لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( یویشتمه برخه )
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 سهار په ارامه ساه اخلي، خلک ویده دی، له بشر پرته ټول کائنات تسبیح وايي، په دغه شیبه کې له ابراهیم پرته د بشر یو تن هم د عظیم رب ستاینه نه کوله، الله ته يې لمونځ کاوه، او په سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې وې.

ابراهیم خپل رب ته زارۍ کوئ، مننه ترې کوي چې استازی یې کړ، تر دې چې غږ يې سارې ته ورسېد، له خپلې بسترې راپورته شوه، ورغله په ډېره ویره يې څاري، رکوع او سجده کوي، داسې لمونځ کوي چې بیخې يې کله اورېدلی هم نه دی. لمونځ کوي خو د قوم کوم بت يې مخې ته نشته، یوازې یو خدای رابولي، شاه او خوا هيڅ نه ویني، ګوندې وجود يې په موجود کې ویلي شوی دی.
ساره ولاړه ده، له ځایه نه خوځيږي، همدغې خشوع له ځان سره نیولې چې په سیمه واکمنه شوې ده. دا خو ډېر ځل معبدونو ته تللې، د خدای برج ته ختلې، قربانۍ يې ورته وړاندې کړي، ایشاکو او کاهنانو ته يې غوږ نیولی، لمونځونه يې کړي، خو دلته چې کومه پاکي ویني دا يې په يو ځای کې هم نه وه لیدلې، دلته چې کوم نور ویني دا يې په یو ځای کې نه و لیدلی.
کله چې ابراهیم لمونځ وکړ، او خپل تسبیحات يې پوره کړل، ورنیږدې شوه ورته يې وویل:
- ته څه کوې؟
هغه په ډېره ارامه لهجه ورته وویل، او سترګې يې له اوښکو ډکې شوې:
- یوازې د الله لمانځنه کوم.
- د مردوخ، نانا، شماش، او زموږ له نورو لویو خدایانو پرته بل خدای دی؟
- داسې خدای دی چې په پاچاهي کې شریک نه لري، زموږ لپاره يې په اسمانونو او زمکو کې ټول شیان تابع کړي.
په انکاري لهجه يې وویل:
- او مردوخ، نانا، شماش، عشتار او نور خدایان؟
- لمر، سپوږمۍ ستوري او سیارې یې مسخر کړي، هر شی تر يوې ځانګړې نيټې څرخي، دا زموږ رب دی.
- ابراهیمه دا درته چا وښود؟
- خپل رب مې سمې لارې ته برابر کړم.
- نو څه پوه شوې چې رب دې دې دین ته برابر کړې؟ هغه په پوره باور او ایمان وویل:
- ماته خپل رب وحې کوي، زه يې خلکو ته د رسول په صفت راولیږلم، څو خلک د یو الله عبادت ته راوبلم، او زه تا د هغه الله عبادت ته رابلم چې له هغه پرته بل کوم مبعود نشته..
- ایا ستا لمونځ تاته امر کوي چې موږ د خپلو پلرونو معبودان پرېږدو؟
- بېشکه چې د هغه څه له عبادت څخه منع شوی یم چې تاسې یې له الله پرته رابلئ، ماته د خپل رب نښې راغلي دي.
- د دې ټولې نړۍ يو خدای دی؟ او موږ د سپوږمۍ جلا خدای، د لمر جلا خدای، د مشتري جلا خدای، د قضاء جلا خدای، د محبت، عاطفې او جګړې جلا حدای، او ډېر خدایان چې په زمکه کې دي زموږ عمز زیاتوي نیولي دي؟!
- ډېر خدایان غوره دي که يو قهار االله غوره دیٔ!
- څنګه دې نو په اسمان او زمکه کې يو خدای وي؟
- که په کې دوه خدایان وای، هرومرو به دواړه له منځه تللي وو، له الله پاک سره د اسمانونو او زمکو د غیبو کونجیانې دي او هغه ته هر څه ورګرځي.
- دا خدای نو د لمر، سپوږمۍ او نړۍ د پاسه دی؟
- دا د خلکو او نړۍ خالق دی، د نړۍ او د خلکو حاکم دی، وکړه او مه کړه له هغه سره دي، د اسمانونو او زمکو رب دی، هغه واحد الله دی چې له هغه پرته نور خدایان نشته.
- هره چاره په خپله سر ته رسوی؟
- هرڅه خپله کوي، خپلې نښانې درښایي څو يې په وجود باوري شئ.
- ابراهیمه، موږ به ستا د رب سره مخ کیږو؟
- هو، خو له مړينې وروسته.
- له مړینې وروسته خو تاترۍ ته ځوو، هغې زمکې ته چې بیرته ترې نه شو راختلی.
- مړي به الله تعالی بیرته راژوندي کړي او بیا به ټول وروګرځي.
- کله چې موږ مړه شو، وراسته هډوکي او خاورې شو، بیا به راژوندي کیږو؟
- په رب سوګند چې هرومرو به راژوندي کيږئ، او څه چې مو کړي درته به ښودل کیږي، نن ورځ به هیڅ شی ظلم نه شي کولی او یوازې هغه څه ریبۍ چې کرلي مو دي.
- څوک چې ستا په رب ایمان ولري نو څه ورکوي؟
- د احسان بدل خو نو یوازې احسان دی، دغه د الله بدله ده، جنتونه به ورکړي چې ویالې به په کې بهیږي.
- او د هغه چا څه جزا ده چې ستا رب ونه منبي؟
- جهنم ته به ننوځي کله چې یې اور کمیږي نو الله پاک به يې ورزیاتوي.
په وېره يې وروکتلي، دا چې څه وايي دا خو هيڅ کاهن او دینپوهان نه وايي، بیخي نوی شی دی، داسی شی دی چې انسان له اسمان نه هم لوړوي، له نړۍ څخه یې لویوي، دا خو څرګنده سوبه ده، که څه هم د پلرونو او نیکونو د عقلونو سپکاوی په کې پروت دی، نو ويې ویل:
- ابراهیمه دا هر څه چا در وښودل؟
- دا مې رب راوښودل، ما د هغه ملت متابعت پريښی و چې په الله يې ایمان نه راوړه.
نوره هم ورنیږدې شوه، ورته وايي او هڅه کوي چې د هغه نور فیض تر لاسه کړي چې د ابراهیم له سترګو او څيرې څخه څاڅي:
- ایا دا حق دی؟
ابراهیم په حماست وویل:
- ای، په خپل رب مې سوګند چې حق دی.
نیت يې وکړ چې په الله او د هغه په رسالت ایمان راوړي نو ورته يې وویل:
- د خپل رب نه بخښنه وغواړه او توبه وباسه، بیشکه چې زما رب نېږدې او دعا قبلونکی دی.
- که زه يې راوبلم زما غږ اوري؟
- زما رب په اسمانونو او زمکه کې په هر څه پوهيږي، او بیشکه چې هغه اوریدونکی او عالم ذات دی، ستاسې په پټو او څرګندو پوهیږي، د غیبو کونجیانې ورسره دي، یوازې په غیبو هغه پوهیږی، او د سینو په رازونو پوهيږي.
- ابراهیمه زه نه پوهيږم چې څه وکړم؟
- سارې په حق شهادت ورکړه، الله پاک ګواه دی، بیشکه چې له هغه پرته بل خدای نشته.
- ته غواړې چې په زه په دې ګواهي ورکړم چې له یوالله پرته بل څوک د عبادت وړ نشته؟
- او ابراهیم یې بنده او رسول دی، غواړم چې الله دې زړه پاک کړي، الله درته هدایت وکړي، او د اسلام په لوري دي سینه پراخه کړي.
- له شهادت مخکې راته الله راوښایه، څنګه په حق شهادت ورکړم او زما سترګې پرې نه دي لګيدلي؟
- زما رب څوک نه شي لیدلی بلکې هغه هر څه ویني، هغه لطیف او خبیر ذات دی.
- د هغه له لیدو مخکې، د شهادت کلیمه نه وایم.
- مشرق او مغرب د الله دی، هرې خوا چې مخ وګرځوئ هم هغه خوا د الله مخ دی، له هغه پرته بل اله نشته او هر شی به د هغه له مخ پرته نابود شي. ای ساره په حق شهادت ورکړه، د الله له لارې پرته بله لاره لټوې؟ ای سارې مسلمانه شه، څوک چې مسلمان شو، او نیکو کار و، نو الله به يې په بدل کې داسې جنتونه ورکړي چې سور يې زمکې او اسمانونه دي، او د متقیانو لپاره تیار شوی دی.
لګیا دی د الله حقیقت د سارې په روح کې پوکي څو يې په زړه کې ایمان بل شی، چې د حق رڼا يې د وجود تیاره وشړي، او د الله تجلیات په خپل ذات کې احساس کړي.
سارې احساس کړه چې د تیارو پردې يې له زړه نه لرې کیږي، او روحي دروزاې يې پرمخ پرانستل کیږي، الهي نور يې عقل روښانه کوي.الله ورته هدایت غوښتی و نو ایمان يې په زړه کې ورځای کړ.
له ستورو ډک اسمان ته یې وکتل، ډېر ښکلی و، ښکلا يې سترګې وړلې، خو د روح ښکلا يې په هره حسي ښکلا د باندې ده، نو ويې ویل:
- ای ربه ما په خبل ځان ظلم کړی دی..ګواهي ورکوم چې له تا پرته بل خدای نشته او ابراهیم ستا بنده او رسول دی.
له ابراهیم سره خپل رب ته تسلیم شوه.
 
بېرته شاته