لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام (شلمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ابراهیم او ساره سهارنۍ ته ناست دي، د هغې زړه راکښونکې څېرې ته ګوري، ښکلا يې حواس تخنوي او وجود له خوښۍ ډکوي، خو روح یې یوې بلې ښکلا ته تږی دی، چې په نړۍ کې هیڅ ښکلا ورته نه رسیږي، روح یې د الله ښکلا ته لیواله دی.

ابراهیم يو څو مړۍ واخیستې او بس یې کړې، ساره ورته وویل:
- ته خو ډوډۍ نه خورې!
- موسکی شو هيڅ يې ونه ویل، د خپلې تجربې له مخې پوه شوی و، څوک چې د نفس په شهوت خوراک وکړي، نو الله پاک يې د زړه سترګې د وجود د حقیقت له تجلیاتو ړندوي.
له سارې سره يې د زړه تله مینه وي، خو هغه مینه چې د خپل خدای لپاره يې په زړه کې ځای کړې، له هرې مینې د پاسه ده، په روح کې يې خوښي او خوشالي شیندي، وجود يې له خوښۍ څخه ډکوي. راپاڅېد چې ولامبي او په ملکوت کې د الله په لټه ووځي، د هغه په لاره روان شي، څو يې د مخ ننداره وکړي، او زړه يې پرې ډاډه شي. غسل يې وکړل، ګوندې خپل جسد ویلي کوي، خپل بشریت فنا کوي، څو يې روح د نور به سمندر کې لامبو ووهي، او له ځلیدونکې جوهر سره یو ځای شي، د اسمان او ځمکو له نور سره.
له سارې څخه يې خدای په اماني وکړه، له هغه کوره ووت چې په خپل لاس يې سارې ته ودان کړی و؛ پراخې نړۍ ته ووت، خپلې ګډې غوایان او د خپلې میرمنې مالونه پيي، د خپل زړه په خزانو مشغول دی، او په هغه اړیکه مشغول دی چې د خپل روح او د وجود د روح ترمنځ يې احساسوي.
د کجورو دنګې ونې يې ولیدلې چې څانګو يې له هوا سره لوبې کولې، او د کجورو ګونګوري لکه د یاقوتو دانې ځلېدل. په کجورو خو يې له هغې ورځې سترګې لګیدلې چې نړۍ ته راغلی، خو په دې شیبه کې چې د زړه سترګې یې خلاصې شوي، کجورې ورته الهي انوار ښکاري چې روح ته خوښي او خوشالي بخښي.ټوله نړۍ يوه تخته ګرځېدلې چې الله پرې په خپل قلم د خپل ابداع او ښکلي خلقت نښې کښلې دي.
ختیځ ته يې وکتل، ځلیدونکی لمر یې ولید، وړانګې يې نړۍ ته غځولي دي، ځمکه او اسمان يې په خپلو وړانګو نیولی دی. هڅه يې وکړه چې ډېر ورته وګوري خو سترګې يې وبرېښېدې، لمر ډېر لوی دی، د رڼا تاب یې بشر نه لري. لمر له پاسه نه په ډېر غرور ځمکې ته ګوري، خلکو ته ګوري، ټول وجود ته ګوري، لمر د وجود راز دی، د ژوند اصل دی، د ذاتونو ذات دی، د روحونو روح دی، د هغه په امر باندې په هر شي کې ساه چلیږی. کله چې يې ځلیدونکی لمر ولید، نو ویې ویل:
- دا زما رب دی! دا لوی دی.
روان دی، د غر لمن ته ورسېد، د خپل روح په اړه فکر کوي. ایا دا هغه نور دی چې دی لټوي. ایا دا روح د لمر له جوهر څخه دی؟ احساسوي چې زړه يې د ازلي حقیقت سیوري ته ناست دی، ایا دا لمر په رښتیا هم حقیقت دی؟ هغه پوه شوی دی چې دا نړۍ پالونکی لري، ایا دا لمر هم هغه رب دی؟ غره ته سم شو، غره ته ختل او کوزېدل یې الله ته نه نیږدې کوي، الله يې په زړه او روح پيژندلی دی. احساسوي چې دغه خدای ورته له لمر نه نیږدې دی، او محبت يې د لمر له پستو وړانګو نه لطیف دی، په لوړوالي کې له لمر نه لوړ دی، او په زړه کې یې د هغه خدای د رڼا ځل د ستورو، سپيوږمیو او لمرونو په رڼا د باندې دی. د غره له څوکې نه لمر ته ګوري چې د لویدیځ په لور روان دی، لمر پرېوت، خو د هغه خدای رڼا نه پريوځي چې زړه یې لیدلی. لمر په افق کې روان دی، خو د خدای هغه نور چې بصیرت يې درک کړی رحمتونه اورووي. لمر نه ساه خيژي، مړ کیږي، خو هغه خدای چې د ده روح ته برسیرن شوی نه مري.
زړه یې د کشف په رڼا د حق راز راژوندی کوي. هغه الله چې دا يې پلټنه کوي، ستوري، سپوږمۍ او لمر نه دی. امکان نه لري چې مردوخ، نانا، شماش او یا دې د دې نړۍ کوم بل فیزیکی وجود وي. هغه د ټولې نړۍ د پاسه دی، اراده يې د ټولو د پاسه ده.ستوري، سپوږمۍ او لمر خپله اراده نه لري، الله يې خالق دی او خپله اراده يې پرې فرض کړې ده، تسخیر کړي يې دي او ځایونه یې ورته ټاکلي دي.
د غره له څوکې نه نړۍ ته ګوري ګوندې د لومړي ځل لپاره يې ویني چې په روح درزيږي، په ازلي روح، هغه روح چې له تجلیاتو او انوارو نه یې هر شی پیدا شوی دی.
د دۍ نړۍ پالونکی یو دی هیڅ شریک او سیال نه لري، لوی دی، د ځمکې او اسمانونو ټول شیان د ده دی، نه پرکاله کیږي او نه ویده کیږي، د ژوند روح او د رازونو راز دی، هغه هر څه ویني خو هغه هيڅ سترګې نه شي لیدلی.
ابراهیم خوښ شو، سینه يې د الله په باور پراخه شوه، او د الله نور يې د زړه په باغیچو ولګېد..ټوله نړۍ، هغه نړۍ چې د وجود له روح سره ترې پيوستون نادرکه و، اوس په يوه شیبه کې د الله د وحدانیت ناطقې ژبې شوې.
ابراهیم په خپل وجود کې د خدای د پراخې او ارتې نړۍ پر وړاندې خشوع حس کړه، د الله د مخ نندارې ته تږی دی، یوې سرکښې تلوسې راپه مخه کړی، خپل رب ته يې لاسونه پورته کړل، سوال ورته کوي، زارۍ ورته کوي. بیا په سجده پریوت، اوښکې يې پر اننګیو روانې دی، او له الله نه غواړي چې خپل مخ وروښيي څو یې زړه مطمئن او ډاده شي.
سیمې په رڼا کې ولمبل، نرۍ وږمي راولوتې چې په خپلو نازولو اوګو يې رحمت رابار کړی و، په وجود کې يو پوست خوږ غږ روان شو، سینېه یې پراخه شوه، ګوندې د ملائکو تسبیحات دی،او ځمکه اسماني وحي ته د تیارسۍ په حالت کې شوه. د ابراهیم روح ته راغله چې هرومرو به د خپل رب سره یوځای کیږي، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، زړه يې ډاډه شو، الله يې سینه د اسلام په لور پراخه کړه، هغه د خپل رب په انوارو کې دی.
له زړه نه یې پرده لرې شوه، د الله له لوري ورته لارښود راغی، په څرګند ډول يې ولیدل چې بشر نه شي کولی له الله سره له وحې او له حجاب پرته خبرې وکړي، او که الله غره ته خپله جلوه ښکاره کړي، نو غر به ټوټه ټوټه شي، سم له واره الله ته په سجده پریوت.
احساس یې کړه چې اسماني وحې يې په سینه کې ځای پر ځای کیږی، ټول وجود يې له پوهې ډکیږي، او په څرګند ډول هغه څه اوري چې ورته وحې کیږي: بېشکه چې زه الله یم، له ما پرته بل الله نشته، زما عبادت وکړه، او زما لپاره لمونځ وکړه.. بېشکه چې زه ځواکمن او پوهاند ذات یم.. بېشکه چې زه د مخلوقاتو پالونکی الله یم..او څوک چې نیکي وکړي موږ یې زیاتوو، بېشکه چې الله پاک بخښونکی او شاکر ذات دی.. بيشکه چې الله پاک د ځمکې او اسمانانو په په پټو رازونو پوهيږي او بیشکه چې هغه ذات روزي ورکونکی او د پوره ځواک څښتن دی.
ووایه، بیشکه چې ما امر کړی چې یوازې د الله عبادت وکړئ. ورته ووایه بیشکه چې زه ویریږم که د خپل رب نافرماني وکړم نو په لویه ورځ به عذاب راکړي. ورته ووایه ای جاهلانو تاسې ماته د الله پرته د بل چا په عبادت امر کوئ. ورته ووایه زه مې خپل رب رابولم او له هغه سره هیڅ شریک نه نیسم. ورته ووایه زه تاسې ته کوم زیان او لارښونه نه شم کولی.. ورته ووایه بېشکه چې زه ستاسې لپاره ښکاره ویرونکی یم. او که يې درسره شخړه وکړه، ورته ووایه الله په هغه څه ښه پوهيږي چې تاسې يې کوئ.
ورته ووایه چې زمکه او اسمانونه او په کې مخلقو د چا دی، که تاسې رښتیا هم پوهیږئ، نو دوی به هرومرو ووایي الله، ورته ووایه ایا تاسې پند نه اخلئ؟ ورته ووایه چې د اوه اسمانونو او عرش پالونکی څوک دی، نو هرومرو به ووایي الله، ورته ووایه، ايا تاسې له الله څخه نه ویريږئ؟ ورته ووایه، د اسمانونو او ځمکې چارې د چا په لاس کې دي، هغه چې منع کول کوي، خو له هغه نه څوک څه شی نه شي منع کولی، که تاسې رښتیا هم پوهيږئ. نو دوی به هرومرو ووایي الله. ورته ووایه نو بیا څنګه د الله له وحدانیت څخه ګرځئ؟
ورته ووایه پناه نیسم په الله پورې د شیطان له ملنډو نه.
ووایه ای ربه، بخښنه راته وکړه او رحم راباندې وکړه او بېشکه چې ته غوره رحم کونکی یې.
ورته ووایه په ځمکه کې وګرځئ، وګورئ چې الله پاک څنګه خلقت پیل کړی دی.
ورته ووایه چې معجزې له الله سره دي او بېشکه چې زه څرګند ویرونکی یم.
زه ویرونکی یم او له یوه واحد قهار الله څخه پرته بل نشته.
ورته ووایه لومړني او وروستني به یو ځانګړې ورځ ته راټولیږي.
ورته ووایه، که الله پرتاسې باندې شپه تر قیامته وغځوي نو له الله پرته بل کوم خدای دی چې تاسې ته رڼا راولي؟ ایا تاسې يې نه اورئ؟ ورته ووایه، که الله پر تاسې باندې ورځ تر قیامته وغځوي، نو بل کوم خدای دی چې تاسې ته د سکونت لپاره شپه راوړي، ایا تاسې هر څه نه وینئ؟ او د هغه د رحمت څخه یوه دا ده چې تاسې ته یې شپه او ورځ رحمت ګرځولې چې تاسې په کې ارام وکړئ او د هغه د مهربانۍ په لټه کې شئ او ښايې تاسې شکر وباسئ.
بېشکه ټوله ستاینه هغه ذات لره ده چې اسمانونه او ځمکې یې پیدا کړي او تیاره او رڼا يې پیدا کړې..شپه يې د ارام لپاره، لمر او سپوږمۍ يې د حساب لپاره ګرځولې ده.. هغه چې تاسې ته یې له شنې ونې اور ګرځولی..د هر ملت لپاره مو يوه ځانګړې لار ګرځولې چې هغوی يې نیسي..تر څو د الله پاک نوم ياد کړي په هغه رزق چې ورکړی مو دی. ټوله ستاینه يوازې الله لره ده.
هغه الله لره ټول ستاینه ده او هغه الله فیصله کونکی دی او هر څه ورته راګرځي.. هغه لره د اسمان او زمکې پاچاهي ده او هغه په هر شی باندې توانا ذات دی.. نو دخپل رب په نامه حمد وايه او له سجده کونکو څخه شه.. د شپې یې ستاینه کوه او له سجدې وروسته یې ستاینه کوه.
د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړه. د خپل رب ستاینه سهار او ماښام وکړه..د شپې او ورځې يې تسبیح وایه، ګوندې خوښ شي.. او په هغه حی او قیوم ذات توکل وکړه چې نه مړ کړي.
بېشکه چې دا حق الیقین دی، او د عظیم رب په نامه تسبیح ووایه.
ابراهیم د الله په پراخه نړۍ کې په خوښۍ څار کوي، ټوله خواشیني ترې لاړه، د پوهې د هغې خزانې په نشه کې ډوب دی چې په زړه کې یې واړول شوه، د الله په هغه نور خوشاله دی چې ورته څرګند شو، زړه ته یې کوز شو، په کې ځای پرځای شو. الله پاک ورته سمه لاره وښودله.
له برکتونو ډکې شیبې دي، احساس يې کړه چې د وجود ټول خواږه يې په وجدان کې وچلیدل، او سکون يې زړه ته کوز شوی، نور يې هم باور زیات شو، نو خپل رب ته يې ځان وسپاره.
اسمان ته يې وکتل، او ويې ویل:
- ای ربه، ټوله پاکي تالره ده، مادرته توبه وویشته او زه پر تا لومړی باور کونکی یم.
د ابراهیم زړه ته ایمان ننوت، الله پاک یې ورته نور هم خوږ او ښایسته کړ، هر څه ځلیږي او په نور کې ډوب دي، که څه هم تکه توره شپه ده او په اسمان کې یو ستوی هم پړق نه وهي.
نیت يې وکړ چې د غره له څوکې ډاډه زړه او یخې سترګې راکوز شي، د نړۍ خالق ورته وحې وکړه، خو د اسمان په کنارو کې یې یو څه شی ولید، زړه يې ودرزېده او وېرې ترې غېږه تاو کړه. سترګې يې سپينې وتښتېدلې، او احساس يې کړه چې همدا شیبه ړنګیږي.
شاته يې ونه کتل او منډې يې کړې، هرې خوا چې منډه وهي دغه شي د اسمان او ځمکې په منځ کې وینی. نه پوهيږي چې چیرته وتښتي، خو هغه پرې غږ کړې:
- زه د رب العالمین استازی جبریل یم. او ته د الله رسول ابراهیم یې.
ابراهیم نور هم پسې وویرېده، نیږدې وه چې له ویرې يې ساه وخيژي، جبریل ورته وویل:
- زه تاته ستا د رب استازی یم، او ته د الرحمن ذات دوست يې
ابراهیم هڅه وکړه چې چېغه وکړي، څو دغه وېره راسپکه کړي، خو خپل غږ يې نشته، یوې خوا او بلې خوا منډې وهي، هک پک دی، نه پوهيږي چې څه وکړي.
د جبرایل غږ په فضاء کې راګرځېد:
- تسلیم شه.
ابراهیم په سجده پريوت او ويې ویل:
- د مخلوقاتو پالونکي ته تسلیم یم.
خپله سجده يې پسې وغځوله، بیا یې سر راپورته کړ، یوې خوا او بلې خوا يې وکتل، یوازې اسمان او د مغیر او اور غرونه يې ولیدل، چې په تیاره کې چوپ ولاړ دي، هغه اور چې تر اوسه ورته لا لوی خبر نه دی ورسېدلی. په خپل روح کې يې لوی قوت احساس کړ، الله ورسره خپله مرسته کوي او له چا سره چې الله پاک مرسته وکړي، نو هغه نه ماتيږي، دا به هرومرو د الله رسالت خلکو ته رسوي که څه هم يې کافران بد ګڼي.
د غره له سره راروان شو، او وایي:
- ای زما قومه، بیشکه چې زه ستاسې له شرک څخه بیزاره یم. ما مې خپل مخ هغه لور ته وګرځاوه چې ځمکې او اسمانونه يې پیدا کړي دي او زه پاک يم، د مشرکانو له ډلې نه یم.
 
بېرته شاته