لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
که د قطر دفتر و نه تړل شي، څه به وشي؟
لیکوال: عبدالباري جهاني   نېټه: 15.10.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 داسې اوازې دي چې د امریکا ځينې سیاستمداران په دې عقیده دي چې د طالبانو د قطر دفتر باید بند شي او ځينې یې علت دا بولي چې دا دفتر هغوی ته یو ډول قانونیت وربښي او ځینې هېوادونو ته چې د امریکایانو په باور، د ټروریزم څرګند ملاتړ کوي، له هغوی سره د تماس د ټینګولو له‌پاره یوه قانوني زمینه برابروي.

له ځینو دوستانو سره دا اندېښنه ده چې که د قطر دفتر وتړل شي، ګواکې د سولې یوازېنۍ کړکۍ به بنده شي. حقیقت خو دا دی چې که د طالبانو د قطر دفتر، په رښتیا هم د سولې د خبرو له‌پاره یوه کړکۍ وای؛ نو له هر افغاان سره باید اندېښنه پيدا شوې وای، خو موږ دا دی ګورو چې له دې دفتره تر اوسه پورې يوازې تبلیغاتي ګټه پورته شوې ده. له تقریباً دریو کالو راهیسې چې د قطر دفتر پرانیستل شوی دی، نه امریکایانو چې د سولې کیلې یې په لاس کې ده او نه د افغانستان حکومت چې مستقیماً د امریکایانو ګټي ساتي، یو ځل هم جدي تماس نه دی نیولی. د دې مانا دا ده چې امریکایان د سولې اراده نه لري. که امریکایان سوله و نه غواړي په افغانستان کې سوله ناممکنه ده. زما په عقیده تر دې تش په نامه دفتر چې خلکو ته هسې بې‌ځایه هیلې ورپیدا کړي، نه دفتر ډېر ښه دی.
که په افغانستان کې سوله ټینګه شي؛ نو بیا امریکایان په افغانستان کې د خپلو پوځي قواوو د پاتېدو د ضرورت له‌پاره هیڅ منطق نه لري. دا چې امریکایان به ولې غواړي چې د دوی په حساب، د امریکا د تاریخ دا تر ټولو اوږده، جګړه دې نوره هم او لا تر نامالومې مودې دوام وکړي، له ما سره اسناد او شواهد نه‌شته، خو هیڅ سلیم عقل دا نه‌شي منلای چې امریکایان دې د ناټو په ټول قوت او د خپلو پرمختللو عصري وسلو او وسیلو سره و نه‌شي کړای چې د نړۍ په یوه له تر ټولو وروسته پاتې هېواد کې اووه لس کاله وجنګېږي او لا دې نه يوازې د جګړې پای مالوم نه وي، بلکې د طالبانو قوت دې کال په کال زیات شي. اوس خبره دې ځای ته رسېدلې ده چې ځينې منابع وايي د افغانستان په سلو کې څلوېښت او ځينې وايي چې په سلو کې شپېته خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده.«کور د هغو بې‌وزلانو خراب دی چې د طالبانو له لاسه یې سر او مال او د حکومت د محلي پولیسو له لاسه یې ناموس لا هم په خطر کې دی.»
ما په افغانستان کې تر شل ځله او شل ځایه زیات اورېدلي دي چې وايي امریکایان له طالبانو سره د وسلو او پیسو مرسته کوي. په دې باره کې کره شواهد تر لاسه کول اسانه کار نه دی، خو کله چې د اشرف غني د حکومت په سر کې د زابل د ولایت امنیه قوماندان روغ لېوني په عامه وویل چې هغه هیليکوپټرونه یې په سترګو ولیدل چې د طالبانو د کنټرول په سیمه کې کښته او بېرته پورته شول؛ نو حکومت هغه سمدستي برطرف کړ. دا خبره ښاغلي کرزي د خپل حکومت په وخت کې په یوه لوی مجلس کې وکړه چې طالبان د امریکایانو په هیليکوپټرونو کې بدخشان ته رسول کېږي. د ولسي جرګې د رییس مرستیال حاجي ظاهر قدیر په ولسي جرګه کې لږ تر لږه درې ځله ویلي دي چې په ننګرهار کې له داعشیانو سره حکومتي مقامات مرستې کوي. دا یې قواله، په چا یې منې!
تر دې خبرو به چې ډېر زیات استدلال او شواهدو ته ضرورت لري، را تېر شو. امریکایانو پر افغانستان باندې د یرغل له پیله تر اوسه هر وخت چیغې وهلې دي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او کرونده او د مخدره موادو تولید او قاچاق د طالبانو له‌پاره پیسې برابروي او هغوی د امریکا، حکومت او اولس پر ضد خپله جګړه په تمویلوي. د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۴ کال د احصایې په اساس چې فارین پالیسي ژورنال په ۲۰۱۵ کال کې یو مضمون ورباندې لیکلی دی، په افغانستان کې پر نهه سوه څلورنوي زره جریبه یا تقریباً یو میلیون جریبه ځمکه باندې کوکنار کرل کېږي چې له هغې جملې يوازې په هلمند کې تقریباً څلور لکه جریبه ځمکه د کوکنارو کښت ته ورکړل شوې ده. همدغه منبع وايي چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۶ کال پورې د کوکنارو په کښت او کرونده کې په سلو کې پنځه څلوېښت سلنه زیاتوالی راغلی دی. همدغه منبع وايي چې د افغانستان له دېرش میلیونه نفوس څخه درې میلیونه، یعنې لس فیصده په مخدره موادو معتاد دي. طبیعي خبره ده چی د دې دریو میلیونو په سلو کې پنځه نوي به د افغانستان بدمرغه ځوان نسل وي.
همدغه منبع وايی چې د مخدره موادو له محصول څخه طالبانو ته يوازې په سلو کې دوه تر دوولس فیصدو پورې رسېږي. باقي پاتې پیسې د لویو قاچاقبرانو، حکومتي مقاماتو او طبیعي خبره ده چې لویه او اساسي برخه یې د امریکايي جنرالانو او لویو سوداګرو جېبونو ته ځي. موږ ټولو ته مالومه ده چې کوکنار په کورونو کې دننه او خونو کې نه کرل کېږي. د کوکنارو ښایسته سپین او سره ګلونه له اسمانه مالومېږي. د دې له‌پاره به امریکا څه دلیل ولري چې یوه سیمه له طالبانو ونیسي او په بيلډوزرونو او ټانکونو د کوکنارو ریښې وباسي او پر طالبانو د دوی په اصطلاح، دا لویه مالي سرچینه بنده کړي.
طالبان به د کوکنارو په کښت او کرونده کې له کروندګرو او پانګه‌والو سره شریک وي. هغوی به د مخدره موادو په تولید او د هیرویینو په کارخانو کې هم لاس لري، خو دا مخدره مواد د مرکزي اسیا، اروپا، کاناډا او امریکا بازارونو ته څوک وړي؟ امریکا د مخدره موادو د غیرقانوني او غیرانساني کار و بار له‌پاره افغانستان د کوکنارو او بنګ په کرونده تبدیل کړی دی. له دې منبع څخه چې هر څومره پیسې تر لاسه کوي پر دې برسېره هر کال افغانستان ته په میلیارډونو ډالره پور ورکوي چې د پیسو د مصرفولو تقریباً ټول کار یې د امریکا په حکومت پوري اړه لري. اوس حاضر باید افغانستان تر یو ټریلیون ډالرو زیات د امریکا پورړوی وي چې په زر کاله کې یې بېرته ورکولای نه‌شي.
داعشیانو په څو میاشتو کې د عراق تقریباً نیمايي خاوره لاندې کړه او ځانونه یې د بغداد دروازو ته ورسول. کله چې د عراق حکومت له امریکایانو مرسته وغوښتله او د امریکایي قواوو مرسته ور ورسېده، په دوه کاله کې یې په زرهاوو تنه ورڅخه ووژل او داسې یې کمبله ورټوله کړه چې اوس یې مشران د پټېدلو په ځایونو پسې ګرځي. که امریکا وغواړي هم طالبان د جنګ په میدانونو کې محوه کولای شي او هم یې د سولې مېز ته راوستلای شي، خو اوس لا داسې ښکاري چې هغوی د سولې اراده نه ده کړې. د قطر دفتر د یوې لويې ډرامې یو وړوکی سټېج دی چې شتون او نه شتون یې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګېدو چندانې اغېزه نه لري.
که طالبان رښتیا هم په پاکستان کې د پوځي روزنې او جهادي تبلیغاتو مرکزونه لري، امریکا چې د پاکستان د وزیرستان پر سیمه د ډرون الوتکو په سل‌هاوو حملې کولې او د پاکستان د صدراعظم او پارلمان په اعتراضونو او احتجاجونو کې یې ری نه واهه، دغه راز حملې دې د طالبانو پر مرکزونو هم وکړي، څوک به یې مخه ونیسي؟
امریکا چې د افغانستان د خپل اساسي قانون د ټولو موازنو په خلاف، د حکومت په دننه کې د اجراییه ریاست، د هغه د دوو مرستیالانو او د سل‌هاوو سلاکارانو او مامورانو چوکۍ ایجادولای شي او هیڅوک هیڅ ورته ویلای نه‌شي دغه راز که یې زړه غواړي سوله کولای شي او چې زړه یې نه غواړي د چا پلار به یې په وکړي؟ څه موده مخکې یوه افغان عالم او دانشمند د خپلې دې ادعا د اثبات له‌پاره چې افغانستان یو اشغال شوی هېواد نه دی، بلکې یو مستقل هېواد دی چې نه د شاه شجاع او نه د ببرک کارمل له حکومتونو سره مقایسه کېدای شي، شپږ اووه پاڼې مضمون لیکلی و. که دغه حالت استقلال بولي؛ نو وي به.
امریکا د سولې اراده نه لري او که یې داسې فرض کړو چې د افغانستان حکومت یو څه استقلال لري؛ نو په دغه لږ استقلال کې یې هم هیڅ وخت د سولې له‌پاره رښتينې اراده نه ده ښوولې. که د سولې له‌پاره اراده موجوده وای؛ نو ربانیانو ته د سولې د عالي شورا ریاست نه سپارل کېده او تر سید احمد ګیلاني وروسته چې هغه هم دومره ناروغ او کمزوری و چې تر شپږ میاشتې ریاست وروسته وفات شو، د سولې او طالبانو د سر دوښمن خلیلي ته د سولې د عالي شورا ریاست نه سپارل کېده. د حکومت او پارلمان مطلق اکثریت فاسد عناصر او یا هغه جګړه‌ماران او د مجاهدینو پخواني او زاړه مشران دي چې پر افغانستان د امریکا د یرغل او اشغال له برکته د سل‌هاوو میلیونو ډالرو او نعمتونو خاوندان شوي دي. هغوی نه يوازې سوله نه غواړي، بلکې د خپلو اولادونو له‌پاره هم د روان غمګین حالت دوام غواړي. يوازې هغه افغانان سوله غواړي چې د جنګ او بې‌امنیتیو له لاسه یې سر، مال او ناموس په خطر کې دي. له بده‌مرغه چې هغوی د سولې په راوستلو کې تقریباً هیڅ رول نه لري.
د قطر دفتر د امریکا د خونړیو او ظالمانه ډرامو یو عادي سټېج دی او له بندېدلو سره به یې یوه بله ظالمانه او غیرانساني نمایش‌نامه پیلېږي. موږ به تر هغه وخته پورې چې عقل مو سر ته راځي او د یوه واحد ملت په توګه خپله اراده ښکاروو، د تشو نندارچیانو حیثیت لرو.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته