لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( اتمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 لوجال بازار ته لاړ خپلې وربشې يې په شاقل خرڅې کړې او یوه وینځه يې پرې راونیوله، او له پلورونکي څخه يې د عیب ضمانت واخیسته، که يې کوم عیب درلود بیرته به يې ورسپاري، بېرته روان شو څو له هغې قافلې سره یو ځای شي چې بیرته اور ته روانه ده، لوجال او آزر سره یو ځای شول، کله چې آزر وینځه ولیده نو لوجال ورته وویل:

- دا مې په لس شاقله واخیسته.
بیا يې وخندل او ویې ویل:
- او خپل خر مې په شل شاقله خرڅ کړ.
آزر وخندل او ويې ویل:
- نو د خره په قیمت دوه وینځې رانیسې.
لوجال پوه شو، ویې ویل:
- خو يوه وینځه مې رانیولې ده.
لوجال ته ناڅاپه يو څه وریاد شو، آزر پوه شو ورته يې وویل:
- د څه شي په اړه فکر کوې؟
- د دې خلکو پس پسک باندې پوه شوې؟
آزر په ډېر غور وویل:
دا خلک د څه په اړه غږېدل؟
- پاچا چې کله د مردوخ لمانځنه کوله ويې نه ژړل، له سترګو يې اوښکه تویه نه شوه، هم هغه و چې ((اوریجاللو)) په څپيړه وواهه.
- دا چې پاچا او اوریجاللو د خدای په وړاندې دوه په دوه وو، نو خلک څه پوه شول چې اوریجاللو پاچا په څپيړه وواهه؟
- د لوی کاهن په زړه کې سخته ویره راشنه شوه، د خدایانو له غضب نه وویرېده، نو نیږدې کاهنان يې په دې راز خبر کړل.
- کاهنانو دغه راز ونه شو ساتلی او خپلو خلکو ته يې ووایه؟
- هو، همداسې وشول، هغوی خپلو خلکو ته ووایه او هغو پرې ټول خبر کړل.
- خو ما د خلکو دا خبرې وانه ورېدې.
- ته په خپل لمانځه بوخت وې.
آزر ته بیا د ګډې ځيګر او د پلار وړاندوينه وریاده شوه، هغه په ځېګر کې لیدلي و چې ټول خدایان رانسکوروي، په زړه يې غر راپریوت، او په سینه کې یې سخته ویره خپره شوه، له ځان سره وبوڼېده.
لوجال يې په خبره پوه نه شو، نو ترې يې پوښتنه وکړه:
- ته څه وايي؟
- مصیبت رانازلیږي.... په موږ باندې خدایان په قهر شوي دي.... د پاچا په سترګو کې اوښکې کاڼی شوي دي.... نو موږ به يې وڅڅو.... موږ به ودرديږو.... او موږ به فریاد وکړو.
۴
د آزر په کور کې د نوزاد ماشوم چېغې پورته شوې، ایمتالي خپل ماشوم وزيږاوه، هلک دی، تکه توره شپه وه، له ډيوې نه تته رڼا راپورته کېدله، د خاورو په ډېوه کې د تیلو په سر وړه فلته دومره رڼا راوباسې چې ایله د ډيوې پر سینه پرته تیاره وشړي، خو ایمتالي د ماشوم له زېږېدو وروسته داسې یوه رڼا حس کوي چې ټوله سیمه يې نیولې ده.
د ماشوم له زيږېدو وړاندې د زیګون له درده وېرېده، خو کله چې يې ماشوم زيږاوه هيڅ ډول درد يې حس نه کړ، خوږ خوب پرې راغی او د ماشوم په ژړا راويښه شوه، دغه ژړا يې په غوږونو لکه خوږه سندره ولګېده،زړه يې خوږ ودرزېده، له خپل ماشوم سره په څنګ کې ژوند نوې غوټۍ وکړې، اوس نو ژوند بله معنا پیدا کړه، بل خوند يې پیدا، له هغې معنی څخه ډېره ژوره وه چې له آزر سره يې ژوند تيراوه، او له هغه خوند څخه خوږ خوند و،کوم چې يې د میړه په څنګ کې له ماشوم پرته تیراوه.
په لوی کور کې د خپل ماشوم سره یوازې ویده شوه، وینځه د ناحور کور ته لاړه چې د نوې ماشوم زیر پرې وکړي، او نیکه يې له خدایانو مننه وکړي چې د دې لوی نعمت لورینه یې پرې وکړه.
وینځې د ناحور د کور دروازه وټکوله، یوې وینځې دروازه خلاصه کړه، په دواړه لاسه يې سترګې سولولې، د آزر وینځې وویل:
- ښاغلی مشر چېرته دی؟
- په خپله کوټه کې ویده دی، په دې ناوخته کې څنګه راغلې؟
وینځې هيڅ جواب ورنه کړ، په وړوکي دهلیز کې د کور عمومي انګړ ته روانه شوه، بیا پوړيو ته برابره شوه، تر څو دوهم پوړ ته وختله، همدلته د ناحور کوټه وه، دروازه يې په ډېره ارامه وټکوله، لږه شیبه وروسته ناحور دروازه خلاصه کړه. سر او ږیره یې دواړه خریلي و، ګوندې کوم کاهن دی، د زمانې نښې يې په مخ او د سترګو شاو او خوا ښکارېدلې، کله چې يې په وینځه سترګې ولګېدلې، وې ویل:
- ایمتالي ماشوم وزیږاوه!
وینځې سر وخوځاوه چې بلې.
- هلک يې وزيږاوه!
وینځې په خوښۍ وویل:
- سم لکه سپوږمۍ داسې دی.
ناحور اسمان ته سترګې پورته کړې، بې سپوږمۍ او بې ستورو شپه وه، راټول شو، ده هیله لرله چې لمسی يې په داسې یوې شپه کې دنیا ته راشي چې نانا خدای په کې شغلې کوي، چې سپوږمۍ څورالسو ته رسېدلې وي، تر څو يې لمسی د نورو هغو په شان له نعمتونو برخمن شي کوم چې د سپوږمۍ د نظر لاندې زیږي.
بیا يې وینځې ته مخ کړې ورته يې وویل:
- حپلې مشرې ته دې ورشه ورته ووایه، زه در روان یم.
وینځه وګرځېدله، نیکه ځان ووینځه، څو د خپل لمسي لپاره لمونځ وکړي، له خدایانو وغواړي چې برکتي يې کړي، او له بدې طالعې يې وژغوري.
ناحور په تکه توره شپه کې د خپل زوی کور ته په لاره دی او د خپل لمسي د نامه په فکر کې دی، زړه ته يې ودرېده چې خپل نوم پرې کېدي، څو يې یاد تر ډېره پاتې شي، په دې نوم خوشاله شو، ګامونه يې ګړندې کړل چې د خدایانو په وړاندې دا نوم اعلان کړي، او ورته وسیله شي چې مبارک یې وګرځوي.
ناحور د خپل زوی کور ته ورسېد، دوهم پوړ ته ونه خوت، د ایمتالي او لمسي له لیدو وړاندې باید د کور ځانګړي معبد ته ورشي، دا تنګه مستطیل الشکل کوټه وه، په منځ کې يې مصلی او محراب و، او لاندې ترې ګنبده وه چې د کورنۍ مړي به يې په کې خښول،ناحور د سپوږمۍ خدای مخې ته ټيټ شو، په ډېره عاجزۍ او خشوع یې لمانځې او دعا کوي:
- ای نانا پلاره، زه ستا د عظمت په خاطر اوښکې بهوم.
څو دې راته زړه نرم شي او زموږ په خوا کې ودرېږې.
ای خدایه زما زوی هلک زیږولی دی،
زه پرې ناحور نوم ږدم او تاته يې ډالۍ کوم،
لوی پوهانده د خپل حکمت نه یوه سکروټه ورکړي، او (( د ژوند له خوړو)) نه خواړه ورکړي،
او ((اب حیات)) پرې وڅښي.
ای زما نانا پلاره هغه څه ته يې برابر کړه چې ستا رضا په کې وي، او له دې يې وساته چې ټيټې نړۍ ته لاړ شي، دا ورته مه لیکې چې هغې ((نړۍ ته لاړ شي چې بېرته نه راګرځي)). ای لوی پلاره ته عادل يې، ما تاته بخښلی دی ته یې د سپيڅلي اسمان لپاره په نوکرۍ ومنه، د خدایانو خدمتګار يې ومنه،او هغه تقدس ورکړه لکه څنګه چې یې تا پلار ته ورکړی و، څو ستا د عظمت پربنسټ د خدایانو بتان جوړ کړي، او په اسمان کې ترې خدایان خوشاله شي.
ناحور په سجده پروت او خوشبویانو به لوګيو کې تر هغه ډوب و چې شماس خدای معبد ته خپلې پستې وړانګې راولیږلي، نو خوشبیانې ورپسې ونخښتې ګوندې د سپينو زرو نرۍ پردي دي، راپورته شو، دوهم پوړ ته وخوت چېرته چې ایمتالي او د هغې ماشوم پراته دي.
په ایمتالي يې سلام وکړ، خپل لمسی يې په غېږه کې راواخیست، ښکل يې کړ،بېا يې مخ ته ځير شو او وايي:
- ما پرې ناحور نوم کېښود، خدایانو ته مې لمونځونه وکړل چې ويې مني.
ایمتالي هڅه کوله چې سترګې يې د هغه په سترګو ونه لګیږي، نو ويې ویل:
- ناحور ډېر خوږ نوم دی. زړه ته راتیر نوم دی؛ خو....
- خو یعنی څه؟
په وېره يې وویل:
- ما او آزر هم منلی وه چې په خپل لومړي اولاد به ناحور نوم ګدو.
- نو څه وشول؟
- په خوب کې یو چا راباندې غږ وکړ چې ((ابراهیم)) نوم پرې کېږده.
دواړه یوه شیبه چوپ شول، بیا ایمتالي وویل:
- دا د خدایانو اراده ده، زه به پرې ((ابراهیم) نوم کېدم، ورپسې ماشوم باندې به ((ناحور)) نوم کېدم، ناحور خو په موږ ډېر ګران دی، او په هغه پسې ماشوم باندې به د تبرک له مخې د هغه د خوږ کاکا ((هاران)) نوم کېږدم،
دوام لري
 
بېرته شاته