لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( اتلسمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ساره ناسته ده، لکه د هرې پېغلې په څير د ژوند د مهمې پيښې لپاره ځان سینګاروي، نن شپه يې د تره زوی ابراهیم په جرګه راځي، خوشاله ده، په غټو سترګو کې يې خوښي ځلیږي، په شونډو يې داسې موسکا راټوکيږي چې روح يې رڼوي. وینځه يې په تګ راتګ کې څاري او د هغې زړه راښکونکې ښکلا لیونۍ کړې، هرې سترګې چې به سارې ته واوښتې، نو د هغه سترګو د خاوند زړه به یې ځان ته راکش کړ.

ساره په خپل تربور ابراهیم مینه وه؛ ابراهیم ډېر نرم او مینه ناک زړه لره، د غښتلي عقل او نظر څښتن و، د اور د زلمیانو په څير په لهو لعب کې ډوب نه و؛ په هغو هټيو او شراب خانو نه ګرځېده چې د نشیانو چېغې به ترې راختلې، هېڅکله د معبد سپيڅلو زناکارو ته نه ورتلو، په عشتار او د هغه په فسق یې باور نه لاره.
د ابراهیم انځور د ساره په ذهن، زړه او خیال باندې راخور شوی و، ابراهیم د روښانه تندي، غټو تورو سترګو اوږدو ويښتانو او ږېري څښتن و، په لیدو يې سترګې ارامېدې، خو هغه څه چې د لیدونکې زړه او سترګې يې راځان ته راکښلې، د هغه غښتلی عقل، ښکلی روح او منطق و.
د زړه په ژورو کې يې احساس کړه چې د دې او ابراهیم واده به په راتلونکې کې لوی شان ولري، او دا به ډېر مبارک واده وي، داسې نېکبخته واده چې بیخې په اور کې نه دی تیر شوی: د ساحرانه زړه راښکونکې ښکلا او غښتلي عقل او قوي روح واده.
د ساره مور لګیا ده د خپلې لور اوربل جوړوي، زلفې يې چونټۍ کوي چې پر سینه يې راوځړیږي، خپلې لور ته په ډېر مینه ناک نظر ورګوري، ویې نه شو کولی چې د ښکلا په اړه يې خپل حیرانتوب پټ کړي ويې ویل:
- هغه څومره مبارکه ورځ وه چې په تا مو ساره نوم کېښود.
خوږې لورې، د ساره په معني پوهېږې؟
ساره په موسکا وویل:
- خو اميرې ته يې وايي کنه.
د مور په څېره يې خوښي راوټوکېده او ويې ویل:
- د هر پاچا په ماڼۍ کې له هرې اميرې نه ښکلې يې.
ساره موسکۍ شوه، او ويې ویل:
- مورجانې خو هغوی شریفانې دې.
مور يې په ډېر حماست وویل:
- ته له هغو ټولو نه شریفه او عزتمنه يې.
وینځه لګیا ده د سارې جامې جوړوي؛ پوره جوړه وه، اوږده لستوڼي اوږده لمن يې لرله چې په رنګ رنګ تارونو سکوی شوې وه، لاړه چې له صندوق نه یې ګاڼه راوباسي؛ غاړکۍ، هار، بنګړي او پایزبونه و . وینځه په تګ راتګ کې له ځان سره خوږه سندره زمزمه کوي:
ای زما زړه ته رانیږدې ناوکه.
ستا ځلیدونکې ښکلا د ګبينو په څېر ده.
ای زما د زړه زمریه.
زما روح دې بندیوان کړی، پرېږده چې مخې ته دې له وېرې لړزېدلې ودريږم، او ستا له ساحرانه ښکلا نه سترګې ډکې کړم،
خپلې ستړې ګوتې دروغځوم، دغه نیول له ګبینو خواږه دي
زړه دې د مینې تږی دی، او زه پوهیږم چې څنګه خوشالي ورننباسم، روح دې د خوښۍ سندرې وايي، او زه پوهیږم چې څنګه يې خوشاله کړم.
ته زما مولا یې! ته زما خدای يې! او ته زما مشر یې!
ای ګرانه زموږ په کور کې تر لمر ختو ویده شه.
زړونه په خوشالۍ او خوښۍ ودرزېدل او په کور سکون وزرې ورپولې، تر دې چې د مور په سترګو کې يې اوښکې راوخوټولې، وینځې ته يې په ډېر تعجب وروکتل او ویې ویل:
- غږ دې ډېر خوږ دی، زړه ته ننوځي، د زړه تل ته کوزیږي.
وینځې وویل:
- ما هیله لرله چې خپل لوی خدای نانا ته سندره ووایم، زموږ مشر او ساتونکي خدای ته.
- نو ستا او ستا د هیلو ترمنځ څه شی ډب شو؟
وینځې په نهیلۍ وویل:
- زما په پلار پور و، د خپل پور له ورکولو عاجز شو، نو زه يې په پور کې ورکړم، او هغه په بازار کې خرڅه کړم.
د کور په انګړ کې يې شور واورېده، ساره په ترهېدلي غږ وویل:
- مورجانې راغلل.. راغلل!
وینځې کړکۍ ته منډې کړې، انګړ ته يې وکتل، ویې ویل:
- دا خو کروندګر دي چې د مشر لیدو ته راغلي دي.
کروندګر د حویلې دروازې څنګ ته لويې کوټې ته ننوتل، هاران ته یې د مردوخ او نورو خدایانو په نامه سلام وکړ؛ ډېر خوشاله دي، سږ فصلونه او حاصلات ډېر ښه و.
هغه چا چې له هاران نه ځمکه په نیمایي اخیستې وه، هاران ته یې وویل:
- سږ کال دې برخه له تېر کال نه درې برابره زیاته شوې ده.
هاران په خوښۍ وویل:
- دا نو د خدایانو برکت او ستا خواري وه.
- که رښتیا ووایم، نو موږ په زمکه لګښت وکړ، شومتیا مو ونه کړه، پنځه شپانه مو اجاره کړي و چې زموږ رمې، او ګلې وپيې او په مقابل کې مو هر یو ته اته دړۍ وربشې ورکړې، د غوبل لپاره مو غوایان راوستل، قانون خو دا دی چې هره ورځې د یو غوايي مزد شل کیلو ټاکل شوې، خو دا چې سږ کال حاصلات ډېر و نو موږ یویشت کیلو ورکړل.
هاران خوشاله دی، نن مبارکه ورځ ده، د زمکې شریک یې راغلی چې خپله برخه وروسپاري، او وراره به يې د سارې په جرګه راشي:
- هیڅ خبره نه ده، چې سرمایه ډېریږي، لګښت دې هم ډېر شي.
شریکوال يې په خوښۍ وویل:
- د حاصلاتو د راچلولو لپاره مو یوه ګاډۍ چې غوایانو کشوله په کرایه ونیوله، د ګاډۍ، غوایانو او ګاډيوانانو کرایه موږ یو سل او اتیا کیلو ورکړه.
- دا کرایه ډېره نه ده؟
- ګرانه هارانه دا خو قانون ټاکلې ده.
سړي خپلو ملګرو کې یو ته مخ واړاوه، ویې ویل:
- له دې ملګرې سره ټول حساب شته دی،موږ هر څه لیکلي، که هغه غله ده، که لګښت دی، که مو پلورلې، یو کیلو مو نه ده ضایع کړې، او خدایان په دې ګواه دي،او مردوخ خو په هغو خلکو لعنت ویلی چې خیانت کوي او یا درغلي کوي.
ټول یوه شیبه چوپ شول، بیا د هاران شریکوال وویل:
- مالیه او عشر ډېر لوړ دی، که وکولی شې چې له پاچا نه د ماليې او عشر د معافۍ لیک واخلې، نو زموږ ګټه به نوره هم زیاته شي.
- زموږ ګټه خو بسنه کوي، نو بیا ولې د ډېرو تمه ولرو؟
- که موږ خپله سرمایه سلو کې په شل ګټه پور ورکړو، لکه څنګه چې قانون ټاکلې، نو موږ به همدومره ګټه وکړو لکه اوس چې مو څومره لاس ته راغلې، او د معافۍ لیک زموږ دغه هیلې پوره کوي.
- خو زه په ماڼۍ کې څوک نه پيژنم.
- د سپينو یو مین درته د ماڼۍ دروازې خلاصوي. 
- او ایشاکو؟
- د وربشو نیمايي من ایشاکو او کاهنان خوشالوي.
هاران یوه شیبه په چورت کې لاړ ، بیا یې وویل:
- هڅه به وکړم.
- د مالۍ معافي ډېرو هڅو ته اړتیا لري.
دوام
 
بېرته شاته