لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 آزر راپورته شو او مېرمنې ته يې وویل:

- د سترو خدایانو په پاملرنه ویده شه.
شاته وګرځېد، دروازې ته روان شو، خلاصه يې کړه او بیرته يې په ارامه بنده کړه. تیاره شپه وه، د اور غرونه په تیارو کې ډوب و، د اورا په بندر کې کيښتۍ لکه ښکالو ښکارېدې، د ازر روح ارام شو. د دجلې او فرات سیندونو د یو ځای کېدو ځای ته يې ځان برابر کړ.
ازر احساسوي چې روح يې له دې لوۍ نړۍ سره پيوسته کیږي، سترګې يې اسمان ته پورته کړې، مشتري ستوری پړقیږي او د امن سندرې وايي، د خدایانو خدای مردوخ پرې پاملرنه کوي، په ډېر لطافت او حرارت باندې مشتري ته ګوري چې د خدایانو مشر دی وايي:
- ای مردوخه خدایه، ای زما او د ټولو خدایانو پالونکيه، فیصله به دا وه چې ستا سترګې د خپلو بندګانو څخه هیڅکله نه پټيږي، په دوی پام کوي، د ورځې له مخې دې بندګان د شماس خدای په پاملرنه کې ژوند کوي، او د شپې له خوا ترې نانا لوی خدای سپوږمۍ ساتنه او څارنه کوي، که نانا نه وي نو بیا زهره عشتار العطوف پرې د مینې لمن غوړوي، دا ټول ستا په امر چلیږي، که په تلپاتې سفر لاړ شي او زموږ له سترګو نه پناه شي، نو ته راباندې د خپل نور لورینه کوې ځکه چې ته تر ټولو ډېر مهربانه يې.
ای زما مردوخ خدایه، زه ناحور ته روان یم، هغه چاته چې تا پرې لورینه کړې، هغه چې تا يې له سترګو نه پردې لرې کړي څو ستا د رازونو سپرغۍ ووینې او ستا د تقدیر په تخته کې کرښې ولولي، زه بابل ته د مشورې لپاره ورځم، نو ستا سپيڅلې معبد ته به هم ورشم. تر څو پوه شم چې څه دې راته زیرمه کړي دي او ما خپله خوږه مېرمن ایمتالي په ډېر سخت حالت کې پرېيښې ده. ای زما مردوخ خدایه، زما دعا قبوله کړه او ګناهونه مې وبخښه، سمې لارې ته مې برابر کړه، او توفیق راکړه چې ستا داسې بت جوړ کړم چې ستا د شان سره مناسب وي، ته پرې خوښ شي او زموږ نمروز خدی او پاچا پرې هم خوښ شي، او د کاهنانو مشر ((اوریحاللو) ترې هم رضا شي او ټول خلک پرې خوښ او خوشاله شي.
روان دی او سترګې يې د مردوخ خدای(مشتري نه بلې خوا ته نه ګرځي، په زړه کې پرې باور لري په سترګو کې يې اوښکې او پر شونډو يې تسبیح ویل کیږي، تر دې چې د پلار کور ته ورسېد، په زینو ورسم شو او په ارامه يې دروازه وټکوله، شیبه ورسته وینځه له خوبه ډکې سترګې دروازې ته راغله، د عودو بوی ترې راخوت نو ورته يې وویل:
- پلار مې کوټه کې دی؟
سر يې وخوځاوه او يو ټکې یې له خولې راونه ووت، په لاسونو يې سترګې موښلې ارګمي يې ګول او دروازه يې بنده کړه، هلته لاړل له کومه ځایه چې د عودو بوی راخوت او په سګروټو اچول شوي و، په خپل پلار يې سترګې ولګېدلې، پرې غږ يې کړې:
- ماښام په خیر پلاره 
- آزر دی؟!! زویه ستړی مه شې په دې وخت کې څنګه راغلې؟
آزار د خپل پلار لاسونه نیول وو ويې ویل:
- د مردوخ خدای لوی کاهن (اوریجاللو) خبر رالیږلی و چې د لويو غونډو لپاره ورته د مردوخ خدای بت جوړ کړم، راغلم چې په دې اړه درنه مشوره واخلم.
ناحور د خپل زوی لاس نیولي او ورته يې وویل:
- د یو ماهر بت تراش لاسونه دي، ما خو درښودلي و چې د خدایانو بتان څنګه وتراشي نو په ما هم د باندې شوې او په هېواد کې تر ټولو عالي بت جوړونکی شوې، تر دې چې (اوریجاللو)) درته خبر رالیږي او دا ستر شرف دی، زموږ د خدای مردوخ د جوړولو شرف،
آزر له حیا نه په ډکو سترګو وویل:
- پلار جانه دا ټوله ستا مهربانه وه
- زویه زه درباندې ویاړم....ته لوی نعمت یې... ته له برکته ډک يې آزره.....زویه ته به ډېر لوی شان ولري، ....ما په خوب کې ولیده چې ستا د ملا نه يو نور راوځي او ټول اسمان رڼا کوي. زویه زما نصیحت واوره: زموږ خدای ته هره ورځ قربانۍ او منښتې وړاندې کوه، څو دې دخپل رب په وړاندې زړه پاک شي، په همدې معبود ذات خوشالیږي، که ته ورته هر سهار دعاوې، لمانځنه، سجدې وړاندې کړې، نو تاته به خزانې درکړی، او د هغه په فضل به دې ورځې ښې شي. باید ترې وویريږي ځکه چې ویره عاطفه راخوټوي، او پام چې قرباني هېره نه کړې، قرباني عمر ډېروي. او لمونځ ډېر کوه ځکه چې لمونځ دې له ګناهونو پاکوي.
- پلار جانه زه فرمان منونکی زوی یم.
آزر پلار ته ورلنډ شو، ناحور په سکروټو عود اچوي او په ټيټ غږ لولي:
- لوی مردوخ خدای زه رالیږلی یم.
د هغه سپيڅلې وردونه زما د وردنو ځای نیولی،
او خپله پاکه خوله يې زما د خولې پرځای ايښې،
او خپلې لاړې يې زما د لیاړو پر ځای ايښي،
او خپله سپيڅلې لمانځنه يې زما د لمانځنې پر ځای ايښې.
ای شریر روحونو له آزره وګرځئ.
بیا ناحور هغه انځور اور ته ګوزار کړ چې شریرو روحونو ته په کې اشاره شوې وه، څاره يې خوشاله و چې اور سوځاوه، څو چې ټول وسوځېد، او خوشاله شو، خپل زوی ته يې مخ راوګرځاوه او موسېده:
- اوس لاړ شه، ویده شه، سهار به معبد ته لاړ شو، وګورو چې ازل راته څه لیکلي دي.
آزر پاڅېد او هلته ویده شو، چېرته چې به له واده وړاندې ويده کېده، د سهار له راختو مخکې يې کوم لاس په ډېره مینه خوځوي، سترګې يې پرانستې، ګورې چې پلار يې سرته ولاړ دی ورته يې وویل:
- پاڅېږه ځان پاک کړه چې معبد ته لاړ شو.
آزر راپاڅېده، غسل يې وکړ، کله چې فارغ شو، پلار يې راغی سپينې جامې يې په ځان وې، له کوره راووتل، آزر ګډوری له پړي نیولی و، ناحور ګډوری ته وکتل او بیا په موسیدلي لهجه يې وویل:
- خدایانو په موږ څومره مهرباني کړې ده، زموږ نیکونو به ورته خپل بچي حلالول، خو په موږ يې رحم وکړ او راته يې وویل چې له عیبونو پاک څاروی قرباني کړئ؛ دا څومره مهرباني ده!
- پلاره ما يو تن ولیده چې شماش ته يې خپل زوی قرباني کړ.
- هغه د خدایانو نذر دی او باید بشپړ کړی یې وای.
- ما نذر منلی و که ایمتالي نجلۍ وزيږوله نو معبد ته به يې ډالۍ کړم.
- ته غواړې چې هغه کاهنه شي؟
- ماته د خدایانو اراده مهمه ده، که هغوی غواړې کاهنه دې شي، که غواړې سندرغاړې دې شي، که غواړې بدکاره دې شي، خو چې د دوی اراده وي.
- بس د خدایانو خوښه چې څه راباندې کوي.
معبد ته ننوت، ناحور د نانا، شماش او مردوخ مخې ته بخارۍ کېښوده، او د هرې بخارې شاته يې د کونځلو د شرابو څلور لوښي کېښودل، او همدا رنګه يې ډوډۍ او د کوچو او شاتو ګډ خواړه او لږه مالګه کېښوده، ناحور د نانا د سپوږمۍ خدای مخې ته اور پوه کاوه، بیا يې په لاس کې مجمر راواخیست او د خدای بت ته يې کتل او خپل اذکار يې شروع کړل:
- آزر ستا نوکر دی نو ای خدایه اجازه ورکړه چې تاته قرباني وکړي، او ای خدایه د خپل عزتمن مخ په خاطر ترې خوښ او راضي شه.
ناحور ګډوری د حلالکې لپاره په ځمکه څملاوه او لولي:
- دا ګډوری دي له آزر نه قربان وي، ګډوری يې دخپل ژوند په خاطر قربانۍ ته وړاندې کړی.... د ګډوري سر يې د خپل سر په بدله کې د هغه غاړه يې د خپلې غاړې په بدله کې .... د ګډورې سینه يې د خپلې سينې په بدله کې قربانۍ ته وړاندې کړې، ته يې قرباني قبوله کړه او خوښي وروبخښه.
ګېډه يې ورڅېرې کړه د ژوند رمز ځېګر يې ترې راوویست، په تلوسه يې ورکتل چې د خپلو خدایانو نیتونه وګوري چې څه يې ورته زيرمه کړي دي. د ناحور رنګ واوښت، آزر ورنیږدې شو، څو شېبې تېرې شوې، بیا يې وویل:
- ایمتالي ... ایمتالي..
آزر په ویره وویل:
- څه پرې شوي؟
- ماشوم زیږوي...نه، هغه نجلۍ نه زیږوي بلکې هلک زیږوي...داسې هلک چې نوم يې په اسمان پورې تړلی او د لوی شان څښتن دی.
آزر په ډېره تلوسه وویل:
- او پلاره نور څه وینې؟
- بابل ته ورغلې لاره په امن کې ده سبا نه بل سبا له قافلې سره لاړ شه.
ناحور تندی ترش کړ، او په مخ يې وېره خپره شوه، آزر ورړاندې شو او په بېړه يې وپوښته:
- پلاره نور دې څه وليدل؟... ماته ټوله خبره وکړه..... مانه څه مه پټوه.....
ناحور په دردېدلي غږ وویل:
- تکه توره وریځ د سپوږمۍ مخ پناه کوي... د نانا مخ، او نااشنا کسوف شماش نیسي، او خدایان نسکور راپريوځي.... دا مصیبت نازلیږي.....د باد غوندې شر دی....زموږ خدایان ورکیږي..... تر یو وخته ورکیږي.... او ته به يې پناه کوې.
ناحور چوپ شو او آزر وویل:
- نور په کې څه لیکل شوي؟
ناحور په نهیلۍ وویل:
- ځېګر سوړ شو، ژوند په کې نشته، نور په کې څه نه شم لیدلی.
دوام لري
 
بېرته شاته