لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام (لسمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 آزر په فکر کې ډوب شو، لوجال ورته ځير دی، د هغه چوپتیا ته درناوی لري، تر دې چې د آزر په مخ کې انفعال راڅرګند شو، نو ویې وی:

- يوه هیله مې سر کې ګرځي.
- د څه شي هیله؟
- دا شراکت مو تر هغې دوام پیدا کړي چې ابراهیم زلمی شي، له تاسره د نړۍ په معدنونو، د نښتر لرګیو او د قیمتي ډبرو کانونو ته سفر وکړي، ما له اور او بابل نه پرته بل کوم ځای نه دی لیدلی؛ خو هیله لرم چې زما زوی له ختیځه تر لویديځه او له شماله ترجنوبه ټول وطنونه وویني.
- نو آزره ته په ځمکه پورې څه شي میخ کړی یې؟ د نړۍ د لیدو هیله هم لري خو بیا راځه کنه.
- د خدایانو له خاورې نه بیخې نه شم جلا کېدی، که يوه ورځ هم په مبعد کې لمونځ ونه کړم نو دا ګومان کوم دا عمر زما نه دی.
- راځه چې تړون ولیکو او امضاء یې کړو، خدایانو ته به زارۍ وکړو چې په دغه شرکت کې يې برکت واچوي څو ابراهیم او د هغې ورڼو ته او زما زوی نور شماش او وروڼو ته يې په میراث پاتې شي.
آزر په ويره وکتل او بیا يې وویل:
- لوجاله ته حیران یې، په خدایانو ملنډې وهې او بیا دې په زوی نور شماش نوم ږدې.
- آزره زه مومن یم، که څه هم زما ایمان د ډېرو له ایمانونو فرق کوي، زه ازاد مومن یم.
- ملګريه دا چې مومن یې همدا بسنه کوي، ځه چې معبد ته لاړ شو، په مردوخ، شماش او نانا باندې سوګند وخورو چې خپل دې کار کې به اخلاص کوو او د اولسو سپيڅلوکاهنانو په وړاندې به تړون امضا کوو.
- راځه آزره، که څه هم د کاهنانو په سپيڅلتیا باور نه لرم.
آزر په سخت نظر وروکتل، بیا دواړه د نانا معبد ته لاړل چې د وربشو، غلامانو او وینځو ګډ سوداګرۍ شرکت جوړ کړي، چې د هيواد په داخل او دباندې فعالیت ولري.
زمانه تیره شوه او ایمتالي دوه نرینه ماشومان وزيږول، د خپل مشر سره کړې ژمنه يې سر ته ورسوله، په يوه يې ((ناحور)) او په بل یې ((هاران)) نوم کېښود، ابراهیم رالوی شو، په کور کې ګرځېده، له هغې کړکې به ووت چې دوهم پوړ دورازې ته خلاصه وه، او د کور داخلي انګړ ته به په زینه کوز شو، او بیا به د پلار خوا ته لاړ چې بتان يې جوړول.
ډېر وخت به يې د پلار په لیدو تیروه چې څرنګه به يې لرګي راټولول او په ډېر مهارت به يې ترې شکل جوړاوه، بتان به يې د انسان په شکل جوړول، خو غوږونه به يې غټ وو، په وسله به یې سنبال کړی و او په پښه پورې به یې وحشي تړلی و،کله چې به يې جوړ کړ، په سر به يې تاج ورکېښود، او د لوی کاهن څادر چې مور به يې جوړاو ه دغه بت ته ورواغوست، له ملا نه به يې د خرما له پوسټکې جوړ کمربند وتړه.
په یاد يې دي چې يوه ورځ یې خپل پلار ته وویل:
- پلاره غوږونه يې غټ دي، زموږ له غوږونو غټ نه دي؟
- زویه دا خو دخدایانو خدی مردوخ دی، د ده غټ غوږونه د هوښيارتیا او ځیرکتیا سمبول دی.
هغه بت ته يې وکتل چې د آزر مخې ته پروت و، په غوږ کې یې ورته وویل: (( د ژورې پوهې څښتن دی... د ژورې پوهې څښتن دی)) ابراهیم په هیڅ پوه نه شو لا ماشوم دی، فقط دومره پوهيږي چې پلار يې د لوبو ګوډیانې جوړوي!
پلار يې د خلکو لپاره بتان جوړول، څوک به په کرسۍ ناست و او ځينو به په لاسونو کې نیزې نیولې وې، یو ځل يې د خپل مشر بت جوړاوه، ورته يې وویل:
- پلاره دا څوک دی؟
- دا عشتار دی. عشتار الغضوب دی... دا عشتار العطوف دی.
دا یې ونه ویل چې د خوندونو خدای، هغه ماشوم څه پوهیده چې خوند او درد څه شی دی.
يوه ورځ يې ولید چې تخت او تاج يې جوړاوه، نو ویې ویل:
- دا نلیل خدای دی، هغه چې طوفان يې راووست، تاته يې کیسه شوې ده.
- پلاره پوه نه شوم، ولې يې ښارونه ډوب کړل او خلک يې هلاک کړل؟
- ځکه چې خلک بېلارې شوي وو، په ځمکه کې یې فساد کاوه.. او د خدایانو نافرماني يې کوله.
ابراهیم د خدایانو او د دغه بتانو ترمنځ کوم تړاو ونه موند چې پلار يې په خپل لاس جوړول، په سر به يې وهل، یو نیم به یې په کې دوه ځایه کړ او يا چې به لږ خراب و، ورمیږ به یې پرې مات کړ.
د کور معبد ته ورننوت، په منځ کې يې محراب دی، هغه بتان په کې پراته دي چې پلار يې په خپل لاس جوړ کړي دي، ګورې چې پلار یې ورته سر ټيټ کړی دی نو وارخطا شو، وارخطایې نوره هم زیاته شوه چې خپل نیکه يې ولیده چې هغه هم دې بتانو ته سر ټيټوي، هله ډېر وارخطا شو چې مور يې هم بتانو ته ولاړه ده زارۍ ورته کوی.
یوه ورځ يې ونه شو کړی چې خپل فکر په خپل سر کې وساتي، پلار ته ورنیږدې شو، ورته يې وویل:
- پلاره دې بتانو ته ولې ټيټيږي؟
- همدې خدایانو خو موږ پیدا کړي یو.
- پلاره دا خو تا په خپل لاس جوړ کړل. ته یې هره ورځ پیدا کوې!
- نه ابراهیمه، دا خو زه خلکو ته دخدایانو رمز جوړوم چې ورته مجسم شي، خدایان خو په اسمانونو کې په عرش ناست دي.
آزر ابراهیم ته ورنیږدې شو، په غېږه کې يې ونیو او ورته يې وویل:
- هغه مشتري ستوری خو دې په یاد دی، هغه ورځ چې موږ د بام په سر ناست و او هغه په اسمان کې ځلېده؟
- هو پلارجانه ښه مې یاد دی.
- دا د خدایانو مشر خدای مردوخ دی.
پلار يې د مردوخ بت ته لاس ونیوه او ویې ویل:
- دغه بت چې مې جوړ کړی دی، دا یوازې د دې لوی خدای رمز دی.
ابراهیم د خپل پلار په خبره سر نه خلاصیږي، خو آزر خپلو خبرو ته دوام ورکوي:
- ابرا هیمه تا سپوږمۍ لیدلې؟
- هو پلار جانه.
- هغه د اور خدای دی...زموږ د ښار خدای. هغه نانا خدای دی، په ځينو نورو هیوادونو کې يې د سین خدای بولي.
بیا یې یو بل بت ته اشاره وکړه او ویې ویل:
- دا بت د هغې رمز دی چې ما جوړ کړی دی.
بیا يې په ارامه لهجه وویل:
- ابراهیمه لمر دې لیدلی؟
ابراهیم د خبرې بشپتړتیا ته پرېنښود، ورته يې وویل:
- پلاره د دې ټولو خدایانو عبادت ولې کوې؟
- ځکه چې موږ ټول یې پیدا کړي یو، موږ ته رزق راکوي او زموږ ساتنه کوي.
ابراهیم یوه شیبه غلی شو بیا یې وویل:
- پلارجانه او دا خدایان چا پیدا کړي دي؟
آزر ورته په ټول باور لولي:
- لا اسمانونه نه و پيدا،
ځمکې لا نوم نه و پيدا کړي،
ا ابسو الازلی پلار راروان شو،
د ټولو مور تیامات ورسره یو ځای شوه.
د کوم خدای نوم هم نه و
کوم کښل شوی ازل هم نه و،
خدایان پیدا شول.
ابراهیم خپل پلار ته په ځېر وکتل، سلیم فطرت یې دا تفسیر ونه مانه، د شک زړي يې په زړه کې وکرل شو، پلار یې ورته وویل:
- زویه کله چې لوی شوې او درک دې زیات شو، نو مردوخ خدای به د پوهیدا نعمت درکړي او بیا به دخدایانو په اسرارو پوه شې.
پلار یوه شیبه غلی شو، بیا يې وویل:
- سبا به دې له ځان سره معبد ته بوځکم، او بل سبا به دې نیکه ناحور ته بوځم چې حساب او نجوم درزده کړي.
کله چې سبا شو نو آزر له کوره راووت، ابراهیم یې له ځان سره اخیستی، د سپوږمۍ خدای نانا معبد ته ورغلل،کله چې د ښار حرم ته ورسېدل، ابراهیم یوې خوا بلې خوا ګوري، مقدس حرم ډېر لوی و، اوږدوالی یې څلورسوه ګزه او سور يې دوه سوه ګزه و، په معبد کې لوړ برج ودان و، ابراهیم لوړ برج ته وکتل ، په سر کې یې یو شی ولید ویې نه پيژند، نو پلار ته يې وویل:
- اي پلار جانه هغه د برج په سر څه شی دی؟
آزر په تعجب وویل:
- دا د مردوخ خدای مزار دی.
- دومره لوړ ولې جوړ شوی دی؟
- ابراهیمه، موږ خو اصلا د غرونو خلک یو، زموږ خدایان دغرونو په څوکو اوسېدل، کله چې هوارې ته راغلو نو لوړې نه وې، بس دغه لوړ برج مو د خدای مزار کړ، زویه دا لوی برج دی، کله چې لوی شې او سړی شې، او خدایانو درته د بابل تګ په برخه کړ، هلته به بیا د خدایانو د خدای سره مناسب برج وویني.
- ابراهیم د معبد بیخ کې پراخه ساحه ولیده چې کوټې ترې چاپيره وې، ويې ویل:
- ای پلار جانه دا کوټې د څه شي دي؟
- زویه دا د معبد زېرمتونونه دي.
ځينې کروندګر يې ولیدل چې به خرو باندې يې دانې، تیل، غوړې پنیر، څرمنې، وړې او مالوچ راچلول، له ښار نه ځينو خلکو ټوکران او جامې راوړلې، دا نو هغه نذرونه دي چې نانا خدای ته يې منلي دي! د معبد کاهنانو ته نذرونه وړاندې کوي، کاهنان ترې نذرونه اخلي او تلي یې، خو مخکې له دې چې يې زیرمتونونو ته واچوي لیکي يې، دوه تختو باندې دغه لیکل کیږي، یوه په زیرمتون کې او بله نذر منونکي ته ورکوي.
ابراهیم ارام ارام روان دی هر شي ته ګوري، معبد ته نیږدې يې د کانال سر ته یو لوړه ډبه ولیده چې کېښتۍ په کې ودرېدلې وي، دغه کيښتۍ په لرګو، عودو، قیمتي ډبرو، مسو او سرو بار وې.
ابراهیم د خپل پلار مخ دغه کېښتیو ته راوګرځاوه، آزر وموسید او ویې ویل:
- زویه دا د معبد ډالۍ او د خلکو نذرونه دي.
د خلکو ګڼه ګوڼه او ټیل ماټیل زیات شو، هر سړی کوښښ کوي چې خپل نذر له نورو مخکې ورکړي، د معبد د هغه انګړ په سر چې زیرمتونونه پکې و ابراهیم دوه منزله ولیدل، آزر پوه شو چې ابراهیم د ودانیو په اړه پوښتنه لري، نو ويې ویل:
- دا د معبد د کارکونکو استوګنځایونه دي.
- دا ټولې کوټې د کارکونکو دي؟
- دوی په کې خپلې چارې سر ته رسوي؟
- چارې؟
- د دوی چارې د دولت له چارو نه لويې دي، دولت د خلکو خدمت کوي، خو دوی د خدای خدمت کوي، پاچا خپله د معبد نوکر دی، پاچا د مبعد د جوړولو په ورځ په خپله د اخیړ ټاټکۍ په سر وي، خدایانو ته قربانۍ وړاندې کوي چې ترې ویې منی.
- دا خو ډېرې کوټې دي.
- دا د کاهنانو، د کاهنانو د مشر، د معبد د املاکو د مدیر، د حرم د رئیس او لیکوالانو کوټې دي.
د آزر فکر لږ ګډوډ شو، ده هم هیله لرله چې یوه ورځ همداسې کاهن شي او خپل ژوند د خدایانو خدمت ته وقف کړي، خو بخت ورسره یاري ونه کړه، د خپل ملګري لوجال خبرې يې په غوږ کې وشرنګېدې: (( که دې اوریجاللو ته پیسې ورکړی وای اوس به کاهن او یا د کاهنانو مشر وای))، دې خیال په تنګ کړ، هڅه کوي چې د خپل سر نه داسې خیالونه وباسي، دا ویرونکي خیالونه دي، هسې نه خدایان پرې په غوسه نه شي.
ابراهیم هغه سپيڅلې زناکارې د معبد په لاره کې ولیدلې چې وړې یې ریشلې، پلار ته يې په داسې حال کې وویل چې دوی ته يې ورکتل:
- پلارجانه دا څوک دي؟
- دا هغه ښځې دي چې ځانونه يې د خدایانو خدمت ته وقف کړي دي.
د معبد داخلي انګړ ته ورننوت، معبد يې مخې ته د غښتلو دیوالونو او پياوړو برجونو ننداره کوله، مخې ته یې د ښځې ننکال معبد ودان دی، ورپسې سپيڅلې لار قدس الاقدس ته ورغلې وه.
ابراهیم د وریتې غوښې بوی حس کړ، په معبد کې يې پخلنځي باندې سترګې ولګېدلې، د اوړو اغږلو ځایونه، او د مالونو د حلالکې ځای یې هم ولید،ابراهیم په خپل پلار پسې شاته روان دی، معبد ته ورننوت، د معبد انګړ ډېر پراخه دی، دیوالونه یې په فسیفساء(۱) نقاشي شوي وو، د دې ترڅنګ په سرو، سپينو، زمرودو، فیرزو او مرجانونو سینګار شوي وو، په یو دیوال یې سترګې ولګېدلې، چې په منځ کې يې تاخت جوړ شوی او بیا د سرو په اوبو سینګار شوی و، چې په کې یو بت ولاړ و، د دې بت د آزر له هغه بت سره هيڅ توپیر نه کېده چې آزر په خپل لاس جوړ کړی و، بت په تخت ناست و او په لاس کې يې تبرګی او حلقې نیولې وې.
(یو ډول یوناني مربع الشکل مینا توري ده)
دوام لري
 
بېرته شاته