لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
استخباراتي تمثیل
لیکوال: طایرځلاند   نېټه: 21.06.2017   خپرونکئ:    

 د روانې جون میاشتې په ۱۶مه نیټه د ننګرهار ولایت دمطبوعاتي ملګرو مې تر لاسه کړل چې د پاکستان د قونسلګرۍ دوه کارکوونکي د تورخم جلال اباد په لاره نادرکه شوي دي.
د پیښې د تازوالي له کبله دقیق جزیات رسنیو سره شریک نه شول خو وروسته معلومه شوه چې جان خان او اعجاز خان په نامه دغه دوه کار کوونکي ورک شوي دي او معلومه نه ده چې وسله والو یا هم د غلو کومې ډلې د تاوان اخیستو له پاره کوز کړي...
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم همدا ډول معلومات خپاره کړي دي او زیاته کړې یې ده چې افغان امنیتي چارواکو سره په ګډه په دې اړه پلټنې کوي.
دا دکیسې ښکاره اړخ دی خو دا چې اوس مهال په سفارتي خونو او نمایندګيو کې تر عامو خلکو زیات استخباراتي روزل شوي اشخاص په دندو بوخت دي په دې اړه ځینې نور شکونه راپورته کوي.
که څه هم په رسمي توګه لا معلومه نه ده چې د جان خان او اعجاز خان وظیفوي مسولیت د ننګرهار په قونسلګرۍ کې څه دی؟ او ولې پرته له امنیتي ادارو سره د تګ پر مهال خپل پلان یې نه دی شریک کړی؟ خو دا له امکان لرې نه ده چې وبولو جان خان او اعجاز خان د ځانګړي ماموریت برخه ده او پل خپل کار پسې وتلي دي.
کله چې په استخباراتي عملیاتو کې د مقابل لوري یا کوربه هیواد له لورې کړۍ تنګه او نظارت زیات شي نو دخپلو اهدافو د تر لاسه کولو له پاره ډول ډول تکتیکونه په کار اچوي چې یو هم د خپل هدف منځ ته رسیدلو له پاره د مامورینو ورکېدل او تښتول یې یوه بڼه او تکتیک دی.
د پیښې د ځای حساسیت، د پیښې مهال او دپیښې د رامنځته کېدو له تحلیل وروسته زه نه شم قانع کیدای چې دا یوه عادي او نا منسجم شوی کار دې وبلم یعنې دا ویل غواړم چې دا خپله د پاکستان د استخباراتو یو تکتیک دی او غواړي له دې لارې څو اهداف تعقیب کړي.
د مارکوه، باسول، مومندرې او لعل پورې ولسوالۍ په دې ورستيو کې د وسله والو طالبانو له پاره خوندي ځایونه دي او له دې سیمې خپله جګړه رهبري کوي. کله چې په کوټ، اچین او بټي کوټ کې د داعش وسله والو نفوذ زیات شو وسله وال طالبان لعل پورې ولسوالې ته کوز شول او دجګړې د رهبرۍ داخلي مرکزیت یې د کوټ او بټي کوټ او اچین پر ځای امباره خانه و ټاکله. دا سیمه په داسې ځای کې پرته ده چې په اسانۍ سره څو خواوې کنټرول کولی شي، د سختې پرمهال د ډيورنډ کرښې اخوا قبایلي سیمو ته اوړیدلی شي، د یوې لنډې قاچاقي لارې په سر کولو سره وسله وال لوګر ته ځان رسولی شي او کونړ ولایت ته هم له دې لارې ځان رسولی شي.
کله چې د جلال اباد، تورخم دویم سرک جوړېده نو چارې یې یوې داسې پاکستاني کمپنۍ ته سپارل شوې وې چې هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې پورې تړاو لري او په سرک له یو نیم کال زیات وخت اړولو او ځنډ څخه داسې شک کيږي چې هلته له سرک ور اخوا په شبکه سازۍ او هغوی ته په خوندي ځایونو پیدا کولو کار کېده چې هم هسې وشول څه وخت وروسته هلته وسله وال ځای پر ځای شول او د دې سیمو کنټرول یې تر لاسه کړ.
دې موقعیتي حساسیتونو ته په کتو ویلی شوو چې دغې سیمې ته د پاکستان د قونسلګرۍ د دوه کار کوونکو تګ هغه هم پرته د امنیتي نهادونو له اجازې او سلا مشورې له کومې لوبې خالي نه دی او همدا هڅه مونږ د استخباراتو تمثیل ګڼلی شوو.
په اچین او کوټ کې د داعش وسله والو له ځپلو وروسته ممکن پلان دا وي چې وسله والې ډلې وهڅول شي چې دغو سیمو کې بیا ځای پر ځای شي. د اچین، کوټ بټي کوټ ولسوالیو له لارې به بیا وسله وال په اسانۍ د لوګر له لارې میدان وردګ او غزني سره لارې ځان له پاره جوړې کړي د قبایلي سیمو به را اوړي په لعل پوره به راتیريږي او دکوټ او بټي کوټ او اچین له دمه ځای وروسته به مرکزي ولایتونو ته طالبان ترې خوريږي.
نو د همداسې یو پلان د تطبیق له پاره ددې امکان شته چې د پاکستان قونسلګرۍ چې په فوق العاده توګه په استخباراتي چارو کې بوخته ده او په سیمه کې د فعالو طالبانو سره مستقیمې اړیکې لري د خپل کوم پلان د عملي کولو او وسله والو ډلو ته د کومې نوې طرحې په رسولو کې له یو داسې تکیتک کار واخلي.
د دې ډول تمثیلي کړنې نور ګڼ مثالونه هم لرو؛ د بیلګې په ډول په لوګر کې د پاکستانۍ الوتکې د ناستې او په هغې کې د پاکستاني پوځي چارواکو او روسي امنیتي نهادونو د غړو حضور، په الوتکه کې د وسلو او پیسو لیږد را ښکاره کړه چې اصلا ددې الوتکې بیړنۍ ناسته د دوه سیميزو وسله والو طالبانو د ډلو ترمنځ هماهنګی رامنځ ته کول او د پاکستان په منځګړي توب دنورو استخباراتي شبکو سره دهغوی اړیکې جوړول و.
همدا ډول په میدان وردګو کې د روسیې الوتکې بیړنۍ ناسته او د پیلوټانو یرغمل نیول بله هغه قضیه وه چې وروسته ددې سبب شوه چې د طالبانو او روسیې ترمنځ د اړیکو دجوړېدو سبب شوه؛ روسیه که هرڅو دا اړیکې دخپلو وګړو د خوندیتوب له پاره تاییدوي خو په داخل د افغانستان کې یې په اړه ګونګوسې نورې دي.
څو کاله وړاندې له کراچۍ د یو خبریال راتګ لعل پورې ته او هلته د وسله والو طالبانو د ډلو سره ناسته ولاړه د پوښتنې وړ وه که څه هم افغان امنیتي ادارو په ډاګه نه کړه چې خبریال یواځې د رسنۍ د مصاحبې له پاره راغلی و که ځینې نورې خبرې هم د پردې تر شا وې؟ هغه خبریال بیا د امنیتي ملي له بنده افغان ولسمشر د پاکستاني خبریالانو د یوې ډلې د غوښتنې په ترڅ کې ازاد کړ.
همدا ډول تیره میاشت په کابل کې هم د پاکستان دسفارت دوه کار کوونکي حسن زاده او منیر شاه د مشکوک تګ راتګ او ګرځېدو له امله ملي امنیت د ۳ ساعتونو له پاره زندانیان کړل او د پښتنو ګرویګنو له پاره یې له ځان سره وساتل.
ډیپلوماتیک ماموریت او فعالیتونه یو لړ ځانګړي شرایط لري او کله چې له ټاکلي چوکاټه دا فعالیتونه د باندې شي نو ددې ګنجایش زیاتيږي چې په اړه یې شکوک وشي.
اوس به ددې قضیې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا تور پورې کړې چي په افغانستان کې د دوي سفارتي کار کوونکي خوندي نه دي او د افغان حکومت د بدنامولو له پاره به قسم قسم ډنډورې وغږوي نو په دې هوښیار چلند به په خپلو دوه کار کوونکو دوه ګټې او موخې تر لاسه کړي.
خو افغان امنیتي نهادونه باید دا موضوع جدي تعقیب کړي او پیدا کړي چې په دا ډول مشکوکو حرکتونو سره پاکستاني استخباراتي کړئ دڅه په لټه دي؟
که په داسې یوه دوسیه کې باندي استخبارات دوه ځله ناکام کړل شول نو بیا به دا جرات پیدا نه کړي چې ارتې تڼۍ پرته له کاري او اصولي چوکاټه فعالیتونه وکړي.

 
بېرته شاته