لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( ديارلسمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ابراهیم د خپل نیکه په مړینه کې فکر کوي، او د هغه کاهن په اړه هم په فکر کې دی چې د مړي د خښولو په بدل کې اوه لوښي شراب، څلور سوه او شل ډوډۍ، یو سل او شل لپې غله یو څادر او تخت واخیستل.

د هغو کاهنانو په اړه هم فکر کوي چې د ناحور د عمر د زیاتیدو په خاطر يې بتانو ته قربانۍ وړاندې کړې او د هغه په اړه هم فکر کوي چې لوښي يې راوغوښتل او په هغې کې يې پال کوت، د دې کار په بدل کې یې ډېر سپين، وربشې، ګډې، او وزې تر لاسه کړې، له ځان سره یې وویل:ایا دا ممکنه ده چې دوی دې خپلو خدایانو ته دومره مخلص وي، که نه دوی له دین نه سوداګري جوړه کړې ده؟
په نفس کې یې د شک زړي وکرل، په کور کې پاتې نه شو، د نانا معبد ته ووت او په غټو سترګو د دینکارو اعمالو ته ګوري.
د اور په کوڅو کې روان شو، هغه ښار چې دین او مذهبي ټوټکې تنفس کوي، په څنډو کې يې د بتانو تسبیح او تمجید راګرځي، فکر کوي چې څنګه په لسګونو خدایان، په دې نړۍ او د خلکو په ژوند واکمن شوي دي، حال دا چې زیاتره يې پلار جوړ کړي دي.
د نانا معبد يې ولید، روان دی، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې يې کاهنان ولیدل، قدمونه يې ګړندي کړل، ګورې چې کاهنانو يوه سړی او يوه ښځه په پړو تړلي او سیند ته يې غورځوي، ځکه چې زنا يې کړې ده، د دغه شین سرو کاهنانو څېرو ته ځير دی، په سر کې يې څه سوالونه راپيدا شول: دغه کاهنان چې دا زناکار او زناکره سیند ته غورځوي ایا دوی سپيڅلي دي؟ هیڅ يو یې دغسې ګناه نه ده کړې؟ که نه، دوی دا حق ځکه لري چې خلکو ته دین ورزده کوي؟ څه چې يې ولیدل، د ده د قناعت وړ نه و، شاته راوګرځېد او روان شو، سپيڅلې زناکارې د سپیڅلې لارې په څنډو کې ناستې دي، نرینه ورته ولاړ دي چې له سترګو یې شهوت راڅاڅي، د دغه مېرمنو په لمنو کې د سپينو یو څو ټنګې اچوي او هغوی ورپسې روانې شي. ابراهیم د دې تناقض په اړه په فکر کې شو: نجونې د خدایانو په نامه زنا کوي، سپيڅلې دي، او نورې په زنا نیسي او سیند ته يې ګوزاري، یو پوست غږ يې په زړه کې راشین شو: کومې ښځې چې سیند ته غورځول کیږي مړوخې دي، خو بل غږ ورپسې مل شو: څوک چې په دې راپاريږي په کار ده چې په دواړو راوپاریږي، که مړوخه وي که فاحشه که د خدایانو په نوم تېروتې زناکاره وي. فاحشي فاحشي ده، باید سپيڅلې ونه ګڼل شي، که د عشتار په نامه هم ترسره شي.
عشتار! عشتار! څنګه د خدایی مرتبې ته ورسیږي؟ هره ورځ يوه معشوقه او یا عاشق لري. د زرغونولو خدای يې معشوقه ده، جلجامش اتل انسان يې عاشق دی، دا که څه هم خدایڼه ده، له بشر سره پرېوتې ده.... دغه خدایان پرې ولې ننګ نه کوي چې هره ورځ يې عشتار کرامت تر پښو لاندې کوي؟ ولې يې له خپلو عاشقانو سره په پړو نه تړي چې سیند ته يې ګوزار کړي؟ آیا خدایانو د زناکار لپاره دا سزا نه ده ټاکلې؟ نو بیا خدایان ولې عشتار او عاشقان يې سیند ته نه ګوزاري؟ د معبد انګړ ته ورسېد چېرته چې د معبد خزانې دي، د خلکو ګڼه ګوڼه وه، په معبد کې د قصر او معبد خلک راټول شوي دي، ورنېږدې شو چې ويې ویني او وايې وري.
د معبد منخښتې د دینکارو او ماڼۍ د خلکو ترمنځ ویشل کېدلې، د خرو د پاسه، چور شوي وربشې، مېوې او جامې بار وې، هر يو له ګډو، څارویو او خنزیرانو څخه خپله برخه اخلي، تر دې چې پاچا، لوی کاهن ایشکاکو او اوریجاللو په دې ډالیو کې برخه لرله چې تېروتو د معبد خدایانو ته ډالۍ کړي وو.
دا چې د پاچا، د ایشاکو او دینکارو خوله ټپه شي؛ نو کاهنان لګیا دی دوی باندې وربشې، غنم، جامې، بزې، او مرغان ویشي. کاهنانو په خپله خوښه او خپل زړه دوی ته دغه ډالۍ ورکولې، څو يې پرمخ د ظلم کړکۍ خلاصې وي او هر وخت چې وغواړي په خلکو ظلم وکړي.
معبد ته ورننوت،د مردوخ، نانا، شماش او عشتار ډبرين لوی بتان ولاړ دي، ترڅنګ يې نور خدایان هم ودرول شوي دي. د پاچا بت هم ولاړ دی او ستاینې او تمجید يې کیږي، پاچا هم خپل ځان د خدایانو صف ته رسولی و، او ویل يې هغه د پاچاهانو خدای دی. بتانو ته په ځير ګوري، دغسې بتان خو يې پلار هم جوړوي، دا ټول بتان د خلکو په لاس جوړ شوي دي، نو دا بتان بیا کله خدایان تمثیلولی شي سره له دې هيڅ بشر خدایان نه دي لیدلي. په زړه کې ډاډه شو چې له دې بتانو به انکار کوي. سترګې يې د بتانو مخې ته په خوړو ولګېدې: عشتار د څښاک اتلس لوښي لري، مردوخ دولس لري، او ټول خدایان په سهار کې شېدې څښي. دا ډبرې په رښيتا هم چې خوار او څښاک کوي؟! که پاچا په هر معبد کې خواړه خوري نو بیا څنګه کولی شي چې په قصر کې له خپلو ملګرو او کابینې سره خواړه وخوري؟دا خدایان خيټور دي، په بابل کې یې خوري، په اور کې يې خوري، په کار شماش کې یې خوري( د شماش قلعه) په ټولو معبدونو کې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپاره دي دوی خوراک کوي، که نه دا د پاچاهانو او کاهنانو وچې دعوې دي؟!
پوزو ته يې خوشبوی راورسېده، د عودو لوګۍ و چې کړۍ کړۍ له مجمر پورته کېده. دا لوګۍ يې ډېر ځله لیدلی دی، خو نن يې د لړو په څېر ویني چې د خلکو له عقلونو راچاپيريږي، او پردې دي چې سترګې يې ړندوي.
دغه سړیو او ښځو ته حیران دی چې بتانو ته به ډېره خشوع او عاجزۍ وړاندې کیږي، په لاسونو کې اوښکې تویوي، او له ډبرو رضا او خوښي غواړي؟! پلار يې، نیکه يې ناحور او تره يې هاران په دې څنګه باور کړی دی، نیکونو يې پرې څنګه باور کړی، سره له دې چې نه ګټه رسولی شي او نه تاوان؟!
له معبد نه ووت، په سپيڅلې لار روان شو، هغه لار چې په څنډو يې سپيڅلې زناکارې ناستې دي، د عامې لارې دروازې ته یې ځان برابر کړ، او هڅه کوي چې د دې عجیبې نړۍ زړه ته کوز شي او په کې پراته رازونه وسپړي.
سویل لویديځ ته یې وکتل، نه پوهيږي چې سترګو ته يې څه شی مجسم کیږي، پلار، مور او تره يې ورته ویلي و، بلکې ټولو خلکو به ویل، هلته يوه دشته ده چې په شیطانانو او اشباحو ډکه ده، ټولو ورته دغه حقیقت باوري کړی و، خو د ده عقل نه منله، عقل يې ورته ویل، دوی چې ډېر څه وایی تشې اسطورې او اوهام دي.
قافله يې ولېدله چې د لوړ سمندر په لور يې د روانېدو تابیا نیوله، په زړه کې وایي يوه ورځ به هرمرو لويږي او د دې خلکو په څير به په کاروانونو کې سفرونه کوي او د پلار د شریک لوجال په شان به دا هم په کومه سوداګري قافله کې د دې نړۍ نندارې ته ووځي. اسمان ته يې وکتل، سمندرونو، سیندونو، خوړونو، غرونو، او باغونو ته یې وکتل، پسرلي ګلورینې جامې وراغوستې وې، پټي په کښت شنه شوي وو. مرغان په هوا کې یوې خوا او بلې خوا الوتل، د څارویو رمې په شنیلیو کې څرېدېلې، ځوانان، بوډۍ ګانې، نجونې، هلکان او زلمیان یوې خوا او بلې ګرځې راګرځي، په زړه کې يې د پسرلني باران په څير پوست غږ راورګرځېد: دا نړۍ هرومرو کوم خالق لري، یو غښتلی او ځواکمن خدای لري، که ډېر خدایان یې لرلی نو هر خدای به خپله خبره کوله، نو دا ستر نظام به له منځه تللی و. دا لمر چې له ختيځه راخيژي او په لویديځ کې ډوبيږي، دا سپوږمۍ چې لومړی هلال، ورپسې بدر او بیا ورځ په ورځ وړه کیږي چې میاشت بشپړه کړي، دا موسمونه یو بل پسې راځي، کله هم پسرلۍ له اوړي مخکې نه شو او نه اوړۍ له پسرلي مخکې شو. ډېر دقیق نظام دی چې یو پوهاند ذات يې ادار کوي، دغه بیچاره بتان د دې وس نه لري، د دې نړۍ یو ځواکمن پالونکی دی، خو دغه پالونکی څوک دی؟
له خپل فکر سره یو ځای روان دی، تر دې چې هغه پټي ته ورسېد چې پاچا لوی کاهن ایشاکو ته ډالې کړی و، د خدایانو غوایان یې ولیدل چې ارټ يې تاوو او ځمکې يې خړوبولوې، کاهنانو د ګاونډيانو میوې شوکولې او خوړلې يې، خو کله چې به د ځمکې مالکانو په کاهنانو سترګې راوویستلې هغوی به ورته په سړه سینه وویل چې دا خو خدایانو ته اخلي چې ستاسې په میو او بچو کې برکت واچوي، د هغوی غوسه به داسې سړه شوه لکه په اور چې اوبه واړوي، او په څيرو به یې د خوښۍ نښې راڅرګندې شوې.
په ذهن کې يې ورتېره شوه: باید د دې قربانیانو عقلونه له دې بندګۍ څخه خلاص شي، باید سترګې يې پرانستل شي، د هغو بتانو په وړاندې راوپاريږي چې نه ګټه رسولی شي او نه زیان، د خدایانو په نامه له دوی څخه شیان اخیستل کیږي څو د کاهنانو، پاچا او ایشاکو خزانې ډکې شي، دینکارو د خلکو په ذهنونو کې پیچکاري کړې وه چې خدایان دا وس لري چې د ځمکې پرمخ ستاسې د خیراتونو په برکت ستاسې عمر زیات کړي!
ابراهیم کور ته راغی، وروڼه يې ناحور او هاران دواړه په انګړ کې لوبې کوي؛ کله چې ابراهیم ولېده دواړه ورغلل، ناحور ورته وویل:
- ته چېرته وې؟ پلار مې درپسې ګرځېده.
- پلار مې چېرته دی؟
- په خپل محراب کې لمونځ کې کوي.
ابراهیم معبد ته ورغی، ګوري چې پلار يې د سپوږمۍ بت مخې ته ولاړ دی، او په ډېره تلوسه او عاجزۍ او ایمان ورته وايي:
ای ربه، ای هغه خدایه چې ځواک يې د ځمکې او اسمان ترمنځ غځېدلی دی، ای هغه خدایه چې بارانونه او موسمونه راوړي،
او په ژوندیو باندې سهار کوې،
ای په اسمان کې د لویو سپارښتنو خدایه.
ای خدایه چې اسماني او ځمکني روحونه دي تسبیح وايي
ستا اراده په اسمان کې ځليږي،
تاته سوال کوو چې په ځمکه کې دې موږ ته اراده برسیرنه کړه،
ستا اراده عمر ډېروي، او هیلې غوړوي.
او هر کائن ته رسیږي.
او ته د خلکو په قدر کې عادل ذات يې
او هیچا ته د دغه راز نه پرده نه لرې کیږي،
ته د خدایانو خدای یې هيڅ سیال او مثیل نه لري.
ابراهیم د دې دعا په اړه فکر مند شو، ایا دا د هغه خدای صفتونه دی چې پلار يې په خپل لاس جوړ کړ؟! هغه خو هیڅ ځواک نه لري، له دې عاجز دی چې بارانونه دې ووروي، له دې عاجز دی چې اراده دې ولري، که په ځمکه کې نوم لري، خو په اسمان کې هيڅ شی نه لري.
ابراهیم د خپل پلار غږ ته متوجه شو چې له لمانځنې وروسته يې ورته وکړ:
- ابراهیمه چېرته وې؟
- معبد کې وم.
د آزر تندی وغوړېد، ابراهیم معبد ته تللی چې خدایانو ته لمونځ وکړي او په ځمکه کې يې عمر زیات کړی، خو دا يې په خوا خاطر کې ونه ګرځېدل چې ابراهیم معبد ته د خدایانو، ایشاکو، پاچا، اوریجاللو او کاهنانو او دینکارانو په اړه شک بولی دی.
پلار يې د بتانو جوړونې خونې ته روان و چې ويې ویل:
- د ځينو خدایانو د بتانو له جوړولو خلاص شوی یم، وايې اخله او ویې پلوره.
ابراهیم، مردوخ، عشتار او نانا رابارکړي، معبد ته روان دی، په لاس کې يې اړوي رااړوي او ملنډې پرې وهي، او تعجب کوي: څنګه یو هوښیار انسان دې بتانو ته سر ټيټوي چې نه کومه ګټه رسولی شي او نه زیان؟ دا څنګه کېدلای شي چې د دې اراده دې د دوی ژوند اوږد کړي او د دې رازونو ته هيڅوک نه شي رسېدلی؟
د معبد مخې ته ودرېد، بتان يې په لیکه کې ودرول، او غږ يې کړ:
- دا څوک اخلي چې نه ګټه رسولی شي او نه زیان، دا څوک اخلی چې نه ګټه رسولی شي او نه زیان؟
غږ يې د خلکو غوږونه ته ورسېد، په رڼا ورځ د معبد مخې ته د دوی د خدایانو سپکاوی کوي، ټول لکه سرې مچې راوبوګنېدل، له سترګو يې د قهر او غوسې بڅرکې الوځي، یو سړي نېت وکړ چې ویې وهي، بل ورته وویل:
- د خدایانو انتقام ته يې پرېږده، دوی به ترې غچ واخلي او سخت عذاب به ورکړي.
دوام لري
 
بېرته شاته