لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د مورپه ارمان
لیکوال: محبوب شاه محبوب   نېټه: 27.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 سهار وو د چاى له څښلو نه وروسته مې پريکړه وکړه چې خپل دوکان ته به ځان رسوم ځکه پوره درې ورځې مې په کور کې تېرې کړې وې، زما دوکان په جم بازارکې،او کور مو په ننگرهار کې وو، له خداى(ج) پامانۍ څخه وروسته د سړک په لور روان شوم زمونږ کور له سړک څڅه يو څه لرې وو ، د سهار اته بجې به وې چې سړک ته ورسيدم ، په موټر کې کيناستم دا چې په هغه وخت کې دتورخم دروازه هم بنده وه او چا نه شوه کولاى چې لاړ شي نو اکثره خلک به په څڅوبي کنډو تله زه هم  د څڅوبي په لور روان شوم .

د څڅوبي غر يو خړ پړ غر وو د دوړو او گردونو څخه يې بل څه نه لرل يواځې دوړې او گردونه په کې ښه پريمانه وو،په موټر کې کيناستم او د څڅوبي د غره په لورې مو لاره لنډوله.
د غرمې يو لس بجو ته به ايله يو څو دقيقې پاتې وې، موټر کې مې سترگې هم يو څه سره ورغلې وې ،چې د فلينگ کوچ کلينر د کوزيدو غږ وکړ ، ډيره سخته گرمي وه لمر خپلې شغلې په پوره تيزۍ سره په مځکه لږولې وې،د موټرو د تم ځاى سره يوه د لوښو گوډله هم موجوده وه چې دوه غټې غټې چاټۍ گانې په کې ايښې وې،دوه تنکې ځوانان ورسره هم ناست وو،چې د يوه ګلاس په سر به يې دوه روپۍ اخيستې ما هم اوبه وڅښلې روان شوم د پښو له لږ مزله وروسته د غره بيخ ته ورسيدم غره څوکې په لورمې حرکت پيل کړ.
دلته زه يواځې نه وم بلکې سلگونو څه چې په زرگونو خلکو مې ملتيا کوله،د ماشومانو شور جوړ وو ،چا ژړل او چا خندل څوک غره ته خوشحاله وو او څوک خفه ،د  لوى غره نه مخکې يو وړوکې غر وو هغه خلکو چې مخکې يې دا ځاى نه وو ليدلې او نه هم په دغه لاره تللي وو هغو ډير خوشحاله وو ،دوى په دې فکر کې وو چې بس همدا وړوکې غر دې او بس اخوا پاکستان دې.
گرمۍ خوله لگولې وه ډير زيات گردونه وو اکثره ښځې او ماشون به چې ستړي شوه نو په غره کې به دمې دپاره ناست وو،په ځان به يې د څادرونو سيوري کړي وو ، د ټولو د خولې يو غږ واته چې ډيره گرمي ده ياالله (ج) باران وکړې...
له الله (ج) څخه به يي د مرستې غوښتنه کوله ،سمه د محشر ورځ وه، د هڅ چا يو بل ته پام نه وو هر څوک په خپلو خولو کې ډوب وو،هر چا کوښـښ کاوه چې ځان ځاى ته ورسوي ،ځينو ځينو خو به کومې گنډې چې نور به يې ستړي کړې وو په غره کې پريښودې تر څو په اسودگۍ سره وخيژي ،خو بيا هم په دغه غره يواځې ځان پورته کول څه اسان کار نه وو .
زه هم د دغو خلکو ملگرى وم له ماسره کومه گنډه هم نه وه،زه ډير په اسانۍ سره ختم ځکه که به ستړې شوم نو يو ډډې ته به کيناستم او چې دمه به مې وکړه نو روان به شوم، خو مگر هغو خلکو ته بيا مشکل ډير زيات وو کومو سره چې ښځې او ماشوم وو هغوي ډير په تکليف وو، په دمو دمو ختل زه جره انسان وم د ټولو دمخه د وړې غونډۍ سر ته وختم .
يو ډډې ته کيناستم له پاسه مې لارې ته کتل يوه توره ليکه جوړه وه،تا به ويل لکه ښامار چې تږى وي او د غر سر ته د اوبو په تالاش په ډيرې چابکۍ راروان وي خو کله کله به د دغه ښارمار تنه گډه وډه شوه او کله کله به بيا يوه توره ليکه جوړه شوه.
زه د همدغه وړوکي غره په سر ناست وم او د بل لوى غره د ختو په اړه مې فکر کاوه، چې ژړا مې تر غوږو شوه.
د ژړا د اواز سره سره مې يو څه بنگار هم تر غوږو شو خو خير زه يې په کيسه کې نه شوم،لږ وروسته مې يو ځل بيا هاغه معصومه ژړا او يو غږ چې داځل پرې يو څه پوى شوم چې ويل يې که په مزدورئ کوم کس پيدا کيږي مزدوري به ورکړو خو چې دا بلا خو يوسي .
او ورسره مې يو بل غږ هم تر غوږو شو چې په تونده لهجه ورته ووايي:دا دې څه د پلار کور نه دى چې څوک په مزدورۍ پيدا کړې دلته خلک ځان پورې حيران دي او ته د مزدورۍ خبرې کوې.
کله مې چې شاته پام شو ما په لومړي ځل د داسې پيغلو په مخ اوښکې وليدې،زما په گمان په ټول عمر کې به يې هم ژړلي نه وي ،د دوي مثال د يوه داسې سوالگر په څير وو چې په ډک بازار کې ناست وي خو مگر څوک کوم خيرات ورته نه ورکوي،د چا وس هم ورسره نه کيږي چې خيرات ورکړي او د نا اميدۍ سترگې يو خوا بل خوا اړوي،او بيا هم په دې تمه وي چې يو څوک به راشي، په دغه ځاى کې مې په درېو پيغلواو يوې پخې ښځې سترگې ولگيدې.
د دوي له خوا ما ته يوې ماشومې رامنډه کړه يوه کلکه غاړه يې راکړه ، داسې راغاړېوته ته به وايې چې ما چيرې مخکې ليدلې وي ، له ځانه سره مې وويل لکه چې دې ښځو پويه کړې ،اوس به راڅخه مرسته غواړي ، ښځو راڼه راڼه ما ته کتل او ما له ماشومې سره ځان مشغول کړ، ماشومه به تقريباً د پنځو کاله وه .
په وړه ژبه يې وويل :کاکا ځو ما هم بې له دې چې څه ووايم روان شوم ماشومه مې په غيږ کې ونيوله، زه ځکه بې له کومې خبرې څخه روان شوم ما فکر کاوه هسې نه چې دا ښځې کوم پيټې راپه شا نه کړي.
د دويم غره د څوکې په طرف مې مزل شروع کړ،ښځو هم ماته څه ونه ويي،خو زه هم تلم او په لاره مې له ماشومې سره خبرې کولې په تلو تلو کې د ماشومې له خبرو څخه داسې وپوهيدم چې د هغې نوم اسماء دى دغه درې واړه انجونې يې ترور گانې دي او زړه ښځه يې نيا ده،د دوي کور په پيښور کې دى.
د اسما خبرې ډيرې خوږې وې ، په خبرو خبرو کې د غره نيمايي ته رسيدلې وم ،له ځانه سره مې فکر وکړ ،چې پردۍ انجلې دې روانه کړې هسې نه چې کومه ستونزه درته پېښه نه شي د غره يو گټ ته د دمې لپاره کيناستو .
له اوږده ځنډه وروسته ښځې راورسېدې زه په دې فکر کې وم چې له دوي سره به کومه گنډه وي ځکه يې ورته ژړل خو چې کله هغوى راغلې له ځانه سره يې هڅ هم نه لرل يواځې يو د جامو بېک وو چې هغه هم زړې ښځې په سر کړې وو ښځې هم زما خواته راغلې،کيناستې او په دوعاوو يې خپلې خبرې پيل کړې .
الله(ج) دې له تاسره ډير ښه وکړي خداى(ج) دې هر ارمان پوره کړه پيغلو انجونو هم له مانه کوم ستر ونکړه،په گمان مې چې ډيرې ستړې وې ځان ته يې هم فکر نه وو،ښځې وويې :ځويه يوه مياشت کيږي چې واده ته راغلي يو او لاره راباندې بنده شوې ،کور مو هم په حاجې کېمپ کې دى،اخر تنگ شو نو ځکه مو دغه غر ته زړه ښه کړ، خو که مونږ داسې خبر وو چې دا دومره لوړ غر دى نو يو کال به نور هم پاتې وو خو په دې غره نه راتلو څه وکړو اوس راغلي يو...
په خپل تور ټيکري يې خپلې خولې وچې کړې او يو اوږده ساه يې واخيسته،بيا يې په خبرو شروع وکړه .
دې جنکو هم دا ماشوم نه شوه وړلې ،دا ښه وو ځويه! چې ته راغلې .
د ښځې له خولې مې چې د ځوي نوم واوريده نو په زړه کې مې يو خوږ درد راپورته شو، يو داسې درد چې زه يې اوس د بيان وس نه لرم او زما په قلم کې هم دومره زور نشته چې ويې ليکم ،د دې ښځې په خبرو کې يو بيل رنگه قوي ځواک نغښتې وو چې زه يې د ځان لوري ته کش کولم،د دغې ښځې په سترگو کې د مورنۍ مينې تجلا له ورايه ښکاريده،ماد خپلې مور مينه نه وه ليدلې،زما مور هغه وخت له دې فاني دنيا نه سترگې پټې کړې وې کله چې زه پېدا شوم ، ما ته چا هم په داسې مينه د ځوى نوم نه وو اخيستې،ما هم تر اوسته چاته د مور نوم نه وو اخيستې خو چې ولې مې ورته د مور لفظ له خولې اوت ...
له ښه ساعت دمې وروسته چې ښه مو معارفت سره وشو روان شو زه د ټول نه مخکې وم،اسما‌ء زما په غيږ کې وه ،ټول چپه خوله روان وو ،خو زه نه پوهيدم چې ولې زما زړه غواړي چې له دې زړې ښځې سره خبرې وکړم زما زړه بې واره ټوپونه وهل او همدا يې غوښتل چې د دې ښځې له خولې يو ځل بيا د ځوي لفظ واورم ...
زما زړه طاقت نه کاوه،بيا مې هم خبرې ورسره شروع کړې ډيرې خبرې مې ورسره وکړې، زه په دې وپوهيدم چې دغه ښځه درې لورگانې،يوځوى لري،ميړه يې پخوا په انقلاب کې مړ شوى،اصلاً د پغمان اوسيدونکي دي،په خپلو خبروکې يې دا هم وويل چې  ځوى يې ځکه افغانستان ته نه راځي چې تربوران يې ورباندې زورور دي ،له ډيرې اوږدې مرکې څخه وروسته د غره بيخ ته ورسېدو ، ما خو هڅ کله هم د خپلې مور مينه نه وه ليدلې خو د دغې ښځې خبرو ماته د مور د مينې ارمان راوست،او په خپل زړه کې مې د اسمانونو له مالکه ګيله کوله چې ولې دې زه له دغه خوږ نعمت څخه بې برخې کړى يم ،ماته دا ښځه کټ مټ د خپلې مور په څير ښکاره شوه ،حال دا چې ما خپله مور نه وه ليدلې خو ما فکر کاوه چې همدا زما مور ده .
د غره په بيخ کې څو ډاډ سنې ولاړې وې،ډريورانو يې چغې وهلې.
علې مسجد ته!
علي مسجد ته!
کيناستو،لږه دمه مو جوړه کړه،يو سوچ چې زه يې ډير زورولم هغې هڅ په دمې پوى نه کړم.
ماسره په جب کې نهه سوه روپۍ وې ،له ځانه سره مې فکر وکړ که چيرې له دې ښځو سره ځې د علي مسجد پورې کرايه درې سوه کلدارې ده نو د پنځو کسانو يو نيم زر روپۍ شوې،له ماسره نهه سوه روپۍ دي ،دا هم راته بې غيرتي ښکاره شوه چې بيا هلته هغوي ته وايم چې پيسې راکړئ.
نو له ځانه سره مې وويل چې دوي ته به څه بانه وکړم چې زه همدلته پاتې کيږم په موټر کې به يې کينوم ، زه به بيا وروسته لاړ شم .
همداسې مې وکړل ،ښځې ته مې وويل چې تاسې لاړ شئ او زه پاتې کيږم ښځه ډيره هوښياره وه لکه هغه چې له مخکې نه په ما پويه وي ماته يې وويل:گوره ځويه که د پېسو يا کومه بله خبره وي نو ما ته يې ووايه هڅ پروا نه کوي ،خو ما ټينګار وکړ چې داسې هڅ کومه خبره نشته خو زه اوس نه ځم زه يو ملگري ته انتظار يم کله چې هغه راشي نو بيا ځم .
ښځې مې په موټر کې کينولې څو ځله راته زړه وويل چې صفا ورته ووايه چې زما سره پيسې کمې دي ،دا خبره هم راته يوه بي غيرتي ښکاره شوه د کور پته مې ترې واخسته، ورته مې وويل چې حتماً به يوه ورځ درځم  .
موټر روان شو،داسې احساس مې کاوه لکه له مانه چې زما روح وړي ، لکه د يوه بې وسه انسان په څير ولاړ وم او له لاسه مې هڅ هم نه کيده .
روح مې په بدن کې په لړزا شو ،زړه مې بې واره ټکانونه کول،هڅ نه پوهيدم چې ولې په دې لاروۍ پسې زما زړه خوږيږي ...
له ښې ډيرې مودې وروسته زه په يوه بل موټر کې سپور شوم ،موټر د غرونو په منځ کې لاره لنډوله خو زه هڅ نه پوهيدم گنګس وم هڅ مي هم نه اوريدل لکه يو ويريدلې ماشوم ، نه پوهيدم چې موټر به څومره مزل کړى وو خو د موټر بريک او د خلکو شور ماشور راپه خود کړم،کله چې له موټره کوز شوم،نو له خلکو مې واورېدل چې له گړنگه لاندې يو موټر پرېوتى او ټوله امله يې وژل شوې يواځې يو ماشوم بچ دى،په سر کې مې يو ډز وشو نور پوى نه شوم خو يوه چغه مې له خولې ووته او په ژړا ژړا مې منډې شروع کړې،ځان مې لاندې موټر ته ورساوه،په اول قدم کې مې په هماغه چا سترگې ولگېدې چې په لومړي ځل يې ما ته د مور مينه راکړې وه،خو مگر ما ورسره ډيره غټه جفا وکړه ،کاش چې زه هم له دې سره په همدې موټر کې واى چې زه هم مړ واى.
زه له وړکتوبه بد قسمته وم اول مې خپله مور مړه شوه په هغه وخت کې خو په دې بدبخته دنيا پاتې شوم ، خو چې کله بيا د مور د مينې خبر شوم،ډير ژر مې دا دنيا ړنگه شوه .
او هغه څوک چې زه يې له دې مينې خبر کړم ډير ژر له مانه ولاړه، زه يې يواځې پريښوم ما په ټول عمر کې د مور مينه نه وه ليدلې يواځې يو څو شېبې وې هغه هم د خوب کاته وو خو زه به اوس په ټول ژوند کې د مور ارمان کوم .

١٣٨٩دلوه ١٥
بټي کوټ
 
 
بېرته شاته