لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( څلورمه برخه )
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 کله چې آزر د خپل ملګرې په څېره کې د شک نښې ولیدلې نو په ټول صدق يې وویل:

- لوجاله کوښښ وکړه چې د ټيټې نړۍ څخه ځان وژغورې، هغه نړۍ چې بېرته ترې راختل نشته.
قافله ګړندې شوه، له لرې نه یو برج څرګند شو، یو تن وویل:
- د عشتار برج خو راښکاره شو.
یو تن په خوښۍ وویل:
- د اوروک ښار دی، له مازیګر وړاندې ورننوځو.
آزر لوجال ته مخ راوګرځاوه او ويې ويل:
- عشتار العطوف د خوندونو خدای دی، زموږ د سین خدای لور او د شماش خدای د رڼا خدای خور ده، دا په سهار کې نرینه خدای او په مازیګر کې ښځينه خدای دی.
لوجال له ملنډې نه خپله شونډه په غاښ کېکاږله او ویې ویل:
- دا نو د شپې د خوندونو خدايګڼه ده، بس زه خو يې نن شپه د مخلصو بندګانو څخه یم.
آزر د خپل ملګري په سترګو کې د ملنډو او مسخرو نښې ولیدې، نو ورته يې وویل:
- دا ملنډې دې نور بس دی، وېريږم چې ستا په سر به خدایان په موږ کومه ټکه راپريباسي. لوجاله زما نصیحت واوره او بیرته اور ته وګرځه، بېځایه خپل ځان ستړی کوي او په زړه کې دې زره ایمان هم نشته.
- زه خدایانو ته ځم چې ورته زارۍ وکړم، ایمان مې زړه کې ځای شي، په دې پوه شه آزره هغه څوک ډېر بدبخته دی چې زړه کې يې ایمان نه وي.
قافله د عشتار له دروازې ننوته او د اوروک په کوڅوک کې روانه شوه، هغه معبد ته يې مخه کړه چې د غره په څوکه ودان شوی و او برجونه يې نیږدې اسمان ته رسېده، قافله د معبد انګړ ته ورسېده، ځينو ورمنډې کړې چې د خدایانو مجاورانو ته ، غنم، وربشې، کنځلې، اينځر او کجورې ورکړي. ځينې عشتار ته وختل چې لمانځنه يې وکړي او قرباني ورته وړاندې کړي، خلکو د معبد سپيڅلو زناکارو ښځو ته کتل چې معبد ته په ورغلې لار کې يوې خوا بلې خوا ناستې دي او خدایانو ته د خونه زړي سوځوي.
آزر لوجال ته مخ راورګرځاوه او ورته يې وویل:
- دا نو هغه ښځې دي چې عشتار سړیو ته په لاس ورکړي دي.
آزر په خپلو فکرونو کې ډوب و، د لوجال خبره يې وانه ورېده، هغه ایمتالي امیدواره پريښې، وروستۍ میاشتي يې دي، که نجلۍ وزیږوي نو معبد ته به يې ورډالۍ کوي، يوه ورځ به يې لور د همدې سپيڅلو زناکارو ښځو په څېر ناسته وی. نه.... دا سپيڅلې رنډۍ درې طبقې دی: کزریت، سانهات او حریماتو، په لومړۍ ورځ چې يې نذر ومانه هیله یې وکړه چې لور یې په لومړۍ طبقه کزریت کې راشي، هغه سپيڅلې رنډې چې په ټول عمر به یو ځل له هغه نرینه سره څملې چې ترې غوښتنه وکړي، او بیا به کاهنې کیږي، کټ مټ لکه د اور د لوی کاهن لور، هغه هيڅکله دا تصور نه و کړی چې لور دې يې د حریماتو په طبقه کې راشي.
ټولې سپيڅلې رنډۍ په معبد کې اوسیږي او په " باجوم" کې پاتې کیږی. ټولې د هوس لورګانې دي، خو دکزریت، سانهات او حریماتو ترمنځ ډېر توپير دی!
لمانځنې او مراسیم پای ته ورسېدل، نرینه او ښځینه ټول له معبد نه راکوز شول. سړیو هغه سپيڅلو زناکارو کې سترګې خښې کړې چې خدایانو ته يې په لارو کې د زیتون زړي سوځول، تر مخې يې تیریږي او هرې يو ته د خریدار په سترګه ګوري، او چې چا ته د کومې ښکلا خوند ورکړي نو په لمنه کې يې يوه څو ټنګې وروغورځوي، او هغوی ورپسې روانې شي.
لوجال هم هغې نجلۍ ته څو ټنګې وروغورځولې چې لوجال ته يې په ډېر سوځونکې نظر ورکتل، نجلۍ پسې روانه شوه او آزر په منډه خپل خره پسې ورغی، لږه شیبه وروسته لوجال خپل ملګري آزر ته راغی او په ډېره احساساتي لهجه يې ورته وویل:
- زما مېرمن امیدواره ده او ما نذر منلی که يې نجلۍ وزیږوله نو معبد ته به يې وربخښي.
لوجال په مسخره امیزه لهجه وویل:
- بیا خو به يې درنه د میړونو شمېر هم ورک شي.
آزر په دفاعي توګه وویل:
- څوک چې معبد ته ځان وقف کوي په اصل کې خپل جسد خدایانو ته قرباني کوي، نو د هغې قرباني د هغه چا له قربانۍ څخه غوره ده چې يا ګډۍ او یا هم غوايي قرباني کوي. هدف يې د شهواني غریزي له مړولو څخه لوړ دی، که يوه ښځه نا اشنا سړي ته خپل ځان وړاندې کوي دا خو د خدایانو په مذبح کې وړاندي کیږي، او کله چې له دې قربانۍ څخه فارغه شي، بیا نو د غره په کچه سرو باندې هم نه تیروځي.
- دا سوداګري ده، دا ډېره ګټوره سوداګري ده چې شتمن يې کوي، څو يې زیرمې ته يو څو ټنګې ورزیاتي شي، دوی په خپلو وینځو باندې د مردګاوۍ له لیارې سره او سپین زیرمه کوي.
- دا د دین قانون دی، که نه د معبدونو کاهنانو به هیڅکله دا چټلي نه وه منلې، که د خدایانو رضا او خوښه نه وای.
- د معبدونو کاهنان او مجاروان خو تر ټولو زیات شتمن خلک دي، دوی له دې سوداګرۍ څخه ډېر راضي دي؛ ځکه چې خزانې يې له سرو او سپينو څخه ډکیږي.
آزر په غوسه وویل:
- لوجاله ته فاسق يې، ته په هیڅ هم نه پوهیږې.
لوجال موسکی شو او ویې ویل
- خو زه حریماتو له تانه ښې پيژنم.
بیا يې له ځان سره په زمزمه وویل:
- له حریماتو سره واده مه کوه؛
چې د میړونو شمار به يې درنه ورک شي،
ځکه چې دوی په سختیو کې ستا ملا نه تړي
او په قضیو کې درباندې دروغ تپي،
او درناوی او احترم خو بیخې نه لري،
بې له شکه کور ورانوي، ترې ویې باسه،
دا ښځې په هر نااشنا سړي کې سترګې خښوي
هر کور ته چې ننوځي ړنګوي يې، او چا چې ورسره واده وکړ نو هيڅکله به کامیاب نه شې.
 
بېرته شاته