لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام (یولسمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ابراهیم د دهشت او حیرانتیا په دې پړاو کې خلک ولیدل چې سرونه یې ورته ټيټ کړي، زارۍ ورته کوي، دغه حیرانتیا خو يې هله زياته شوه چې پلار يې په ډېره عاجزۍ وروړاندې شو او په ټيټ غږ يې ابراهیم ته وویل: 

- ابراهیمه سر ورته ټيټ کړه چې د سپوږمۍ خدای نانا دی.
آزر ټيت شو، خو ابراهیم نیغ ولاړ دی، خپل پلار ویني چې له ویرې او عاجزۍ نه بت ته اوښکې تویوي، ښځې او سړي ټول ژاړي او سلګۍ وهي، او تعجب خو دا وه چې ټول هغه بت ته ژاړي کوم چې يې د هغې په شان پلار سهار جوړ کړ، او هغه جامې يې وراغوستي چې مور يې جوړوي.
د هندارې په څېر پاک ذهن ته یې هغه کروندګر ودرېدل چې له بیلابیلو ځایونو څخه راغلي دي، خیراتونه يې راوړي چې د معبد خزانو ته یې واچوي، دوی د همدې بت لپاره راغلي دي، ښاریانو چې سره او سپین راوړي، هغوی هم د دې بت لپاره راوړي دي، هغه کېښتۍ چې د معبد تر څنګ په لرګیو، سپينو، سرو، وړیو او نورو توکو بار دي دا ټول د دې خلکو نذرونه دي چې دې بت ته یې منلي دي، په سپيڅلې زړه کې يې د دې خلکو د خرافاتو پر واندې یو زړی وکرل شو، زمانه به یې خړوب کړي، ونه به شي ګلونه او میوې به ونیسي.
په معبد کې (عاملیو) ازاد، او (مسکینو) د منځنۍ طبقې خلکو سر بیره، غلامان، وینځې،سړي، ښځې، سپين ږیري، بوډۍ ګانې، ځوانان او ماشومان راټول شوي دي، ټولو د نانا مخې ته په ډېرې عاجزۍ سرونه ټيټ کړي دي، یوازې ابراهیم لکه د غر لوړ سر ولاړ دی، هر څه ته په غټو سترګو او خلاص زړه ورګوري، غوږونو ته یې د پلار تسبیحات ورسېدل، چې مردوخ بت ته يې وړاندې کوي:
- ای زما خدایه د هغه څه مصیر تا ټاکلې چې په خپلو لاسو نو دې جوړ کړي.
ډوډۍ دې ورکړې چې ویې خوري، برکتي کړي دي دي او قربانۍ دې ترې منلي دی؛
نو ازی زما خدایه په هغه څه کې برکت واچوه چې ما په خپلو لاسو جوړ کړي،
او د قربانۍ په دود يې د خپل عظمت له مخې راڅخه ومنه.
سترګې یې راوګرځولې، نور ډېر بتان يې ولیدل چې په معبد کې پراته دي، په ذهن کې يې یو فکر وزيږېده، لا د لړو په څېر دی، روڼ او ډېر نرۍ تار دی، ډېر ژر به وپړقیږي او ذهن به يې روښانه کړي: ايا دا بتان په دې توانیږي، چې د ده د پلار دعا ومني؟
آزر خپل لمونځ، دعا او عاجزي پای ته ورسوله، نورې اوښکې يې په سترګو کې کاڼی شوې، بیا د ابراهیم خوا ته ورغی او په ډېر غور يې دمردوخ بت ته اشاره وکړه او ويې ویل:
- زویه لاړ شه، د خدایانو مشر، د پاچاهانو پاچا ته سجده کېږده.
ابراهیم شاته وګرځېد او په منډه له معبده د باندې ووت، پلار يې ورپسې دی، د نانا د برج سره يې ونیو، ورته يې وویل:
- ابراهیمه د خدایانو خدای ته ولې نه ټيټږي؟
ابراهیم د خپل پلار سترګو ته وکتل خو جواب یې ورنه کړه، نو آزر وویل:
- زویه ته لا وړوکی یم، ما چې کله د خدایانو د خدای مخې ته رکوع وکړه، په ډېره عاجزۍ مې ورته سوال وکړ، اوښکې مې له سترګو وبهېدې، او زما په زړه کې يې دا خبره رازرغون کړه چې ابراهیم به د دې خدایانو سره لوی مقام ولري، او په ځانګړي توګه د لوی خدای مردوخ سره.
دواړه روان شول، کله چې بیروني انګړ ته ورسېدل، او هغه دروازه يې ولیدله چې سپيڅلې حرم ته ماته وه، آزر په داسې حال کې وویل ګوندې خپل مستقبل ګوري:
- ابراهیمه هغه دروازه وینې؟
ابراهیم سر وخوځاوه چې هو، آزر په ټيټ غږ وویل:
- ابراهیمه کله چې لوی شې، ددې دروازې مخې ته به ودرېږې بتان به خرڅوې... او خدایان به دې برکتي کړی.
له دې خبرې سره سم د آزر په مخ د هیلو او تلوسو رنګونونه راوټوکیدل، خو د ابراهیم په څېره کې د قناعت هيڅ نښې ښکاره نه شوې.
6
ابراهیم د اور کوڅو ته راووت؛ د خپل نیکه کور ته په لاره دی چې نحو، ژبه، فلکیات، او ستورپوهنه زده کړي، له معبد، برج او سپيڅلې حرم نه تېر شو، په باغونو او شنو پټيو کې روان دی.
په لاره کې يې د ((عاملیو)) بچي ولیدل؛ دا نو د چارواکو، مخورو، سفیرانو ، د معبدونو د څارونکو، د اردو ضابطانو، د ګمرکونو د مامورینو او کاهنانو او په ټوله کې د شتمنو بچي وو چې د تعلیم لګښتونه يې ورکولی شول، له فارغیدو وروسته ته به د معبد، ماڼۍ او شتمنو په خدمت کې وي، ابراهیم په زړه کې کومه کینه او حسد راونه ټوکېده، هغه لا ماشوم دی، په دې برلاسی دی چې په مستقبل کې یو شی شي، که څه هم د اور په کومه مدرسه کې زدکړې نه کوي.
په لاره کې يې ځينې سرتیري ولیدل چې عسکر کوټ ته روان وو، عسکري چارې د(( عاملیو)) بچو ته سپارل کېدې، دوی د اشرافي طبقي څخه وو....دوی په پوځ کې توپچي برخه تشکیلوله، خو د ((مسکینو)) بچي منځنۍ طبقه وه، دوی به په عسکر کوټونو کې خدمت کاوه، او پياده قوه يې جوړوله، مریانو ته د عسکري خدمت ویاړ نه و په برخه.
عسکري ضابطان يې ولیدل چې لوړ سرونه په عسکري یونیفورم کې روان دي، دا يې په ذهن کې تېر نه شول چې سبا ته دې کوم عسکر شي، بلکې د دوی مشرۍ هیله يې په زړه کې راوټوکېده، که څه هم څو ځلې يې له پلار نه اورېدلي و چې پاچا په خپله د دوی مشري پرغاړه لري، ځکه چې په ځمکه کې د جګړې د خدای سیوری دی، بلکې په خپله د جګړې خدای دی.
په لاره کې سوداګر ویني چې بندر ته خپلې سوداګري غوټي وړي، بزګر په خپلو کروندو کې لګیا دي، ابراهیم اسمان ته وکتل، هیله یې لرله چې د دې نا اشنا نړۍ په اړه پوه شي چې دی په کې ژوند کوي.
د خپل نیکه کور ته ورسېد، په پوړیو کې دوهم پوړ ته وخوت، کوټې ته ورننوت، ګوري چې نیکه يې د خامو مسو او د وربشو له شرابو ګډ معجون په سترګو پورې کوي.
ناحور خپل لمسي ته وویل:
- ابراهیمه نن مې سترګې ډېرې ستړې دي، نه شم کولی چې څه درته ولیکم، خو د ستورو په اړه به معلومات درکړم، او په دې به دې پوه کړم چې څنګه په ستورو کې وګورې.
ناحور ابراهیم ته لګیاه شو، د ستورو شمیر یو اویا دی، دا ټول ستوري په درې برخو ویشل شوي چې هره برخه یې یو لوی خدای اداره کوي، دري دیرش يې د انلیل دي، درویشت يې د اونو دي، او پنځلس يې د ((اویا)) دي.
د میاشتو نومونه ورته ښایي، د میاشتو او د سپوږمۍ د پيدا کیدو او ورکېدو ترمنځ اړیکې ورته برسیره کوي، او دا ورته وايي چې کله کال دیارلس میاشتي کیږي، او کله څوارلس میاشتې کیږي، او د نیسان د سپيڅلې میاشتې لومړی ورځې څنګه ټاکل کیږي، ابراهیم له خپل نیکه څخه د خاورې په تخته خط قلم زده کړ، خط به يې له درمې نه په جوړ شوي قلم کاوه، مقیاسونه او وزنونه يې زده کړل، قدم يې زده کړ چې د شلو ګوتو لرونکی دی، پرانستی لاس د پنځلسو ګوتو لرونکی دی، جوړونکی لاس د لسو ګوتو لرونکی دی.
ابراهیم پوه شوه چې ((جوړونکی لاس)) د لسو ګوتو لرونکی او پرانستی لاس د پنځلسو ګوتو لرونکی دی او قدم شل ګوتی لرونکی دی، او څنګل دېرش ګوتې لرونکې ده، او د مساحت او وزن وحدات يې له ((الحور)) نه تر ((قا)) پورې زده کړل، او وزنونه يې له شاقل څخه تر مین پورې زده کړل، له خپل نیکه نه به يې د ستورپوهنې او لاهوت په اړه ډېر اوریدل، نو له نیکه او پلار نه يې زده کړل چې نیکبخته هغه څوک دی چې خدایان ترې خوشاله وي، او بدبخته هغه څوک دی چې خدایان پرې په غوسه وي، د هر مومن په داخل کې یو خدای وجود لري چې له مصیبتونو يې ساتي ، کله چې ګناه وکړې نو خدایان پرې غوسه شي، او د ده په وجود کې شته خدای د ده له جسده ووځي او ځای يې شریر روحونه ونیسي څو په تلپاتې بدبختۍ کې ډوب شي.
له نیکه نه يې زده کړل چې سحر شریر روحونه شړي، د خدایانو دوهم ځلي خوښي په لمونځونو او پاکۍ تر لاسه کیږي، خدایانو چې کله بشر پیدا کړ، نو مرګ یې د ژوند پای وګرځاوه. د انسانانو او خدایانو ترمنځ همدومره توپير دی چې انسانان مري او خدایان نه مري، تلپاتې وي، او انسان له مرګه وروسته ټيټې نړۍ ته ځي، چې بېرته ترې نه شي راګرځېدلی، او له لمانځه نه هدف د انسان د عمر ډېروالی دی، څو له مرګه مخکې د ژوند په خوږو پوه شي، څومره یې له خپل پلار او نیکه نه اورېدلي و چې د نانا خدای ته مخې ته یې په ډېرې عاجزۍ ویل: ((ای خدایه له ګناه مې پاک کړه، او ډېر ژوند راکړه)).
له نیکه نه یې اوريدلي و چې د مړي سیوری له مرګ نه وروسته له جسده ځي او په شریر روحونو بدلیږي، او د شریرو له طبقې سره یو ځای کیږی، تر هغې نه ارامیږي چې جسد نه وي خښ شوی، او د مړي وارثان ترې باید هره میاشت قرباني وکړي څو يې له تکلیفه وژغوري.
نیکه يې ورزده کړي و که څوک مړ شي نو یوازې به خښيږي، خو که باچا مړ شي نو ټوله کابینه، مېرمنې، د سرتیرو ضابطان، نوکران او موسیقاران به ورسره یو ځای خښيږي، دوی ټول به د پاچا قبر ته کوزيږي، مذهبي به مراسم ترسره کوي، بیا به ټول زهر خوري، له خپلو وسلو، موسیقي الاتو، طلايي خنجرونو، او د ټولو قیمتي شیانو سره پرې خاورې اړول کیږي.
دوام لري
 
بېرته شاته