لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
افغان دولت د عوایدو زیاتوالي په موخه مټې رانغښتې دي
لیکوال: رياض احمد چکنوري   نېټه: 15.10.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 د افغانستان د مالیې وزارت په وینا، د تېر کال لومړیو شپږو میاشتو په پرتله یې عواید نږدې لس سلنه لوړ شوي دي. د روان کال د عوایدو راټولو لهپاره ۱۵۳میلیارډه افغانۍ هدف ټاکلی دی چې د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه لوړ دی.

د مالیې وزارت چارواکيو څرګنده کړه چې د روان مالي کال په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۷۶.۵ میلیارډه افغانۍ عواید راټول کړي چې شا و خوا یو اعشاریه یو میلیارډ ډالر کېږي او د تېر کال په پرتله لس سلنه ډېروالی ښکاره کوي.
که څه هم د مالیې وزارت مني چې د عوایدو په راټولولو کې لا هم ستونزې شته، خو دولت هڅه کوي د ځینو اصلاحاتو په راوستلو سره شته ستونزې هوارې کړې او دولت توانېدلی چې ورځ تر بلې د عوایدو د راټولولو سيسټم ته روڼتیا ور په برخه کړي، ځکه د هرې مالي دورې په تېرېدو سره د افغانستان کورني عوایدو کچه لوړېږي.
دولت باید د عوایدو د زیاتوالي په موخه د صنعت‌کارانو ملاتړ وکړي، د سوداګرۍ لهپاره اسانتیاوې برابرې کړي، سوداګرو ته خوندي چاپېریال را منځ ته کړي، د افغان تولیداتو لهپاره بازار موندنه وکړي، سوداګر پانګې اچونې ته وهڅوي، برېښنايي سيسټم پیاوړی کړي او صنعتي پارکونه باید سوداګرو ته ورکړي چې ټول متشبثین د سوداګري لهپاره زړه ښه کړي.
په همدې حال کې نړیوالو په تېره بيا اروپايي ټولنې هم د کلیدي اصلاحاتو په موخه له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه یورو مرستې ژمنه وکړه، په کار ده چې د اداري فساد د ختمېدو په موخه اصلاحاتو ته لومړیتوب ورکړل شي چې اداري فساد ختم شي او افغانستان کورني عواید هغې کچې ته ورسېږي چې هم عادي او هم پراختیايي بودیجې له کورنیو عوایدو تمویل شي.
اوس مهال د افغانستان د پراختیايي بشپړې بودیجې تر څنګ د عادي بودیجې وړه برخه هم په بهرنیو مرستو ولاړه ده چې د دغو مرستو په نشتوالي به دولت له لویو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.
اوس مالیې وزارت تابیا لري چې په ټولو سرحدي دروازو کې کمپیوټري تلې ولري، د تشریح د بهیر د لیدلو لهپاره باید کمرې ولګول شي، سکنر باید پر ټولو دروازو جوړ شي او د تدارکاتو بهیر یې عملاً و څاري.
لا هم د خلکو په منځ کې د مالیې ورکړې کلتور عام نه دی او ډېری خلک د مالیې ورکړه په ځان بوج او ظلم ګڼي، حال دا چې دولت د دې مالیې په بدل کې ورته اسانتیاوې او سهولتونه را منځ ته کوي، خو دا هغه ستره ننګونه ده چې د عوایدو د راټولولو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او داسې کسان شته چې د مالیې له ورکړې تښتي.
افغان حکومت له خپلو بهرنیو ملاتړو سره ژمنه کړې چې د عوایدو په راټولولو کې به روڼتیا راولي او د کورنیو عوایدو لوړولو له لارې به په خپلو پښو ودرېږي.
که د افغانستان مالیې او عوایدو را ټولولو سيسټم په برېښنايي او انلاین بڼه سمبال شي، ورسره به د اداري فساد مخه ډب او عواید به لوړ شي. د برېښنایې سيسټم په را منځ ته کېدا سره به کاري چټکتیا راشي، د خصوصي سکټور وخت به نه ضایع کېږي، د سوداګرو او مالیې برخې کارمندانو تر منځ به تماسونه کم شي، د فساد مخه به ونیول شي او ټول۵۰۰ ستر مالیه ورکوونکي شرکتونه چې پلورل یې تر ۳۰۰ میلیونه افغانیو زیات دي، خپله بشپړه مالیه دولت ته وسپاري.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته