لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( پنځمه برخه )
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 په شنه سهار قافله په شنو پټیو کې روانه شوه، په لاره کې يې په هغه چا سترګې ولګیدلې چې خلکو ته يې د ځمکو بریدونه ټاکل او د خدایانو له خوا یې پر ساتنې ټنیګار کاوه، او هغه بزګر يې ولیدل چې د خپلو پټیو په دواړو غاړو پراته ونډونه يې پاکول، د امیرانو پر ځمکو تېر شو چې بندیانو او مالکانو يې په کې په ګډه کار کاوه. څوک ویالې تشوي، څوک غنم ریبي، څوک درمند کوي او څوک اس ګآډۍ جوړوي.

په للمو او سوکړه ځمکو تېر شول چې خلکو ابادولې او خولې پرې راماتې وي، للمې چې به چا ابادې کړې هغوی به يې مالکان کېدل، کېښتیو د ودانۍ خام توکې. لرګي، ډبرې او نور معدني توکې انتقالول، د ښار په څنډو کې به تشېدې او له هغې خوا به يې غله رانقلوله.
قافله د شورباک ښار "د نوح ښار" ته ورسېده، هغه ښار ته چې وګړي يې ټول بېلارې شوي وو، نو الله پرې په قهر شو او نوح ته يې امر وکړ چې کيښتۍ جوړه کړي، او مومنان له ځان سره واخلي، بیا طوفان راغی او پاتې ټول انسانان يې غرق کړل.
قافلې په معبد کې واړول او خلکو د طوفان په اړه چې نه پيړۍ وړاندې راغلی و خبرې پیل کړل، طوفان یو حقیقت و، خو خلکو يې په اړه له ځانه ډېرې کیسې اوبدلې وې.
- خدایانو فیصله وکړه چې د بشر مفسدان هلاک کړي، نیکان يې ترې په کيښتۍ کې سپاره کړل، څو په پاکو سیمو کې خپل کورونه ودان کړي، او د عبادت لپاره معبدونه جوړ کړي.
طوفان اوه شپې او وه ورځې سر په سر روان و، ټوله سیمه په اوبو کې ډوبه وه، کيښتۍ په طوفانې اوبو کې سرکښو څپو یوې خوا او بلې خوا ټيله کوله او پرمخ روانه وه، د لمر خدای راڅرکند شو، هغه خدای چې رڼا يې ځمکه او اسمانونه نیولي وو، او زیو سدرا"نوح" د لويې کيښتۍ یوه کړکۍ خلاصه کړه،او د لمر خدای په کې خپلې وړانګې راښکته کړې، نو زیو سدرا خدای ته په سجده پریوت او يو غوایی او پسه يې قرباني کړ.
- له طوفانه وړاندې ځمکې ته پاچاهي نه وه راغلې.
- هو راغلې وه، خو تاج او تخت ځمکې ته د پاچاهۍ د رمز په توګه راغلي وو.
- نو خدای ولې په بشر باندې په غوسه شو، سره له دې چې ده پاچاهي رالیږلې وه او د پاچاهانو لپاره يې قوانین او عبادات ټاکلي و؟
- ځکه چې پاچاهان له اسماني لارې بېلارې شول، خپل ملت يې په ګمراهۍ کې ډوب کړ، نو بیا خو اسمان ته په کار وه چې مداخله وکړي او له مفسدینو ځمکه پاکه کړي، او واک يې نیکو بندګانو ته ورکړي.
لوجال آزر ته مخ راوګرځاوه او ويې ویل:
- خدایانو داسې شرارتونه وکړل چې د انسان په شرارتونو د پاسه و، وینې یې تویې کړي، بې عفتي يې واړولې، له انسانانو سره څملاستل، دوی خونړۍ خدایان وو، نو څنګه يې ځانونه هېر کړل او بندګان يې محکوم کړل؟
آزر په منډه پاڅېد او ويې ویل:
- لوجاله بس زما او ستا نوره ونه شوه.
ترې جلا شو او د خپل پلار ناحور هغه غږ يې په غوږونو کې وشرنګېده، چې د ګډې په ځېګر کې يې لیدلی و، د خدایانو د پړمخې راغورځېدو وړاندوینه، زړه يې ودرزېده، رنګ يې ژیړ شو هسې نه چې خدایان پرې همدا شیبه کومه ټکه راپرې نه باسي.
3
- بابل.... د الله باب(دروازه).....الایساجیل... د مردوخ معبد دی....
د خوښيو او خوشالیو چېغو فضا ونیوله، خلک د خدایانو خدای مردوخ مزاز ته راورسېدل، بابل ته راورسېدل، د دیوالونو په سرونو لوړ برجونه ښکاره شول، د بابل لوړ برج ښودله چې دا د لوی مردوخ مزار دی.
سړي، ښځې، مریان او وینځې د سیند پر غاړه په ډېره عاجزۍ او قوي ایمان وروان دي، تر دې چې لوجال هم خپل سر وڅنډه او په ډېره عاجزۍ او وېرې د مردوخ د مزار په لور روان شو، آزر لوجال ته مخ راواړوه او ویې ویل:
- ایساجیل ته له ورتګه وړاندې باید یوه قرباني راونیسم.
- ما خو له اور نه په کيښتۍ کې خپله قرباني راوړله او ډېر خلک همداسې کوي.
- نو په هغه مصرف خو دلته بله کیږي.
- موږ ورسره د سپينو زرو په درې شاقله(1 ) موافقه وکړه چې درې غوایان او شپيته ګډې به راته راوړي.
- يو سفر په درې شاقله؟!
- موږه لویه کيښۍ کرایه کړې ده.
- او هو دومره لویه کيښتۍ خو له شل شاقله نه په کمه نه ځي.
- آزره اوس موږ د سفرونو په موسم کې یو، د انتقال قیمت لکه د وربشو د قیمت په څېر دی چې په کال کې بدلیږي رابدلیږي، د لو په موسم کې د وربشو قیمت ټيټ وي، خو د موسم په پای کې ډېر لوړیږي، همدارنګه د مالونو انتقال د کال په پيل کې چې بابل ته د راتګ ورځې دي ټيټ وي.
آزر د خپل جیب نه د سرو سیکه راوویستله او ویې ویل:
- غواړم چې دا په سپينو واړوم.
- نن د سرو یو شاقل د سپينو د سل شاقلونو سره برابر دی.
آزر وویل:
- خو په اروپا کې د سرو یو شاقل د سپينو په یولسو بدلیده.
لوجال موسکی شو او ویې ویل:
- آزره اوس د موسم شپې او ورځې دي، د لوی خدای په لاره کې د سپينو یو شاقل څه ارزښت دی، دا ټنګې چې ته يې لرې، ټولې د لوی خدای برکت دی او د هغو بتانو برکت دی چې په خپل لاس یې جوړوې.
- بېشکه چې خدای زما په ګوتو کې دا برکت اچولی دی چې د خدایانو د لوی خدای بت ورته د لوی اختر لپاره جوړ کړم.
- زه بندر ته ورځم چې خپله غوټه او مالونه تسلیم کړم.
- غوټه دې؟
- ما په کيښتۍ کې لږې وربشې هم رابار کړي دي، وربشې خو په هر وخت کې لکه سره او سپین خو په اختر کې بیا له سپينو غوره دي، وبه يې پلورم او بیا به پرې ځان ته یوه وینځه راونیسم.
لوجال یوه شیبه غلی شو، بیا يې وویل:
- یاره له اختر وروسته ډېرې ښکلې وینځې بازار ته د پلور لپاره راوړل کیږي.
تصمیم يې ونیوه چې بندر ته په خپلو غوټو او مالونو پسې ورشي، خو آزر ته يې مخ کړې او ويې ویل:
- بیا دې چېرته پيدا کړم؟
- له قربانۍ وروسته "اوریجاللو" ته ځم.
- وبخښه هېر شوي مې و چې ته د "اوریجاللو" میلمه يې، درته دې مبارک وي، د لوی کاهن مېلمانه خو په معبد کې په پراخه زړه ګرځي.
آزر په ډېر غرور وویل:
- تر څو چې په بابل کې یو، نو د خدایانو د خدای مېلمانه یو.
لوجال او ورسره ملګري یې بندر ته د خپلو مالونو د تسلیمدو په خاطر روان شول، ځينې نور د لوی خدای مردوخ ښار ته راروان دي، یو دینپوه لګیا دی د پاچا قصیده زمزمه کوي، او وایي چې څنګه مردوخ د فضاء په خدای کامیاب شو:
د "تیامات" سمندر اوبه د "ابسو" له سمندرګي سره څنګه ګډې شوې،
له همدې ګډونه ټول خدایان وزېږېدل،
سمندرونه د دوی په پيدايښت خوښ نه شول...نو هوډ يې وکړ چې ټول له منځه یوسي.
تیامات مور د خپلو بچیو په واړندې کرکجنه شوه،
د ټولو مور د ټولو مخلوقاتو مور،
خپلې نه خمتیدونکې وسلې یې راټولې کړې، ښارمان يې وزېږول، تېره غاښونه يې وو، هيڅ رحم يې نه پيژاند،
په بدنونو کې یې وینه په زهرو بدله شوه،
بلاګانو د وېرې جامې واغوستې،
او ښامارانو او نورو خوړونکو ژویو ته يې د مخکې تګ امر وکړ،
خوړنکي ژوی، لړمي انسانان، غړمبیدلي سپي،
د بلاګانو په لیدو د خدایانوزړونه بوټ ووتل،
لوی مردوخ راغی او ویې ویل، زه " غچ اخیستونکی یم
زه به تیامات په زولنو وتړم چې تاسې ژوند وکړئ"
جګړه ونخښته، مردوخ په تیامات کامیاب شو.
دخدایانو په منځ کې مردوخ ته تاج په سر شو، او د ټولو پاچاهانو پاچا وټاکل شو، فاتح مردوخ هوډ وکړ چې خپله وینه په خاوره کې ګډه کړي څو ترې انسان وزيږوي.
(1)یو شاقل ۴۲۰ګرامه کیدل.
دوام لري
 
بېرته شاته