لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( شپاړسمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 آزر لاړ چې مردوخ په خپل ځای باندې کیږدي، خو ابراهیم د نانا بت پړمخې راوویشت او غږ يې کړې:

- دا بتان څه شی دی چې تاسې ورته نسکور پراته ياست؟
ناحور په غوسه وویل:
- ابراهیمه دا زموږ خدایان دي.
ابراهیم خپل قهرجن پلار ته مخ راوګرځاوه او يې ویل:
- ای پلارجانه، ولې د هغه شي عبادت کوې چې نه څه ویني، نه څه اوري او نه هيڅ ګټه رسولی شي؟!
آزر په قهرجنه لهجه وویل:
- زموږ پلرونو يې عبادت کاوه، ابراهیمه ته اوس زموږ له خدایانو بیزاره یې؟
- زه له هغه څه بیزاره یم چې تاسې يې عبادت کوئ.
ایمتالي خپل زوی ته راوړاندې شوه او ویې ویل:
- ای زویه دا خو زموږ خدایان دي هره ورځ موږ ته ډوډۍ راکوي، که دوی نه وي نو هيڅ به هم نه وي.
آزر هم د خپلې میرمنې خواته ورغی او ابراهیم ته يې په نصیحت پیل وکړ:
- که دا نه وای نو نه به باران ووریږي، نه به وریځ راشي، نه به کوم شینکی له ځمکې راشین شي او نه به سیندونه ډک وبهیږي.
- ای پلاره دا خو تا په خپل لاس جوړ کړي دي، ته يې پالونکی یې، نو پلار جانه هغه دې څنګه پالونکي شي؟
آزر په ډېره نرمه لهجه وویل، ګوندې د خپل زوی له سره نه غلط فکر وباسي، او له زړه نه یې د بتانو په اړه شک وباسي:
- زویه دا ده هغه چا رمز او سمبول دی چې ویره يې اسمانونو ته رسیږي، او سیوری یې په ټولو اقانیمو باندې خپور دی، او لوړي يې اسمانونو ته رسیږي، دا د هغه چا رمز دی چې مشران او امیران ورته ډالۍ او سپيڅلي قربانیانې وړاندې کوي، لمونځونه ورته کوي او په ډېر خشوع او خضوع ورته ولاړ وي.
ابراهیم یو بت رواخیست او د هغوی په مخ کې يې میده میده کړ، بیا یې وویل:
- ای پلاره ښه ورته وګوره نه ځان ته کومه ګټه رسولی شي او نه له ځانه سپکاوی ستنولی شي؟ دا څومره سپک خدای دی چې ما يې په خپل لاس ورمیږ مات کړ.
ایمتالي په ویرېدلې لهجه وویل:
- چوپ شه، ابراهیمه غلی شه خدایان دې دا خبرې وانه اوري،که نه ټيټې نړۍ ته به دې ولیږي د چینجو او عذاب نړۍ ته.
ابراهیم په مسخره وویل:
- لکه چې زما خبره دې سمه وانه وریده؟
د مردوخ اوږدو غوږونو ته یې لاس ونیو او ویې ویل:
- د دې اوږدو غوږونو څه ګټه چې هیڅ نه اوري؟ او دا غټې سترګې د څه لپاره چې هیڅ نه ویني؟ او دا دوه شونډې د څه لپاره چې خبرې نه کوي؟ او دا پوزه څه ګټه لري چې څه پرې نه شي بویولی؟
بیا یې مور ته مخ راوګرځاوه او ویې ویل:
- مورې مه ویريږه، ستاسې خدایان له دې ډېر عاجز دي چې ماته کوم زیان ورسوي.
ناحور د پلار او مور د خوښۍ لپاره په ابراهیم چېغه کړه:
- ابراهیمه چوپ شه، زموږ خدایان د دې وس لري چې ډبره درنه جوړه کړي.
ابراهیم په ترخه لهجه ځواب ورکړ:
- زه هغه چاته تعجب کوم چې رڼا ویني او سترګې پټوي چې رڼا يې نظر ونه تښتوي، ستاسې خدایان هیڅ شی هم نه دي، که يې کوم ځواک او يا اراده لرلای، نو زه به لومړی څوک وم چې سر به مې ورته ټيټ کړی و او د هغه ارادې ته به مې سجده کړې وه، خو دا له دې عاجز دی..
ازار، ایمتالي او ورور يې وویل:
- ابراهیمه، دا زموږ د پلارونو خدایان دي! هغوی یې عبادت کاوه، نو موږ يې هم عبادت کوو.
ابراهیم ورته په ډېر ترحم او زړه سوی ورکتل او ویې ویل:
- تاسې او هغوی ټول بېلارې وو.
9
کاینات غلي شول او نړۍ ویده شوه، خو ابراهیم ویښ دی، په نړۍ کې فکر کوي.
مور يې ورننوتله، ورته يې وویل:
- ابراهیمه، ډوډۍ نه خورې؟
ابراهیم وویل:
- مورې مننه.
هغه د سهار راهیسې له اتامه څکه نه ده کړې، هغه د روح خواړه غواړي، د حقیقت خړوب غواړي، تمه لري چې اله به ورته خپله تجلی ور وښايي. مور يې د ابراهیم خواته خټو جوړه ډېوه کېښود، چې د تیلو په منځ کې فلتې لامبو وهله، او رڼا يې په دیوالونه ګډېدله. ابراهیم په دغه رڼا خوشاله نه شو چې چاپیره يې کوله، په خپل زړه کې یې د رڼا لار څارله، په هر شي کې یې د الله د رڼا د پيدا کېدو هڅه کوله، خپل ټول وجود يې سترګې سترګې و چې د الهي ذات جمال وویني، د تجلیانو انوار وویني.
د خپل خدای پيژندلو ویلي کاوه، د حقیقت جوهر ته د رسېدو تلوسې راخیستی دی، استقرار او سکون ته د رسیدو تلوسې، هغه په کور کې پر پاتې کېدو خوښ نه دی، باید له کوره پراخې نړۍ ته ووځي چې د وجود خزانې ومومي او روح يې شتمن شي، د هغه سپيڅلې کونجي په لټه کې دی چې د اسمانونو د رازونو قلفونه پرې پرانستل کیږي، څو يې سترګو ته حقیقت برسیرن شي.
له خپلې بسترې راپورته شو، احساسات يې په ایمان او باور چارج شوي دي، خو احساسات يې لا تر اوسه اضظرابي دي، لا تر اوسه یې د اسرارو کونجیانې لاس ته نه دی ورغلي چې د رڼا نړۍ پرې پرانیزي.
لاړ چې ولامبي خپل ځان او روح دواړه پاک کړي، ويې لمبل، پاک زړه، پاک روح او پاک بدن له کوره ووت، د الله پلټنه بیا پیلوي.
د نړۍ په غېږه کې پریوت، ورته غوږ او ځير شو، زړه يې خلاص کړ، احساسوي چې شا او خوا يې هر څه ژوندي دي او روح په کې چلیږي، ان هغه ځمکه چې د ده د پښو لاندې ده هغې کې هم ژوند درزيږي، ان هغه لوړ غرونه هم د نورو کایناتو په څېر د الله لوی بیانوي او د هغه د وجود ګواهي ورکوي، کوم روح چې په کې ځغلي هغه په ټولو شیانو کې ځغلي: په ونو، اوبو، وږمو او اسمان کې ځغلي، نفس يې له سرکښه نشي او وجدان یې د نړۍ له ټولې ښکلا ډک شو، په هر هغه شي چي يې سترګې لګیږي نوې معنی يې پیدا کړې، د خپل روح او د نړۍ د روح سره پر عجیبه تناسق او پيوستون خوښ او خوشاله شو.
احساسوی چې له لطافت نه جوړ شوی دی، ګوندې يو شفاف روح دی چې د جسد له قیده ازاد شوی دی او اسمانونو ته الوت کوي، او بصیرت يې د الله د ذات پر ښکلا ډک شوی دی.
د بدن رګ رګ يې همدا تسبیحات وايي:
- ای پالونکیه ذاته، دا نړۍ دې چټې نه ده پيدا کړې.
نېږده ده چې د وجود په خزانه لاس کيږدي، او په بصیرت يې راخورې شوې پردې لري کړي څو د ژور حقیقت مخ وویني، تلپاتې حقیقت، ازلي حقیقت؛ مګر هغه فکر ته بېرته راوګرځېد چې پر ده واکمن شوی و، په ډېره تلوسه يې وویل:
- ای خدایه ته چېرته يې.. ستا د مخ ننداره غواړم.. غواړم چې ودې وینم.. یا ربه خپله تجلی راباندې ولوروه.
سترګې يې اسمان ته پورته کړې، سپوږمۍ شغلې کولې، په خپلو پستو ساحرانه وړانګو يې هر لطافت نازاواه، هر شي ته چې به یې پوست لاس ورسېد، سپيڅلی روح به يې په کې وتخنووه، سپوږمۍ له ځان سره اخیستی، دا خو هم هغه سپوږمۍ ده چې تېره شپه يې ولیده، خو نن په کې نوي څه ګوري، داسې څه چې مخکې يې په کې نه و لیدلی. دا چې د کومې رڼا په لټه کې دی همدا رڼا ده..دغه ځل دی.. او همدغه نور دی. همدا لوړتیا ده، دغه دی ازلي حقیقت یې سترګو ته وځلېد، د حقیقي وجود حقیقت یې وموند، اوس به نو خپل روح په دغه الهي خزانې شتمن کړي! خوشاله شو، د نړۍ ټوله ښکلا يې کشف کړه، حق خدای ته يې لاره پيدا کړه، او سکون يې اخر هم زړه ته لاره وموندل.
سپوږمۍ ته داسې به خشوع ګوري ګوندې په لمانځه ولاړ دی، د وجود هر رګ يې، د زړه هره درزا يې او هره سا یې وايي: " خدای مې وپيژند! هغه تلپاتې حقیقت مې وموند چې د نفس تیارې مې روښانه کړي"
په ډېره عاجزۍ وايي:
- ای ربه له مانه راضي شه..ماته ګران یې نو ای ربه ته دې خپل ګرانښت راپیرزو کړه. زه غواړم چې ستا له مخې لیدل وکړم، ستا له مخې اورېدل وکړم، او ستا په نوم خبرې وکړم، او یوازې ستا په لاره لاړ شم، یوازې ستا لپاره مینه وکړم، او یوازې ستا لپاره غوسه وکړم.
ای خدایه، ته قدیم او نوی یې، نن شپه ځوان يې، او ستا له زړه نه تلپاتې ځواني خوريږي، نو ای خدایه ماته ځواک راکړه، او ماته روح راکړه، ای ربه تا مې له سترګو پردې لري کړې او زما لاره دې په رڼاګانو فرش کړه.
د ابراهیم په زړه کې د ایمان زړی وکرل شو، د توانا ذات د معرفت زړی، او تر هغې به د دغه حقیقت جوهر وربرسیرن نه شي، څو چې يې دغه زړی د روح په ژورو کې تیغ ونه کړي. رالوی نه شي، اسماني څانګې ونه کړي، او له طبیعت نه لوړ نه شي.
- ای ربه زما روح راويښ وکړه، او خپلې سپيڅلې وړانګې راولېږه چې زما تیاره نفس روښانه کړي، او زه په دې خوښيږم چې ستا وړاندې منعکسې کړم او اراده دې په ځمکه کې پلې کړم.
ناڅاپه د سپوږمۍ رڼا ورکه شوه او د ابراهیم زړه په درزېدا شو، سترګې يې اسمان ته پورته کړې چې وګوري د خدای مخ څه شي پنا کړ، ويې لیدل چې توره وریځ د سپوږمۍ او زمکې ترمنځ حائل شوې او وړانګې يې ځمکې ته نه راپريږدي.
په ابراهیم باندې بیا انديښنې ګونډې خښې کړې، انديښنې یې بیا زړه ته لاره وکړه، لګیا دی د شک د سیورې په وړاندې مقاومت کوي، ځان ته په دې ډاډ ورکوي چې د وريځې پرده خدای ته څه تاوان نه رسوي، که څه هم يې له ځمکې څخه پنا کړی خو د وریځې له پاسه هم هغسې شغلې کوي، شیبې تیريږي او ابراهیم هم هغسې اسمان ته په هیله او انديښنه ورګوري، کله چې د سپوږمۍ له مخې وریځ لرې شوه، او سپوږمۍ يې څرګنده ولیده، نو ويې ویل:
- دا زما رب دی.
خپلې کورنۍ ته خوشاله زړه راستون شو، ګومان يې وکړ چې د نور سرچينه یې وموندله، د نور الانور سرچينه، او د ازلي حقیقت سرچينه.
دوام لري
 
بېرته شاته