لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه 28.03.2017 د ښاغلي سلیم بنگش شعرونه 27.03.2017 د ښاغلي ډاکتر اسرار شعرونه 18.01.2016 ښاغلي صديق کاوون توفاني شعرونه 08.12.2015 ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
 
د ځوان شاه افغانستان او لویه دوکه
لیکوال: وحيد عمر   نېټه: 24.08.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 

ژباړه؛ زاهد صمدزی

دا مقاله مې په پغمان کې لیکلې. هلته چې څو ورځې وړاندې د روژې میاشتې په یوه سهار درنې چاودنې د لسو کسانو ژوند واخيست، په لسګونو نور یې ټپیان کړل او غریبې کورنۍ یې د غم پر ټغر کښېنولې.

شاید هغه چا چې دا ناورین را منځ ته کړ، ورته ویل شوي وي چې دا کار یې جنت ته لاره پرانېزي. هغه حورې او غلمان به چې په دنیا کې یې نصیب نه‌‌شول، هلته خپل کړي.
د جومات ملا صاحب په څو مټري کې، چېرې چې زه ولاړ وم، څو شېبې له مخه د جمعې لمانځه خطبه وویله. هغه وویل، دا ورځ چې زموږ پر سر راغلې، زموږ له نامسلمانۍ او ناشکرۍ څخه ده.
زه هیڅکله نه پوهېږم چې تر هغه پغماني باغوان بیا په دنیا کې څوک د اسلام پر اساساتو کلک او منونکی دی چې دا نصحتونه په دومره چوپتیا سره اوري؟
په همدې پغمان کې نږدې سل کاله مخکې، لوکس ښاریان او ساده کلیوال کابو څو سوه مټره لېرې له ما او هغه ځایه را ټول شوي وو چې چاودنه په‌کې وشوه چې د افغانستان له ځوان او پرشوره پاچا څخه د دولت پروګرامونه واوري.
ځوان شاه په موډرنو کالیو کې د پغمان په جرګه کې را څرګند شو او له خلکو یې وغوښتل چې د جهاد اکبر په پیلولو کې دې ورسره ملګري شي، افغانستان د پرمختګ جوګه شي، له ترکیې او اروپا سره سیال شي. تمه وه چې دا مجلس لوی کارونه تر سره کړي.
تمه وه چې په‌دې جلسه کې د افغانستان لومړنی موډرن اساسي قانون "د افغانستان د دولت نظام‌نامه" تصویب شي. د افغانستان ټول اتباع د قانون پر وړاندې یو شان کړي. غلامان ازاد کړي، ښوونه او روزنه اجباري کړي. د نجونو ښوونځي پراخ کړي، خلک ښوونځیو ته د خپلو لوڼو پر لېږلو تشویق کړي. اجباري او د کم‌عمر ودونه له منځه یوسي. ځورول، د شتمنیو ضبط او غیرقانوني سزاوې منع کړي. د شخصي ملکیت حق، د کار، کسب او بیان ازادي تضیمن کړي... "
ځوان شاه لوړ او عجیب ارمانونه خپلو خلګو ته په دې مجلس کې ور واورول. هغه ارمانونه چې په ننني پغمان کې، کوم ځای چې زه ناست یم، اثر یې ډېر کم لیدل کېږي.
ځوان پاچا تر پغمان جرګې څو کاله له مخه د جهاد اصغر اعلان کړی و. د کابل په عیدګاه جومات کې له نظامي لباس سره را ښکاره شو او و یې ویل؛
"زما دروند ملته! زه دا نظامي لباس تر هغه له تنه نه‌جلا کوم؛ تر څو چې مې د ازادۍ لباس زموږ له‌پاره نه‌وي تیار کړی. "
څه وخت وروسته هغه ځوان شاه د خلکو په یوه غونډه کې په ویاړ سره وویل:
"زه خپل ځان او خپل مملکت له داخلي او بېروني لحاظه په بشپړ ډول ازاد او مستقل اعلانوم. له‌دې وروسته زموږ دا وطن لکه نور دولتونه او نړیوال قدرتونه ازاد دی. هیڅ ځواک ته د سر د یوه وېښته په اندازه هم اجازه نه ورکوو چې زموږ د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې مداخله وکړي. که څوک د داسې کار امر هم وکړي؛ نو سر به یې په توره ترې بېل کړم. "
بالکل هماغه کار وشو. موږ ازادي اخيستې وه او د ځوان پاچا توره په څنګ کې وه.
که کوم بېګانه زموږ ازادي او خاوره تهدید کړې هم وای، یا یې مداخله کړې وای، سر به یې په توره وهل شوی وای.
همدا یو ساعت مخکې چې زه پغمان ته راغلم، د یوه بل هېواد موټرونه مې تر مخ ورو روان وو. زه اړ وم چې کابو پنځوس مټره واټن ترې ولرم چې هغوی ماته د تهدید په سترګه و نه ګوري.
په تېرو دوو میاشتو کې په زرګونو راکټونه له ختیځ ګاونډي پر افغانستان ورول شوي دي. هره ورځ سلګونه ټروریسټان هېواد ته رالېږي چې ماشومان مو ووژني، ښوونځي وسوځوي، ښځې مو ضربه کړي او موږ د ژوند راحته ساه کښلو ته پرې‌نه‌ږدي. 
د لوېدیز ګاونډي سفیر مو د افغانستان سنا مجلس ته ورځي او ګواښ کوي چې افغانستان نه‌باید پلانی قرارداد له بل هېواد سره امضا کړي.
په کابل کې د لوېدیز ګاونډي سفارت غونډه جوړوي او پرېکړه کېږي چې د افغانستان له‌پاره دې د رسنیو اتحادیه جوړه شي.
هغه اتحادیه چې دغه ګاونډي هیڅکله ځان ته جوړه نه کړه. له ازادي نږدې سل کاله وروسته چې ځوان شاه خپله کړه، د مداخلې لاس له اسلام‌قلعه تر کندهاره، له نورستانه تر شبرغانه او له سرحدي ګمرکاتو بیا د جمهوري ریاست تر ارګه پورې ښکاره ده، خو زموږ توري لا په خپلو تېکو کې ځلېږي او غورځنګ مو هم پر خلاف وي.
ځوان شاه یوازې د توري سړی نه و، هغه د ارادې او عمل سړی هم و. شاه د پغمان تر جرګې له مخه ایران، مصر، ترکیې او اروپا ته هم تللی و چې د علم، هنر او صنعت پرمختګ له نږدې وویني، زده یې کړي او افغانانو ته زېري راوړي.
نوموړي اروپا ته تر تګ له مخه د خلکو په منځ کې وویل؛ "بهر ته زما سفر یوازې ستاسې د ګټې له‌پاره دی او بس. که را نه غلم، په یاد ولرئ چې د وطن دفاع وکړئ او یو واحد ملت وو اوسئ. د کوم زورواکي پاچا او حکمران تر لاس لاندې ژوند مه تېروئ. زما هدایاتو ته غوږ ونیسئ او پر خرافاتو عقیده مه ساتئ، د خدای او پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم پر اوامرو تګ وکړئ.
د ښځو پر وړاندې له ترحم او نرمي کار واخلئ. تاسې ټول د یوه هېواد یاست او لکه سره وروڼه داسې یاست. ښځې هم لکه تاسې حق لري او انسانان دي. ډېرې ښځې مه کوئ او ماشومان مو ښوونځیو ته ولېږئ. خپلې شتمنۍ مو د تعلیم په برخه کې پر خپلو اولادونو مصرف کړئ. "
ځوان شاه څه کم سل کاله له مخه د ښځو حقوق له خپلې کورنۍ را پیل کړل. شاه د خپلې کورنۍ ډيموکراټ و، نه د ګاونډي د کور. شاه په هغه وخت کې د زده‌کړو پر ارزښت او د ښځو پر حقونو خبرې کړې وې.
نږدې سل کاله وروسته، دا دی نن په پغمان کې ناست یم او تر اوسه هم ځینې کورنۍ خپلې لوڼې ښوونځیو ته نه لېږي. له‌ دې ولسوالي ډېرې کمې نجونې پوهنتونونو ته ځي. اجباري او کم‌عمره ودونه په‌کې چندان بد کار نه دی.
څو اوونۍ مخکې وخت په ذهن کې تصوروم، څو کیلومټره تر هغه غره چې زه یې پر سر ناست وم، په غوربند ولسوالۍ کې خلک راټول شوي وو چې وسله‌والو کسانو یې د سترګو پر وړاندې یو ښځه ضربه کوله.
بې‌چاره ښځه په حجاب کې ناسته ده او مرمۍ یې پر تندي نښلي. یو کلیوال دا صحنه په خپل مبایل ثبتوي او وایي دا ښځه بد اخلاقه او زناکاره وه.
د سیمې ملا صاحب د دې پوښتنې جرات نه‌شي کړای چې دا ښځه چا پر زنا ولیده؟ څلور کسه شاهدان کوم دي؟ هغه نارینه چې دا یې په بستر ورسره لیدلې، کوم دی؟
هیڅوک دا جرات نه کوي چې دا کسان څوک دي، کوم دولتي موقف، قانوني موقف یا شرعي هغه لري. څنګه ځان ته اجازه ورکوي چې قضاوت او شرعي حد تطبیق کړي؟ 
خلک ننداره کوي او په تمه دي چې ښځه ومري او دوی یې جسد خښ کړي.
د پغمان له جرګې درې کاله وروسته ځوان پاچا چې دا وخت نو پخوانی شور او نشاط نه دی ورپاتې، د غزني د خلکو په یوه غونډه کې را ښکاره شو.
ځوان پاچا په تکلیف کې دی. ځوان شاه تکفیر شوی دی. لویو ملایانو لکه "لنګ ملا" او نورو هغه په الحاد او بې‌دیني محکوم کړی دی.
ډېر رعیت چې له شاه سره یې بیعت کړی و، اوس منلې چې د نجونو ښوونځي پرانيستل په افغانستان کې الحاد دی.
ډېری کسانو منلې چې د غلام ازادول، رایه ورکول او د بیان ازادي الحاد دی. ډېری هغو منلې چې "لنګ ملا" او "ړوند ملا" په افغانستان کې د شريعت او اسلام سمبولونه دي. 
اعتدال، روشن‌فکري همداشان نور له کفر او الحاد سره برابر موضوعات دي.
خلک د ځوان پاچا پر وړاندې غورځنګ ته راوبلل شول چې "منحرف" پاچا له افغانستانه عاق کړي. دا ځل ځوان پاچا له زده‌کړو، درس او ازادي نه غږېږي، دا ځل پاچا مایوسه دی او وایي؛
"ما غوښتل چې زما په شاهي دوره کې داسې نه وي. د دې پر ځای چې خلک د یو بل پر وړاندې جګړې ته وهڅوم، باید د افغانستان خلک ټول د دوستۍ، یووالي، پرمختګ سمبول کړم. دا چې اوس وینم افغانستان پر قبیلوي جګړې اخته کېدونکی دی؛ نو زه هم میدان تاسې ته د افغانستان عامو خلکو چې مخالفين او موافقین دي، پرېږدم...، یو د کاکا زوی مې پاړه‌چنار ته رسېدلی او بل روحاني ورور مې همدلته ورته ناست دی او کورني جنګ ته ورپوکي.
خو زه د دې سړی نه یم او تاسې ته مې وړانديز دا دی چې سره را یو شئ. اتفاق وکړئ، خپله خپلواکي وساتئ او خپل وطن بهرنیو دوښمنانو ته مه پرېږدئ.
زه له‌تاسې څخه یو کس یم. که تاسې نېکبخته واست، خاص لکه زه چې نېکمرغه یم، خو که تاسې په خاورو او وینو کې رغړېداست، زما د ټول عمر د بدبختۍ سبب به یاست. "
ځوان پاچا په لندو سترغلو د لارهوي بیتونه پر خوله راوړل او د "في‌امان‌الله" په ویلو يې د تل په مخه له افغانستانه څادر ټک واهه.
ستا جنګ دی سوله، سوله دې جنګ دی
له تا قربان شم، دا څه نیرنګ دی؟
ځمه چې نوم مې، هم نور وانه‌ورې
که زما له نومه و تا ته ننګ دی
"جنگ تو صلح و صلح تو جنگ است
من به قربانت این چه نیرنگ است
می‌روم تا تو نشنوی نامم
اگر از نام من ترا ننگ است"
د شاه کیسه نوره دلته پای ته رسېږي، خو هغه دوکه چې شاه وخوړه، تر اوسه هم په درز کې روانه ده. زه دا ټول د افغانستان له ازادۍ درې‌نوي کاله وروسته او د شاه غازي امان‌الله خان له بې‌غږ او غوږه مرګه پنځوس کاله وروسته د کور په یوه څنډه کې لیکم.
زه دا نه وایم چې ځوان پاچا هیڅ غلطي نه‌ده کړې، بې‌عبیه او کامل شخصیت و، هغه د جدي خطاوو ښکار شو. هغه د نورو ځوانانو غوندې بې‌صبره و او غوښتل یې "یکشنبه" مقصد ته ورسېږي، له‌همدې کبله یې رفتار تېز او سوځوونکی و.
پر ظاهر او مخامخ یې له حده زیات تمرکز درلود... خو کوم څه چې موږ د شاه‌ امان‌الله خان په اړه اورېدلي، یوازې تېروتنې وې. د شاه عیبونه مو راوسپړل، خو له هنره مو يې سپوڼ هم و نه واهه.
ځوان شاه کولای شوای د نوي او پر ځان بسیا افغانستان ‌له‌پاره یو الګو وي، خو موږ هغه وشاړه او خپل مو نه کړ.
موږ نه یوازې دا چې له ځوان پاچا سره ناځواني وکړه، بلکې د یو ملت په حیث مو د هغه له کار او روزګاره هیڅ درس هم وا نه ‌خيست. موږ له یوې لویې دوکې سره مخ شوو، په پردي تبر مو خپلې پښې ووهلې.
بدبختي خو لا په دې کې ده چې نږدې پنځه اتیا کاله وړاندې مو یو ځوان پاچا د ځان له‌پاره ننګ وباله او په لانده ګرېوان رانه ولاړ. موږ بیا هم لا تر اوسه د ځان له‌پاره خپلې الګوګانې تعریف نه کړې، لا هم خپل ویاړونه نه پېژنو. نن چې هم هر څه پر موږ تېرېږي، د هماغې دوکې دوام دی.
موږ بې‌الګو او بې‌مثاله یوو او یو بې‌الګو او بې‌افتخاره ملت په ابدي تباهۍ محکوم دی.
زموږ د روښنایي غورځنګ په بدعت محکوم شو او زموږ د مشروطیت هغه بیا پر کفر او الحاد تعبير شو. موږ نه د روښنایي له څپو ثمره یووړه، نه د مشروطیت، نه د ډيموکراسي له لسیزې، نه د جهاد او نه نورو...
زموږ د رڼا او خپلواکي ثمره انګرېزانو په غنیمنت یووړه او د جهاد او مقاومت هغه پاکستان او ایران خپله کړه. موږ په دې ټولو کې وسیله شوو. موږ په خپله د سون له‌پاره خس‌ و خاشاک شوو.
له بدو او ښوو څخه زموږ تعریف هغه دی چې نورو راته رسم کړی دی. 
د پنجابي، پټان، سندهي او نورو له‌پاره علي‌جناح قاید اعظم دی او ذوالفقار علي‌بوټو د ډيموکراسي سرلاری دی. د فارسي‌بان او اذري‌ ترکانو له‌پاره خمیني د اسلامي انقلاب موسس او خامنه‌ای د انقلاب رهبر دی او بس.
خو زموږ له‌پاره شاه امان‌الله خان پښتون دی، مسعود تاجک دی، کاتب هزاره دی...، کله چې د پاکستان د منافعو خبره وي، د فضل‌‌الرحمن او قاضي حسین احمد له‌پاره پاکستان تر هر څه مخکې دی، خو زموږ د مخکښو او ملایانو له‌پاره افغانستان محترم نه دی.
روحاني مو مینه‌وال دی چې اسلام‌پاله وي، رشنفکره مو ترک‌پالنه کړي، پښتون مو پښتون‌پالنه او تاجک بیا تاجک‌پالنه کړي، هیڅوک افغان‌پالنې او ګډ افغانستان‌پاله نه‌ دي.
کله چې قاضي حسین احمد موږ ته وویل چې بوټو رښتینی مسلمان دی او سردار داوود بې‌دینه، باید پر وړاندې یې مبارزه وکړو، زه هیڅ شک نه لرم چې داوود تر بوټو ډېر مسلمان او باتقوا و. علي‌جناح انګرېزپال او تر امان‌الله خان کم‌تقوا و.
خو جناح نن د قوم بابا دی او امان‌الله یو رټل شوی او هېر شوی شاه دی!
بوټو نن ورځ د ډيموکراسي موسس دی او سردار داوود، لېونی سردار. زرداري او نواز شريف د نن رهبران دي او کرزی او غزني پردي مزدوران.
یو کال شوی، له کرزي سره اړیکه نه لرم، خو له کرزي سره وم او له زرداري سره په وار وار مخ شوی یم. قسم خورم چې کرزی پر زرداري ډېر مسلمان او خپلواک سړی دی.
زه په دې کې هم شک نه لرم چې کابل تر لاهور او تهران ډېر مسلمان دی. زه هیڅ شک نه لرم چې تر کابل، مزار او کندهار په لاهور او تهران کې فساد خورا زیات دی. موږ فطري او طبيعي مسلمانان یوو او زه پوره باور لرم، دعوه هم کوم چې موږ تر هغو چې د اسلام په نامه مو وژني، خورا ډېر مسلمانان یوو.
په دې ټولو سربېره موږ تل واجب‌الجهاد او تکفیرین یوو او زموږ ګاونډیان واجب‌الاحترام او تکریمین.
"ړوند ملا "، فضل‌الرحمن او حقاني موږ ته له هماغو عینکو ګوري چې "ګوډ ملا" راته کتل. 
دا ټول ابزار او لوی تاریخي نیرنګونه دي چې پر موږ تحمیل شوي دي. هغه وخت انګرېزانو غوښتل موږ د لنګ ملا په وسیله مسلمانان کړي او نن غواړي په بل هغه.
موږ په تېرو کلونو کې مخ پر وړاندې ګامونه ايښي دي، خو له هر قدم سره د لویې دوکې عاملان او مهرې لاس په کار کېږي چې بېرته مو د بدبختۍ ګودال ته ور ټېل وهي. حداقل په تېرو سلو کلونو کې موږ دا خبیثه دایره څو ځله تی کړه او بیا هم تکرارېږي.
بیا هم د سقوط او د احتمالي تکرار دایره را ټینګېږي، خو باید دا دایره ماته شي.
دې ماتې ته د بیدارۍ، تجدید او روشنګرانه مبارزې اړتیا شته. یو څوک یې باید پیل کړي. نن نه په افغانستان کې شاهي نظام شته او نه هم یو ځوان شاه کولای شي را ژوندی شي.
پوښتنه دا ده چې ایا ممکنه ده د شاه په شان سلګونه او په زرګونه ځوانان په نوي افغان نسل کې را پیدا شي او له دې تاریخي نیرنګ او چل‌بازي سره مبارزه وکړي، دې بار ته به څوک اوږه ورکوي؟
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته