لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
تاريخي ناولونه
لیکوال: زاهد جلالي   نېټه: 15.08.2017   خپرونکئ:    

 پښتون نشنلېست ليکوال، جمعه خان صوفي، يو وار د افغانانو په اړه تمسخر آمېزه او دردوونکې جمله ليکلې وه. هغه ليکلي وو چې پر افغانانو د لارډ مېکالي قانون نه دی پلې شوی، نو دوی له علمي څېړنې سره آشنا نه دي. دا خبره واقعيت هم لري. له انګرېزانو سره د مقاومت يو قيمت چې موږ ورکوو، دا دی چې له معاصرې نړۍ سره ډېر آشنا نه يو. پوهاندان مو لا هم په علمي ليکلو کې ستونزه لري او د ژوند ټولو برخو کې له نورو شاته پاتې يو. ادبي ليکل او ناول ليکنه هم له دې عمومي قاعدې استثنا نه ده. 

تاريخي ناولونه له ډېرو عالي ادبي پنځونو څخه دي. نړۍ کې يې مثالونه ډېر دي. خو دا کار آسانه هم نه دی. د دغسې ناول ليکوال بايد نه يوازې د لوړې سويې اديب او ناولېست وي، بلکې پر تاريخ بايد ډېر مسلط وي او کومه موضوع کې چې ليکل کوي د تخصص تر حده پرې وپوهېږي، که نه هسې به خپل او د بل وخت ضايع کړي. 
د دغسې ناولونو ښه نمونه د نسيم حجازي کتابونه دي. حجازي پر اندلس ډېر ليکل کړي. هغه د اندلس پر تاريخ ډېر ژور پوهېده او په دغه موضوع يې چې کوم ليکل کړي، هماغو ټولو ځايونو ته تللی او ټولې هغه ماڼۍ او سيمې يې کتلي دي چې ناول يې پرې ليکلی دی. بلې خوا د هغه ادبي ځواک يې ليکل ډېر جالب دي او سړی پر تاريخ پوهوي او ليکوال کوي يې. دغه راز، د هغه «وروستی مورچل» د سلجوقي سلطنت د سقوط په اړه دی او د منګوليانو وحشت يې په ډېر ښه شکل تمثيل کړی دی. 
بل مثال يې ترکۍ ليکواله، ايليف شفق ده. د هغې «د مينې څلوېښت اصله» د مولانا جلال الدين او شمس تبريزي په اړه ده او د دغسې تخليق يوه ډېره عالي نمونه ده. چا چې پر دغه موضوع مطالعه کړې وي، پوهېږي چې ليکواله پر موضوع څومره حاکمه ده. هغه د تصوف ژور فهم لري او په ډېرو دقايقو يې پوهېږي. هغې دغه راز د مولانا رومي ژوند ډېر دقیق لوستی او په خپله موضوع کې له اصلي سرچينو سره آشنا ده. ځکه يې کتاب هم نړيوال شهرت خپل کړ.
خو که د تاريخي ناول ليکوال يا يوازې مورخ وي او ادبي ليکل ونه کړای شي، يا يوازې اديب وي او له تاريخه ژور فهم نه لري، کتاب به يې بريالی نه وي. د دې يوه نمونه ښايي د «رومي لور» په نامه د فرانسوۍ ليکوالې ناول وي. هغه نه پر انګليسي ډېره حاکمه ده او داسې ښکاري چې له تصوف سره هم ډېره آشنايي لري. نو کتاب يې هغسې بريالی نه دی لکه د ايليف. 
څه موده مخکې زموږ ملګري، ويس فرحان صاحب «نيکه» ناول راډالۍ کړ. زما يې لوستو ته ډېره تلوسه وه او ډېر خوشاله شوم چې زموږ ټولنه کې داسې ناولېستان هم شته چې تاريخي ناولونه ليکي. خو کله چې مې ولوست، پوه شوم چې موږ لا دغې مرحلې ته نه يو رسېدلي. د ياد کتاب ليکوال ښه ليکل کوي، خو دا چې تاريخي ناول بېله دنيا ده، هغه پرې ډېر حاکم نه دی. نه يوازې دا چې تاريخ په کې په ښه شکل نه دی ترسيم شوی، بلکې له ادبي لحاظه هغه خوږوالی په کې نه شته چې بايد ناول کې وي. مثلا، په يوه صفحه کې لس دولس وارې د ميروس خان نوم په ډېر تکراري او خسته کن شکل ياد شوی.
بله د مصادرو موضوع ده. زموږ ليکوالو ته ګوګل او فېسبوک هم مصادر ښکاري. د دغسې ناولونو ليکوالان بايد ډېره ژوره تاريخي مطالعه ولري او له اصلي مصادرو سره آشنايي ولري. زموږ د ليکوالو دغې ستونزه هم ښکاره کوي چې موږ لا د دغسې ناولونو مرحلې ته نه يو رسېدلي. نن سبا چې پر «بغدادي پير» بحثونه تاوده دي، ما دا کتاب لا لوستی نه دی خو داسې ښکاري چې دغه کتاب هم د «نيکه» په څېر په مصادرو، دقت او ژبه کې ستونزې ولري.
له دې هر څه سره، د خوشالۍ خبره دا ده چې زموږ ټولنه کې د دغسې ليکلو رواج په پيلېدو دی. هر لومړی کار همداسې کمزوری او کاواکه وي. له دې ټولو ستونزو سره، د يوې ښې هڅې په توګه يې درنښت کېدای شي او هيله دا ده چې زموږ ليکوال د ادب دغې برخې ته ځانګړې توجه وکړي، ځکه نه يوازې د لوستونکي ادبي ځواک ښه وي، بلکې ورسره يې پر تاريخ هم پوهوي.
 
بېرته شاته