لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( دریشتمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 22.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 د اور ښار په خلکو خوځيږي. خلک ورته له ښاره او کلي راروان دي، غواړي چې قربانۍ ورته وړاندې کړي، سبا د لوی «نانا»کلیزه ده، د لوی خدای اختر دی، هغه خدای چې د اور ښار کې مقدس معبد ته راکوز شو. 

د سپوږمۍ د خدای «نانا» بندګان د لمر د خدای«شماش»او د خوندونو او جګړې خدای عشتار له عبادت کونکو ډېر وو، شماش او عشتار د نانا بچي وو، بچی چې هر څومره ستر شي په پلار نه شي لوی کېدلی، که څه هم ډېرو دعوه وکړه چې مردوخ په خپل پلار«ایا» باندې لوړ دی، او د خدایانو په ناسته کې د ټولو مشر ټاکل شوی دی.
د ښار کوڅې په هغه څارویو ډکې شوې چې د نورو ښارونو وګړو او د مالي څښتنانو د معبد غوجل ته ډالۍ کړي وو، ښار په کاهنانو، پوځیانو، قاضیانو، د زیرمو په ساتونکو،مریانو او وینځو ډک شو، ټول اختر ته تیاری نیسي.
له نورو ښارونو څخه راغلو زلمو سپيڅلو زناکارو ته ورمنډې کړې چې په سپيڅلې لار کې یوې خوا او بلې خوا ناستې وې، په لمنو کې ورته ټنګې اچوي او هغوی ورپسې کیږي څو خپل ځانونه د نانا د لمسۍ عشتار د خوندونو خدای ته قرباني کړي.
ناحور، مېرمن يې، بچي يې او هاران له دواړو مېرمنو او بچو سره د آزر کور ته روان شول، چې شپه ورسره په خبرو سبا کړي، بیا به سهار په شریکه معبد ته ورځي چې قربانۍ ورته وړاندې کړی.
ایمتالي او آزر ورته ښه راغلاست ووایه، ټول ناست دي د شپې بنډار کوي، بیا پورته شول چې په کور کې ځانګړي معبد کې له خدایانو وغواړي چې عمرونه يې ورزیات کړی، لمونځ يې بشپړ کړ، ایمتالي لاسونه پورته کړل:
- نمرود زما خدای دی، ته يې برکتي کړه، او عمرونه يې زیات کړه.
ابراهیم راغی، د مور غږ یې واورېده چې نمرود نه د عمر د زیاتېدو دعا غواړي، عجیبه ده، نمرود څنګه خدای شي، ! نمرود یو بشر دی، هغه څنګه خدای شي؟!
ورننوت او ورته یې ویل:
- د څه شي عبادت کوئ؟
- د بتانو عبادت کوو او دې ته سر ټيټو.
هاران وویل:
- د خدایانو د خدای او د پالونکو د پالونکې عبادت کوو، هغه چې اونو او انلیل په بابل کې په تلپاتۍ پاچاهۍ ټاکلی دی، هغه چې «ایا» پلار يې ورته وویل: «ای زويه! هلته چې په څه پوه نه شوې زه به دې پرې پوه کړم، په هر هغه څه چې زه پوهېږم ته به پرې هم پوه شې». د مردوخ عبادت کوو، د خدایانو ساحر او د کاهنان خدای او د بشر خالق.
آزر ورزیاته کړه:
- او د نانا او نورو خدایانو عبادت کوو هغه چې موږ ته رزق راکوي او موږ نه ناروغۍ لري کوي.
ابراهیم وویل:
- کله چې ترې مرسته وغواړئ اوري يې، یا کومه ګټه او تاوان درسولی شي؟
هغوی وویل:
- زموږ پلرونو همداسې کول.
ابراهیم وویل:
- د هغه څه په اړه به مو خبر کړم چې تاسې يې عبادت کوئ، تاسې او ستاسې پخوانیو پلرونو يې عبادت کاوه. دوی ټول زما دښمنان دي، پرته د مخلوقاتو له پالونکي څخه، هغه چې يې زه پيد کړم او هدایت راته کوي، هغه چې خوراک او څښاک راکوي، هغه چې کله ناروغه شم شفاء راکوي، هغه چې مړ کوي مې او بیا مې بیرته راژوندی کوي، هغه چې زه هیله لرم د قیامت په ورځ به زما ګناهونه وبخښي.
هاران خپل ورور ابراهیم ته وویل:
- وروه سبا ته راسره اختر ته راشه، نو بیا به هرومرو پوه شې چې زموږ دين ښه دی، وبه ویني چې موږ عزتمن مردوخ او لوی نانا څنګه راغواړو.
ابراهیم وویل:
- تاسې بتان رابولئ او احسن الخالقین ذات پرېږدئ؟!
ایمتالي ورنیږدې شوه او ورته يې وویل:
- زویه دا خبرې دې پرېږده، سبا ته له موږ سره معبد ته لاړ شه او د خپل قوم سره د اختر په میله کې ګډون وکړه.
شپه تیاره شوې وه او ستوري راختلي وو، ابراهیم راپورته شو، ستورو ته یې وکتل، په ذهن کې يې یو فکر وروغورځېد، له ځان سره يې وویل: « په الله سوګند چې هرومرو به ستاسې بتان وروسته له هغې ماتوم چې تاسې ووځئ».
خپلې کورنۍ ته بیرته راستون شو، ویې ویل:
- زه ناورغ یم.
بیا يې اجازه وغوښته، وګرځېد او د سهار انتظار يې کاوه.
٭٭٭
سهار اوریجاللو قدس الاقدس ته ورننوت، هغې ځای ته ولاړ چېرته چې د سپوږمۍ خدای نانا ولاړ و، عود يې لوګی کړل، رکوع يې وکړه او لمونځ يې ادا کړ، کاهنان د معبد په پاکولو بوخت دی، ځکه چې معبد ته له هرې سیمې نه خلک راروان دي. کاهنانو بتانو ته د مرمرو په لوښو کې شېدې وړاندې کړې، او د هر خدای مخې ته يې په تخت باندې دولس ډوډۍ کېښودې، او په هغه برج کې يې شپاړس ډوډۍ کېښودې چې د سپوږمۍ خدای په مزار پای ته رسېد، لوی غوریان يې راوړل چې په کې د غوايي، خوسي، ګډي، اوزې، مارغانو، چرګانو غوښې او هګۍ وې، ټول يې د خدایانو مخې ته کېښودل.
بیا د معبد دروازې خلاصې شوې، ساحران، سندرغاړي او سندرغاړې ورننوتې، په خپلو کارونو بوخت شول، ساحران د خوشبویانو په لوګیا کولو بوخت شول، سندرغاړو د خدایانو په ستاینو خولې پرانستې، د سپوږمۍ خدای توده لمانځنه کوي، او وايي:
- ای ربه چې قدرت دې زمکې او اسمانونو ته غځېدلی دی
څوک بارانونه او موسمونه راوړي،
او په ژونديو باندې څوک بیخوبي راوړي؟
آزر د زړه له تله لمانځنې ته غوږ غوږ دی او په په اننګو يې اوښکې روانې دي، دا خو د هغو رابلل شويو څخه دی چې په لوی اختر کې يې د خدای بت ورته جوړ کړی و.
خلک د اور په کوڅو کې په لیکو کې ودرېدل، چې لوی نمرود خدای پاچا ته د تعظیم سرونه ټيټ کړي، هغه په معبد ته په لاره دی، راځي چې خدای له خپل معبد نه واخلي له سیند نه پورې وځي او د لمانځنې معبد ته يې یوسی.
کوڅې په امیلو، موشکینو، مریانو، قاضیانو، دینپوهانو، کاتبانو، کارګرو، سوداګرو، وکیلانو، د مدرسو په شاګردانو او ینځو ډکې شوې، عسکر په دولتي یونفورم کې راوتلي و او اوږدې نیزې يې په لاس کې وې چې عامه نظام وساتي، د خلکو د ټيل مخه يې نیوله څو پاچا په اسانۍ سره په لاره تیر شي.
موسیقارانو موسیقي وغږوله او سندرغاړو سندرې پیل کړې، نمرود په ګاډۍ کې سپور راغی، تاج يې په سر و، پر ولو يې ویښتان پراته او ږیره يې پريښې وه، په کيڼه اوګه يې د اوزۍ پوستکی و، کیڼ اړخ ته يې د ماڼۍ ساتونکی او د خزانې وزیر ناست و.
د نمرود په ګاډۍ پسې د وزیرانو او د پوځې قومندانانو ګاډۍ روانې وې، کله چې به هم د پاچا ګاډۍ پر خلکو تیره شوه، ټول به ورته په رکوع شول، او هر یو به د زړه له تله ورته دعا کوله:
- ای کاش پاچا زما عمر ډېر کړي.
زړونه له وېرې نري شوي و، اسویلي پورته شول، او سلګۍ شوې، اوښکې وبهېدې.
د نمرود ګاډۍ د هغې دروازې مخې ته ودرېده چې د مدینې حرم سراۍ ته ماته وه، سپيڅلې لار ته، له ګاډۍ کوز شو او معبد ته يې په ډېره خشوع وروکتل، پاچا مخکې شو، وروسته ورپسې وزیران، سرقومندانان، دولتي لوړ پوړي چارواکي او سپېڅلې زناکارې شوې، هرې خواته د پاچا د تمجید چېغې پورته شوې، د معبد په زیرمتونونو، د نوکرانو په کوټو، د عودو په کوټو، په پخلنځي چېرته چې قربانۍ پخېدلې، په تنورونو چې خدایانو ته به په کې ډوډۍ پخېدله، د کاهنانو په خونو، د سندرغاړو، د معبد د نوکرانو او د هغو میرمنو په کوټو تیر شو چې خپل ځانونه يې د سپوږمۍ خدای خدای ته وقف کړي وو.
قافله مقدس ځای ته ورسېده،چېرته چې د نانا او د هغې د میرمنې ننکال معبد او ترمنځ يې مشترګ مزار مقدس حرم ودان و. د نانا معبد وړوکی و، مخې ته يې د ننکال معبد ودان و چې یوې قلعه ته ورته و، پلن دیوالونه او لوړ غښتلي برجونه یې لرل، په یوناني میناتورۍ سینګار شوی وو، چې د سرو، سپينو اوبه يې ورکړې وي، قیمتي ډبرې په کې ځای پر ځای لګېدلې وی، زمرد، فیرزو او مرجان په کې له لرې ځلېدل.
قافله هلته ننوتله چېرته چې مردوخ، انو، انلیل، ایا، نانا، شماش، او عزتمن بتان ایښودل شوي وو، غږونه په لمانځنه لوړ شول:
- ای ربه چې قدرت دې زمکې او اسمانونو ته رسېدلی دی
بارانونه او موسمونه به څوک راولي،
په ژوندیو به ويښتیا څوک راولي،
په اسمانونو کې به د چا عظمت ستایل کیږي،
او په زمکه کې به د چا عظمت ستایل کیږي،
چا ته به اسماني او زمکني روحونه تسبیح وایي،
ستا اراده په اسمان کې ځلیدونکې ده،
له تاسې سوال کوو چې خپله ارده راته په زمکه کې برسیرنه کړه
ستا اراده ژوند اوږدوي، هیلې ورته راوړي، او هر کائن ته په عجیبه شکل رسیږي.
ته د انسان په قضا باندې عدالت پلي کوي،
هیڅوک د هغې راز ته نه شي رسېدلی او نه یې شي قیاس کولی .
ته د خدایانو خدای يې، ته مثال او سیال نه لرې.
هاران د لمانځونکو سره د زړه له تله لمانځنه کوي او هیله يې ولرله که يې ابراهیم ورور وای نو ورته به جوته شوې وه چې دا دین څومره غښتلی دی!
نمروذ د معبد مرکزي انګړ ته یوازې ننوت، د قدس الاقدس دروازه يې پرانسته، اوریجاللو ترې راووت، ورمخکې شو، له نمرود نه یې تاج او دولتي نښانونه، امسا، غاښ لرونکې لکړه او حلقه واخیستل، لاړ د خدایانو د مشر خدای مردوخ مخې ته یې کېښودل، بیا راوګرځېد، نمرود يې پرمخ په څپېړه وواهه، د سپوږمۍ خدای ته يې ورنیږدې کړ، غوږ یې پرې کش کړ چې ورته رکوع وکړي، نمرود په ډېره خشوع رکوع وکړه، او وايي چې د الوهیت په چارو کې يې هيڅ تقصیر نه دی کړی، خپل زائرین يې نه دي سپک کړي، او د اور لوی ښار ته یې ډېره پاملرنه کړې ده، د هغې دیوالونه یې نه دي ړنګ کړي.
په خوا خاطر کې يې نه ګرځېدله چې همدغه لمونځ خو په بابل کې مردوخ، اونو شماش، او عشتار ته هم کوي، بلکې ټولو محلي خدایانو ته عین مراسم وړاندې کوي، پاچا هڅه کوله چې له سترګو نه اوښکې وڅڅوي څو یې هېواد خراب نه شي، او یا پرې د خدایانو غضب رانازل نه شي!
نمرود ته بېرته تاج او دولتي نښانونه ورکړل شو، پاچا او اوریجاللو قدس الاقدس ته ور روان شو، هلته لاړ چېرته چې د نانا بت ایښودل شوی و، نمرود وروړاندې شو د نانا بت يې رابار کړ، له اوریجاللو سره یو ځای هلته لاړل چېرته چې وزیران، قاضیان، دینپوهان او مرستیندویان انتظار وو، هاران د خلکو په منځ کې غاړه راوږده کړه چې د خدای په لیدو مشرف شي او سترګې يې برکتي شي.
پاچا او اوریجاللو راووتل، دواړو د نانا بت په زانګو کې راخیستی، سیمه په دعاګانو وبوڼېده:
- لوی نانا دې زموږ عمر زیات کړي.
ای د خدایانو خدای ستا اراده ژوند اوږدوي، او هیلې ډېروي.
هاران هم دعا پیل کړه:
- زما مولا، ای د پالونکو پالونکیه، یا هغه ذاته چې قدرت دې زمکې او اسمانونو ته رسیږي، په ابراهیم باندې دې غضب راکم کړه او سینه يې د خپل ځان د محبت لپاره پراخه کړه، ای زما مولا که ته ورباندې په غوسه يې، نو موږ د هغه په ګنا ه مه نیسه، د هغه په ګناه موږ ته عذاب مه راکوه، ای زما مولا اوږد عمر راکړه، د خپل الوهیت د عظمت ویره دې زما د بچو په زړونو کې راشنه کړه، او د هغوی نفسونه په بشپړ ژوند ډک کړه.
د هاران په خوا خاطر کې نه ګرځېدله چې لوط زوی يې په بتانو کافر شوی دی، او الله ته تسلیم شوی دی.
پاچا او اوریجاللو نانا روان کړی او له هرې خوا نه د درود چېغې راپورته کیږي، له معبد نه پراخې ساحې ته ووتل، خلک دغه سپيڅلي کاروان سره ګډيږي، ژبې يې د سپوږمۍ د خدای په ثنا او ستاینه خوځيږي، د هغه خدای په ستاینه چې د دوی د ښار ساتندوی دی. کاروان په سپيڅلي لار بندر ته ووت، بندر د کانال سر ته پروت و، د لرې سیمې کيښتیو به معبد ته سپین، سره ، قیمتي ډبرې، عود، څاروي او قربانۍ راوړلې.
په بندر کې هغه مقدسه کيښتۍ هم ولاړه وه چې نانا به په کې د لمانځنې معبد ته وړل کیږي، چې دفرات سیند پر بلې غاړې ودان دی، بندر په کېښتیو ډک وو، د اور ټول ولس راچلېدلی و چې د لمانځنې معبد ته د پاچا سره یو ځای تیر شی، او مذهبي مراسم پرځای کړي.
پاچا اوریجاللو له بت سره بندر ته ورسېدل، مقدسې کېښتۍ ته وروختل، سندرغاړو سندرې ویلي او عوامو دعاګانې غوښتلې، تر دې چې غږونه يې اسمان ته رسېدل، خلکو کيښتيو ته منډې کړې، دا چې سپيڅلې کيښتۍ کې څنګه خدای کېښودل شو، خلکو منډې کړې او په دعاګانو يې خولې پرانستې.
بندر له خلکو خالي شو، ګومان کېده چې په سپيڅلې ښار کې هېڅوک نه اوسیږې، کاهنان، کاریګر، سپيڅلې زناکارې او ټول خلک د لمانځنې معبد ته پورې وتل.
ابراهیم له کوره راووت، هرې خوا څار کوي، معبد ته غځېدلې لار له خلکو خالي ده، ګامونه يې ګړندې کړل، د معبد بیروني حرم ته ورسېد، بتانو ته يې ځان ورساوه، د بتانو مخې ته د ګډي، خوسکي، غوايي، چرګانو غوښې، هګۍ او مېوې پرتې وې.
له ډبرې جوړ شوي بتانو ته يې وکتل، مشر بت مردوخ يې په منځ کې د غټو غوږونو سره ولاړ و چې غوږونه يې د حکمت او پوهې رمز و، مخې ته يې ډېر خواړه پراته و، له شرابو ډک لوښي ورته ایښي وو، شماش، عشتار، اونو، او انلیل او نور خدایان ترې چاپيره ولاړ دي، او په خدايي تختونو ورته ډوډۍ پرتې دي، او مخې ته یې ډېر خوراک او څښاک ايښودل شوی دی.
ابراهیم ورته په مسخره امیز نظر وروکتل او ویې ویل:
- تاسې یې نه خورئ؟ ولې خبرې نه کوئ؟
تبرګي ته یې لاس کړې، په خدایانو يې راباندې کړې، ټوټه ټوټه يې کړل، مګر مردوخ يې پريښود، تبر يې د هغه په يو اوږد غوږ کې راځړوند کړ.
له معبد نه په ارامه ووت، او زړه يې خوشاله شو، د دوی بتان یې مات کړل، او خپل سوګند يې پوره کړ.
 
بېرته شاته