لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( پنځلسمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 شپه راوختله او ابراهیم لاړ چې ویده شي، خو خوب یې له سترګو تښتېتدلی و. فکرونه يې په سر باندې د څپو په څېر راخورېدل، په نړۍ او په هغه ځواک کې يې فکر کاوه چې دغه نړۍ يې پنځولې او پرمخ یې روانه کړې ده، دا نړۍ یو خدای لري چې هیڅ شریک او سیال نه لري، روح يې د همدغه لوی خدای په لوري کشیږي او مینه ورسره پیدا کوي.

اور د سکون په غېږه کې وېده دی، هیڅ ډول غږ نه راخیژي، تکه توره شپه ده، کوټې ته د رڼا څرک نه ننوځي، مګر کومه رڼا چې د ابراهیم په زړه کې راشنه شوې، کولی شي چې په ذهن کې یې راټوکېدلي فکرونه په څرګند ډول وویني. خوب وتښتېد، ابراهیم راپورته شو، د کور انګړ په لور خلاصې کړکۍ ته ودرېده، خوږ نیسم راوالوت، د ده له مخ سره لوبې کوي، روح يې راويښوي او فکر يې تغذیه کوي، دا نسیم کله دومره نرم شي ګوندې نړۍ شبنمې تنفس اخلي او کله دومره انقلابي شي ته واه نړۍ لوګۍ او اور له خولې وباسي.
ابراهیم اسمان ته وکتل، اسمان تک شین، پاک ستره دی، د وريځې څاڅکې پرې نه ښکاري، که همداسې شین پاتې شي، نو څاڅکی اوبه به ترې راونه څاڅي، زمکه به وچه شي. مړه به شي او هر څه به لمنځه لاړ شي.
دا نړۍ ژوندۍ ده او په دې کې د الله روح چلیږي... او هغه ساه ګانې په کې چلیږي چې د الله له لورې دي. ابراهیم احساسوله چې روح يې د رب روح ته لوړیږي، او په یوې داسې سرکښې هیلې سره د خپل ټول وجدان سره په دې سکون کې ویلي کیږي.
له دومره ستر سکون سره احساسوي چې تر څنګ يې هر شی په ژوند درزيږی، او دا نبض باید له يو تلپاتې ژوند څخه وي... ژور ژوند، داسې ژوند چې راز یې په هر شي کې غلغلي کوي، خو دغه تلپاتې ژوند چېرته دی؟ او دغه ژور ژوند چېرته دی؟ او دغه راز.. دغه د ژوند راز چيرته دی؟
په پوړیو کې ښکته راروان شو، په زړه کې يې تسبیحات لوستل کیږي، که څه هم شونډې يې نه خوځيږي: " بېشکه چې ته په هر څه کې یې، په هغه اوبو کې یې چې په نړۍ کې څپې وهي، د ګلونو په وږمو کې يې، د مېوو په پخوالي او د ونو په شینوالي کې يې، په اسمان کې يې ، له اسمانونو د پاسه يې، زما زړه پرې پوهيږي.. روح مې دې احساسوي؛ خو زه غواړم چې ودې وینم..غواړم چې درشم... خو څنګه درشم؟"
د کور انګړ ته راکوز شو، ډېر عاجز ولاړ دی، يوازې هغه غږ اوري چې د زړه له تله یې راخيژي، یو کریړی دی چې د خپل تېره غږ په څوکه د شپې د چوپتیا جوهر وهي، مخ يې وګرځاوه، غږ د آزر له هغې کوټې راوځي چې په کې بتان جوړوي، ورغی د کوټې دروازه يې خلاصه کړه، ټپه تیاره وه، په لومړي ځل يې څه ونه لیدل.
سترګې يې د تیارې سره بلدېږي، ملخان يې ولیدل چې د خدایانو په مخونو باندې له ببرو پښو سره ګرځي، په غوږونو کې يې ننوځي.
ويې ویل:
- ژبې ګونګۍ دي، او غوږونه کاڼه دي، پل له ځایه نه پورته کیږي، بېوسه بتان دي چې نه ګټه رسولی شي او نه تاوان.
له کوره د باندې ووت، له یوې پراخې نړۍ سره مخ شو، ډېره لويه او پراخه نړۍ ده، هره خوا چې مخ وګرځوي او سترګې واړوي، احساسوي چې نړۍ يې روح ته راروانه ده چې ورسره يو ځای شي، یوه لویه خوشالي پرې وزرې غوړوي. تروږمۍ کډه په سر روانه ده،چې ځای يې رڼا ونیسي، داسې رڼا ده چې د سر له سترګو يې وړاندې د زړه سترګې ویني.
اسمان ته یې سترګې پورته کړې، څو هغه ژور حقیقت ورته برسېرن شي چې په اړه يې په ډېره تلوسه کې دی، او د هغه خدای حقیقت ومومي چې په وجود کې يې د وینې په څير بهیږي، د شپې په زړه کې يې شونډې په دعا پرانستې:
- یا ربه! زه مینه ناک یم.. زړه مې تا پيژنې.. روح مې تا احساسوي.. مخ دې غواړم.. غواړم ودې وینم..
خپل نفس یې پاک کړ، او خپل روح يې لوړ کړ، نېږدې وه چې د حقیقت روح يې لیدلای وای، خو لا د خپل خدای د مخ په لټه کې دی، بیا یې پر شونډو د دعا ګلابي تورې په ټول باور او مینه راوټوکیدل:
- مخ دې غواړم... خدایه مخ دې راته راڅرګند کړه... غواړم چې ودې وینم.
بې سپوږمۍ او بې ستورو شپه وه، د وروستۍ میاشتې له شپو څخه یوه شپه وه، د مشتري ستوری ښه ځلیده، ورته ځير شو، او په اړه يې په فکر کې شو، وجد یې لکه د سپينو زرو د چینو په څېر راخوټيږي، او د روح له ګلابه یې لیچې تاو کړي دي، یو عجیبه ډاډ يې حس کړ ، په خوښۍ يې وویل:
- دا زما رب دی!
خیال يې وکړ چې د پيچلي راز کونجي په لاس ورغله، د تلپاتې ژوند راز، ژور ژوند، ايا خدای ورته له مخه حجاب لرې نه کړ!
سترګې يې اسمان ته پورته کړې او په تندي کې یې خوښي ځلیدله، نېږدې ده چې د پوهې ډېوه يې په زړه کې راشنه شي، خدای ته يې لاره وموندله. خو ناڅاپه يې د خوښۍ او خوشالۍ سرچينه وچه شوه، د پوهې ډيوه يې مخکې له دې چې په زړه کې ځای په ځای شې تته شوه، خدای له اسمانه ورک شو، د ژوند په دښته کې يې له مرستندویه پرته یوازې پرېښود.
خدای پناه شو، ایا خدای پناه کیږي؟ نه... زه پنا کېدونکي نه خوښوم.
ابراهیم بېرته کورته راوګرځېد،خو نهیلۍ يې زړه ته لاره ونه کړه، د خدای نور یې وجدان ته کوز شوی دی، که څه هم سترګې يې د هغه له موندولو پاتې راغلي، هغه خدای چې دا ورسره مینه لري، او زړه يې ورپسې نخښتی، هيڅکله به يې د حیرانتیا په سمندر کې طوفانونو ته يوازې پرينږدي، بیشکه چې مینه تر هغې نه بشپړیږي څو چې مین په خپله مینه کې ورک نه شي. خپلې بسترې ته لاړ او ویده شو، خو نفس یې ويښ دی او د هغه ذات د مخ ننداره غواړي چې دا يې په لټه کې دي، که يې د ستورې رڼا له سترګو نه د یوې شیبې لپاره تلپاتې حقیقت یوړه، نو خپله هم ژر له منځه لاړ او ويې نه مانه، ژور حقیقت لا تراوسه د نړۍ په زړه کې درزيږي، که څه هم ور رسېدلی نه دی. موجود دی خو لا يې پرې لاس نه دی ایښي، په ژوند کې هر شی د بدیع ذات په وجود ګواهي ورکوي، د هغه د قدرت او ارادې ګواهي ورکوي.. که د شپې د ستورې په رڼا تېروتو نو بیا هم خپلې پلټنې ته دوام ورکوي چې د ځمکې او اسمان خالق پیدا کړي.
له خوبه راويښ شو، انګړ ته ماتې کړکې ته ودرېده، اسمان ته ګوري، هغه اسمان چې دا يې ځان ته راکش کړی دی، په اړه يې فکر کوي، له چاپیریال سره يې پيوستون پیدا کړ، او له نړۍ سره يې مینه پیدا کړه، په خپل روح وجود ځان ته راکشوي، او د هغې مینې پراختیا احساسوي چې په وجود کې يې راشنه شوې ده، خو هغه زړی چې یې په وجدان کې کرلی دی، لا تراوسه په روحي تېغ نه دی اوښتی، هغه چې له طبیعت څخه يې لوړوي.
لا تر اوسه د طبیعت په ځنځيرونو تړلی دی، هغه طبیعت چې دا يې په غېږه کې اوسیږي، روح يې په هڅه کې دی چې په يوې سپيڅلې رڼا واړوي څو وکولی شي د تیارو زړونه څېري کړي او تلپاتې حقیقت ته ورسيږي. 
هرې خواته ګوري: اسمان.. وريځ..ونې..مرغان.. د پټيو وږمې.. د سیند رڼې اوبه.. دا ټول د ده زړه ته د خالق رسولان دي، زړه یې د الله په مینه ډکوي، تر اوسه لا د خپل فکر بندي دي... د خدای د مخ د لیدو فکر.
ښکته راکوز شو، هر څه په خپل روح راکشوي، روح يې خوشاليږي، یوازې يې هغه تلوسه څه ناڅه نا اراموي چې الله ته ورغلې، هغه چې په لټه کې يې دی.
د وږمې په څېر د کور انګړ ته راکوز شو، احساسوي چې نوی زېږېدلی دی، دا له هغه زوکړې ډېره لویه ده چې ایمتالي څو کلونه وړاندې وزېږاوه. د کور ځانګړي معبد ته ورسېد، غوږونو ته یې د پلار، مور، وروڼو، ناحور او هاران غږ ورسېده چې بتانو ته لمونځ کوي، حیران شو چې څنګه يې پلار، مور، وروڼه، تره هاران او نیکه ناحور هغو بتانو ته سجدې کوي چې پلار يې په خپل لاس جوړ کړی او شېبه وړاندې پرې ملخان ګرځېدل، دوی نه شو کولی چې هغه ملخان له ځانه وشړی، نفسونو يې روحونو ته ماتې ورکړې او عقلونه یې له منځه وړي دي، د نیکونو دودونو او تقلیدونو پرې داسې ګونډې خښې کړي چې د دوی هغه باطني رڼا يې ګل کړې په کومه چې يې د زړه سترګې د خالق رسولان، ویني د سهار نسیم، د ونو د پاڼ موسیقي، د لمر غروب او د لمر راختل ټول د الله رسولان دي.
په دې پوه شو چې بتان په څرګنده بیلاري ده، او دا پراخه نړۍ یو خالق لري، کله چې یې هم رایاد کړي سینه يې پراخه او زړه يې خوشاله شي، که څه هم يې لا الله نه دی لیدلی، خو الله ته په ورغلي لاره باندې يې تازه پل ايښی دی. د خپلې خوږې مور، پلار او وروڼو مینې يې په زړه هجوم راوړه، دا نو څومره بده خبره ده چې دوی دې په دې څرګنده بیلارۍ کې سرګردانه پريږدي، د زوی ولۍ خوږه مینه د دې لامل شوه چې ډېر ګواښمن کارونه په سر واخلي، څو خپل خواږه مور او پلار او ورڼه وژغوري، دوی باید له باطل نه حق ته راوباسي. خو د عقائدو له سپکاوي څخه به بل خطرناک او لوی کار چیرته وي،تر هغې به بل خطرناک کار چیرته وي چې یو څوک د ټول ملت په دین پسې کولنګونه راواخلي او له بیخه یې نړوي.
که څه هم د لمر وړانګو ټول معبد نیولی و، خو ابراهیم یې په تیارو کې ډوب ویني، آزر او کورنۍ په دې باور دي چې دوی تلپاتې حقیقت ته تر ټولو نېږدې خلک دي، د خدایانو خدای مردوخ ته نیږدې خلک دي، خو ابراهیم يې ګوري چې د باطل او ناروا په جبو کې نخښتي دي، دوی خو بتانو ته له پاچېدو او درناوي مخکې خپل ځانونه وینځي، نوې جامې اغوندي، خو روحونه یې هم هغسې خیرن دي، تر هغې پاکي به بله چېرته وي چې يو څوک احساسوي چې په پاکو اوبو خپل روح پریمنځي.
ابراهیم معبد ته ورننوت، بت ته ورړاندې شو، ډېر سخت درد احساسوي، دغه درد يې له خپل موقف نه په شا نه شي ګرځولی، په دې پوه شوی دی چې نیکبختي د دردونو څخه په اجتناب او لري والي کې نه ده، بلکې د چا د مینې په خاطر يې په بارولو او تحمل کې ده.
یو دم جلالي شو، بت يې راواخیست او لرې يې ګوزار کړ، له هرې خوا نه د انکار چېغې راپورته شوې، د ټولو په تندیو باندې د خفګانې نښې راڅرګندې شوې، د ایمتالي رنګ ژیړ واوښت، زړه يې په درزېدا شو، له دې وډاره شوه چې خدایان به یې په زوی باندې ستر غضب رانازل کړي، آزر په بت پسې وارخطا منډه کړي ژر يې په غېږ کې راواخیست، نېږدې وه چې له غوسې نه یې زاره چاودلې وای، په ډېره ویره بت پاکوي او ابراهیم ته وایي:
- ته لیونی شوی یې؟ بدبخته دا دې څه وکړل! هرومرو به خدایان په تا باندې خپل غضب رانازل کړي...ستا له دې کاره زه بیزاره یم...
دوام لري
 
بېرته شاته