لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( دولسمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ابراهيم د خپل ژور فکر په زور د خپل نفس او نړۍ ترمنځ یو پل وتاړه، ابراهیم يوه ورځ خپل کور ته له ټاکلي وخت څخه مخکې راغی، پلار يې د عشتار بت په جوړولو بوخت و، په دوه زمرو ولاړ او د غشو توبره يې وراغوستې وه، په یوه لاس کې یې حلقوي وسله وه، په بل لاس کې يې لکړه وه چې دوه تېرې وسپينزې څوکې يې لرلې، دا خدای د بشر د منل شويو خدایانو په څېر نه و، دا عشتار و د جګړې خدای. ابرا هیم په غاښ خپله شونډه کيکاږله، عقل يې دا کله منله چې دا دې ښځينه نرینه خدای وي، سهار دې نرینه او ماښام دې ښځينه وي، د خوندونو خدای دې وي، او په عین وخت کې دې د جګړې خدای هم وي، د ابراهیم تعجب په دې هم زیات شو، چې دا ښځینه خدای د انسانانو د بېلارې کولو لپاره ده، مینان يې به شمېره وو، آزر د بت له جوړولو سر پورته کړ او ویې ویل:

- زویه نن وختي راغلې.
- پلاره نیکه مې ناروغه دی.
ابراهیم، ایمتالي او آزر د ناحور پوښتنې ته لاړل، له دوی وړاندې هاران او مېرمن يې ورغلي وو، کاهن یې راوستلی چې وردونه ورته ووايې او د خدایانو غوسه ترې پورته شي، د کاهن غږ لوړ شو:
- کله چې انلیل، انو او آیا زمکې او اسمانونه پيدا کړل....
په ابراهیم خوب چپه راوړه او ویده شو، د مور په غږ راويښ شو چې ورته وایي:
- ابراهیمه.. ابراهیمه! پاڅېږه... ځو.
ابراهیم د خپلې مور سره روان شو، يو څو قدمه لا نه و تللي، یو دم وینځې چېغې کړې:
- له کومې ورځې نه چې مشر ناروغه شوی په کور کې نانخورکان زیات شوي.
د ایمتالي په مخ باندې ویره راڅرګنده شوه، ابراهیم خپلې مور او وینځې ته وکتل خو په هیڅ پوه نه شو چې څه روان دي، بیا يې وویل:
- مورې څه خبره ده؟
- زویه په کور کې د نان خورکانوډېرو والی بد فال دی.
آزر راروسېده، او ويې ویل:
- له کاهن سره مو په دې فیصله وکړه چې هر سهار به لویو خدایانو انو، آیا او انلیل ته درې قرباني وکړو.
ایمتالي وویل:
- ښه مو وکړل.
لویو خدایانو ته قربانۍ وړاندې شوې، کاهن سپيڅلې ډول وغږاوه، او د انلیل ستاینه وشوه، لمونځ يې وکړ، خوشبیانو لوګی شوې، او دعاګانې کوي چې د ناحور عمر وزیات کړي څو ډېرې قربانۍ او نیک عملونه وکړي.
سهار شو، ایمتالي، آزر او ابراهیم د ناحور پوښتنې ته روان شول.
آزر وروسته له هغې ډاډه شو چې کله کاهنانو يې په پلار باندې ټوټکې وکړې څو ترې خدایان راضي شي، خو د ایمتالي فکر په هغو ناخورکانو پورې پورې نخښتی و چې د سپين ږیري په کور کې ډېر شوي دي؛ او ابراهیم په دې هڅه کې دی چې د کورنۍ د حیرانتیا او تعجب لامل وربرسیرن شي، خو د زړه په تل کې يې یوه پوښتنه راولاړه شوه: انسان ولې پيدا شي او ولې مړ شي؟
درې واړه په زینو کې روان دی چې ناروغه وویني خو زړونه یې درزږيږي، آزر له نیکپالۍ سر بیره بیا هم په خپل پلار باندې زړه سوځوي چې له مړینې وروسته به ټيټې نړۍ ته لاړ شي، هغه نړۍ چې بېرته ترې راګرځېدل سخت دي، ایمتالي په دې ویره کې ده چې هغه بد پال به سم وخيژي چې د ناحور په کور کې يې نان خورکانو خبر ورکړی دی، ابراهیم هم خواشینی دی، د نیکه سره يې ښه اړیکه جوړه کړې وه، تر دې چې په مجلس به يې سخت خوشاليدو، که څه هم عقل يې ډېر هغه خرافات نه باورل چې نیکه به یې ورته ویل.
کوټې ته ورننوتل، ناحور به خپله بستره کې پروت دی، سترګې يې پټې کړي کړي او بڼه يې ژیړه شوې ده، آزر يې سر ته ودرېد، ابراهیم يې يو څنګ ته ولاړ دی، او خپل نیکه ته ګوري، ناحور سترګې پرانستې، ابراهیم يې ولید، اشاره يې ورته وکړه چې ورنیږدي شي، ابراهیم ورنیږدې شو، ناحور لاس راپورته کړه او د خپل لمسی په سر يې کېښود، او خپل خوب یې یاد کړ، خوب یې لیدلی و چې د آزر له ملا نه یوه رڼا راوځي او اسمان رڼا کوي، همدغه شیبه يې حس کړه چې ابراهیم هم هغه رڼا ده چې شنه ګنبده به رڼه کړي. ناحور ستړی شو خپل لاس يې د ابراهیم له سره کوز کړ او يو سوړ اسویلی یې وکړ.
که څه هم د کاهن دعاګانو او قربانیو کومه ګټه ونه رسوله، بیا يې هم بل کاهن راوست، کاهن د ناروغ له لیدو وروسته وویل:
- د جبو خنزیر اوه ډوډۍ چې د شږو لاندې شوي وي راته راوړئ.
آزر له کوره ووت چې خنزیر راپيدا کړي او کاهن ته یې راولي، ایمتالي، وینځه او د هاران ښځه ولاړه چې د شږو لاندې ډوډۍ برابره کړي او رايې وړي، خو ابراهیم لرې لاړ او د اسمان ننداره کوي.
آزر خنزیر راووست، وینځې اوه ډوډۍ رابار کړي دي، او کاهن وویل:
- زه باید اور او نغری راوړم
نغری او اور راوړل شو، خنزیر یې حلال کړ، شپږ ټوټې یې کړ او د ناحور د پاسه يې واچولې، زړه يې د ناحور د بسترې تر څنګ واچوه، بیا یې ناحور په سپيڅلو اوبه ولمباوه. دخدایانو د خدای مردوخ بت راوړل شو، په مجمر یې عود واچول، کاهن په ټيټ غږ لولي:
خنزیر دې له ناحور نه ځار وي.
غوښه يې د هغه د غوښي په بدل،
وینه دې د وینې په بدل کې،
شیطان اړ کړه چې ویې مني،
هغه زړه يې د هغه د بسترې لاندې ايښی
ته يې د زړه په بدل کې وبخښه، او ته يې ومنه
کاهن لاړ او دوه ځله يې دروازه بنده کړه ګوندې به کوم شیطان پسې يې بندوي، هغه اوه ډوډۍ يې د بندې دروازې خواته کېښودې، ويې ویل چې سهار کې دې دغه ډوډۍ هغه مهال پورته کړي چې نانا خدای خپل ورځنی سفر پيلوي.
ورځې تېرې شوې خو ناحور له ناروغۍ نه روغیږي، پال پيژندونکی يې راووست چې لوښو کې وګوري، څو معلومه کړي چې ناروغ ټيټې نړۍ ته روان دی او که نه؟
پال پيژندونکی شین سر او خریلې ږيره راورسېد، سپينې جامې يې په ځان دي، د غټو سترګو څښتن و، دوه لوښي يې راوغوښتل په يوه کې اوبه او په بل کې تیل و، دواړه لوښي يې مخې ته کېښودل، د اوبو په لوښي یې دمونه پيل کړل، بیا يې په کې يو څاڅکی تیل وڅڅول. د تیلو حرکت او شکل ته ځير شوی دی، ګوندې ټول قوت يې په سترګو کې راټول شوی دی.
سترګې د ساحر په څېره پورې ونخښتي، هر سړی هیله لرله چې د ساحر په څېره کې انځور شوی احساسات ولولي، او په هغه څه مخکې له دې پوه شي چې کاهن پرې خپلې شونډې پرانیزي، وینځه د کړکۍ مخې ته ولاړه ده، کاهن ته ځير ګوري او له ډېر تشویشه ساه نه اخلي، ایمتالي يې مخې ته ولاړه ده، د هاران ميرمن د هاران سره یو ځای ولاړه ده، دواړه ناحور ته ګوري او ناروغي يې شیبه په شیبه سختیږي، آزر د خپل پلار سره په بستره کې ناست دی، نه پوهيږي چې څه به کیږي.
د وینځې غوږونو ته د مرغه د وزرو غږ راغی، ژر يې د غږ لوري ته مخ وګرځاوه، ګوري چې د کور په انګړ کې ګونګی راکوز شوی او بیرته والوت، د وینځې زړه ودرزېده، کور ته د څېرونکې مارغه راننوتل او بیرته ترې وتل د کور د څښتن د مرګ د اعلان په معنی دی.
ساحر تندی ترش کړ، بیا پاڅېد، سر يې خوځاوه او ويې ویل:
- مړ کیږي.
په کور باندې چوپتیا وزرې خپرې کړې، د ښځو په سترګو کې اوښکې راوخوټيدې، د آزر په څېره باندې قهر او غوسه انځور شوه، هاران نهیلی شو، طبیبان يې له درملنې پاتې راغلل، کاهن د قربانۍ په وړاندې کولو د خدایانو په خوشالولو او راضي کولو کې پاتې راغی، ستورپوهانو او عرافانو باوري کړه چې نور د ناحور ورځې ډېرې کمې پاتې دي، او هغه ورځې يې رارسېدلي چې ټيټې نړۍ ته به کوز شي، داسې نړۍ چې بیرته ترې راختل ستونزمن کار دی.
ابراهیم د دروازې مخې ته یوازې ناست دی، د مرګ او ژوند په فکر کې دی، د هغو ټوټکو په اړه هم فکر کوي چې د نیکه د لومړۍ ورځې له ناروغۍ څخه کاهنانو ترسره کړې، د دغه خدایانو په اړه په فکر کې دی، چې ويې نه شو کولی څو د ناحور عمر زیات کړی، په مرګ او ټيټې نړۍ کې فکر کوي چې څنګه ترې انسان بیرته نه شي راختلی.
ناحور مړ شو، بچو يې ډېر ژر د تکفین او تدفین مراسم ونیول، د هغه د اکرام او درناوی په خاطر يې په تدفین بیړه ونه کړه، بلکې له دې ویرې یې ژر خخ کړ چې که په کور کې يې لاش پاتې شي، نو هغه سیوری چې د ده له جسده بیل شوی، په شریر روح بدلیږي (ادیمو) او شرارتیانو سره یو ځای کیږی، تر هغې به ارام نه وي څو چې جسد خاورو ته نه وي سپارل شوی، د تیاره کور په اړه خبرې وغځېدې، هغه کور چې څوک ورننوځي بیا ترې نه شي وتلی، هغه چې په اوه دیوالونو کې راګیر دی په هر دیوال کې لویه دروازه ده، دغه ځای په تیاره کې ډوب دی،ګوندې تکه توره شپه ده، مړي په کې د مرغانو بڼکې اغوستي، خاوري خوري او په خټو تغذیه کیږي.
په دغه تورتم کور کې هغه چارواکي اوسیږي چې د خدای مرتبې ته نه دي رسیدلي، کاهنان، نبیان، ساحران او ټول بشر په کې اوسیږي، يو ډله چینجیان یې داسې خوري لکه زړښت چې جامه خوري، او بله ډله یې سترګې او پوزې او خيټې له خاورو ډکوي، خو بله ډله ارام په تختونو ناست دي او شراب ګوټي.
ناحور يې خښ کړ او کورنۍ یې راوګرځېده، او خپل ورځني ژوند يې پيل کړ، خو ابراهیم لا تر اوسه په خدایانو کې فکر کوي، او د هغه بتانو په اړه فکر کوي چې پلار يې په خپل لاس جوړوي، بیا ورته کاهنان، ساحران، نجومیان او پاچاهان او عام خلک سجدي کوي، د دغه تیاره کور په اړه په فکر کې دی.
دوام لري
 
بېرته شاته