لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( اولسمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ناحور او هاران له کوره راووتل او هغه بتان يې رابار کړي چې آزر جوړ کړي دي، غواړي چې د نانا معبد مخې ته یې وپلوري، دواړه خوشاله دي، شیبه په شیبه به د معبد ترڅنګ کوټو ته غلي ورتلل، څو هغه موسیقي واوري چې د معبد کاهنانو به د معبد پيغلو ته اوروله، او دواړه به دسورنې، شپېلۍ، چنبې، رباب او تبلې غږونو ته غوږ وو. او ډېر ځله به يې د معبد سپيڅلو زناکارو سره ټوکې ټکالې کولې، دوی د ابراهیم په څېر د سپيڅلو زناکارو مېرمنو په دغه دنده کومه نیوکه نه کوله، بلکې یو سپيڅلی عمل یې باله، او د دوی مینه يې په زړه کې کرلې وه، ځکه چې دوی د خدایانو په خاطر دغه قربانۍ ته غاړه ايښې وه، د لوړ هدف په لاره کې يې دغه دنده غوره کړې وه!

ابراهیم له کوره ووت چې خپله رمه وپيي، او د خپل لاس خواړه وخوري، زړه یې ورته ویل هغه مال چې پلار يې د بتانو څخه لاس ته راوړي حرام دی، او هوډ يې کړی و چې نس ته به يې حرام مال داخل نه شي، د تلپاتې حقیقت د رڼا لار يې موندلې ده.
ابراهیم خپله رمه په شینلیو کې پرېښوده چې وڅریږي، او هغه په نړۍ کې په فکر کولو بوخت شو، له زړه نه خوشاله دی. شاه او خوا یې هر څه د الله د ذات د ښکلا تسبیح وایي. جړۍ ګلې هرې خوا د ښکلا ننداره کوي، ځمکې شین بخمل اغوستی، په ابي بنفسجې ګلونو او ګلابونو داسې پسولل شوې ته وا چې زمرد او سره یاقوت يې اغوستي دي، د ګلونو دغه تناسق او پیوستون د هغه مبدع فنان تسبیحات وايي چې په هر څه کې د خپلې ښکلا ساه پوکي.
د ابراهیم نظر پراخه شوه، ادراک یې وده وکړه او پر مخ يې د مبدع ذات د ښکلا او قدرت افقونه پرانستل شو، په هر څه کې د هغه ذات ننداره کوي، یوازې رنګونه نه و چې د هغه په زړه کې يې خوښي راټوکوله، بلکې په دې پراخه نړۍ کې چې هر څه ته ګوري په خپل نظر ترې ښکلا راکاږي، او هر څه يې زړه ته نیږدې کیږي او خوږیږي: شاړه ځمکه... خاموشه غرونه.. تېز بادونه..طوفانونه..د اوړي خوړینه ګرمي.. د ژمي سړیجنه فضا.. د سمندر څپې.. ډکې وريځې، او ان له مرګه هم نه ډاريږي، خپل رب سره يې مینه پيدا شوې ده، ټول هغه شیان پرې ګران دي چې د الله اراده په کې چلیږي او ټول هغه کاینات چې په زمکه او اسمانونو کې دي له هغې سره يې مینه پیدا شوې ده.
روح يې ازاد شو، د نفس له زندانه ووت، او احساس يې کړه چې نړۍ یوازې دا نه ده چې دی يې په سترګو ویني، او په غوږونو يې اوري، او له پښو یې لاندې کوي، بلکې نړۍ پراخه ده، د الله په قدرتونو ډکه ده، که څه هم يې له لیدو عاجز دی خو له مینې يې عاجز نه دی، په زړه کې ورسره بې کچې مینه لري.
د رمې په منځ کې یې د ستوري په څېر سپین وری ولید چې یوې خوا او بلې خوا ټوپونه وهي، د هغې په خوښۍ کې يې د الله نښې ولیدلې، د هغې د سترګوپه ځل کې د الله نښه ولیده.
نسیم راوالوت د طبیعت شپيلۍ په ډېر خوند اوشرنګ غږوي، د طبیعت د رباب تارونه شرنګوي، په ډېر لطافت د طبیعت چنبه وهي، داسې ښکاري لکه ټول طبیعت چې یو لوړه له کیفه ډکه موسیقي غږوي، ابراهیم یوه مجهوله خوښي حس کوي، ژوند يې شا او خوا ګډيږي.
د لوی هنرمن تابلوګانې یې د اسمان په پاڼه ولېدلې؛ ډېرې ښکلې تابلوګانې دي، نه وچیږي او نه فنا کیږي. د خدای په روح ژوندۍ دي، د لمر په راختو او ډبیدو کې یې ویني، د شپې په تیاره کې یې ویني، د ستورو او سپوږمۍ په راختلو کې يې ویني، په اوړي ژمي، پسرلي او مني کې يې ویني، په شین اسمان کې يې ویني، له وريځو په ډک اسمان کې يې ویني، د هوا په الوت او خاموشۍ کې يې ویني، د طبیعت په ارامه خوشبویه ساه کې يې ویني، دا تابلوګانې په سکون او حرکت کې ویني، په تیاره او رڼا کې يې ویني، پرلپسې د خدای د مجد او عظمت تسبیح وایي!
ابراهیم د شپې په څېر خاموش دی، خپل سر يې د خالق عظمت ته ټيټ کړ، احساسات يې ژوره لمانځنه کوي، د هغه مبدع ذات لمانځنه، داسې لمانځنه چې ژبه يې پرې نه خوځيږي، له کلماتو او تعبیر نه لوړه لمانځنه ده، هيڅ کلیمات او تعبیر د دغې لمانځنې بلاغت ته نه رسیږي.
د ابراهیم له زړه نه د ایمان او باور رڼا اسمان ته پورته کیږي، او د الله نور له نړۍ د پاسه نه د ابرهیم زړه ته راکوزیږي څو هغه ته ورغلې لاره ورته روښانه کړی.
ابراهیم په خپل نظر او بصیرت کې پراخوالی احساس کړ، او روح يې په هره سیمه باندې وزرې رپوي، دومره لوړ شوی نېږدې ده چې د زمان او مکان له قیده ووځي، د انوارو تجلي یې حس کړه، که څه هم تیارې په سیمه ګونډې لګولي وې، په زړه کې يې رڼا رازرغونه شوه، که څه هم لمر پرېوتې او شفق د تیارې په څادر کې ویلې شوی دی، د روح په اوږده سجده باندې پروت دی، تر دې چې شا او خوا يې د رمې ښکالو حس کړه، له خپل وجد نه راپورته شو او له خپل روحي سفر نه چې اسمان ته یې کړی و بیرته ځمکه ته راستون شو، راوګرځېد چې د روح په غذا خوښ شي، او هغه حقیقت ووینی چې د بصیرت په سترګو يې د سپين سهار په څېر لیدلی دی.
شاه او خوا يې وکتل، تروږمۍ د دنیا په سینه ګونډې خښې کړې دي، خپلو ګډو ته يې وکتل، د هغوی سترګې له خوبه ډکې شوي او ځمکې ته ګوري، شفقت او ترحم يې په زړه کې راوخوټيده، او ویې غوښتل چې په ملا يې د مینې لاس راکش کړي او خپلې سینې ته یې راجوختې کړی، د هغوۍ په ژوند کې د خالق نښې ويني.
اسمان ته يې وکتل، سپوږمۍ لټوي، ازلي حقیقت يې د بصیرت په سترګو لیدلی دی، روح يې د نړۍ له روح سره د خالق په لمنانځنه کې پیوست شوی دی، د الهي ذات جمال يې په ګل کې ولېد، د نسیم په لګېدو کې يې ولید، په شمال کې، په نفس کې، په هر هغه څه کې يې ولید چې د ده شاه او خوا دي، خو سترګې یې لا د خپل هغه عقل په غوښتنه د سپوږمۍ لاره څاري چې لا تر اوسه د روح په څير په رڼا ګانو نه دی وینځل شوی.
سپوږمۍ بشپړه شوې نه وه، بلکې د ورکېدو په لور روانه وه، هغه ساحرانه وړانګې او ښکلا یې نه لرله، کومه چې يې پخوا لرله. ابراهیم ډېر ناارمه دی، ايا خدای دې د یو ګل په څير وي چې تازه شي او بیا ژر مړاوی شي؟ ايا دا کېدا شي چې خدای دې د بل په اراده کې وي او هغه دې راخيژوي او بیرته دې فنا کوي؟
نه دا هیڅکله خدای نه شي کیدای، دغه حقیقت تریخ شو، که څه هم تریخ دی خو د حقیقت ذایقه په کې شته دی.
انديښنه ورته بیرته راستنه شوه، خو نهیلۍ يې زړه ته لاره ونه کړای شوه، د الهي انوارو سره نهیلي چېرته یوځای کیدای شي، هغه انوار چې د خپل عقل لپاره ترې رڼا راخلي. هغې سپوږمۍ ته ګوري چې یوه شپه يې ګومان وکړ چې دا تلپاتې حقیقت دی: " خدای مې وپيژند، هغه تلپاتې حقیقت مې وپيژاند چې د نفسونو تیارې له منځه وړي، او روحونه د الهي رڼا په لور ټیلوهي" خپل عقل ته راستون شو، پوښتنې ترې کوي، نصیحت ترې غواړي، که څه هم لا تر اوسه يې حقیقت نه دی موندلی، دا حقیقت دی چې زړه له ذهن نه ډېر ريښتونی دی، او د زړه سترګې د سر له سترګو نه ډېرې تیزې دي. سپوږمۍ ته ګوري خو عقل يې نه مني، په زړه کې يې داسې نور دی چې د هلال رڼا شرموي، کله چې سپوږمۍ پنا شوه، ابراهیم نړۍ ته وکتلې او ویې ویل: 
- که مې راته رب لارښونه ونه کړي، نو هرومرو به زه هم له بیلارو څخه شم.
دوام لري
 
بېرته شاته