لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ابراهیم علیه السلام ( پنځه ویشتمه برخه)
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 22.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 بت تراشان د هغو بتانو په بیا رغونه بوخت شول چې ابراهیم ټوټې ټوټې کړي وو، شپه ورځې يې کار کاوه، څو ترې خدایان رضا شي او کومه اسماني ټکه پرې راپرېنباسي.

ساحران او کاهنان د نانا په معبد کې مذهبي مراسیم وړاندې کوي، او خلک قربانيو ته هڅوي، څو ترې خدایان رضا شي او هغه غضب ترې بلې خوا ته وګرځوي چې ابراهیم یې سبب شوی دی.
سندرغاړو د نانا د مجد سندرې وغږولې، لمونځ شپه او ورځې نه دریده، د معبد پخلنځي کې ساه وګرځېده، قربانانیانې له تصور څخه زیاتې راغلې، تر دې چې هرې سپيڅلې زناکارې ته د ګډي یوه پښتۍ ورسېده. سړي او ښځې مردوخ خدای ته په ډېره عاجزۍ په رکوع شوې، هر يو يې وايي:
- زما خدایه زه د ابراهیم له عمله بیزاره یم.
ای د خدایانو خدایه که دې وبخښلم ابراهیم ته به لرګي راټول کړم
ای د حکمت او عدل خدایه، ای د بشر خالقه، په زمکه مې ورځې ډېرې کړه، څو ستا د عزت غچ واخلم، مرسته دې وکړم، او له هغه چا نه ستا غچ واخلم چې ستا جلال او دبدبه يې د خلکو په سترګو کې راټيټه کړه.
بیا هغه بت ته لاړل چې ابراهیم په تبرګي باندې وهلی و، ورته وردیدل، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې او په ډېره عاجزۍ يې خولې چینګي کړې:
ای لویو خدایانو که دې منکر ستاسې بتان زیانمن کړل،
نو ستاسې ستوري په اسمان کې لوړ ځلیږي او موږ ته خپل رحمت رالیږي.
ای په اسمانونو کې لویو خدایانو، موږ ته په سپيڅلو زړونو کې غضب مه ځایوې.
موږ سوګند خوړلی دی چې هرومرو به دې مرستې ته رادانګو، او هغه څوک به ژوندي سوځوو چې پر تاسې يې دغه ټوکې کړي او زموږ زړونه یې دردولي دي، او زموږ مقدساتو ته يې سپکاوی کړی دی.
ای خدایانو سترګې مو یخې شه، د غچ وخت راورسېد، موږ به ورته دومره لرګي راټول کړو، چې نه مو مخکې چاته راټول کړي او نه به يې وروسته چاته راټول کړو.
ای په اسمانونو کې لوړو خدایانو، زموږ په سینو کې تر هغې اور نه مړ کیږي، څو چې د اور لمبې دغه متجاوز لو لپه نه کړي.
خدایانو له تاسې مننه، چې زموږ لاسونه دې پرې بر کړل او رانه ونه تښتید.
خدایانو له تاسې مننه، چې تاسې په زمکه کې خپله اراده برسیرنه کړه، او ستاسې اراده په اسمانونو کې پړقیږي.
آزر خپل بتان رابار کړي دي او شرمګیره رارون دی، یوې خوا بلې خوا په ویره ګوري. د خلکو ویره د خدایانو له وېرې سخته وه، که څه هم ځان ته په دې قناعت ورکوي چې یوازې مردوخ کولی شي چې د ده ژوند ورخراب کړي.
خواشینی او مړاوی دی زوی اور ته غورځول کیږي، هغه د ابراهیم په کار خوښ نه دی خو زوی یې دی، د زړه ټوټه يې ده، که څه هم ورباندې د خپلو بتانو په سر غوسه دی، خو بیا يې هم زوی دی، پرې درديږي، وینه يې ده.
یو او بل ته په مړاوي مخ او خواشیني څيره ورګوري، د هغوی لخوا يې په نظرونو سپکاوی کیږي، که څه هم د دوی په څېر په بتانو باور لري، بلکې له دوی څخه څو ګامه وړاندې هم دی. د اور په کوڅو کې د خلکو د تراخه نظر ښکار دی، د معبد يوې سپيڅلې زناکارې سره يې پخواني پيژندګلوی لرله، هغې به ترې د عشتار بتان اخیستل، بیا به يې په هغه چا پلورل چې له دې سره به يې دخوندونو خدای ته د وړاندې کولو په لاره کې مرسته کوله. آزر ولیدله، مخې ته يې راروانه ده، موسکی شو، که يو بت ترې واخلي نو هغه پرېکړه به له منځه لاړه شی چې په دې باندې يې قوم بې ګناه کړې ده، خو ابراهیم زوی يې داسې ګناه ده چې هيڅ نه بخښل کیږي.
سپيڅلې زناکاره ورسره مخامخ شوه، له سترګو نه یې د اور بڅري رالوتل، آزر ته يې وکتل او بیا يې مخ ته لیاړې ورتوکړې، آزر له خواشینۍ څخه سر ټيټ کړ، بتان يې راوخستل او له معبد نه غلی ووت، ډېر خواشینی دی، د هغه مصیبت په اړه فکر کوي چې پرې راغلی دی. که خبره یوازې په خلکو باندې د بتانو د نه پلورلو مقاطعه او پرېکړه وي نو دا خو اسانه ده، کولی شي چې د سوداګرۍ لارې خپل ژوند پرمخ بوځي، یا د پور شل سلنه سود د لارې به يې مخکې بوځي، خو خبره د ډوډۍ او جسدي اړتیاو څخه لوړه ده، دا نو سخته دښمني ده چې د خلکو په زړونو کې راشنه شوې ده.
٭٭٭
معماران لګیا دي، لویه وداني جوړوي، څو په کې اور بل کړي او ابراهیم ورګوزار کړی، کله چې هم پرې خلک تیر شي، شاباشی ورکړي او نور يې وهڅوي څو يې هغه د کینې اور چې په سنیو کې یې بل شوی په دې اور مړ کړي. کله چې ودانۍ بشپړه شوه، سړي، ښځې،سپين ږیري، ځوانان، کاهنان، کاهنانې او سپيڅلې زناکارې راورسېدلې، له هرې لوړې ژورې لکه میږیان راغلل، د لرګو ګېډي یې په شا کړي او هر چا د خپل نذر سره سم لرګي رابار کړي دي.
په لرګیو یې اور بل کړ، د اور لبمې او غرغرې تر اسمانه ورسېدې، ان تر دې چې په هوا کې به کوم مارغه تير شو نو د اور تاو به وسوځاوه. اور شیبه په شيبه زیاتیږی، خلک کیناستل چې ابراهیم په څه ډول ورګوزار کړي، چې دوی ته کوم زیان ونه رسیږي. پرېکړه يې وکړه چې په منجنیق کې به يې ورګوزار کړي.
د ابراهیم نندارې ته ولس راوچلېد، ساره، لوط، آزر، ایمتالي، هاران، ناحور او خپلوان یې هم راغلل، نمرود د خپلو وزیرانو سره لرې ناست دی، خولې پرې بهیږي، د اور لمبو د اور په ښار کې زهر شیندل، د اور لوګو، معبد ، برج او د مغیر غرونه پناکړي و.
ابراهیم په داسې يوه حساسه شیبه کې اسمان ته سر پورته کړ، او ويې ویل:
- ای ربه ته په اسمان او زمکه کې یو یې، په دې زمکه کې دې له ما پرته بل څوک عبادت نه کوي، له تا پرته بل معبود نشته، پاکي ده تالره ته د مخلوقاتو پالونکی یې، ټوله ستاینه تالره ده، پاچاهي تالره ده، او ته هېڅ شریک نه لري.
سارې د ابراهیم په خدای ایمان راوړی و، لوط د خپل کاکا نه د دین زده کړه کړې وه، خو يو يې هم له ابراهیم مخکې د الله عبادت نه و کړی.
ابراهیم یې لاس تړلی راووست، په منجنیق توپ کې یې کېنوه، توپ يې کش کړ او ابراهیم د اور په منځ کې وغورځېد، د خوښیو چېغو فضاء څېرې کړه، داسې چېغې وې چې د خفګان او خواشینۍ نرۍ سلګۍ او د اوښکو ټکا په کې نه اورېدل کېده، د سارې اوښکو د خپل خوږ محبوب ابراهیم نه کله اور وژلی شو.
ساعتونه تیر شول، د اور لمبې ژبغړاندې دي، بیا شیبه په شېبه په کمیدو شوې، یو سړی د سکروټو لوی ډېري ته نیږدې شو، یوه وارخطا چېغه يې وکړه:
- هغه دی ابراهیم په اور کې ژوندی دی.. ما ابراهیم په اور کې ژوندی ولید..
په خلکو کې چېغې لکه د اور په څېر خپره شوه، هک پک شول، نمردو ته هم چيغه ورسېده.
سارې لوط خپلې غېږې ته راجوخت کړ، لوط له خوښۍ چېغې کړې:
- دا معجزه ده.. دا معجزه ده.
نمرود په خپله ګاډۍ کې کیناست، دولتي لوړ پوړي چارواکي ورپسې دي، د نانا خدای برج ته خیژي چې وګوري دا خلک رښتیا وايي که دروغ؟
نمرود د برج سر ته وخوت، ګوري چې ابراهیم په اور کې ژوندی ناست دی، وارخطا شو، هيڅ يې باور نه راځي چې ابراهیم دې ژوندی وي، دومره اور خو د اور د ټول ښار لپاره بس و.
هاران ورور يې هم د ابراهیم د نه سوځېدو خبر واورېده، خو هیڅ خوشاله نه شو. دوی چې څه وايي او دا خبره سمه وي، نو دا خو د ابراهیم د خدای په قدرت دلالت کوي، چې هغه يې د اور له لمبو څخه وساته، داسې لمبې چې په اسمان کې ترې مرغۍ هم پر نه شو وهلی، خو په دې به خواشینی شي چې کوم کار د ابراهیم خدای وکړ او د دوی خدایان یې له کولو پاتې راځي.
ابراهیم له اوره راووت، یوازې د پړي هغه غوټې سوځېدلی وې چې دی پرې تړل شوی و، سارې له خوښۍ کړېکه وکړه، او لوط په خوشالۍ وویل:
- دوی خو د معجزې غوښتنه کوله چې ريښتونی یې کړي، او دا ستره معجزه، دوی به ایمان راوړي، ټول به ایمان راوړي.
ایمتالي ابراهیم ته ورمنډې کړې، چېغې وهیې او اوښکې يې مخ پریمنځي:
- زویه.. خوږه زویه.
خو پوځيان يې ترمنځ ودرېدل، هغه د نمرو په لور روان و.
هلته ثابت زړه او لوړ سر لاړ چيرته چې نمرود و، ابراهیم هم هغه کلمات له ځان سره زمزمه کوي، کوم چې يې په اور کې ویل: (( حسبی الله ونعم الوکیل.. حسبی الله ونعم الوکیل)). الله زما لپاره بسنه کوي، او هغه غوره ساتونکی دی.
د الله له قدرت څخه وروسته یې په سترګو کې د نړۍ ټول طاقت سپک شوی دی. هر چېرته چې ځي جبرایل ورسره یوځای ځي، او په وجود کې يې یو روحي ځواک وزرې رپوي.
هغه پاچا خدای چې خلک ورته په سجده پريواته، اوس ابراهیم ته حیران ورګوري، له وېرې راټول شوی دی، خو ابراهیم چې له اوره راوتلی، ډېر هیبتناک، وېرونکی او له جلاله ډک انسان دی.
د نمرود د زړه درزا نه ارامیږي، ابراهیم ته ګوري او د وارخطایي نښې يې په څېره کې راڅرګندې شوي دي، بیا يې وویل: 
- ابراهیمه، ستا رب څومره لوی دی؟ له دې جحیم نه څنګه روغ راوتلی.
- ماته مې رب وحې وکړه، ویې ویل: (( ای اوره یخ شه، او ابراهیم وساته)). هم هغسې شو چې څنګه مې رب امر وکړ.
کاهنان ووېریدل، هسې نه چې نمرود د ابراهیم په خدای ایمان رانه وړي، نو دوی به کمزوري شي اوواکمني به یې له منځه لاړه شي، نو ټولو وویل: 
- د خپل سحر په زور ترې راووت. دا څرګند سحر دی..
- ای ابراهیمه، ستا څومره ښه رب دی. زه به ورته څلور زره غواګانې قرباني کړم.
- الله درنه دا تر هغې نه قبلوي چې څو له خپل دین څخه زما دین ته نه يې راغلی.
- ابراهیمه، خپله پاچاهي خو درته نه شم پريښودی، خو دا غواګانې به ورته حلالې کړم.
د اوریجاللو، کاهنانو او دینپوهانو پوزې کږې شوې، ټولو وویل: 
- دا دوامداره سحر دی.. دا سحر دی.. څرګند سحر دی، که ته هر څومره معجزې راوړې چې په موږ سحر وکړې موږ پرې باور نه کوو.
یو تن چېغه کړې:
- که تاسې يو څه کوئ نو د خپلو خدایانو مرسته وکړئ.
راروان شول چې له ابراهیم نه غچ واخلي. خو نمرود په خپل اشاره ورته د دودریدو امر وکړ، او ويې ویل:
- پريېږدئ.
د الله له معجزې نه یې انکار وکړ، مخ يې ترې واړوو، او خلکو ته يې په ټینګار ویل چې ابراهیم له اوره د سحر په زور راووت.
لوط خپل پلار هاران ته ورغی ورته يې وویل:
- پلاره! په هغه څه ایمان راوړه چې په ابراهیم د خپل رب له لوري نازل شوي.
بیا يې آزر، ایمتالي، او ناحور ته مخ وګرځاوه او ورته يې وویل:
- ووایي، په الله مو ایمان راوړی او په هغه څه باور کوو چې ابراهیم ته نازل شوي.
هاران په ډېر تکبر وویل:
- هېڅکله پرې ایمان نه راوړو، موږ به هم دده په څېر معجزه راوړو.
هاران وګرځېده، او د حقد او کینې اور يې له خولې راخيژي، یووحشي فکر پرې واکمن شو، که د ابراهیم خدای د دي وس لري چې ابراهیم له اوره وساتي ، نو د ده خدایان به هم په ده باندې اور یخ کړي.
غسل یې وکړل، معبد ته روان شو، په ګرمه کې دی. د مردوخ خدای ته په ډېره عاجزۍ دعا کوي، د زړه له تله ورته وايي چې اور ته د ابراهیم د خدای په څېر امر وکړئ چې په ما باندې هم لکه په ابراهیم غوندې شي.
خدایانو ته جذغی فذعی کوي، اوښکې يې نه ودريږی، د زړه له تله وایي:
- ای خدایانو، ای مشره خدایه، ماته هم هغه څه راکړئ، لکه د ابراهیم خدای چې هغه ته ورکړل.. په ما باندې هم زما د ورور غوندې اور سوړ او د سکونت جوګه يې وګرځوئ.. ای مشره خدایه ستا اراده به په ځمکه کې د اسمان په څېر ځلیدونکي وي.
هاران له معبده ووت، یو فکر يې په سر باندې لوبې کوي، ټول حواس يې ګروه کړي دي، غوښتل يې چې د ټول ولس په وړاندې اعلان وکړي چې دا اور ته ننوځي او بېرته ترې د خپلو خدایانو په امر روغ وځي، څو د کمزورو ایمانونو والاو ته وښایي چې د ده خدایان هم د ابراهیم د خدای په څېر په دې قادر دي چې اور یخ کړي، خو دا يې غوره کړه چې دا تجربه د خلکو له سترګو پناه وکړي.
په نیمه شپه له کوره راووت، د سپوږمۍ رڼا زمکې ته رارسېدلی،خوشاله شو چې نانا خدای خو يې لا له اوسه ملتیا کوي.
هاران لرګي راټول کړل، اور يې ور واچوه، بیا يې ورټوپ کړې. اور وسوځاوه، کړیکې يې کړې، له اوره راووت، او چېغې وهي، بیا په ځمکه وغورځېد، لاس او پښې یې وهل چې ساه يې ورکړه.. او د سپوږمۍ رڼا يې پر ساړه جسد لګیدله.
 
بېرته شاته