لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( دوه ویشتمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 19.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ناحور د سارې له خور سره واده وکړ، د هاران زوی لوط پیدا شو. ناحور په يوې مېرمنې صبر ونه کړ، ميرمنې يې ورته خپله وینځه«روما» ورکړه چې وینځه يې شي، قانون او دود داسې و چې میرمنې به خپل خاوند ته وینځه ورکوله، ناحور په نکاح خط کې لیکلي و چې روما به زما د لومړنۍ مېرمنې پښې وینځي او معبد ته به يې ټغر وړي.

او که دوهمه مېرمن له لومړنۍ مېرمنې سره د میړه د مینې په اړه سیالي وکړي، نو لومړنۍ مېرمنه حق لرې چې د وینځې مرتبې ته یې راکوزه کړي، او که مور شوي نه وي نو پلورلی یې هم شي، خو که يې ماشوم وزیږېد بیا نو ازاده ده، د روما بچي وزېږېدل، نو له لومړنۍ ميرمنې څخه هغه حق واخیستل شو چې يا یې مریتابه ته راکوزه کړي او يې په بازار کې د مریانو په دود وپلوري. دوم شرط په خپل ځای پاتې شو، روما به د میرمنې پښې وینځلې او معبد ته به يې د هغې د ناستې ټغر وړه.
ناحور بچي وزېږول خو د ابراهیم بچي نه کیږي، ابراهیم کولی شول چې ساره ته طلاق ورکړي او د سپينو نیمایی مین ورکړي، او يا دوهمه مرتبه ښځه وکړي، له بازاره يوه وینځه واخلي او یا يې ساره ورډالۍ کړی، خو ابراهیم په دې اړه هیڅ فکر نه کاوه،که څه هم قانون دا حق ورکړی و او د خلکو دود او عرف هم تایداوه، ابراهیم د خپلې مېرمن ساره سره بې کچې مینه لرله، نه يې غوښتل چې د هغې خاطر درون کړی.
ابراهیم بچې ته کړېده، په بابل کې زوی ولي رواج و، نو د هاران زوی لوط یې په زوی ولۍ ونیو، له ماشومتوبه يې ورته د توحید کلیمه ورزده کوله، او دا يې ورښودل چې له یو الله څخه پرته بل څوک د عبادت وړ او مستحق نه دی او ابراهیم د الله بنده او رسول دی.
ابراهیم د پخوا په څير د نانا معبد ته ته تلو چې خلکو ته دعوت ورکړي او د الله عبادت ته یې راوبلي، خو خلکو په غوږونو کې ګوتې کېښودې، د ده په دعوت يې ملنډې وهلې، د ده په خدای يې ملنډې ووهلې.
معبد یې پرېښود، د اور په ښار کې د شتمنو د کورنو په منځ کې روان شو، دغه کورنه له خښتو ودان وو، یوې او بلې خوا د زرګرۍ دکانونه وو، سیند ته چې نیږدې شو سوداګر یې ولیدل، چې په سوداګرۍ بوخت دی، دنیا یې په اخرت غوره کړې ده، په بندر کې کيښتۍ ودریږی او د لبنان لرګي ترې راکوزيږي، په عراقي غلې او کجورو ډکیږي او لرې وړل کیږي.
ابراهیم مناسبه وګڼله چې دغه سوداګرو ته ورشي او د الله وحدانیت ته یې راوبلي، خواته یې ورغی ورته يې وویل:
- بېشکه چې زه ستاسې لپاره څرګند ویرونکی یم، زه مو الله ته رابلم، هغه الله چې هر څه د هغه دي، او کافرانو ته دې له سخت عذاب څخه بربادي وي، هغه چې دنیا په اخرت غوره ګڼي، او د الله لارې نه خلک بندوي او ناسمې لارې ته یې رابولي، بېشکه چې دوی په ښکاره بیلارۍ کې دی.
ځينې ورته راروان شول چې ابراهیم له دعوته منع کړي، نو ویې ویل:
- موږ ستا په رسالت باور نه لرو،او موږ د دغه دعوت په اړه په شک کې یو.
- ایا په هغه الله کې شک دی چې زمکې او اسمانونه يې پیدا کړي دي؟... رابولي مو چې د ګناهونو بخښنه درته وکړي، او یوې ځانګړې نیټې پورې وخت درکړي.
- ته خو زموږ په څېر بشر یې ته غواړې چې موږ د خپلو پلرونو له معبودانو وګرځوې، موږ ته دلیل راوړه.
- بېشکه چې زه ستاسې په څېر بشر یم، خو الله پاک په هغه چا احسان کوي چې خوښه يې شي، زه خو معجزه نه شم راوړلی، هو مګر د الله په اجازه ، او په الله باندې دې توکل کونکي توکل وکړي.
دوی ترې ستانه شول او ابراهیم یې یوازې پرېښود، سترګې يې اسمان ته پورته کړې او ویې ویل:
- ای ربه بېشکه چې ته بخښونکې او مهربان یې.
له سیند نه بیرته د نانا معبد ته راوګرځېد، د نانا معبد او د هغې د میرمنې ننکال معبد او مقدس حرم په خوشبویانو کې ډوب و، له کلي او ښار نه خلک د نانا معبد ته راروان دي چې قربانۍ او نذرونه ورته وړاندې کړي، چا سره او سپین راخیستي، چا خوسکۍ او ګډي راروانی کړي دي، او چا غنم او وربشې رابار کړي.
ابراهیم هغه خلک او ښځې پرېښودې چې د معبد خزانو ته يې قربانۍ او نذرونه ورکول او په هغه سپيڅلې لار روان شو چې پر غاړو یې سپيڅلې زناکارې ناستې وې، معبد ته ورننوت، هغه ځای ته لاړ چې د نمرود بن کوش خدای پاچا بتان په کې ايښودل شوي وو، دا د هغه خدایانو له نسل څخه و چې له طوفان څخه وروسته له اسمانه راکوز شوي و، څو په زمکه باندې د اسمان حکم پلی کړي.
په يوه تاخت کې د نانا بت ، په بل تاخت کې د مردوخ بت او په نورو کې د نورو بتان ایښودل شوي وو، دا بتان له ډبرې جوړ وو، خلک ورته سجدې رکوع او دعاګانې کوي، ابراهیم ډاډه زړه وروړاندې شو او ويې ویل:
- له الله پرته د څه شي عبادت کوئ، د هر څه مو له ځانه جوړ کړي؟ د مخلوقاتو په رب موږ څه ګومان دی؟
ډاډه زړه ورړاندې شو او د دوی بتانو ته یې ګوته ونیوله او ویې ویل:
- دا بتان څه شی دي چې تاسې ورته سرونه ټيټ کړي دي؟
د خلکو له سترګو نه د اور پڅرکي راورېدل، دا خو د دوی د بتانو له سپکاوي نه لاس نه اخلي، تر ټولو ډېر کاهنان راوپارېدل، ټول پسې راغلل ورته يې وویل:
- زموږ مور او پلار يې عبادت کاوه.
- تاسې او ستاسې پلرونه په څرګنده بېلارۍ کې وو.
- ته اوس له موږ سره ټوکې کوې او که رښتیا وايي؟
- بلکې ستاسې رب هغه دی چې اسمانونه او ځمکې يې پیدا کړی دي، او زه په دې باندې ګواه یم.
کاهنانو ورته په تریخ نظر وروکتل، ایا له مردوخ نه پرته بل خدای هم شته چې زمکه او اسمانونه یې پيدا کړي دی، نو ویې ویل:
- مردوخ د خدایانو خدای دی، د زمکې او اسمانونو خالق دی. شماش، نانا او نور خدایان يې مرستندویان دي، او له دوی سره په چارو کې مشورې کوي.
- ای قومه زه ستاسې له دې بتانو او شرک نه بیزاره یم. ما خپل مخ هغه لور ته اړولی دی چې اسمانونه او زمکې ي پنځولي دي او زه د مشرکانو له ډلې نه یم.
ولس ترې چاپیره ولاړ دی، استدلال ورسره کوي، ورته يې وویل:
- ته اوس د مردوخ له خدای انکار کوې؟! هغه چې په اسمان کې دی او لومړی امیر دی، او زمکه کې هغه لوی امیر دی، او کله چې د خلکو تقدیر لیکي هیڅ خدای يې مخې ته نه شي ودرېدلی، که هغه نه وای نه به ښارونه او نه به کلي ودان شوي و. هغه په دې قادر دی چې په زمکه کې دې ننباسي او یا درباندې له اسمانه کومه ټکه راپرېباسي، یا دې تاترې ته ورسوي، او یا دې هغې زمکې ته ننباسي چې بیرته ترې راګرځېدل ناشوني دي
ابراهیم په ډاډه زړه وویل:
- تاسې له ماسره په خدای کې شخړه کوئ!
یو تن چېغه کړې:
- ته زموږ په څېر بشر یې؛ که ريښتونی يې نو کومه معجزه راوړه.
له هرې خوا چېغې راپورته شوې:
- موږ معجزه غواړو...معجزه غواړو.
- په مردوخ او نورو خدایانو سوګند که دې معجزه راوړه درباندې ایمان راوړو.
- موږ درباندې تر هغې هيڅکله ایمان نه راوړو، څو راسره الله خبرې ونه کړي او يا معجزه رانه وړې.
- ابراهیمه، موږ ته دې رب راوښایه. موږ غواړو چې الله ووینو.
- ابراهیمه، د خدایانو غضب به دې هلاک کړی.
- ابراهیمه، مردوخ به دې تباه کړي، او ستا په ژوند کې به هېڅکله برکت وانه اچوي.
- او د ځنکدن سلګۍ به دې سختې کړي.
لوط رامنډې وهلې، زلموټۍ دی، خپل کاکا يې ولید چې خلک ترې راچاپیر شوي دي، د خپلو خدایانو په سر يې سپکوي، یو غږ يې واورېده چې کاکا يې ګواښي:
- که له دې سپکاوي لاس وانخلې، ډېر تنګ ژوند به ولري، مردوخ به دې ټول ژوند درخراب کړي.
د لوط وینه په جوش راغله: خوږ کاکا يې، بلکې پلار يې چې دی یې په زوی ولۍ نیولی، د قومیانو له خوا یې سپکیږي. ای کاش چې څه یې کولی شوای، کاکا يې خبرې پیل کړې، لوط ورته غوږ شه، ابراهیم وویل:
- تاسې ماسره د الله په اړه شخړه کوئ او هغه راته لاره ښودلې ده؟ او زه ستاسې له دغه ناحقه معبودانو ولې وویریږم، یوازې له یو الله څخه ویریږم. ایا تاسې له دې خبرو پند نه اخلئ؟ زه څنګه ستاسې له ناحقه معبودانو وویریږم، او تاسې له دې نه ویریږي چې له الله سره مو بې دلیله شریک نیولی دی، نو کومه ډله د امن مستحقه ده، که تاسې پوهيږئ؟ هغه چې ایمان یې راوړی او خپل ایمان يې له ظلم سره نه دی ګډ کړی ، هغوی ته امن دی او هغوی په سمه لاره دي.
ای زما قومه، له الله وویریږئ، او د هغه عبادت وکړئ، دا به ستاسې لپاره غوره وي که تاسې پوهېږئ، تاسې له الله پرته د نورو بتانو عبادت کوئ چې تاسې په دروغو جوړ کړي دي، بېشکه هغه څه چې تاسې يې له الله پرته عبادت کوئ، ستاسې لپاره د روزۍ وس هم نه لري، له الله نه رزق وغواړئ او عبادت يې وکړئ، مننه يې وکړئ، همدې الله ته به راګرځئ. که تاسې دا دعوت دروغجن کړ، نو بیشکه له تاسې مخکې ملتونو هم دغه کار کړی دی او بېشکه چې په رسول باندې یوازې د پيغام رسول دي.
ایا دوی نه ګوري چې الله پاک څنګه مخلوق پنځوي او بیا يې له مرګ وروسته پیدا کوي؟ دا الله ته ډېره اسانه ده. ورته ووایه چې په زمکه کې وګرځئ، وګورئ چې الله پاک څنګه مخلوقات پنځولي دي، او له فنا کېدو وروسته به يې بیا راپيدا کړي. بېشکه چې الله په هر څه باندې قادر دی. چاته يې چې خوښه شي عذاب ورکوي او چاته يې چې خوښه شي رحمت پرې کوي، او همدې الله ته به ټول ورګرځئ. تاسې په دې زمکه کې ډېر کمزوري یاست، او له الله پرته کوم کومکي او مرستندویه نه لرئ.
قوم چوپ شو، لوط د خلکو څېرو ته ګوري او خوشاله دی، د کاکا دلیل يې ډېر قوي او غښتلی و، د دوی ژبې يې بندې کړې، مګر يو کس په ډېر عناد وویل:
- که هره معجزه راوړې او غواړې په موږه سحر وکړې، بیا هم درباندې باور نه کوو.
بیا چېغې راپورته شوې:
- ساحر دی.
- لیونی دی.
- دروغژن دی.
ابراهیم په ارامه وویل:
- زما خپل عمل او ستاسې خپل.
یو کاهن چېغه کړې:
- ای قومه، نن مو د خدایانو مرسته وکړئ، او دا به په دې سخته ورځ وي.
ابراهیم وویل:
- ای قومه تاسې له الله پرته خدایان نیولي، دوی هيڅ شی نه شي پيدا کولی، بلکې دوی پیدا شوي دي؟ او تاسې ته هم کومه ګټه او تاوان نه شي رسولی، نه د مړه کولو واک لري، نه د ژوندي کولو واک لري او نه له مرګه وروسته د ژوندي کولو واک لري.
کاهن بیا چېغې کړې:
- لیونی دی. دروغژن دی، دا يې له ځان دروغ جوړ کړي دي. د خپلو خدایانو مرسته وکړئ.
خلک ورپسې ورغلل چې ویې وهی، خو یو تن وویل:
- نن ېې همدا شرم بس دی، پرييږدئ.
یو کاهن په ابراهیم پسې ورغی، په سینه کې يې ټیل واهه ورته يې وویل:
- دروغژن دی، دروغژن دی، غواړي چې تاسې په فتنه کې واچوی، د خدایانو له لارې مو بېلارې کړي.
ابراهیم وویل:
- ستاسې د رب رحمت هر شي ته رسیږی.
اسمان ته یې سترګې پورته کړې او ويې ویل:
- ای ربه، بخښنه راته وکړه او رحم راباندې وکړه او بېشکه چې ته غوره رحم کونکی یې.
د لوط سترګې له اوښکو ډکې شوې. ابراهیم يې سمې لارې ته رابلي، او هغوی ورباندې ملنډې وهي، له اوره يې ژغوري او هغوی پرې ټوکې کوي، عزیز او غفار ذات ته يې رابلي، خو هغوی يې شرک او ناپوهۍ ته رابلي، هدایت ته یې رابلي، خو هغوی ورته غوږ نه نیسي، دا پرې سخته تمامه شوه.
ویې نه شو کولی چې خپل احساسات قابوکړي نو غږ يې کړې:
- ابراهیم هيڅکله دروغ نه وايي، بېشکه چې هغه ستاسې لپاره امانتکاره ناصح دی، بلکې کافران دروغ وايي.
په لوط پسې سترګې واوښتلي، لوط ونه ډار شو، بلکې قوم يې په سترګو کې ډېر سپک ورغلی دی. ویې ویل:
- هغه چې تاسې يې له الله پرته رابلئ ستاسې مرسته نه شي کولی...هغه چې تاسې يې له الله پرته رابلئ د یو تار واک هم نه لري.
یو تن وویل:
- یو بل دروغژن راغی.. وړوکی دروغژن.
کاهن بېرته راوګرځېد او چېغې يې کړې:
- ما درته وویل چې دخپلو خدایانو مرستې ته راودانګئ او له دې دروغژن څخه يې وړاندې له دې وساتئ چې نور خلک په فتنه کې واچوي، خو تاسې زما نصیحت ونه مانه اوس یې په دغه زلمي سحر وکړ او پر تاسې ټولو به سحر وکړي.
لوط وویل:
- په تاسې څه شوي دي، چې تاسې په الله او د هغه په رسول ایمان نه راوړئ، او رسول مو پر الله ایمان ته رابولي.
یو تن ورته وویل:
- تا په ابراهیم ایمان راوړی دی؟
لوط وویل:
- هو، ما په ابراهیم ایمان راوړی دی.
ابراهیم خپل قوم ته وویل:
- د الله عبادت وکړئ، ترې وویریږئ، دا ستاسې لپاره غوره دی، که تاسې پوهئږئ. تاسې له الله پرته د بتانو عبادت کوئ، هغه څوک چې له الله پرته د بل چا عبادت کوي، تاسې ته روزي نه شي درکولی، له الله سره روزي ولټوئ، د الله عبادت وکړئ له هغه مننه وکړئ، بېشکه چې همدې الله ته به راګرځئ.
خلک ترې ټول ستانه شو، ابراهیم په معبد کې یوازې پاتې شو، یوازې يې هغه وراره پرې ایمان راوړه چې په زوی ولی یې نیولی و او له زړه نه یې ورسره مینه لرله، اسلام يې راوړ.
ابراهیم اسمان ته سترګې پورته کړې او ويې ویل:
- ای ربه دوی خو ما دروغژن کوې.
ناڅاپه يې غږ واورېده، ګوندې روح ته يې راکوزیږي او وجدان يې اوري:
- ( که دوی ستا له دعوته مخ واړو نو بېشکه چې موږ ته په دوی باندې ساتونکی نه یې لیږلی، بلکې پر تا باندې یوازې د دعوت رسول دي).
له لوط سره یو ځای کور ته ستون شو، هوډ يې وکړ چې د پیغام رسولو ته تر هغې دوام ورکړي چې الله پاک خپله فیصله وکړي.
 
بېرته شاته