لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( نهمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ناحور خپل خواره واره فکرونه راټول کړل، ((ابراهیم)) خو د قبیلو د پلار مانا لري، د ملتونو پلار، او ده خوب لیدلی چې د زوی له ملا نه يې نور راوځي او ټول اسمان رڼا کوي، او دغه دی ایمتالي ته په خوب کې غږ شوی چې په زوی دې ((ابراهیم)) نوم کېږده، د قبیلو او ملتونو پلار، ژوره ساه يې واخیسته، ارام شو او له زړه نه يې د غم او تشویش غر لرې شو، ده خوب لیدلی او ایمتالي هم خوب لیدلی نو په خوښۍ یې وویل:

- ((ابراهیم) لوی نوم دی.
بیا يې خپل لمسي ته په ځېر وکتل، او ویې ویل:
- د خدایانو سره به لوی مقا ولري، نوم به دې له اسمان سره وتړل شي، ستا ستوری به په شنه ګنبده کې وځلیږی.
ناحور خوشاله راووت چې خدایانو ته د دې لوی نعمت د لورینې په مقابل کې قربانی وړاندې کړی، څو دغه زوی يې چې تازه يې د نور خدای لیدلی برکتي کړي.
په ایمتالي ورځې او شپې اوړې خپل ابراهیم ته خوشاله ده، او د خپل مېړه آزر لارې ته په ډېره تلوسه ګوري چې د خپل خوږ زوی زیر پرې وکړي.
یوه شپه وینځه خپلې مشرې ته خوشاله ورننوتله، او ويې ویل:
- له بابل نه قافله راورسېده، او لږه شیبه وروسته به مشر همدلته وي.
ایمتالي راپورته شوه، د خپل میړه استقبال ته یې ځان جوړ کړ، ويښتان يې ږومنځ کړل، خپلې ګېډۍ زلفې يې په خپلو اوږ بار کړې، اوږد کمیس یې واغوست، د سرو بنګړې په لاسو کړل، بیا دروازې ته وردېده او د خپل خاوند د راتګ شېبې شماري.
آزر د کور په پوړیو روان شو، تکه توره شپه وه، د ډيوې رڼا ډېره تته وه، له ټپې تيارې سره آزر خپله مېرمن د زړه په سترګو ولیدله، په پوړیو کې يې منډه کړې، چې ورورسېده، په غېږه کې يې ټينګه ونیوله، ګوندې کومه قیمتي خزانه یې نیولې، له یوبل نه یې غیږې چاپېرې کړې وې چې خپلې کوټې ته ننوتل، څو ورته ایمتالي د ماشوم د زېږېدو کیسه وکړي، او ورته ووايي چې څنګه ورباندې په خوب کې چا غږ وکړ چې ابراهیم نوم پرې کېده.
آزر د بتانو په جوړولو بوخت شو چې په بازار کې یې خرڅ کړي، یو زری و، د نانا معبد مخې ته په یوازې ځان د بتانو وړل سخت و، د زمانې ژر تيرېدو ته يې بیړه وه چې ابراهیم رازلمی شي او د بتانو په خرڅولو کې ورسره مرسته وکړی.
لوجال ملګری يې راغی چې ویې ګوري او د زوی مبارکي ورکړي، لوجال آزر ته سر ورټيټ کړ او ورته يې وویل:
- آزره په لاره کې دې په یاد دي چې ما درته د شرکت وړاندیز وکړ، دواړه به د سپينو، مریانو، او وینځو ګډه سوداګري په مخ یوسو، سوداګري به مو لویه شي، ان له هېواده د باندې به یې وغځو.
- لوجاله ته پوهيږې چې زه پيسې نه لرم.
- یوازې یو مین سپینو ته(505جم) ته اړتیا ده.
- زه ددې نیمایي هم نه شه درکولی.
لوجال خپل ملګري ته په موسکا وویل:
- ته د دې کور مالک يې ، ایا داسې نه ده؟
- بلې.
- کولی شې د نانا له معبد نه د دې کور په ضمانت پیسې راپور کړې.
- او د پیسو څه ګټه؟
- ډېر پیسې په پرې وګټې.
- زه نو ورته څه اړتیا لرم؟ زه یو قانع سړی یم.... په خپل ژوند خوشاله یم.
- آزره ته ډېرې شتمنۍ ته اړتیا لرې...
- او په دومره شتمنۍ به څه وکړم؟
لوجال په بد نظر وروکتل او ويې ویل:
- آزره ته د سپوږمۍ دخدای په معبد کې ولې کاهن نه مقرریږي؟
- ځکه چې زه د امیرانو بچی نه یم، او نه راسره بخت دا یاري کړې چې کاهن شم.
- بخت؟ آزره ته اوس دا خبرې منې؟ پوهېږې، ته ځکه کاهن نه يې چې ته هغه شتمني نه لري، کومه چې تا د کاهن مقام ته لوړوي.
آزر په وېرېدلې لهجه وویل:
- چوپ شه لوجاله. ته کافر يې... کافر..
لوجال خپله خبره پسې وغځوله او د آزر په خبره يې غوږ هم ونه ګراوه:
- که دې په بابل کې اوریجاللو ته مال ورکړی وای، نو د بخت ستوری به دې تر ټولو لوړ و، او نن به ته د نانا خدای لوی کاهن وې.
آزر په خپلو غوږونو کې ګوتې کېښودې څو د خپل ملګري غږ وانه وري او ویې ویل:
- چوپ شه کافره.... که مې ملګری نه وای اوس مې ټولو ته رسوا کولې....
- آزره دا حقیقت دی خو ته حقیقت نه خوښوي. دا په بابل کې سوداګري ده، بلکې ګټوره سوداګري. که زه هم تاغوندې نیک انسان وایی نو ټول مال مې ورکاوه، بلکې له مبعدونو او ملګرو مې پیسې پور کولی او اوریجاللو ته مې ورکولې چې د هیاکل له لویو کاهنانو څخه يې شمیرلی وای، بیا به ډېر لوی سړی وم، د سپینو او سرو شاقلونه به مې خزانې ته راروان وو. خو آزره زه فاسق یم، او زه د دې فسق تاوان اوس هم ورکوم، یوه بله سرچینه ګورم چې خپله شتمني زیاته کړم، څو مې قدر زیات شي، او د دې اهل ورګرځم چې پاچا مې خپلو بنډارونو ته راوغواړي.
- لوجاله هيڅکله به درسره ګډ کار ونه وکړم.
- ولې؟
- ځکه چې ستا سوداګري وده نه کوي، خدایان په کې هيڅ برکت نه اچوي.
- آزره تاته هسې وهم پرېوته، خدایان یوازې د فاسقانو په سوداګرۍ کې برکت اچوي، ځکه چې دا دنیا د فاسقانو ده؛ ملګريه ته ماته وګوره او ووایه: په اور کې کوم نیک سړی مال لري؟
آزر په احساستي لهجه وویل:
- پاچا او دینپوهان.
لوجال شونډې وچيچلې او ويې ویل:
- زړه مې تنګیږي خو ژبه مې نه چلیږي، که څه مې وویل نو بیا خو راسره بیخې ګډ کار نه کوې.
- ته په دې ولې ټنیګار کوې چې دواړه باید په ګډه سوداګري وکړو؟
- ما خو همیشه درته رشتیا ویلي دي، زه نه کور لرم، او نه ځمکه، نه داسې څه لرم چې زه يې د پور په ضمانت کې ورکړم، خو د سوداګرۍ یو ځانګړی استعداد او مهارت لرم، مالک ته او استعداد زما.. همدا شراکت دی.
- تا ونه ویل چې د سوداګرۍ لپاره باید یو من سپین ولرو؟
- خو ته نیمايي من راکړه او نیما یی من زما کوښښ او ستړیا.
- باید یوه معاهده خو مو په منځ کې وي چې ته باید کوم کارونه سر ته ورسوي.
- ورشه تخته راوړه چې شرطونه په کې ولیکو.
آزر د خټې تخته راوړه، لا وچه شوې نه وه، د مثلث الشکل څوکې قلم يې راوړه، لوجال ته يې وړاندې کړ، لوجال یوه شیبه په فکر کې شو، بیا يې ولیکل:
- رآس المال یو مین سپین دي، آزر به نیمایي مین ورکوي، او د لوجال کوښښ او ستړیا به په نیما يي مین حسابیږي، او له راستنیدو سره سم به لوجال آزر ته راس المال ورکوي، او همدارنګه به نیمايي ګټه هم ورکوي، او نیمایي به لوجال اخلي، همدارنګه به آزر د سفر مصرف هم پرغاړه اخلي.
آزر يې خبره ورپرې کړه:
- د سفر مصرف به هم نیمایي وي.
- که څه هم دا په بابل کې د سوداګرۍ خلاف عمل دی، خو زه يې پر غاړه ځکه اخلم چې ته مې ملګری یې.
- خو که تاوان وکړې؟
- تاوان به يوازې ستا په سر وي.
- که تا په سوداګرۍ کې بې غورې هم کړی وي؟
- که چېرته تاوان زما د بې غورۍ او ناسم لګښت له امله و، نو بیا به دوه برابره درکوم، دا سوداګريز عرف او دود دی، خو که مال په لاره کې د نامنۍ له امله ضایع شو نو زه به هيڅ هم نه درکوم.
- زه به څه پوه شم چې مال د لارې د ناامنۍ له امله ضایع شوی دی؟
- د خدایانو په مخکې به درته سوګند خورم.
آزر موسکی شو او ویې ویل:
- لکه چې ته هم پرې ایمان لرې. ستا غوندې کافر ته نو سوګند خوړل، هسې د توتانو پاڼې خوړل دي.
- آزره ته اوس په ما باور نه لرې؟
- زه درباندې باور لرم، خو نا اشنا خبره دا ده چې څنګه یو مومن په کافر باور ولري. ښه به دا وي چې په تضامن باندې پیسې کېږدو، نیمايي پیسې ته ورکړه او نیمايي به زه ورکړم.
- نو زه نیمایی مین سپين له کومه کړم؟
- لوجاله کولی شې چې پور يې کړې.
- او د لارې لګښت؟
- هغه به یوازې زه په غاړه واخلم، ګټه او تاوان به شریک وي.
لوجال وویل:
- زه درسره موافق یم.
- که زه درسره خپل یو غلام ولیږم؟
- د هغه خوراک او څښاک او پوښاک به ستا په غاړه وي.
- هغه خو زما خدمت نه کوي، د شرکت په خدمت کې دی، نو شرکت يې باید د خوراک، څښاک او پوښاک غم وخوري.
لوجال په خندا وویل:
- آزره د سوداګرۍ وینه دې په رګونو کې ځغلې، که څه هم د خدایانو بت جوړونکی یې.
- زما په رګونو کې د لوی مردوخ وینه بهیږي، له هم هغې ورځې نه چې خپله وینه يې په خاورو کې ولړله موږ پیدا شو او هغه وینه زموږ په رګونو کې وبهیده، لوجاله حیران دې ته یم چې څنګه ګناهونو کوې او د خدای وینه دې په رګونو کې بهیږي.
لوجال په ملنډه وویل:
- زه خو د هغې وینې په زور ګناه نه کوم، بلکې د هغې خټې په زور یې کوم چې په ما کې ده.
دوام لري
 
بېرته شاته