لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( دریمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 د پلار او زوی پر مخ د غم او درد لړې راخپرې شوې، هغې لورې ته يې په ډېره عاجزۍ سترګې واړولې چې د خدایانو خدای مردوخ په کې له اوږدو غوږونو سره ولاړ و، زړونه يې په سینو کې درزيدل.

مردوخ په خپل ځای له اوږدو غوږونو سره ولاړ و، اوږده غوږونه يې د ژورې پوهې رمز و، سپيڅلې وسله يې په څنګ راځړېدلې وه، او ټول خدایانو په مشر ولی له اولې ورځې نیولی و.
ناحور د خدایانو مشر ته په ډېرې عاجزئ ورواړندې شو، سر يې ټيټ نیولی او زړه یې درزیږي، هڅه کوي چې خپل حواس راټول کړي، خو هغه څه چې يې د ګډې په ځيګر کې لیدلي شيبه په شیبه يې ړنګوي، د زړه له تله په ټول ایمان لولي:
- ای د بشر خالقه ای د خدایانو او کاهنانو واکداره، که مې د خدایانو په حق کې کومه تېروتنه کړي وي نو ماته زما ګناهونه وبخښې، زما شونډې یوازې په هغه څه وخوځېدې چې ما په ځېګر کې ولېد، او هغه څه مې ولیدل چې تا ترې زما لپاره پرده پورته کړه، که مې سترګو د شیطان وحې لیدلي وي، نو زماته بیا هم بخښنه وکړه، زه تاته له اخلاص نه ډک زړه ولاړ یم.د ناحور په مخ اوښکې وبهېدې، احساس يې کړه ګوندې له سینې څخه يې یو لوی غر لرې شو، بیا روان شو، زوی ورپسې شاته چوپ او حیران روان دی، د پلار د وړاندوينو تاویل ته په حيرت کې ډوب دی، د هغه خوب او د دې پيښې په اړه ترمنځ له تړاوه پاتې راغلې، پلار يې خوب ولید چې د ده له ملا نه یوه رڼا راوځي او ټول اسمان رڼا کوي، او اوس په ځيګر کې لولي چې بتان به يې پړمخې رانسکوروي.
۲
آزر ایمتالي د دوه لویو بتانو په پاملرنه کې پرېښوده، لومړی يې د لوی خدای مردوخ او بل يې د خدای نانا بت و، بیا روان شو څو هغې قافلې سره یو ځای شی کومه چې بابل ته روانه وه، باید د نیسان(اپریل) له میاشتې مخې بابل ته ورسيږي، څو دکال په اختر کې ونډه واخلي، د مردوخ کلیزه به لمانځل کیږي د نورو هېوادونو څخه به نور خدایان هم په دې اختر کې ګډون کوي، آزر په خپل خره باندې د اور بندر ته روان دی، د سیند غاړې ته استنادي دیوالونه جوړ شوي و، څو سیند ته نیږدې کورنه له سیلابونو وژغوري، له لرې نه يې د اور بندر ولید چې کيښتې په کې ولاړې وې، غنم، وربشې او کنځلې په کې بارېدې، بلې خوا ته نجاران لګیا و، نوې کيښتۍ يې جوړولې او زیانمن شوې يې رغولې، له ټول ښار نه دیوال راچاپیر و چې د سیلابونو له بغاوته يې وژغوري، په لاره روان دی، بندر پاتې شو، له لرې نه مقدس حرم راڅرګند شو، په دې حرم کې د خدایانو معبدونه جوړ شوي وو، سترګو يې یوازې دیوالونه لیدل خو د زړه سترګې يې کوټې، دهیلیزونه او هغه بتان ګوري چې ده په خپل لاس جوړ کړي او دسرو په ګاڼو پسولل شوي دي، تنګې کوڅې يې تر شا پريښودې او د شنغار په پراخه سیمه کې روان شو، په پټیو کې د غنمو طلايې وږي ځان ته له نظر وړاندې زړونه راکاږي، د ګډو او غواو رمې او د کجورو دنګو ونو نېږدې وه چې افق له سترګو پنا کړی وای، قافله یې په نظر راغله خپل خر يې چخ کړ، او هیله يې لرله چې په قافله کې يې کوم ملګری وي څو د سفر ترخه حس نه کړي، ځمکه د خپل خره د پښو لاندې رانغاړي، سر يې له فکرونو او زړه يې له تلوسې ډک دی، د خپل پلار وړاندوينه نه شي هیرولې، د ناحور او د ده ترمنځ تېرې شوې خبرې اترې لا تر اوسه له ځان سره تکراروي : " آزره پاک شوې؟ زویه کومه داسې ګناه خو به دې نه وي کړي چې خدایان په غوسه شوي وي ...؟ زه یو باوري فرمان منونکی زوی یم پلاره ....! چا لمر کسوف کړ او چا سپوږمۍ خسوف کړه؟! او هغه رڼا د څه شي وه چې ستاله ملا نه راووتله او ټول اسمان يې روښانه کړ؟!.. کیدای شي دا د شیطان وسواس او وحې وي...، زويه کله چې هم بابل ته ورسېدلې، نو مردوخ ته ورشه، يو چاغ خوسي ورته حلال کړه، په خشوع او عاجزۍ یې لمانځنه وکړه، څو درنه راضي شي، او زموږ ګناهونه وبخښي"
ذهن ته يې د خدایانو د لوی خدای مردوخ راغورځېدلې څېره انځور شوه، سر نه تر پښو ورپېده، سر يې څنډ واهه چې دا انځور ترې وباسي، خپل خر يې نور هم ګړندی کړ، څو قافلې ته ځان ورسوي، قافله په خلکو او څارویو خوځېدله، په قافله کې سپين ږيري، بوډې ګانې، ښځې او د هر پوړ خلک په کې موجود وو؛ "عامیلو" ازاد او دینکاري او دولتي چارواکي، او "مسکینو" د منځني پوړ خلک، او هغه غلامان هم موجود و چې د کجورو دانې به يې څارويو ته اوړه کولې چې ویې خوري او د خپل بادارانو غوټې به يې چلولې، آزر په قافله کې ورننوت، سترګې يې یوې خوا بلې خوا اړولې ګوندې څوک اشنا ملګري پيدا کړي، له ډېرو سره يې روغبړ وکړ، ډېرو ته وموسیده خو هغه څوک يې ونه مونده چې د لارې د اوږده سفر دوړې يې له زړه ووینځي، غږ يې واورېده:
- آزره.....آزره....
ژر يې د غږ لورې ته مخ وګرځاوه، ګوري چې خپل نیږدې دوست يې دی، د هغه په سترګو يې سترګې ولګېدلې، ورمنډې يې کړې، پرې غږ يې کړ:
- ګرانه لوجاله.... ته هم بابل ته ځې؟!
د لوجال شونډې په موسکا وسپړېدې او ويې ویل:
- که رښتیا ووایم له تګ مخکې ډېر زړه نازړه وم، له ځان سره مې وویل: " په بابل کې د نوي کال اختر داسې دی لکه په اور کې، خو په بابل کې پاچا په خپله راځي،او اور ته خپله نه راځي یوازې خپل لباس رالیږي چې استازیتوب يې وکړي.
آزر په ټول باور وویل:
- بابل د مردوخ پاکه او مبارکه خاوره ده.
لوجال وخندل او ویې ویل که زه خپل نظر ووایم غوسه کیږې خو به نه؟
- ويې وایه، خو چې خدایان په بدو یاد نه کړې.
- د شماش په معبد کې لمونځ داسې دی لکه د نانا په معبد کې، لکه د عشتار په معبد کې، لکه د مردوخ په معبد کې.
- نه نه، لوجاله دا درته چا ویل دخدایانو د مشر په معبد کې لمونځ د هغه د اتباعو او زامنو د معبدونو په څېر وي؟!
- ایا انلیل دخدایانو مشر نه و؟
- هو خو مخکې له دې چې د" نفر" په ښار کې نورو خدایانو نفې کړ.
- زه نه پوهيږم نورو خدایانو څنګه نفې کړې؟
- هغه مهال چې انسان لا نه و پيدا، او د" نفر" په ښار کې یوازې خدایان اوسېدل، هغه وخت انلیل د هوا خدای د ټولو خدای و،او ننلیل د ښار عذراء ګڼل کېده، او بوډۍ مور امنیې خپل لور د ښار کوم ځوان خدای ته واده کړه.
يوه ورځ مور خپله لور راوغوښتله او ورته يې وویل: 
- خوږې لورې د سیند پر غاړه لاړه شه او په پاکو اوبو کې ولامبه، او هغه غټې ځلیدونکې سترګې، هغه لوی انلیل چې په لاس کې يې د ټولو واک دی، هغه به دې هرومرو وویني او مینه به درسره وکړي.
ننلیل د خپلې مور سپارښتنې په ډېره خوښۍ ومنلې، په پاکو اوبو کې له لمبلو وروسته د سیند په غاړه روانه وه، نو انلیل پلار ولیدله او په ښایست يې مین شو، خپل ځان ته يې وغوښتله خو هغې انکار وکړ، په سیند کې يې یوې کيښتې ته یوړه او هلته ورسره په زور يو ځای شو، نو د سپوږمۍ په خدای سین امیدواره شوه، خدایان چې کله خبر شول ټول وويريدل، انلیل يې ونیو ورته يې وویل: فاسقه ژر تر ژره له ښاره ووځه.
نو انلیل ټيټه نړۍ ته لاړ، داسې نړۍ ته چې بيرته به راونه ګرځي.
- دا نو معقوله خبره ده چې انلیل دې دا حماقت کړی وی؟!
- هو کړی يې دی.
لوجال په ډېره احساساتي لهجه لګیا شو او لولي:
- انلیل مشر دی، د انلیل خبره اوس هم سپيڅلې ده، هغه رب چې هيڅکله خپله خبره نه بدلوي، هغه چې دواړه سترګې يې ټول اقانیم ویني، هغه چې لوړ نور يې د ښارونو په زړونو کې ځلیږي، ايا داسې ګناه کولی شي؟
- هو، څو خپل مصیر ته ورشي، ټيټې نړۍ ته، هغې نړۍ ته چې بیرته ترې نه شي راګرځېدلای، چې د بشر لپاره یو عبرت وګرځي.
- هغه انلیل چې د نورو مصیر ټاکې اوس خپل مصیر ته راګرځي؟! هغه انلیل چې ځواک او اراده او حکم يې په لاس کې دی اوس پرې ځواک واکمنیږي؟! هغه انلیل چې د ځمکې او اسمانونو ټول خدایان ورته له وېرې په سجده پراته وي اوس نورو خدایانو ته غاړه ږدي؟! هغه انلیل چې قوانین او پاک اصول يې د ځمکې په څېر محکم دي، څنګه داسې ګناه وکړي؟! د انیل وېرې اسمانونه نیولي دي، او سیوری یې په ټولو اقلیمونو باندې شوی دی، ویاړنې یې د اسمان زړه ته رسیږي هغه بیا په ګناه کې ورډوبیږي؟ هغه انلیل چې کوم خدای ورته له وېرې سم نه شي کتلی نو خدایان يې په ټيټه نړۍ کې څنګه ګوزار کړي؟! سامیانو دا ستاسې اسطورې دي چې پاچاهانو مو جوړې کړي څو ستاسې خدای مردوخ د نورو خدایانو خدای وګرځوئ.
- لوجاله نور نو چوپ شه، سومریه که ستا نظر همدا وي نو بیا ولې د مردوخ مزار ته ځې؟! او ولې ورته قربانئ کوئ؟
- زه د خدایانو د خدای زیارت ته ورځم او هغه خدای ته قرباني وړاندې کوم چې په اسمان کې دی، په لاس کې یې د ټولو د تقدیر لوحه ده، پروا نشته که يې نوم انلیل وي، که مردوخ وي، که شماش وي، که سین وي او که نانا وي، که انکی وي، او که د قضاء خدای ام تیات وي هغه چې تاسې ګومان کوئ چې مردوخ مخکې له دې مات کړ چې مطلق سیادت ته ورسیږي.
مردوخ ته د خپل پلار ناحور وړاندوینه په یاد شوه چې د مردوخ خدای په مخ کې يې د ګډې په ځيګر کې ولوستله چې ټول خدایان به پړمخې رانسکوروي، او دغه دی لوجال همدا شیبه د ټول خدایانو بې عزتي کوي، ایا دا به د هم هغې وړاندوینې تفسیر نه وي؟! نیږدې وه چې هغه نفسیاتې عذاب همدلته پای ته رسیدلی وای خو ذهن ته ېې ډېر ژر راغلل چې ګوندې کوم پوست غږ يې په غوږ کې لګیا دی او ورته وايي چې د لوجال په خبرو خو خدایان نه دي رانسکور شوي، که له نومونو یې انکاري شوی خو ټول مني د هغه په معبد کې قربانۍ کوي، هلته وینه توي او هلته لمونځ کوي.
قافله روانه ده او د تر شا یې اور الکلدانیه پرېښود، لوجال او آزر په خبرو بوخت دی، لوجال وویل:
- تاسې ولې وايي چې انلیل دافاحش کار وکړ؟
- ويې کړ خو جزا يې هم ولیده
- نه، زه دا تصور نه کوم چې خدای دې دومره کمزوری شي چې ګناه وکړی.
- باید دخدایانو شریعت پلی شي
- نو ستاسې الهي قوانین فاحشئ ته اجازه ورکوي؟
- ای سومریانو ستاسې قوانینو د خدایانو لپاره فحاشت تاید کړی دی، زموږ پاچاهانو کله هم د نانا سپيڅلې بغاوت قصه له ځانه نه ده اوبدلې، انانا ستاسې خدایګوټې وه چې له اسمانه او زمکې تېریده.
- ماته يې کیسه نه ده معلوم.
- خو ماته سمه زده ده، زما پلار ماته کیسه کړې، هغه باغوان چې ورسره ویده شوی و وایي:
- " يوه ورځ ، چې (ملیکه) له اسمانه تېره شوه، او ځمکې ته راغله، وروسته له هغې چې يې د "عیلام" او "شوبیر" هېوادونه وکتل نو سپيڅلې سرکښه" انانا" یو باغ ته ورلنډه شوه، له ستړي سفر وروسته یې سترګې پټې شوې، یوې څنډې ته باغوان ولیدله، نو ورسره ویده شو او ښکل یې کړه، کله چې سهار شو او لمر راوخوت، نو "اناانا" راويښه شهو او پوه شوه چې څه ورسره شوی، له وېرې اوتره شوه، او تصمیم یې ونیوه چې خپل غچ واخلي، نو د ښار ټول کوهیان يې له وینې ډک کړل، په ښار کې يې ټولې ژورې او باغونه له وینې ډک کړل، مریان چې په لرګیو پسې لاړل نو له وینو پرته به يې نور څه نه څکل، وینځې چې به ګودر ته په اوبو پسې لاړلې خپلې ژۍ به يې له وینو ډکې کور ته راوړلې، ویې ویل هرومرو به هغه څوک پيدا کوي چې له دې سره یې زنا کړې"
لوجال سر وڅنډه او ویې ویل:
- زما عقل دا نه مني چې خدای دې په خدایګوټې جنسي تجاوز وکړي، او یا دې بشر له خدایګوټې سره جماع وکړي.
- دخدایانو ارده باید پلي شي، کله چې د مردوخ مخې ته ودرېدې نو ترې وغواړه چې له زړه نه دې شک ووینځي.
- همداسې به وکړم.
دوام لري
 
بېرته شاته