لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د خير کار
لیکوال: نصيراحمد احمدي   نېټه: 27.06.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 د ورځپاڼې مدير راته وويل:

_د دفتر بوديجه کمه ده، غواړو چې څو تنه اضافه بست کړو، خو ته وروستی چانس لرې، دا يو امتحان وګڼه، که دې زموږ په خوښه مرکه راوړه، کار ته دوام ورکولای شې.
چرت مې خټه شو، فکر په مخه کړم، په ښار کې مې د مرکې لپاره وړ څوک و نه موند،  خپلې کوټې ته لاړم، يوه ملګري ته مې تليفون وکړ، ده يو داسې ځای راوښود چې شتمن خلک ډېر پکې پيداکېدل. ما هم بکس وتاړه، سهار وختې په موټر کې کېناستم او ماسپښين قضا ټاکلي ځای ته ورسېدم.
په يوه مساپرخانه کې مې کوټه ونيوله، بېرته لاندې راکوز شوم، د ولسوالۍ په بازار کې وګرځېدم، خړ دوکانونه وو او خلک کم ښکارېدل، څنګ ته يو لنډکروزر موټر ولاړ و، ور وګرځېدم، موټروان غټه لونګۍ تړلې وه، نېغ په نېغه مې وپوښتل:
_داسې څوک مې په کار دی چې دخير يو کار يې کړی وي.
سړي په حيرانۍ راته وکتل، ورو يې وويل:
_سپين وغږيږه، مطلب دې څه دى؟
_مانا داچې يا يې کوم  پل جوړ کړی وي، يا يې کوم مکتب يا هم کلينيک ته ځمکه ورکړې وي، يا يې د خلکو لپاره د پاکو اوبو غم خوړلی وې او يا يې کوم بل داسې کار کړی وي چې عامو خلکو ته يې ګټه رسېدلې وي.
سړی يوه شېبه فکر په مخه کړ، بيا يې د يوه کلي نوم واخيست، ويې ويل چې هلته يوې موسسې يو مکتب جوړ کړيدی.
په خبره کې ورولويدم:
_موسسې پريږده، عامو خلکو څه کړيدي؟
نېغ يې راته وکتل، تندی يې تريو شو او په خشکه يې وويل:
_ليونی خو به نه  يې؟
خوله مې خبرو ته جوړوله چې موټر حرکت وکړ.
يوه شېبه و دريدم، بيا د خوراکي موادو د خرڅولو يوه دوکان ته ور ننوتم، دوکاندار پيسې شميرلې، له سلام وروسته مې خپله کېسه ورته تېره کړه، برګ  يې راته وکتل او ويې ويل:
_حکومت څه بلا وهلی چې په خلکو يې جوړوې، ځه بابا له کاره مې مه باسه.
ناامېده مساپرخانې ته راستون شوم.
يوه شېبه مې پخپله کوټه کې سر ولګاوه، د ماښام له لمانځه وروسته ډوډۍ ته ورکښته شوم، په هوټل کې ګڼه ګوڼه وه، خلک د يوه شل، دېرش متره غوړ او خيرن دسترخوان دواړو خواوو ته ناست وو، چا ډوډۍ خوړه، چا د کباب فرمايش ورکاوه او ځينو نورو قابلي پلو غوښت.  يواځې څلورو سپين ږيرو ته د ښوروا  کاسې اېښې وې، دوئ خوشاله ښکارېدل، د خوراک په وخت يې خبرې سره کولې او له غږېدا څخه يې پوه شوم چې حج ته روان دي.
زه هم دوئ ته نږدې په يوه خالي ځای کې کېناستم، وريجې مې راوغوښتې، د  ډوډۍ له خوړلو وروسته سپين ږيرو ته ورنږدې شوم، د طبعې خلک راته واېسېدل، و مې ويل:
_زه په داسې چا پسې ګرځم چې  دخير يو کار يې کړی وي.
يوه وويل:
_څه يې کوې؟
_غواړم چې د اخبار لپاره مرکه ورسره وکړم، د دفتر مشر شرط راته ايښی، که مې داسې څوک وموندل خپل کار ته دوام ورکولای شم، که نه شړي مې.
د خندا غږ پورته شو، څلورو واړو ښه شېبه و خندل، وروسته  يوه له نصوارو په ډکه خوله وويل:
_بېکاره دې بولم.
يوه بل له خپلې خولې ساختګي غاښونه راو اېستل، د څادر پيڅکه يې پرې تېره کړه، بېرته يې د وريو پر سر کېښودل، ورو يې وويل:
_هسې ځان مه پازابوه، که زما منې، لاړ شه او په کوم بل کار پسې وګرځه.
مخ مې ور واړاوه:
_ خو ما اورېدلي چې په دې ځای کې ډېر آباد خلک اوسي، زياتره يې په بهر کې دي او ښه عايد لري. 
_ ته سم وايې، زما خپله درې زامن په خارج کې دي، د الله فضل دی،کار يې جوړ دی،  دوکانونه لري، خو هرڅه چې وي، پخپله يې پيداکړيدي، زحمت يې ايستلی، خلک په بلا وهې، څه يې کوې؟  هه!
زه غلی شوم، دوئ يوه شېبه د حج د ثوابونو په اړه خبرې وکړې، وروسته لمانځه ته روا ن شول.
خواشينی وم، تمه مې ختلې وه، خپل کار مې له لاسه وتلی راته ښکارېده، خو وروسته  مې يو سړی تر څنګ کېناست، له رنګه تور و،  په غاښونو کې يې خلی واهه، ورو يې وويل:
_ما ستاسو خبرې واورېدې، زه خپله ددې ځای يم، خو د سورليو موټر لرم، ډېر وطنونه مې ليدلې دي، داسې سړی دلته نه شې موندلی.
په حيرانۍ مې وپوښتل:
_ولې! په ټوله سيمه کې داسې څوک نشته چې نورو ته يې خير ور رسيدلی وي؟  دلته  خو پيسه داره خلک ډېر دې.
سړي هوټلي ته ورغږ  کړل!  ماته يې وکتل، ورو يې وويل:
_چای درته راوغواړم؟
_هو
_شين که تور؟
_فرق يې نشته
هوټلي ته يې مخ ور واړاوه، چيغه يې کړه!
_دوې شنې
وروسته يې راته وکتل، ورو يې وويل:
_په دې خبرو پسې مه ګرځه، ما درته وويل، که په ټول ولايت کې وګرځې داسې څوک به ونه مومې. 
سړی غلی شو، د سدرۍ ( واسکټ ) جېب ته يې لاس کړ، سګرټ يې راو ايستل، قوطی يې راته ونيو او ويې ويل:
_سګرټ؟
د سر په اشاره مې پوه کړ چې نه يې څکوم.
ده  يوه سګريټ ته د اورلګيت دانه ونيوله، له خولې يې سپين لوګی ووت او ويې ويل:
_ پښتانه چې شتمن شې دوه کاره کوي،  دوهم واده او  بدي، يوه بله به درته وکم، هر يو يې دوه درې  موټره لري،  نور خير يې ونه رسيد، خوکليوته غزيدلي ټول سړکونه يې خراب کړل.
خواشيني مې نوره هم ډيره شوه، فکر په مخه کړم، د سړي په غږ مې جټکه وخوړه، ويې ويل:
_ په ياد مې شو، تېر منی مې يوه ځای ته مساپر يوړل، په يوه کور کې مې شپه شوه، د کور خاوند د خپل  يوه کليوال صفت راته کاوه، ويل يې چې د خير سړی دی، د ثواب لپاره يې يوه ژوره څاه کيندلې، ټول کليوال اوبه ورنه وړي.
په زړه کې مې خوشالي راټوله شوه.
 موټروان وويل:
_خو ځای يې ليرې دی، بل ولايت ته به پسې ځې، شپږ ساعته مزل غواړي.
په بيړه مې ووبل:
_پروا نه کوي، ته يې ادرس راکه.
ادرس مې وليکه، له سړي مې  مننه وکړه او خپلې کوټې ته لاړم. 
د شپې تر  ناوخته ويښ وم، د خوشالۍ له لاسه خوب نه راته او ځان مې بېرته په دفتر کې ليد.
سهار وختي دموټرو اډې ته لاړم، ټوله ورځ مو په ستړو لارو مزل وکړ او غرمه د و لايت په مرکز کې له موټره کښته شوم. تر کلي مې دربست موټر ونيو، کله چې ټاکلي ځای ته ورسيدم، د کلي نيمايي اوسيدونکو د څښاک د اوبو د نه درلودلو له امله کډه کړې وه. حيران شوم،  په پوښتنه مې ژوره څاه وموندله،خو د واټرپمپ کوټې ته غټ کولپ ور لويدلی و. چا راته وويل چې په دې کلي کې ټول خپل سره پراته دي، درې مياشتې مخکې د څاه خاوند له خپلو تربرونو سره په يوه کوچينۍ خبره وخوړل، له هماغه راهيسې يې ماشين ته کلپ وراچولی او هيچاته اوبه نه ورکوي.
حيران وم چې څه وکړم، خواشينی وم، سترګې مې ډکې ډکې کيدې،   خو نه پوهيدم چې دا خپګان مې د خپلو خلکو او وطن  د بدبختۍ له لاسه و، که مې خپل کار په خطر کې ليد.
پای
 
 
بېرته شاته