لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
هیدرو پالیټيک، د اوبو ډيپلوماسي او افغانستان
لیکوال: طایرځلاند   نېټه: 09.07.2017   خپرونکئ:   سمسور  

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ليکي چې منځنۍ توګه انسان د ورځې ۲۰ لیتره د څخاک خوږو اوبو ته اړتیا لري چې دا کچه په کال کې ۷،۳ مترمکعب اوبو ته رسيږي؛ په اټکليزه توګه سنجولی شو چې د انساني ژوند له ضرورت پرته په نورو او زراعتي برخو کې دغه اړتیا کومې کچې ته رسيږي؛ له همدې کبله په سیمه کې اوس مهال او په نړۍ کې په نږدې راتلونکي کې دغه موضوع څومره اهمیت لري.

خوږو اوبو ته انساني اړتیا اوس ددې سبب شوې چې په فوق العاده توګه په اوږده مهاله بهرنيو سیاستونو کې ځای ورکړل شي، د خپلو دغو او نورو منافعو د تعقیب له پاره د اوبو ډيپلوماسي یو ښه فرصت ګڼل کيږي.
په ۲۰۱۶ کال کې د بهرنيو چارو په وزارت کې د ډيپلوماسۍ په زدکړو بوخت وم چې د افغانستان د اوبو په برخه کې د مطالعاتو فرصت په کې هم په لاس راغی.
د ډيرو پخوانیو شمیرو په اساس ویل کيږي چې د افغانستان د اوبو کچه ۵۷ میلیارد متر مکعب ده چې له دې جملې یواځې د کال له ۲۱ میلیارد متر مکعب ګټه اخیستل کيږي او پاتې ۳۶ میلیارد مترمکعب ضایع کيږي؛ هغه اندازه اوبه چې په داخل د افغانستان کې مصرفيږي له بده مرغه یو نوی او بشپړ میکانزم نه لري او په داخل کې هم زیاته برخه دغه اوبه ضایع کيږي.
دا چې په هیواد کې د اوبو مدیریت له پاره لازم او مناسب تدابیر نه دي نیول شوي؛ بندونه او کانالونه فعال نه دي او د زراعتي سسټم د نوښت له پاره کار نه دی شوی دا امکان یې کم کړی چې له زیاتې برخې اوبو ګټه واخیستل شي؛ نو له دې کبله د افغانستان خوږې اوبه د هیواد له پولو اوړي او پرته له مقابل امتیاز دغه د طلا روان سیند نورو هیوادونو ته رسيږي.
ورځ تر بلې اوبه په هیوادونو کې جیوپالیټيکي رنګ خپلوي او دا ددې سبب کيږي چې هیدروپالټيک د یو فرصت او دبحران د یو عنصر په توګه یو ځای د هیوادونو ترمنځ پاتې شي.
انګلیستاني لیکوال پیټر هاګټ(۱۳۷۹) د هیوادونو ترمنځ د ستونزو د رامنځته کېدو په ۱۲مهمو مواردو کې شپږ هغه یې یواځې په اوبو پورې تړلي بولي؛ نو هرکله چې قضیه داسې ده ولې افغانستان خپل هیدروپالټيک د بهرني سیاست د استحکام او د داخلي نظام د ثبات له پاره په یو فرصت ځان ته بدل نه کړي؟
ښکاره خبره ده په دې برخه کې افغانستان په حقوقي او قانوني لحاظ ازاد او بر لاس لري او کولی شي په سیمه کې د ځینو ګاونديو هیوادونو سره ځان ته د فرصت برابرولو په برخه کې د اوبو له ډيپلوماسۍ کار واخلي او په دې برخه کې قوي او د امنيتي برخې په څېر دقیق او پراخه کار وکړي.
هیدرو پالیټيک او سیمیزه همکاري:
افغانستان په وچه کې را ګیر هیواد دی او ګرمو اوبو سره د وصل کیدو شدید ضرورت لري چې له دې لارې اوږدې سوداګریزې لارې د سمندري لارو په وسیله را لنډې کړي او ځان د اروپا او نړۍ د لویو سوداګریزو مارکيټونو سره وصل کړي.
ایران او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې خوږو اوبو ته ډير ضرورت لري په دغه هیوادونو کې لوی نفوس او پراخه زراعتي سسټمونه دا تقاضا کوي چې دوی اوږدمهاله خوږې اوبه ولري. د سیمې په کچه افغانستان او ترکیه هغه هیوادونه دي چې زیاتې خوږې اوبه لري او د نورو هیوادونو په پرتله په دې برخه کې افغانستان اهم ځای لري او همدا اوس مهال د افغانستان زیاته برخه اوبه ایران او پاکستان ته روانې دي.
افغانستان کولی شي د اوبو په برخه کې د یوې بهترې ستراتيژۍ او ډيپلوماسۍ له مخې د ایران له چاه بهار او د پاکستان دکراچۍ بندره په ګټې اخیستنې په وچه کې د بند پاتې کېدو انحصار مات کړي، پاکستان او ایران خوږو اوبو ته ضرورت لري افغانستان نه خوږې اوبه اضافه دي خو سمندري لارو ته ضرورت لري، په دې توګه سیمیزه همکاري رامنځته کيږي او د سوداګرۍ د ودې او دوه اړخیزو ګټو ترڅنګ د ټولو لورو اړتیاوې هم پوره کيږي.
اوبه او سوداګریز سیاست:
پخوا دود و چې ارازنه شی به د اوبو سره تشبیه کیده خو اوس مهال د ویلو ده چې ورځ تر بلې اوبه د سرو زرو رنګ خپلوي او قیمت یې لوړيږي؛ دا په دې معنی چې اوبو اوس په نړۍ کې د یو سوداګریز توکي ځای خپل کړی دی. د امریکا متحده ایالات او کانډا، بلغاریا او ترکیه او ایران او کویټ په خپل منځ کې د اوبو د خرڅلاو هوکړې او تړونونه سره لري.
ایران کویټ هیواد ته د وسپنې پټلې له لارې د ۳۰ کلونو له پاره د ۹۰۰ میلیون متر مکعب اوبو لیږدولو پر سر چې د ایران د کرخه سیمې څخه د کویټ الزور سیمې ته غځول کيږي د کال له یو میلیارد زیاته ګټه به لاس ته راوړي.
دې شرایطو ته په کتو افغانستان په خپل فعال او دقیق کار سره کولی شي چې ځان دې کچې ته ورسوي او په دې توګه افغانستان کولی شي چې خپله زیاته برخه بوديجه د اوبو د خرڅلاو له لارې تمویل کړي دا د اقتصادي خودکفایۍ له پاره بې حده ضروري خبره ده چې باید پام ورته وکړلای شي. که ایران د ۹ سوه میليونه متر مکعب اوبو په سر د کال له یو میلیارد زیات ډالر تر لاسه کولی شي نو ولې افغانستان دخپلو نږدې ۳۶ میلیارده متر مکعب اوبو له پاره سنجش ونه کړي؟
هیدرو پالیټيک او امنیتي بحران:
افغانستان کې روانه ستونزه د ځينو لویو لوبو ترڅنګ په سیمیزه کچه نورې ریښې هم لري چې په هغې کې په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان سره د اوبو مسله مهم ځای لري. تازه د حسن روحاني څرګندونې چې د افغانستان د اوبو مدیریت او کنټرول د ځان له پاره د زغم وړ نه بولي او په کونړ کې د بند جوړېدو مخنیوي له پاره پاکستان د وسله والو ملاتړ کول او هوايي بریدونه کول بل هغه څه دي چې جوتوي په افغانستان کې د امنیتي بحران یوه برخه د اوبو له کبله ده. 
دا چې ایران او پاکستان د افغانستان اوبه او دهغې کنټرول د ځان له پاره یو ګواښ بولي نو له دې بريخي چې هغوی د افغانستان اوبو ته ډير ضرورت او اړتیا لري دهغوی دغه کمزوري او ضعف باندې کار کول په افغانستان کې د امنیتي بحران د سیمیزو ریښو په لمنځه وړلو کې ستر رول لوبوي او افغانستان په اسانۍ دا کار کولی شي چې په لنډ مهال کې یې تر سره کړي.
هیدرو پالیټيک او د افغانستان نه پاملرنه
هیدرو پالټيک د اوبو له سیاست عبارت دی خو په افغانستان کې د اوبو د پراخو زیرمو باوجود د ابیز سیاست له پاره دقیق او اوږدمهاله کار نه دی شوی د شاه او سردار داودخان په زمانه کې دې برخې ته پام را وواخت خو هیدروپالټيک د افغانستان په بهرني سیاست کې د یو مهم فکټ په توګه له بده مرغه ځای خپل نه کړ.
دا چې په دحامد کرزي او بیا اوسمهالي ولسمشر اشرف غني له لورې د افغانستان د اوبو مدیریت ته پام را اوختی هرڅو که اوس مهال ډيرې خبرې له اوبو د انرژۍ ترلاسه کولو له پاره خبرې کيږي خو په حقیقت کې دا باید د بهرني سیاست او سیمیزۍ بالادستۍ له پاره یوه ځواکمنه وسیله وګرځول شي. 
دا سمه ده چې په لومړيو وختونو کې به مقاومتونه او مزاحمتونه زیات وي خو که افغانستان د خپلو نړیوالو ملګرو په همکارۍ د اوبو د مدیریت له لومړۍ مرحلې بریالی ووتلو د تل له پاره به په سیمه کې یواځې د اوبو پر سر مهم ځای خپل کړي.
د دې له پاره پکار ده چې افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د افغانستان د اوبو دمسلې او په بهرني سیاست کې له هغې د افزاري ګټې اخیستو له پاره د تحقیقي مرکز تر څنګ د پالیسۍ جوړلو قوي ډله رامنځ ته کړي او د ټولو هغه هیوادونو سره چې مونږ د اوبو موضوع لرو خپل او دهغوی لومړیتوبونه او ضرورتونه په نښه او هدفي کړي.
په سیمیزه کچه د اوبو ډیپلوماسي د افغانستان له پاره خورا مهمه ده او کولی شي چې په دې برخه کې په کار کولو سره افغانستان د سیمیز ثبات او همکاريو په رامنځ ته کولو سره داخلي ثبات او ودې ته هم لاره هواره کړي...
 
بېرته شاته