدلي طب د هلک مړېنه طبيعي ښودلې وه، ليکلي يې وو چې د يخنۍ له لاسه مړ شوی دی، د جرم او جنايت کومه نښه يې نه ده موندلې او د خپلوانو د نه پيداکېدو په خاطر د ښار په عمومي هديره کې خاورې پرې واړول شوې. 
څارنوال ولاړ شو، دوسيه يې په المارۍ کې کېښوده، بيرته پرڅوکۍ کېناست، د مېز پر سر اېښې بټن يې ټينګه کړه، له زنګ سره يو وچ، کلک سړی په  وره  کې ودرېد، به  بيړه يې وويل:
_صاحب!
څارنوال چای وغوښت، سړی په منډه له دفتره ووت. څارنوال د مېز له سره يوه بله دوسيه راپورته کړه، څو پاڼې يې واړولې، خو ډير ژر يې بيرته پر مېز کېښوده، يو اوږد ارږمی يې ويست، خپله پکه ککرۍ يې وګروله، ريموټ ته يې لاس کړ، د تلويزيون چاينلونه يې واړول، په يوه کې کارتون و، په بل کې څو مستې نجوني نڅېدلې، درېيم چاينل هم يو تود سياسي بحث خپراوه. څارنوال بېرته دوهمه بټنه ټينګه کړه،  د تلويزيون پر پرده د نجونو نڅا راغله. 
دا وخت يې مبايل وشرنګېد، څارنوال د خپلې کورتۍ جيب ته  لاس کړ، مبايل يې غوږ ته ونيو، ورو يې وويل:
_مهرباني وکړئ، څارنوال  (ب)
له مقابل لوري لړزانده غږ واورېدل شو:
_يوه مهمه خبره درته لرم.
_امر کوئ!
_يوه اوونۍ مخکې سينما ته نږدې يوليسو يو مړی وموند.
څارنوال په بيړه وويل:
_هو! يو هلک يخنۍ وژلی و.
په تيلفون کې ټوخی واورېدل شو، وروسته مقابل لوري وويل:
_په ظاهره يخنۍ وژلى و، خو تر شا يې يو لوی جنايت پټ  دی.
څارنوال په بيړه وپوښتل:
_تاسو څوک ياست؟ له کوم ځايه خبرې کوی؟
تليفون قطع شو.
څارنوال  ژر د مېز پر سراېښې ګوشکۍ ورپورته کړه، يوه لنډه نومره يې ووهله، ويې ويل:
_زما دفتر ته راشئ!
لنډه شېبه وروسته په دفتر کې يو په ونه لوړ سړی ولاړ و، څارنوال دوه - درې ځله د خپل مبايل سکرين ته وکتل، په کاغذ يې يوه نومره وليکله، کاغذ يې ولاړ سړي ته ونيو، ويې ويل:
_غواړم پوه شم چې د تليفون دا نومره  د چا ده، له مخابراتو پوښتنه وکړئ،  ژر!
سړي کاغذ ور واخيست، په بيړه له دفتره ووت ،  تر غرمې ورک و. کله چې بېرته راغی څارنوال (ب ) ډوډۍ خوړله. څارنوال سړي ته د کېناستو بلنه ورکړه، وروسته يې په ډکه خوله وويل:
_څه درک دې ولګاوه؟
_هو صاحب! تليفون له يوې پي سي او  څخه شوی و، تيليفونچي ويل چې د نهو بجو په شاوخوا کې دوکان ته درې  تنه ورغلي وو، لومړۍ يوه پېغله وه چې پوره لس دقيقې يې خبرې کړي، بيا يو ځوان په خارج کې له چا سره غږيدلی و او وروسته له هغه يوه بوډا ته وار ور رسېدلی و.
څارنوال له مستو ډکه کاشوغه ورپورته کړه، سړي ور وکتل، د برېتونو لاندنې تور ويښته يې په مستو سپين وو.
 څارنوال وويل:
_د بوډا په اړه يې نور څه مالومات  درلود؟
_صاحب!  ويې ويل  چې دورځې لسګونه تنه ورځي، دی د هر يوه څېره ذهن ته نه شي سپارلی، خو دومره يې په زړه و چې بوډا کڅوړنې سترګې درلودې، پوزه يې غټه وه او کله چې يې د تيليفون پيسې ورنه اخيستلې، نو تيليفونچي د کباب بوی  احساس کړی و.
څارنوال وويل: 
_پيدا به يې کړو؟
_صاحب! ګرانه خبره ده، دا ښار دی، دلته يې شميره خلک ژوند کوي.
څارنوال يوه شېبه غلی و، ورو سته  يې د مېز پر سر لوېدلې يوه يوه ورېجه ور ټوله کړه، په غاب کې يې واچوله، ورو  يې وويل:
_رښتيا وايې، موندل يې ګران کار دی، بايد صبر وکم، شايد بيا تلفون وکي.
د څارنوال وړاندوينه سمه وخته، ماسپښين يې موبايل وشرنګيد، مقابل لوري وويل:
_زما خبره مو زړه ته ولوېده؟
څارنوال وويل:
_خو موږ ثبوت غواړو.
_کيسه اوږده ده، په تليفون کې نه ويل کيږي.
_نو چيرته سره ووينو؟
مقابل لوری يوه  شېبه غلی و، په تليفون کې يواځې د موټرو هارنونه اورېدل کيدل، وروسته يې وويل:
_خو په يوه شرط!
_څه؟
_زه غريب سړی يم، ماته به کوم جنجال نه پيداکوې.
_سمه ده، ژمنه کوم.
مقابل لوري وټوخل، بيا يې وويل:
 ښاروالی ته نږدې يو کوچينی پارک دی،سباسهار نهه بجې هلته راشئ  ، په دې واورو کې پارک تش وي، ما په اسانۍ موندلی شئ.
تليفون قطع شو.
څارنوال  فکر يوووړ، بيا يې د اطمينان لپاره عدلي طب ته تليفون وکړ، هغوئ خپل استول شوی رپوت سم وګاڼه، ويې ويل چې په څېړنه کې کومه تېروتنه نه ده شوې، د هلک مرګ طبيعي دی او کوم جنايي اړخ نه لري.

*         *        *
څارنوال ( ب ) لس کمې اته بجې په پارک کې و، له خولې څخه يې سپين تاوونه پورته کېدل او لاسونه يې د اوږده تور بالاپوښ په جېبونو کې پټ کړي وو. 
په کوچني پارک کې څوک نه ښکارېدل، د هسکو ونو تور، نري او اوږده سيوري پر سپينو واورو پراته ول او تر پارک له راګرځېدلو کټارو ور هاخوا پر تور سړک يو يو موتر تېرېده.
پينځه دقيقې نورې هم ووتې، بيا د پارک په شمالي دروازه کې يو سړی ودرېد، دی بوډا و، له پطلون سره يې شنه لونګۍ تړلې وه او يو پنډ زوړ جمپر يې په تن و.
شېبه وروسته يې څارنوال ته لاس ورکړ، دواړه پر يوه اوږده څوکۍ کېناستل، يوه لحظه غلي ول، وروسته څارنوال وويل:
_چرتي دې کړم.
بوډا هغه  ته وکتل، برېتو يې سپينه پرخه نيولې وه، د اوږدې پزې تيره څوکه يې سره ښکارېده.
بوډا لنډ ځواب ورکړ:
_بايد چرتي شې.
څارنوال مخ ور واړاوه:
_خبرې وکه، ما ژمنه درسره کړې، له ستونزو به لرې يې.
بوډا يو سوړ اسويلی ويست، لاندي يې پرخپل بوټ واوره تخته کړه، ورو يې وويل:
زه کسبګرسړی يم، دېرش کاله کيږي چې اشپزي کوم، ما په بېلابېلو هوټلونو کې کار کړی، لاس مې ښه دی، خو تر ټولو  د کباب په پخولو کې ډېرتکړه يم، تېره مياشت مې په يوه هوټل کې کار ونيو، دا هوټل د موټرو په اډه کې دی، هلته ډېره ګڼه ګوڼه وي، ولاياتو ته بسونه ځي او ښه چليږي. دا يو کوچنی هوټل دی، د شپې تيرولو ځای نه لري، خو مشتريان يې ډېر دي او خاوند يې په مزو کې دی.
بوډا غلی شو، يو سوړ اسويلی يې ويست ،  ويې ويل:
دا د اتو ورخو مخکې کيسه ده، ما کباب پخاوه، وروسته مې يوه ديارلس يا څوارلس کلن هلک ته پام شو، له نانوای نه يې ډوډۍ غوښته، خو نانوای په غوسه شو، هلک ته يې بد رد وويل او له هغه ځايه يې وشاړه. زه حيران شوم، هلک ته مې وکتل، نه يې جامې د سوالګرو وې او نه هم څيره او نور ظاهرې جوړښت.  ورغږ مې کړ، راغی او زما تر څنګ ودرېد.  پوه شوم چې وږی دی، ما د کباب دوه سيخه ورته ونيول، ده مننه وکړه او په بيړه د کباب په خوړلو بوخت شو. 
دی له رنګه ښايسته و، سپين پوست يې درلود او داسې نه ښکارېده چې تر دې مخکې دې کومه سخته پرې ورغلې وي. وروسته مې وپوښت:
_ولې سوال کوې؟
هلک راته وکتل، غټې تورې سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، ويې ويل:
_وږی يم، پيسې نه لرم.
_کور دې چېرته دی؟
هلک يوه شېبه غلی و، بيا يې سر پورته کړ، شونډې يې وخوځېدې:
_په ايران کې.
حيران شوم:
_نو دلته څه کوې؟
هلک په خواشينۍ وويل:
_موږ لس کاله مخکې ايران ته مهاجر شوو، په کور کې پنځه تنه يو، زه، پلار، مور او ز ما دوه وړې خوېندې، پلار مې په يوه ساختماني شرکت کې کار کاوه، زه هم په  يوه مغازه کې مزدور وم، خلکو ته به مې سودا ورکوله، کارتنونه به مې له يوه ځايه بل ځای ته وړل، ستړی به وم، خو بيا هم ښه و، مازديګر به ټول سره يوځای شوو او د ورځې ستړيا به مې هېره شوه، يو سهار مغازې ته تلم، پوليسو ودرولم، د مهاجرت کارت يې رانه وغوښت، خو موږ د زرګونو نورو افغانانو غوندې غير قانوني مهاجر وو، اسناد مو نه درلودل، هماغه و چې لومړی يې د سنګ سفيد په نوم يوې بنديخانې ته ولېږلم، يوه اوونۍ مې هلته تېره کړه،  بيا يې تر مرزه  ( سرحده ) را واړولم. اوس دا دی شپږمه ورځ ده چې سرګردانه ګرځم،  له کوره هم احوال نه لرم، نه پوهيږم چې څه وکړم، قاچاقبر پيسې غواړی، خو زه په ګېډه نه يم موړ، ايران ته د تګ لپاره پيسې په کار دې، ډېرې پيسې.
ما ور نه وپوښتل:
_ولي دلته، په افغانستان کې څوک نه لرې؟
هلک وويل:
_نه، ترونه مې پخوا لا پاکستان ته کډه شوي دي، دومره پوهيږ م چې په پېښور کې اوسي، نور يې  درک نه را مالوميږي.
_نو دا شپږ ورځې دې چيرې تېرې کړې؟
_تر پرونه يو څه پيسې راسره وې، په يوه مساپر خانه کې به مې ډوډۍ خوړه، د شپې د تيرېدو پيسې يې نه رانه غوښتې، همالته به پر تخت وېدېدم، پرون مې ټوله ورځ څه ونه خوړل، بانه مې داوه چې په نس مې درد دې، خو نن سهار د مساپرخانې خاوند راباندې پوه شو او زه يې له هغه ځايه وشړلم، ما په ژوند کې خواست نه دی کړی، خو وږی وم، ټيکه نه راتله، ځکه مې له نانوايه يوه ډوډۍ وغوښته.
بوډا د ماشومانو په شور او زوږ غلی شو، له جنوبي دروازې څخه يوه ډله ماشومان پارک ته ور ننوتل، دوی منډې وهلې، يو بل يې دواورو په غونډوسکو ويشتل، وروسته پرته له دې چې په پارک کې ماتله شي، په بيړه د پارک له شمالي دروازې څخه ووتل.
د بوډا سر وځړيد، يوه شېبه غلی و، بيا يې ورو وويل:
_هلک يوه لحظه له ماسره ودرېد، فکر کوم چې د کباب بوی ښه پرې لګېدلی و، خو زه پردی مزدور وم،   نوره لورېينه مې نه شوای ورباندې کولای، داوخت د هوټل خاوند راغږ کړ!
_څلور خوراکه کباب!
ما نور سيخونه د انګار له پاسه کېښودل، کباب ته مې پکه وهله چې د هوټل خاوند راغی، ده د يو بل خوراک فرمايش راکړ، ويې ويل چې يو نږدې دوست يې راغلی، غوښې ته څه مصاله هم ورګډه کړه او په سيخونو کې سپين بڅرکي مه پېيه! وروسته يې هلک ته پام شو، ما ته يې په پوښتونکي نظر وکتل، ومې ويل چې مساپر دی، له ايرانه يې را اړولی، دلته څوک نه لري.
 د هوټل خاوند په ځير ورته وکتل، مخ يې را واړاوه، ويې ويل:
_وبال لري، ډوډۍ ورکړه، بيا به نوره مرسته هم ورسره وکم.
له دې سره بيرته هوټل ته ننوت.
د هوټل خاوند په ظاهره بد سړی نه و، په غريبانو يې پام کاوه، هر سهار به يې د سلو روپو نوټ د سوالګرو لپاره ماتاوه، هوټل ته به ډېر ګدايګر راتلل يو يې هم نا امېده نه پرېښوده، يو دوه اوغانۍ به يې ورته نيولې، دی به پر دخل ناست و  او کله کله به يې له مساپرو پاتې ډوډۍ  پر غريبانو ويشله.
هلک ته مې ډوډۍ ورکړه، دی تر ماسپښينه ماتل شو، ما لمونځ وکړ، په هوټل کې هيڅوک نه و، هلک پر تخت ناست و، دی چرتي ښکارېده، زه پخلنځي ته لاړم، غوړ لوښې مې پريمينځل او د ماخستن لپاره مې غوښه پر سيخونو وپېيله، کله چې بېرته ورغلم، د هوټل خاوند مې د هلک تر څنګ وليد، دوی خبرې کولې،  ښه شېبه وغږېدل، د هوټل خاوند ډاډ ورکړ چې دی ځينې قاچاقبران پيژني،هر څه به سم شي.
هلک په هوټل کې پاتې شو، د ماخستن له خوا خلک کم وو، ډوډۍ مو ژر ورکړه، وروسته د هوټل شاګردان هم خپلو کورونو ته لاړل او په هوټل کې درې تنه پاتې شوو، زه، د هوټل خاوند او کوچنی مساپر.
موږ  تر ناوخته ويښ وو، د هوټل خاوند دورځې حساب کاوه، هلک د بخا رۍ تر څنګ غلی ناست و او ما هم د سبا لپاره غوښه وړوله، ښه شېبه نوره هم ووته، هلک ته مې وکتل، سترګې يې له خوبه ډکې وې، ولاړ شوم،  د بخا ری تر څنګ مې ځای ورته جوړ کړ. د هوټل خاوند هم څو ګامه لرې د تخت په بل سر کې پريووت، ما ته هم خوب راته، خپله بستره مې هوا ره کړه، د ګروپ ساکټ ته مې لاس ور وغځاوه او سترګې مې پټې کړې. 
زه هم دلته مساپر يم. کورنۍ مې په کلي کې ده، يوه مياشت کېده چې کور ته نه وم تللی، په هغه شپه مې خپله کوچنی لور تر ډېره په ذهن کې وه، خو وروسته خوب وړی وم.
بوډا غلی شو.
 څارنوال په بيړه وويل:
_بيا؟
د بوډا شونډې و خوځېدې:
_ يوه شورماشور مې سترګې رڼې کړې، د بخارۍ د سره انګار په تته رڼا کې مې هوټلي وليد چې د هلک تر څنګ ناست و، هلک سړي ته سوکان نيولې وو، سپکې سپورې يې ور ته ويلې، خو هوټلي غلی و، هيڅ يې هم نه ويل او سر يې ځړېدلی ښکارېده، وروسته هلک په بيړه ولاړ شو، بوټونه يې په پښو کړل، خو کله چې يې د دروازې دستګير ته لاس ور وغځاوه، ور کولپ و، بيا يو                کړنګ شو، لويه شيشه دړې وړې شوه، هلک په توره شپه کې د باندې لاړ او هوټل ته سړه هوا راننوته.
بوډا غلی شو.
څارنوال وويل:
_دا يو لوی جنايت دی، دا پست   هوټلي بايد سزا وويني، بايد.
بوډا وويل:
_ما بل څه نه شو کولای، کار مې پرېښود او قانون مې خبر کړ، نور نو تاسو ښه پوهيږئ.
څارنوال وپوښتل:
_غواړې چې چيرته لاړ شې؟
_ نپوهېږم، بل ځای به په کار پسې ګرځم، ما درته وويل، زه يو تکړه اشپز يم، روپۍ کمه يا ډېره، کار پيداکولای شم.
څارنوال وويل:
_خو که تاته ضرورت پېښ شو بيا به دې چيرې پيداکوم؟
د بوډا شونډې وخوځېدې:
_تا ژمنه  کړې وه چې ماته به کوم جنجال نه پيدا کوې.
څارنوا ل وخندل:
_زه په خپله خبره ولاړ يم، خو دا زما وظيفه ده، بايد د شاهد ادرس ولرم.
بوډا وويل:
_دلته څوک نه پېژنم، خو د کلي ادرس مې درسره وليکه، قول دى، که مې کار وموند، په تيليفون کې دې خبروم.
څارنوال د سړي د کلي او د هوټل  دواړه ادرسونه واخيستل.
شېبه وروسته په پارک کې هيڅوک نه و، د ونې پر يوه لوڅ ښاخ يو کارغه ښکارېده او د سپينو واورو پر سر څو وچې پاڼې باد  رغړولې.

*       *        *
ماسپښين دوه بجې وې، څا رنوال پر يوه خيرنه څوکۍ ناست و، پر غوړ مېز ايښی له تورو چايو ډک ګيلاس يې ور پورته کړ، هوټلي ته يې وکتل، ده د ټايپ د يوې جړ شوې کسټې راوتلې  کولمې خلاصولې.  
وروسته يې ورمېږ کوږ کړ،  د تخت پر سر ناستو دوو تنو خبرې سره کولې او دوی ته نږدې  يوه ځوانکي پر تېرو سيخانو غوښه پېيله. نور هوټل تش و.
څارنوال هوټلي ته اشاره وکړه، هغه راغی او څارنوال ته مخامخ ودرېد. ورو يې وويل:
_څه شی غواړی؟
څارنوال د لا س په اشاره هوټلي وپوهاوه چې مخامخ ورته کينې.
هوټلي حيران شو.
څارنوال جيب ته لاس کړ، يو کارټ يې راويست، د هوټلي سترګو ته يې ونيو، ويې ويل:
_څارنوال ( ب )
د هوټلي رنګ والووت، پر څوکۍ کېناست او څارنوال ته يې په وېره وکتل.
څارنوال ورو وويل:
_کاروبار دې څنګه دی؟
هوټلي وارخطا  شو:
_صيب! ښه دى، ګذاره کوي.
څارنوال له چايو غوړپ وکړ، شونډې يې و خوځېدې:
_يو څو پوښتنې درنه کوم.
_امر کوئ ، صيب!
_تا څو ورځې مخکې يو ميلمه درلود.
هوټلي په ماته ګوډه ژبه وويل:
_صيب، زه، زه خو ډېر ميلمانه لرم، ته، ته کوم يو يادوې؟
د څارنوال شونډې وخوځېدې:
_خو ته د شپې ميلمه نه لرې.
د هوټلي رنګ سور شو.
دا وخت د مېز ترڅنګ دوه تنه ودرېدل، يوه يې وويل:
_دوه چايه، څو روپۍ شوې؟
_پنځلس اوغانۍ
هغه د مېز پر سر پيسې کيښودې او دواړ ه له هوټله ووتل.
څارنوال پسې وکتل، هوټلي ته يې مخ ورواړاوه، په ملنډو يې وويل:
_په زړو شيشو کې دا يوه شيشه نوې ښکارې، دا دې ولې بدله کړېده؟
 هوټلي پرتخت ناست ځوانکي ته وکتل، له هغه نه يې وغوښتل چې پاتې کار په اشپز خا نه کې وکړي، وروسته يې څارنوال ته مخ ور واړاوه، شونډې يې ورپېدې او په لړزانده غږ يې وويل:
_ماته شوه.
_څنګه؟
هوټلي چيغه کړه!
_ له ما څه غواړې؟
څارنوال ور مخته شو، د دواړو سترګې  سره وجنګېدې، څارنوال وويل:
_ته ډېر پست سړی يې، تا هغه هلک ته لاس ور اچولی و، د شپې يې په بړستن ور ننوتی وې، ته پوهېږې! هغه مړ دی، يخني وژلای.
_دا دروغ دي.
_زه شاهد لرم،  زوړ کبابي.
هوټلي په بيړه ولاړ شو، منډه يې کړه، خو څارنوال تر لمنې ونيو، سړی پړمخې ولويد، سر يې پر يوې څوکۍ ولګيد او له تندي يې وينه روانه شوه.
*        *        *
څارنوال ( ب ) په خشکه وويل:
_اقرار وکه، تا هغه هلک ته لاس ور اچولی و. 
هوټلي سرې لاړې تو کړې، څارنوال ته يې وکتل، شونډې يې وخوځېدې:
_نه، ما هيڅ نه دي کړي.
څارنوال تر ګرين ونيو، ورو يې وويل: 
_تا زه نه يم پيژندلی، ما د ډېرو مجرمينو ژبه خلاصه کړېده، ته به اقرار کوې، ضرور. 
هوټلي څه ونه ويل.
 څارنوال ولاړ شو، د بند په سړه او نمجنه کوټه کې يې څو ګامه واخيستل، ودر ېد، سړي ته يې وکتل ،  په کاوړ يې وويل :
_ته د بخښلو نه يې، تا جرم کړی، يو نه بخښونکی جرم، ته د لوند سپي غوندې د کرکې وړ يې، پوهېږې، ته به پانسي شې.
هوټلي ولړزيد. سړه سا يې واخيسته ، ورو يې ويل:
_راځه، يوه معامله سره وکړو.
څارنوال په حيرانۍ ورته وکتل.
د هوټلي شونډې وخوځېدې:
_زه يې پانسی، ته به کومه ګټه وکړې؟
څارنوال وويل:
_د مقصد خبره کوه!
_ګوره، د هلک دوسيه تړل شوېده، ټول په دې قانع دي چې هغه يخنۍ وژلی، ته دوه لکه اوغانۍ واخله او ما خوشی که.
د څارنوال سترګې رډې راوختې، ټيټ شو، هوټلي يې تر ګرين ونيو، په خشکه يې وويل:
_ته ماته  رشوت راکوې؟
هوټلي وارخطا شو.
څارنوال يوه شېبه غلی و، بيا يې شاوخوا وکتل، د بند د کوټې ور پورې و، وروسته يې هو ټلي ته مخ ور واړاوه، دهغه غوږ ته يې خوله ورنږدې کړه، ورو يې وويل:
_زه دومره احمق نه يم، پوره پنځه لکه!
 
بېرته شاته