لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهيم عليه السلام ( اومه برخه )
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 د نیسان میاشت پیل شوه، سپيڅلې لاره په خلکو ډکه شوه، خلک د بابل له څنډو هم راورسېدل، سیمه په دعاګانو وګوڼېده:

- ای زما خدایه! زما کلا! ماته بخښنه وکړه، په موږ مهربانه اوسه، ای خدایه ماته عفوه وکړه..
ای خدایه زما عاجزۍ ته وګوره ، بېشکه چې ته زما پلار يې، او ستا ته زما ګناهونه بخښي.
د معبد په څنډو کې د دعاګانو غږونه راګرځېدل،له سترګو اوښکې روانې وې، خلک دروازې ته ولاړ و چې "اوریجاللو" ورته د ننوتلو امر وکړي.
د نیسان اوله تېره شوه، په دوهمه ورځ سهار وختي "اوریجاللو" له خوبه راويښ شو، د سنید په اوبو کې يې ځان پاک کړ، د کتان جامې يې واغوستې، او قدس الاقداس ته يوازې روان شو. هغه د سرو زرو تاخت ته ور روان شو چې مردوخ په کې ايښودل شوی و، ورغی د زړه له تله یې دعا وکړه، بیا راووت دروازې يې خلاصې کړې، ساحران او سندرغاړي ورننوتل. عود لوګیا شول او د سندرغاړو خواږه غږونه راپورته شول، ساحرانو خپلې ټوټکې وکړې، مردوخ ته يې قربانۍ او شراب وړاندې کړل.
دغه ورځ هم تېره شوه، په بله ورځ يې," اوریجاللو" د لومړۍ ورځ په څېر عمل وکړ، له لمر لویدو درې ساعته وروسته يې په درې بت تراشو او جولا ګانو پسې سړی واستوه چې د خدای دوه بتان ورته جوړ کړي، آزر او ملګري يې راورسېدل، آزر د بت په جوړولو بوخت شو، په ډېر هیجاني ډول یې پيل وکړ او هیله لري چې خدایان يې له کاره خوښ او راضي شي.
د غرمنۍ وخت راورسېد، آزر ته د ګډې سینه وړاندې شوه، په بیړه يې خوري چې خپل کار بشپړ کړي.
آزر د مردوخ اوږده غوږونه چې د حکمت او پوهې رمز او سمبول و جوړوي، او د زړه په ژورو کې یې د خدایانو د خدای هغه حکیمانه خبرې شرنګیږي چې د خدایانو په منځ کې يې د خدایانو د مشر د ټاکل کېدو پرمهال کړې وې"ای زویه! ته په څه نه پوهيږې، زه کولی شم پرې پوه دې کړم؟ زه چې څه پوهېږم په هغه ټولو به ته پوه شې".
آزر مردوخ ته په ډېره عاجزۍ دعا کوي او بت يې جوړوي:
- ای زما خدایه، زما په کار کې برکت واچوه، مانه يې قبول کړه چې په کې زما د سترګو یخوالی دی.
او آزر په هغه مار ورټيټ شو چې مردوخ په کیڼ اړخ کې یې جوړاوه.
وخت تيریږي او آزر د بت په جوړونه کې داسې ډوب دی چې شا او خوا هيڅ نه ویني، کله چې بت بشپړ شو، نو زرګر ته يې وسپاره چې په سرو او قیمتي ډبرو یې ښکلی کړي، او بیا سرې جامې ورواغوندې او له ملا نه يې د کجورو د پوستکي کمربند تاوکړي.
څلورمه ورځ راورسېده، د پټې ناستې ورځ، ((اوریجاللو)) قدس الاقداس ته ورننوت او په کې پاتې شو، دا نو د سهار له راختلو څلور ساعته مخکې و، یو ساحر د معبد په پاکولو بوخت شو، د فرات او د جلې د سیندونو اوبه پرې شیندي. 
وخت تيريږي، لمر راوخوت او په راختلو يې دوه ساعتونه تیر شول، بل ساحر راغی د معبد په پاکولو بوخت شو، د وریجو په تیلو د دروازې پلې غوړوي، او دیوالونه د هغه ګډې په جسم پاکوي چې همدا شیبه يې تورزن سر پرې کړی دی، دوه تنو ګډه او د هغې سر له انګړ نه راوویست، د فرات سیند ته يې ګوزار کړ، او دوی دواړه د سپيڅلې ښار نه د باندې پاتې شول، د اختر له تېریدو وروسته به ښار ته ورننوځي، ځکه چې دواړه قربانۍ چټل کړي دي.
د کاهانانو مشر په قدس الاقدس کې پاتې شو، تر څو د معبد پاکېدل ونه ویني او چټل نه شي، کله چې د معبد د پاکېدو مراسم پای ته ورسېدل، نو ((اوریجاللو)) له درې بجو وړاندې راووت، خپل غوره تابع نوکران يې راوغوښتل، بیا زېرمې ته لاړ چې " طلايي اسمان راوړي"
په سپيڅلې لار کې چېغې پورته شوې او د سپيڅلې ښار په څنډو کې بدرګه کېدلې:
- پاچا دی.... پاچا دی.
پاچا په سپيڅلې لار کې د خپل لوی کاروان سره راروان دی او کاهنانو د خپلو سیمو بتان رابار کړي دي. کاروان د مبعد مرکزي انګړ ته ورسېد، پاچا پاتې شو او پاتې ټول خلک له انګړ نه روان شول، کله چې پاچا یوازې شو، د کاهنانو مشر((اوریجاللو)) له قدس الاقدس نه ورووت، له پاچا نه يې پاچاهي رتبي او لباس، امسا، حلقه، او غاښ لرونکې لکړه او تاج واخیستل، ټول یې د مردوخ مخې ته په میز کیښودل، د پاچا خوا ته ورغی او په مخ يې وواهه، بیا يې قدس الاقدس ته بوته چېرته چې لوی خدای ولاړ و، د پاچا غوږ يې کش کړ، رکوع يې پرې وکړه، پاچا په ډېره عاجزۍ سر ټيټ کړ او بیا يې تلاوت پیل کړ:
- ای د ځمکې سرداره ما هيڅ ګناه نه ده کړې، ستا د خدای په شان کې مې بې غوري نه ده کړې.
ما بابل نه دی ړنګ کړی او نه مې يې د بې اتفاقۍ امر کړی دی.
ما د ((ایساجیل)) ارکان نه دې لړزولې، او نه مې د هغه مذهبي مراسم هیر کړی دي.
ما ستا زائرین پرمخ نه دي وهلي، او نه مې ذلیل کړي دي.
ما بابل ته ډېره پاملرنه کړې او د هغه دیوالونه مې نه دي ړنګ کړي.
((اوریجاللو)) پاچا ته وویل:
- مه وېریږه . تا به تلپاتې برکتي کړي، دښمنان به دې دړې وړې کړي.
پاچا له هیکل نه روان شو، ((اوریجاللو)) ته په درنو ګامونو او خندني مخ ورغی، هغه د پاچا ټول شیان چې مردوخ مخې ته ايښي وو، بیرته راوړل، پاچا ته يې تاج په سر کړ، لکړه يې لاس کې ورکړه، حلقه او غاښونه لرونکې امسا يې وروسپارله او دوهم ځل يې بیا پرمخ ووهه. د پاچا له سترګو اوښکه ونه څڅېده، په سیمه باندې چوپتیا واکمنه شوه، دا خو ډېر بد فال دی، دا خو د دې نښه ده چې خدایانو د پاچا لمونځ نه دی قبول کړی او نه يې د هغه قرباني قبوله کړې ده، پرې غوسه دی او دا کال به پر پاچا او هیواد د ګناه کال وي.
له لمر لویدو نه وروسته ((اوریجاللو)) څلويښت درمې راوړې،د خرماوو په پټۍ يې وتړلې،د معبد د انګړ په منځ کې يې په يوې کنده کې واچولې، شات، کوچ او تیل يې ورواړول، بیا يې ورته يو چاغ خوسۍ حلال کړ، خواته يې یوې بلې درمې ته اور واچوه، او دغه درمو ته يې وړاندې کړ، اور بل شو. د مردوخ په انګړ کې د اختر اومه ورځ پاچا ته په جامو اغوستلو کې تيره شوه، همدغه شیبه کې سندرغاړو، سندرې ویلي عود په اور باندې اچول کېدل او راهبانو لمانځنې کولې.
په اتمه ورځ پاچا او کابینه يې له اوریجاللو سره یو ځای قدس الاقدس ته ورغلل، پاچا د خدای بت رابار کړی دی، پاچا یوازې حق لره چې بت په خپل تخت باندې کېږدي، له پاچا سره ډله روانه ده، کله چې د معبد انګړ ته ورسېدل، مردوخ د پردو په منځ کې کېښودل شو.
په سپيڅلې لار کې شور ماشور جوړ شو، دا نو د بابل د خدایانو کاروان دی. راروان دي چې لوی مردوخ: د سین خدای، د عشتار خدای، د ننجر خدای او نورو لسګونو خدایانو ته خپله مینه وړاندې کړي. کاهنان لمانځنې کوې او خلک په ډېره مینه او هیله سوال او زارۍ کوي، د اسمانونو دروازې د دعا د استقبال لپاره پرانستل شوي دي. دا د ژوند خطرناکې شیبې دي، په دې مبارکه ورځ کې د ټول کال اقدار ټاکل کیږي.
ټول خدایان د معبد مرکزي انګړ ته ورسېدل، په دعاګانو باندې ژبې وخوځېدې، سندرغاړو سندرې پیل کړې او خوشبویانې لوګی شوې، اوښکې په اننګو وبهېدې او سلګې پيل شوې.
مردوخ مخکې او وروسته ورپسې ټول خدایان روان دي، کله چې د اقدارو هیکل ته ورسېدل، هغه هیکل چې مردوخ په کې د ټولو خلک مصیرونه لیکلي دي، مردوخ يې کېښود، خوشبویانې لوګی شو، مذهبي مراسم پیل شول، بیا پاچا خپل خدای په لاس کې راواخیست، مخکې شو، وروسته پسې خدایان په لیکو کې شول.
کاروان دمعبد برنډه پرېښوده او په سپيڅلې لار روان شو، لاره په خلکو ډکه شوه. کله چې یې د خدایانو خدای او ورپسې نور خدایان ولیدل، زړونه يې ودرزېدل، او ټول په سجده پرېوتل، دغه ټولی په سپيڅلې لار مخکې روان دي، بیا شمالي لوري ته وګرځېد، د عشتار له دروازې نه فرات ته کوز شو.
د خدایانو مشر ته يوه سپيڅلې کيښتۍ ولاړه وه، او نورې کيښتې نورو خدایانو ته ولاړې وې، د خدایانو خدای او د بشر خالق مردو خ کيښتۍ ته ورننوت، په خدایانو بار کيښتۍ په لمانځنو دعاګانو، او د خلکو په هیجان روانې شوې.
کيښتۍ بلې غاړې ته چېرته چې ((ایزور)) د لمانځه معبد ودان و، واوښتې، پاچا مردوخ له لاسه ونیو په شا يې کړ او ورسره ناست له کيښتې راکښته شول، نور خدایان له نورو کيښتو نه راښکته شول او شاته پسې په لیکو کې روان شول.
دغه سپېڅلی کاروان د لمانځه معبد ته روان شو، هلته يې د خدایانو خدای کیښود، ورپسې نور خدایان یو په بل پسې ننوتل، کله چې به هم کوم خدای ورننویستل شو، ټولو به چېغې کړې او په رکوع به پرېوتل، کاهنان به په ډېر اخلاص او درزيدلي زړه په سجده شول، خپلې ساګانې به يې بندېي کړې وي.
له لوی خدای سره واړه خدایان په معبد کې پرېښودل شو او دروازې پسې وتړل شوې، خلک له هرې لوړې ژورې د لمانځه معبد ((ایزور)) ته د طواف لپاره راغلل، ټول خدایان په يو ځای کې راټول دي او د بشر چيغې اوري.
کاهنان ولاړ دی او خدایانو ته وړاندې شوي کاسې شماري، قانون پرېکړه کړې چې باید خدایانو ته یوویشت ګډي چې عمر يې له دوه کلونو کم نه وي، څلور شېدې لورنکې ګډې، د دوهمې مرتبې پنځه ویشت ګډې، دوه چاغ غوایان، یو شیدې رودونکی خوسکۍ، اتیا وري، او د بیلا بیلو مرغانو څخه شپيته مرغان، او درې چرګې، اوه مرغابۍ، او د جبو څلور خنزیران، درې د چرګو هګۍ او درې د مرغابیو هګۍ وړاندې شي..
نور کاهنان لګیا دي د سرو په لوښو کې شراب تیاروي، یوازې د عشتار برخه د اوڅکو د شرابو دولس لوښي دي، د سین او نانا د سپوږمۍ د خدای لس لوښي، د نورو خدایانو د لوښو شمیر فرق کاوه خو باید شراب يې د اوڅکو وي، دا خواړه به ورته غرمه او ماښام وړاندې کېدل، خو په سهار کې خدایان خوراک نه کوي، او د مرمرو په لوښو کې یوازې پاکې شېدې څښي.
آزر له خپلو کسانو سره کيښتۍ ته وخوت چې د ((ايز)) مزار وکړي، کيښتۍ په فرات کې روانه ده، خلکو په خپلو خدایانو بوخت دي، کيښتۍ د لمانځه د معبد ساحل ته ورسېده، پاچا له کيښتښۍ نه ټوپ کړې، خلک په اوګو ټیل وهي چې مردوخ خدای ته ورسيږي، لږه شيبه وروسته مردوخ ته ورسېد، چې د دیوال په يو تاخت کې ځای پر ځای شوی و، ورته ټيټ شو، او په ډېر مینه لولي:
- زما مولا! زما ګناهونه ډېر او تېروتنې مې لويې دي.
زما مولا! زما ګناهونه ډېر او تېروتنې مې لويې دي.
زما مولا! زما ګناهونه ډېر او تېروتنې مې لویې دي.
ای زما خدایه دا چې زه يې پيژنم او يا يې نه پيزنم، زما ګناهونه ډېر او تېروتنې مې لويې دي.
ای خدایانو چې زه يې پيژنم يا يې نه پېزنم، بیشکه چې زما ګناهونه ډېر او تېروتنې مې لويې دي
زما د مولا په زړه کې دې غوسه راکمه شي.
څو هغه خدای چې زه يې پيژنم يا يې نه پيژنم ارام شي،
ای خدایه زما ګناه وبخښه له تا پرته څوک ګناه بخښي؟
ای خدایانو زما ګناه وبخښې له تاسې پرته څوک ګناهونه بخښي؟
ای خدایانو چې زه مو پيژنم او هغه چې زه مو نه پيژنم،
زما ګناهونه وبخښې له تاسې پرته نو څوک ګناهونه بخښي؟
ورځې تېرې شوې، خلک د (( ایزور)) معبد الصلاه ته ډلې ډلې راځي، خلک له زړه نه دعاګانې کوي او په عبادت بوخت دي.
د نیسان د میاشتې یولسمه او د لوی اختر وروستۍ ورځ راورسېده،پاچا له خپلې کابینې، (اوریجاللو))، کاهنانو، او سندرغاړو یو ځای روان شو، پاچا د مردوخ لاس ونیوه شاته پسې خدایان ډلې ډلې په لیکو کې ودرېدل.
دا سپيڅلې ډله د فرات سیند ته ووتله، سپيڅلې کيښتې راوستل شوې، ورو ختل او د عشتار له دروازې تير شول، خلک د پاچا سترګو ته په ډېر مینه او تلوسه ورګوري په خپلو کې پسیږي او یو ډول وېره پرې هم واکمنه کیږی، په ډېره ویره مخ اړوي ګوندې اسمان پرې راغورځي.
په سپيڅلې لار روان دي، د بابل برج راښکاره شو، ګوندې هڅه کوي له اسمان سره ولګیږي، دغه کارون بیرته هغه ځای ته راستون شو چې دوی ترې پيل کړی وی، پاچا او ((اوریجاللو)) قدس الاقدس ته ننوتل، مردوخ يې د سرو په تاخت کې بیرته کيښود، د عاجزۍ سر یې ورته ټيټ کړ، بیا راووت کاهنان ورپسې دي.
خدایان په هېوادونو او ښارونو کې وروسته له هغې خواره شول چې د خپل مشر خدای سره يې ولیدل، او خپله عاجزي يې ورته وړاندې کړه، او په هغه څه پوه شو چې خلکو ته په ازل کې لیکل شوي دي.
لوجال بازار ته لاړ خپلې وربشې يې په شاقل خرڅې کړې او یوه وینځه يې پرې راونیوله، او له پلورونکي څخه يې د عیب ضمانت واخیسته، که يې کوم عیب درلود بیرته به يې ورسپاري، بېرته روان شو څو له هغې قافلې سره یو ځای شي چې بیرته اور ته روانه ده، لوجال او آزر سره یو ځای شول، کله چې آزر وینځه ولیده نو لوجال ورته وویل:
- دا مې په لس شاقله واخیسته.
دوام لري
 
بېرته شاته