لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د پښتو شعر د عَلم بردار نقد
لیکوال: عبدالغفورلېوال   نېټه: 21.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 ګڼ شمير ادب پوهان خوشال بابا د پښتو شاعرۍ لومړنۍ نقاد بولي او دا ځكه چې يو خو د يو جلا ادبي مكتب بنسټ ايښودونكى دى او له بله پلوه لومړى شاعر دى چې په ښكاره خپل معاصر او تر ځان وړاندې شاعران تر نقد لاندې نيسې. د خوشال بابا نامتو قصيده چې د خپل شعر په ستاينه كې يې ليكلې ده، ددې ادعا ګواه ده:

په پښتو شعر چې ما عَلَم بلند كړ
د خبرو ملك مې فتح په سمند كړ
خان بابا د هندي سبك يوشمير پيروان چې د روښاني مكتب لاروي دي يو د بل پسې يادوي وايي:
د ميرزا ديوان مې ومانډه په ګوډي  مسخره مې ارزاني خيشكى زمند كــړ
درويزه مې له مخزنه سره ونغـړ          پيـر روښان مې ياوه ګوى سره مانند كړ
كه دولت وٌ كه واصل و، كه دا نور و  په خبـرو مې د هر يوه ريشخند كــړ
د خوشال بابا دغه ادعاوې ځكه خپل ځاى لري چې تيره شاعرۍ له خپل ځان سره مقايسه كوي او ګوري چې په خپله ده پښتو شاعري يوازې له صوفيانه عوالمو او عارفانه مدارجو څخه د پښتون قوم ورځني ژوند ته راكوزه كړې او د هغه مهال ورځني ژوند، واقعات، ټولنيز حالات، تاريخي پيښې او د لمس وړ ښكلاوې يې بيان كړي دي. دده په نظر پښتانه شاعران تر ډيره د هندي شاعرۍ سوليدلي تركيبونه اړوي رااړوي او يوازې د تصوف او عرفان په تكراري مفاهمو كې خپل قلمونه آزمويي مګر خوشال د خپلو خلكو د ژوند هر اړخ ته پام ساتي له ښكار نيولې تر طبي مشورو، د ښځينه جنس له خصوصيتونو څخه د پښتنو تر اجتماعي اروا پوهنې او اتنولوژيكو خصوصياتو پورې هرڅه څيړي، ددې ترڅنګ خوشال لومړى شاعر دى چې د حقيقت او مجاز پولې ړنګوي او خپله هغه معشوقه ستايي چې مخامخ ورته ناسته ده او لاس يې ور رسيږي:
 د بوستان ونې مې واړه پيوندي دي  حقيقت مې له مجاز سره پيوند كړ
ځكه خو يو بل ځاى وايي:
 زه خوشال كمزورى نه يم چې به ډار كړم
       په ښكاره نارې وهم چې خوله يې راكړه
خوشال په خپل شعر كې نوښت ته داسې اشاره كوي:
 قتلمې مې ورته سازې كړې د قندو  د اوربشو په ډوډيو چې چا شخوند كړ
او دا په ښكاره هغه موضوعي نوښت ته اشاره ده چې د خوشال بابا د شاعرۍ يو لوى امتياز ګڼل كيږي.
خوشال بابا په داسې عصر كې ژوند كوي چې د پښتو شعر( سره ورته) جريان د مقايسوي نقد پر مهال پرته له خپلې شاعرۍ د بل ښه موډل او بيلګې سراغ نه لري ځكه خو مجبور دى د خپل معاصر شعر خامي له خپل شعر سره مقايسه كړي او دا وښيي چې د نوښت لاره كومه ده:
 په تازه تازه مضمون د پښتو شعر  په مانا مې د شيراز او د خجند كړ
خوشال بابا لومړنى شاعر دى چې د پښتو شعر دواړو اړخونو (مضمون) او (شكل) ته پام ساتي، مانا دا چې هم د محتوا له نظره او هم د وزن، او بيلابيلو صنعتونو له نظره د نوښت راوستلو ادعا كوي وګورئ:
 هر كلام مې واردات دى يا الهام دى  چې موزون مې په تقطيع د بحر و بند كړ
 په تشبيه او په تمثيل په نزاكت كې  عزوبت مې د خبرو چند در چند كــــړ
خوشال بابا پر الهام او شهود ډيره تكيه كوي او خپل حساب له هغو ناظمانو څخه بيل ګڼي چې په وچ زور شعر ليكي، خوشال بابا څو ځايه ټينګار كوي چې شعر ورته راځي او دى هيڅ كله نه دى پسې تللى په همدې قصيده كې يې ولولئ:
 نه مې سود نه مې مقصود شته په دا كار كې
       محبـت زما په غاړه دا كمند كــړ
 كه نور سود د شعر نه لرم دا بس دى
       چې حاسد مې د حسد په اور سپند كړ
او بل ځاى وايي:
 زه د شعر په كار هيڅ نه يم خوشال  ولې خداى مې كړ په غاړه دا مقال
 نه په فكر نه په ذكر رابرسير شي  ناګهـــان لكه اوره د پشــكال
 رنګ زما د شعر هيڅ سره ساز نه دى  لكه سپى راپسې ګرځـي په دنبـال
خوشال د پښتو ادبياتو په تاريخ كې بيا هم لومړنى شاعر دى چې شعر په اشراقي او الهامي جوهر ټينګار كوي او تصنع او تكلف نه خوښوي.
زموږ شاعر د خپل عصر د شاعرۍ يوې بلې كمزورۍ ته هم ګوته نيسي، د هغه په نظر په شعر كې د چا مدح يا ذم كول ددې باعث ګرځي چې شعر خپل طبيعي مسير پريږدي او د چا خبره د زړه په زور يې خلك منلو ته اړ ايستل شي.
 نه اندوه د مدح و ذم نه هغه كس يم  چې د زړه په زور مې شعر د چا پسند كړ
خوشال بابا د مغولو د دربار او د محلي اميرانو په دربارونو كې مداحان ليدلي وو، چې څنګه د شعر دردانې په زرو پلوري، ځكه خو دغې نيمګړتيا ته ګوته نيسي او څرنګه چې خپله شاعري له دې اړخه بې نيازه بولي نو فكر كوي چې خلك به د هغه شعر د زړه په زور نه بلكې په خپله خوښه لولي، اوري او خوند به ورڅخه اخلي.
خوشال بابا په خپلې دغې قصيدې كې دوه ځلې دې ته اشاره كوي چې عشق يې د شعر اصلي مضمون جوړوي:
 
نه مې سود نه مې مقصود شته په دا كار كې
       محبت زما په غاړه دا كمند كــــړ
او 
 عشقه ته تر اورنګزيب بادشاه بهتر يې
       چې خوشال دې په عالم كې سربلند كړ
له دې څخه ښكاري چې دده په نظر شعر د معنويت د تمثيل وسيله ده او عشق د معنويت جوهر جوړوي. خوشال باور لري چې كه شاعري د معنويت په جوهر، يعني عشق، آراسته وي تل پاتې كيږي. څلو پيړۍ وروسته او لا تر نن ورځې د خوشال شاعري په ټوله نړۍ كې لوستل كيږي او خوشال همدا اوس هم له هرچا سره خبرې كوي خو اورنګزيب يوازې د تاريخ په كتابونو كې ياديږي او بس، هم خوشال او هم د هغه لوستونكي دا مني چې عشق او شاعري ددغه ابديت او سربلندۍ عوامل دي.
خوشال بابا د خپل عصر شاعران اور اوركي ګڼي او ځان د سهيل ستورى، دده په نظر نور شاعران لكه اور وركي د كمې مودې لپاره رڼا له بلې سرچينې څخه اخلي او بلاخره د شپې په تياره كې وركيږي مګر دده شاعري لكه د سهيل ستورى نه يوازې خپله د رڼا منبع ده بلكې د سهار د راتلو زيرمى هم له ځانه سره لري:
 مدعي د تورې شپې اور اوركى و  د سهيل غوندې مې ځان باندې څرګند كړ
خوشال بابا كله چې د ځان په اړه قضاوت كوي ريښتينتوب يې هغه مهال لاپسې څرګنديږي چې كله خپله پارسي او پښتو شاعري سره پرتله كوي:
 په پارسي ژبه مې هم ژبه ګويا ده  په پښتو ژبه مې خلك بهرمند كــــړ
يعنې په پارسي، د دوهمې ژبې په حيث، هماغومره حاكميت لري چې ژبه يې پرې ګويا ده خو په پښتو ژبه د شاعرۍ مړوند يې هيڅ څوك نه شي تاوولى او ټول خلك ورڅخه بهرمند شوي:
 چا زما مړوند ټينګ نه كړ په دا كار  ما د هر سړي نه خلاص په زور مړوند كړ
په ادبي كره كتنه كې له زماني پلوه هم عصره نقد نظر دې ته، چې څو پيړۍ وروسته په كومې ادبي دورې نقد وشي، ډير ارزښت لري ځكه د يوې زمانې شاعر او منتقد دواړه په مشترك اجتماعي او فرهنګي چاپيريال كې ژوند كوي له همدې امله كه د پښتو شاعري پر كلاسيكه دوره نقد كيږي نو خامخا به د هغه مهال همزولي آثار كتل كيږي چې د هغه وخت په ادبي دورې كې د شاملو شاعرانو په اړه څه ډول قضاوت كيده ځكه خو د خوشال بابا دغه قصيده او نور نقدآميزه نظريات د تاريخي كره كتنې په بحثونو كې ډير ارزښت لري او بايد د منتقدينو د پام وړ وي.
 
بېرته شاته