لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام (نولسمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ( هاران، له کروندګرو سره په خبرو بوخت دی، له بلې خوا ساره سینګاریږي، ابراهیم يې په جرګه راروان دی، وګورو چې څه کیږي!)

سړي ته هیره خبره رایاده شوه، ویې ویل:
- د للمې ځمکې په اړه درسره ونه غږېدم، سږ کال به يې اباده کړم، د اوبو غم به يې وخورم، د بريد ډبرې به پرې کیږدم، چې د خدایانو د پاملرنې لاندې راشي او د قانون پربنسټ زموږ ملکیت وګرځي.
هاران وویل:
- دا سمه ده چې شاړې ځمکه د هغه چا ملکیت ګرځي چې اباده يې کړي.
- او سږ کال به يې د پاچاهۍ په کادر کې ثبت کړو او دغه تختې بیا په معبد کې ایښودل کیږي.
- د نانا مبعد کې.
- څنګه چې دې خوښه وي، که څه هم زه د عشتار بنده یم.
هاران وموسېد، او بیا یې وویل:
- په سیمه کې امنیت څنګه دی؟
- یوازې یو لاس پرې شوی دی، ځینو غنم پټ کړي و، ونیول شول او محکمې پرېکړه وکړه چې لاس يې باید غوڅ شي، یو بل غوا پټه کړې وه، محکمې فیصله وکړه چې لس برابره قیمت دې ورکړي، کله چې يې له ورکولو پاتې راغی محکمې دوهم امر صادر کړ، چې په زمکه پورې دې د څاروي غوندې وتړل شي.
دا چې کروندګر پاڅېدل، او له کوره ووتل، بیا شور ماشور شو، هاران له خپلې کوټې راووت، ساره، مور يې او وینځې له کړکۍ سر رابهر کړ، سړي يې ولیدل چې دوه غواګانې، درې ګډي، او په ټوکریو کې چرګان، ماهیان، کجورې، اینځر او خواږه رابار کړي دي.
د وینځو ترمنځ پوسپوسک شروع شو: دا د ابراهیم ډالۍ ده چې سارې ته یې راوړې.. دا امیره په دې ډالۍ رازي.
مور يې پوسپوسک واورېده ويې ویل:
- سارې ته کله امیرانې رسیږي؟
ابراهیم، آزر، ایمتالي، ناحور او هاران د کور انګړ ته راننوتل، یوې وینځې، ابراهیم کې سترګې خښې کړې وې، بیا یې وویل:
- دا ځوان خو زړونه راکاږي، په لیدو مې زړه زړه ارام شو.
مور يې په ډېر تریخ او تاوجن نظر وروکتل، وينځو یوې بلې ته وویل، د سارې وینځه د ازاد مور او پلار نه زيږېدلې، میړه يې په زنا ونیوله، په بازار کې يې د مریانو په دود وپلورله.
هاران د خپل ورور کورنۍ استقبال ته ورمنډې کړي، ستړي مه شي یې ورسره وکړه، کله چې وړوکې هاران ته ورسېد، ورته يې وویل:
- زما همنامی او ته به کله واده کوې؟
وړوکی هاران موسیده او ویې ویل:
- که ستا خوښه وي همدا اوس خو چې پلار مې ماته (( الترهاتو)) راکړي، زه د پلار سره کار کوم او باید چې زما مهر ورکړي، زه د ابراهیم غوندې نه وایم: زه مې د خپلو لاسو په خوارۍ او خولو واده کوم، هیڅکه د مهر پیسې له حرامو نه نه ورکوم.
هاران په ټيټ غږ وویل:
- حرام!
ناحور وغوښتل چې خبره څرګنده کړي، نو ویې ویل:
- ابراهیم باور لري چې د بتانو څخه لاس ته راغلې پیسې حرامې دي..او نس ته به يې يوه لقمه هم له دې ګټې ښکته نه شي.
وړوکي هاران خپلې خبرې وغځولې، د مور په تریخ نظر يې هیڅ پروا رانه وړله:
- په دې ((ترهاتو)) کې یو شاقل هم د بتانو پیسې نشته.
په خبرو خبرو کې په پوړیو دوهم منزل ته وختل، هلته لاړل چېرته چې ساره، مور یې او وینځې ناستې وې، ابراهیم غلی دی، که څه هم په زړه کې د ناحور او هاران په خبرو اترو خوشاله او خوښ دی، په کار ده چې تره يې پوه شي چې ابراهیم د دوی په بتانو کافر شوی، په کار نه وه چې دا خطرناک کار يې پټ کړی وای او د لور په جرګه يې راغلی دی.
د کوټې دروازې ته ورسېدل، د ساره مور ورمخکې شوه، په کوکيو یې استقبال کړ، او هغې کوټې ته یې روان کړل چې ساره په کې ناسته وه ، او د سپوږمۍ د ټوکړې په څېر ځلیدله. ایمتالي ورته په اوږد نظر وروکتل، احساس يې کړه چې روح يې د نړۍ د ټولې ښکلا رس شوپي، ابراهیم ته یې مخ کړې او ویې ویل:
- زویه نیکبخته یې، خدایان درباندې پاملرنه کوي.
هاران په موسیدلو شونډو وویل:
- یو ځل راته پلار وویل: (( هارانه، ستا دا وراره ډېر مبارک دی))، له هم هغې ورځې نه ابراهیم زما زړه ته کوز شو.. پلار مې په ډېرو رازونو پوهېده.
آزر ته هم د خپل پلار خبره یاده شوه، خو حیران دی چې څنګه دې مبارک وي، سره له دې چې د خدایانو سپکاوی کوي او هيڅکله ورته ټيټ شوی نه دی، اسمان ته یې وکتل او په ډېره عاجزۍ يې وویل:
- مردوخ خدایه! نانا خدایه! ای ټولو خدایانو! تاسې له ابراهیم نه خپله غوسه او قهر بلې خوا ته واړوئ، مبارک يې کړئ او زما د پلار د خوب تعبیر یې وګرځوې.
د آزر زړه په دې دعا یخ نه شو، د ګډې په ځېګر کې يې د خپل پلار وړاندوینه په یاد شوه، چې ټول خدایان به پړمخې رانسکوریږي، په یاد یې شول چې ابراهیم ډېر ځله د مردوخ بت راغورځولی، نانا يې د پښو لاندې کړی، او په ډېرو خدایانو یې ورمیږ مات کړی دی ، او په خاورو کې یې لړلي دي، او دا خو یو بد زیری دی.
د نکاح تړلو مراسم پیل شول، ابراهیم د سپينو زرو لس شاقله په دستمال کې د خپل تره مخې ته وړاندې کړل، هاران د خپل لور ((تراهتو)) واخیست او خوشاله دی، دې ورته ارزښت نه لاره که ابراهیم یو شاقل او یا شل شاقله د مهر لپاره ورکړي، که یوه ټنګه هم ورنه کړي،کوم باک نه کوي، خوشاله دی چې ساره له ابراهیم سره واده کوي، خو د دې خوشالۍ په راز نه پوهیږي.
لیکوال تیار شو چې د ښځې واجبات او حقوق ولیکي؛ له ابراهیم نه یې پوښتنه وکړه:
- ته د خپلې میرمنې په واجباتو کې څه شی غواړې؟
ایمتالي وویل:
- ساره په خپلو واجباتو تر هر چا ښه پوهيږي، لیکلو ته یې هيڅ اړتیا نشته.
لیکوال وویل:
- په هر عقد کې چې خاوند د خپلې مېرمنې واجبات ونه ټاکي هغه عقد باطل دی.
آزر وویل:
- په عقد کې ولیکه: ښځه باید خپل عزت وساتي، کور وپالي، او د خاوند اطاعت وکړي.
لیکوال، په لیکلو پيل وکړ او د ناستو خلکو سترګې په نۍ قلم پورې ونخښتې، د خټې په تخته به يې لیکل کول او بیا به يې د معبد زیرمتون کې ساتله، ابراهیم ورګوري، هغه هوډ کړی و چې د نکاح د عقد لیک دې د بتانو له مبعد پرته بل ځای کې وساتل شي، خو په معبد کې به د خوندي کېدو اجازه ورنه کړل شي،، ځکه چې دغه بتان د ځان لپاره کومه ګټه او تاوان نه شي رسولی او نه له ځانه دفاع کولی شي، نو د ده نکاح نامه به څه وساتي.
لیکوال د میرمنې د وجباتو له لیکلو خلاص شو، بیا یې هاران ته مخ کړې او ترې ویې پوښتل:
- ایا په هغه مهر کې چې سارې ته ورکول کیږي څه لیکو؟
د سارې مور وویل:
- په بشپړ ډول به یې لیکو او د ښځې په حقوقو به په کې ټينګار کوو.
مور يې هاران ته مخ راوګرځاوه، ویې ویل:
- هاران د ((ترهاتو)) بشپړ تفصیل ورته ولوله.
هاران په مجلس کې رانیغ شو او ورته لولی:
- یو مین سپین، دوه مریان، زانګو، او د مسو پتنوس..
د سارې مور وویل:
- ولیکه چې ښځه به په خپلو ملکیتونو کې د میړه له اجازې پرته بشپړ تصرف کولی شي،او خپل مریان هم خرڅولی شي.
هاران آزر ته مخ راوګرځاوه او ویې ویل:
- دا تش اجرات دی که نه د نکاح عقد باطلیږي.
آزر وموسید او ویې ویل: 
- ګرانه هارانه پوهیږم، ما چې کله د ایمتالي سره واده کاوه، همداسې عقد مو ولیکه د نانا په معبد کې محفوظ دی.
ابراهیم په ارامه وویل:
- خو زما د نکاح عقد به په معبد کې نه ساتل کیږي.
ناستو خلکو په څېرو باندې وارخطایي راخوره شوه، ابراهیم وویل:
- کاکا مې دې د خپلو اسنادو سره وساتي.
د سارې مور خوشاله شوه، هغې ګومان وکړ، ګوندې ابراهیم غواړي د نکاح عقد له ځان سره وساتی، ساره په دې خبرو کې نه وه، هغه خوشاله ده چې د خپل تره زوی سره يې واده کیږي، هغه چې زړه ته یې ننوتی دی او روح یې د هغه په روح ډاډه دی.
د نکاح مراسم پای ته ورسېدل، آزر، میرمن یې او دواړه زامن یې خپل کور ته ستانه شول، او د وینځې د سندرې غږ په کوټه کې شرنګیږي:
ته زما مولا یې! ته زما خدای يې! ته زما مشر یې!
زموږ په کور کې د سهار تر راختو ویده شه.
خو ابراهیم د کاکا په کور کې تر سهاره ویده نه شو، بلکې د خپل پلار سره غلی روان دی، د کاکا د ښځې په خبره کې فکر کوي چې ویې ویل: (( ابراهیمه زه غواړم چې ته سارې ته په خپل لاس کور جوړ کړې، هغه کور چې موږ يې په خپلو لاسونو جوړو، او بنسټونه يې په خپلو خولو درو، همداسې کور موږ خوښوو او زموږ زړه يې غواړي: ابراهیمه ساره په موږ ډېره ګرانه ده، هغه یو ارزښتمن امانت دی او باید په داسې یوه کور کې يې کینوې چې د هغې خوښ وي او زړه يې ورپسې تړلی وي)).
د خپل ورور غږ يې په غوږونو کې وشرنګېده چې د ساره مور ته یې ویل: (( د کاکا ښځې ډاډه اوسه، ابراهیم ماهر خټګر دی، او داسې کور به ورته جوړ کړي چې څنګه دې زړه غواړي)). ابراهیم او آزر دواړه وموسېدل، آزر ګومان وکړ چې ساره به يې له واده وروسته د دوی د خدایانو په اړه له سپکاوي لاس واخلي. کور ته راورسېدل، له کوره نه لوګي خيژي؛ ورچابک شول، ګوري چې د آزر پر بتانو اور لګیدلی او لوګی يې بهر ته راوځي، آزر، ایمتالي، ناحور اوهاران په اوبو پسې منډې کړې چې اور مړ کړي، ابراهیم ورته ګوري او په شونډو يې موسکا راټوکیږی، کله چې يې اور مړ کړ ، ابراهیم خپل پلار ته ورنیږدې شو او ورته يې وویل:
- پلارجانه له دې بتانو څخه اور د عبادت ډېر مستحق دی.
د پلار رنګ يې واوښت، شونډې يې وچېچلې، او په ترخه لهجه يې وویل:
- نو ته يې ولې عبادت نه کوې؟
- ځکه يې عبادت نه کوم چې اوبه يې وژني.
آزر ته تریخ حقیقت برسیرن شو، ده فکر کاوه چې د سارې په واده سره به يې د دوی د خدایانو سپکاوی له سره ووځي، خو اوس پوه شو چې ابراهیم په هیڅ شان د دوی د خدایانو له سپکاوي لاس نه اخلي، بلکې دغه سپکاوی نور هم د ورځو په تېرېدو زیاتیږي. آزر کور ته ننوت، هيڅ شي ته نه ګوري، که څه هم يې د ابراهیم خبرو د خولې خوند ورخراب کړی دی.
دوام لري
 
بېرته شاته