لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( څوارلسمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ابراهیم، مردوخ، عشتار او نانا رابارکړي، معبد ته روان دی، په لاس کې يې اړوي رااړوي او ملنډې پرې وهي، او تعجب کوي: څنګه یو هوښیار انسان دې بتانو ته سر ټيټوي چې نه کومه ګټه رسولی شي او نه زیان؟ دا څنګه کېدلای شي چې د دې اراده دې د دوی ژوند اوږد کړي او د دې رازونو ته هيڅوک نه شي رسېدلی؟

د معبد مخې ته ودرېد، بتان يې په لیکه کې ودرول، او غږ يې کړ:
- دا څوک اخلي چې نه ګټه رسولی شي او نه زیان، دا څوک اخلی چې نه ګټه رسولی شي او نه زیان؟
غږ يې د خلکو غوږونه ته ورسېد، په رڼا ورځ د معبد مخې ته د دوی د خدایانو سپکاوی کوي، ټول لکه سرې مچې راوبوګنېدل، له سترګو يې د قهر او غوسې بڅرکې الوځي، یو سړي نېت وکړ چې ویې وهي، بل ورته وویل:
- د خدایانو انتقام ته يې پرېږده، دوی به ترې غچ واخلي او سخت عذاب به ورکړي.
- که مو پرېښود نو خدایان به په موږ غوسه شي، په ځمکه کې به موږ ژوندي ننباسي.
- لا هلک دی ایمان یې زړه ته نه دی ننوتلي، خدایان به ورته لارښونه وکړی.
- باید ادب ورکړل شي.
- که غواړي چې د خدایانو کرامت وساتې، نو قیمت یې ورکړه او ترې وايې اخله.
- زه له داسې چانه خدایان نه اخلم چې په موږ او په هغوی ملنډې وهي.
سړی ترې په شا شو، له سترګو یې د غوسې بڅرکې الوتل، خو ابراهیم ډاډه زړه ولاړ دی، خلک يې په سترګو کې ډېر کم راغلي:
- دا رانه څوک اخلي چې نه ګته رسولی شي او نه زیان.
یوه سپيڅلې زناکاره له دې ملنډو نه په تنګه شوه، ورپاڅېده او د عشتار بت يې ترې واخیست، څو خپل خدای له سپکاوي نه وژغوري. دا پرې سخته تمامه شوه چې یو زلموټی دې د دې د خدای سپکاوی کوي او دا دې ګوري او اورې دي، مخکې له دې چې بیرته ورګرځي ویې ویل:
- که مهربانه نه وای، هرمرو مرو یې درباندې کومه ټکه راپریوسته، خو په مهربانۍ پسې يې مه ځه، که يو دم په بله شو، نو بیا دې خیر نشته.
ابراهیم ورته موسکی شو، ښځې وویل:
- په تا کې د ځوانۍ نشه ده، سبا چې لوی شې پوه به شې چې د خدایانو ته عاجزۍ خوند څومره دی، او د قربانۍ خوند څه دی.
له ځان سره وبوڼېده:
- د قربانۍ خوند څومره دی!
بیا يې ابراهیم ته لاس وغځاوه او ورته يې وویل:
- ته ماسره راشه چې د قربانۍ خوند دروښایم، د ایمان په خوږو دې پوه کړم.
ابراهیم له خپلې مخې لرې کړه، راورګرځېد بتان يې بار کړي او زړه یې یو څه سپک شوی دی، د هغه بتانو په اړه د زړه تڼاکې یو څه ماتې شوې چې نه څه ویني او نه څه اوري خو خلکو په خدای ولۍ نیولي دي.
د ساحل په غاړه روان دی، فرات خوږ روان دی چې په لوی ځلیدونکې بحر الشمس کې ګډ شي، په زړه کې يې ورتیره شوه چې په بتانو نورې ملنډې هم ووهي، د بتانو سرونه یې په فرات کې ومنډل او ورته يې وویل:
- لږې اوبه نه څښئ!
لوجال په سوداګري قافله کې کور ته په لاره دی، ابراهیم یې له لرې ولېده چې په خدایانو ملنډې وهي، ورته ودرېده او له لرې يې څارې.
لوجال به کله ناکله د خپل قوم په معتقداتو ملنډې وهلې خو هیڅکله يې دا فکر نه و کړی چې د خلکو په وړاندې دې دې پرې ملنډې ووهي، دا يې هم په خوا خاطر کې نه ګرځېدله چې د دې زلمي غوندې دې پرې ملنډې ووهي.
ابراهیم خو ډېر زړور دی، د خلکو د سترګو په وړاندې د دوي په خدایانو ملنډې وهي، بتان سپکوي که څه هم يې پلار جوړ کړي او رزق يې په کې دي.
لوجال ابراهیم هم هغسې څاري، او له ځان سره وایي:
- ځوانه ته به هرومرو د خپل پلار او خدایانو په وړاندې يو بل موقف ولرې!
دوام لري
 
بېرته شاته