لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( شپږمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 قافله په قلعه باندې سپيڅلې لار ته کوزه شوه، د خلکو سترګې د عشتار په دروازه ولګېدلې ډېره ښکلې وه، په ډېر تعجب يې ورکتل؛ له خښتو جوړې دوه لوړې ودانۍ وې، هرې ودانۍ يوه دروازه مخې او بله شاته درلوده، په منځ کې يې برنډه وه، په افقي شکل يې دروازه د حیواناتو په انځورونو ښکلې شوې وه، تقریبا پنځه سوه اویا انځورونه وو، په طبیعې رنګونه رنګ شوې وه چې د خلکو زړونه يې ځانه ته راښکل.

قافله سپيڅلې لار ته ووته، دغه لاره په د مرمرو په ډبرو پوښل شوې وه، دواړه خوا يې دیوالونه و چې پلنوالی يې اوه متره ته رسېده، لوړ برجونه پرې ولاړ و چې پرې د خوړنکو ژویو نقاشي شوې وه، داسې ښکارېدل ګوندې په هغه چا د حملې نیت لري چې غواړي دغه حرم ته په زور ننوځي.
د دغه ودانۍ دیوالونه په مساوي ډول جوړ شوي وو، څلور کنجه ستنې په کې ولاړې وې، خلک د برونزو له دروازې منځنۍ برخې ته ننوتل، د برنډې په پای کې کیڼ اړخ ته د مردوخ هیکل ولاړ و؛ دا چې څنګه پرې د خلکو سترګې ولګېدلې، پر دعاګانو شونډې وخوځېدې، خلکو په ټيټ غږ وویل:
- قدس اقدس دی.
هڅه يې کوله چې دننه ورشي او خپله عاجزي د مردوخ مخې ته تمثیل کړي، خو یوازې امیرانو او کاهنانو ته د ننوتلو اجازه ورکول کېده، آزر یوې خوا بلې خوا وکتل، د قدس څخه د باندې يې د سرو زرو مسلخ په نظر ورغی، تر څنګ يې بل لوی مسلخ و چې خلکو په کې مالونه قرباني کول، خپله مېرمن ایمتالي او په خېټه يې هغه ماشوم وریاد شو چې لا تر اوسه يې رڼا نه ده لیدلې، پسه يې راونیوه، کاهنانو ته يې وړاندې کړ چې حلال یې کړي څو يې په مېرمن او نوي مولود کې برکت واچوي.
آزر سپيڅلې لار ته راستون شو، بیا شمالي لوري ته وګرځېد، چېرته چې "الزفوه" پرته وه، دا ودانۍ یوه د بلې د پاسه جوړه شوې وه، دا د هرم په شکل ودانه شوې وه، مربع الشکل قاعده يې درلوده چې د یوې ضلعې اوږدوالی يې 370 متره وه، په منځ کې يې یوه بله مربع وداني وه، د ضلعې اوږدوالی يې 170متره و، د پاسه پرې بله وداني وه، د هغې د پاسه بله وه ان اته ودانۍ سر په سر جوړې شوې وې.
آزر غوښتل چي د سر ودانۍ ته وخيژي، پوړيو ته راښکته شو چې دائروي شکل جوړې شوې وې، کله چې د ودانۍ نیمایي ته ورسېد، يوه کوټه په کې وه څو خلک په کې له ستړيا نه خلاص شي، آزر په کې کیناست چې دمه شي، ډېر ژر يې په سر کې د خپل پلار ناحور وړاندیونه وګرځېده: " آزره ته ډېر برکتي يې، زویه ته به ستر مقام ولرې، خوب کې مې ولیدې چې له ملا نه دې نور راپورته کیږي او ټول اسمان نیسي... زویه زما نصیحت واوره، خپلو خدایانو ته هره ورځ قرباني، منخښتې او لمونځونه کوه..." نو انتظار يې پای ته ورسېد، باید د خدایانو خدای ته ځان ورسوي او قرباني ورته وړاندې کړي او عود ورته لوګی کړي، خدایان په اسمان کې دي او څومره چې بره خیژي همدومره ورنیږدې کیږي.
آزر راپورته شو او پوړیو کې پورته روان شو، کله چې وروستۍ ودانۍ ته ورسېد، یو لوی هیکل یې ولید چې سینګار شوی تخت په کې پروت دی، څنګ ته يې د سرو زرو دسترخوان هوار دی، په دې پوهېده چې دلته به يوازې خدایان هغې نجلۍ ته د پاتې کیدو اجازه ورکوي چې له کلي نه خپلو همزولو سره راغلي وي او دوی يې وټاکي، هوډ يې وکړ چې د لمر پریوتو څخه مخکې لمونځ وکړي، مخ يې وګرځاوه، مردوخ يې ولید ژر ورته په سجده پریوت، زارۍ ورته کوي او په مخ يې اوښکې روانې دي:
- ای زما خدایه ته هغه يې چې زه دې وزيږولم، نو ماسره له تیارو څخه رڼا ته په راوتلو کې مرسته وکړه، ماته بخښنه وکړه، هوښیارانو څه ښه ویلي چې داسې ماشوم لا نه دی زیږېدلی چې ګناه يې نه وي کړي.
معصوم ماشوم له پخوا نه وجود نه دی لیدلی،
خدایه! ای زما پلاره چې زه دې وزیږولم،
زما په ایمتالي کې برکت واچوه، چې زما حاضر او مستقبل دواړه ده،
او په خيټه يې نذر ومنه، که يې جینۍ وزیږوله،
نو زما په لور کې زما ژغورل دي،
او که د ایمتالي په خيټه هلک وي،
نو ای خدایه ته په کې برکت واچوه، او په خپلو نوکرانو کې يې وشميره،
له خپلو کاهنانو څخه يې وګرځوه، زما د پلار د خوب تعبیر يې کړه،
هغه خوب لیدلی چې له ملا نه مې رڼا راوځي او ټول اسمان رڼا کوي
ناڅاپه يې د خپل پلار وړاندوينه په یاد شوه چې ټول بتان پړمخې راغورځوي، نو سلګۍ يې کړي او ويې ویل:
- زما خدایه ، زما هغه پلاره چې زه دې وزيږولم،
که موږ ته په غضب يې نو موږ دې له غضبه وساته،
موږ ته هغه وحې کړه چې ته پرې خوښ يې، 
موږ دې منونکي یو، تاته خپل ځانونه هم قربانو،
زما خدایه ای زما هغه پلاره چې زېږولی دې یم،
زموږ په عملونو کې برکت وچوه چې زموږ د سترګو تور دي،
زموږ اعمال قبول کړه، زموږ زړونه پاک کړه، هدایت راته وکړه، سینې مو پراخه کړه، او په نوراني ملائکو موملاتړ وکړه.
آزر لږ ارام حس کړه، راپاڅېده او په پوړیو کې ښکته خوشاله زړه راروان شو، د کاهنانو مشر "اوریجاللو" ته ورغی، هغه په کوټه کې کیناوه چې د خدایانو د لوی خدای په اختر کې ګډون وکړي.
آزر يې په کوټه کې معتکف شو، لمونځونه کوي، او د خدایانو مشر ته سوال کوي چې د خپل بت په جوړلو کې توفیق ورکړي.
دوام لري
 
بېرته شاته