لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
د مرګ بيه!
لیکوال: ډاکټر فرقان احمد توقير   نېټه: 06.11.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 د ژوند په سخته کاختي کې بيا هم د ژوند بيه نه‌شته، ژوند هيڅ قيمت نه لري، د مرګ خپل قيمت دی، کرايي او اجرتي قاتل د هر مرګ او هر خون بيه نغده اخلي. د افغان شوروي جنګ پر مهال د ملېشو قوماندانانو د مټر په حساب له وژنو او وينو تويولو خپله کرايه تر لاسه کوله. علي شريعتي ويلي «ووژنه، که نه ووژل شه» دواړو کې د مرګ بيه څرګنده ده.

هو! د ژوند بيه نه‌شته، خو چې مړ شې د وينې بيه دې رادبره شي، خو دغه بيه ډېری د نورو نصيب ګرځېدلې وي.
د ځانمرګي هم خپله بيه ده چې لاس په لاس لوړېږي، په څووم لاس چې د ځان او نورو غوښې هډونه والوځوي، دغه بولۍ پای ته رسېږي.
دلته به کوم بختور په ژوندني خپله بيه تر لاسه کړای شي، خو چې د ځان او نورو د وژلو هوډ وښيي، سملاسي يې بيه کره شي.
پخوا يې ژوندي انسانان د غلامانو په منډه‌يي کې پېر او پلور ته وړاندې کول، د غلام خپله خوښه رضا نه وه، د بادار خوښې، امر او رضا پسې ځغاسته يې مجبوريت ګرځېدلی و.
په همدغسې يوه منډه‌يي کې پر ځانمرګي د پېر او پلور بولۍ لګېږي، لکه غلام، دی هم خپله بيه نه‌شي تر لاسه کولای، د ده د سر او وينې بيه د نورو جېبونو ته لوېږي. يوازې د بې‌ګناه انسانانو خون د ده غاړې ته غورځېدلی وي، د ځان او نورو د ناحقه خون پوروړی وي.
دلته په مملکت خداداد افغانستان کې چې عسکر او سرتېري ژوندي او په سنګر کې د هېواد او خلکو په دفاع او ننګه ولاړ وي، حکومت د څو زره افغانيو مياشتنی معاش او درې وخته خواړه پر وخت نه‌شي ور رسولای.
ان چې د خولې مړۍ يې هم په بډه ترې وهلې وي چې کابل‌بانک ته پس له څو مياشتو د تنخوا له‌پاره په کتار کې ودرېږي، ځانمرګي له ځان سره الوځولی وي. کورنۍ يې اوږده موده دفتر په دفتر په اکراميه پسې ځغلي.
د ولسمشري دفتر اعلان کړي چې هر شهيد ته يو لک او زخمي ته پنځوس زره افغانۍ له پلاني بابه منظورې شوې، خو چې ګورې باب کنګال وي او د شهيد او زخمي کورنۍ يو ځل بيا د دفترونو په لالهاندي اوښتې وي.
تر دې چې د دغو پيسو په تر لاسه کولو کې د شهيدانو کورنۍ پر بډو سربېره د چارواکيو له ناروا غوښتنو سره هم مخامخ شوې دي.
خو ډالري معاشونه نه باب ته اړ دي، نه فصل ته. مياشت نه وي پوره چې د ښاغلو اغلو جېبونه ډک وي.
دلته شربت ګله هغه وخت پام‌وړ ګرځي چې پاکستاني پوليس يې پر جونګړه له ورختلو سره د جعلي شناخت‌کارډ په تور زندان ته وغورځوي، خاوند او بچيان يې په تور زېړي بې‌پوښتنې ګروېږنې په بېچاره‌ګي کې له نړۍ سترګې پټې کړې وي. خپله شربت ګله هم تور زېړي له مودو بې‌سېکه کړې وي، خو د مجلې پر ټايټل خپور شوی تصوير يې د چا پام نه‌شي ور اړولای، په اسلام‌اباد کې افغان سفارت او پېښور کونسلګري پرې ړنده کڼه اوسي.
په ګردېز کې چې د طالبانو په ځانمرګي بريد کې لسګونه شهيدان، زخميان او پراخه ويجاړي را منځ ته شي، ولسمشر له خلکو سره د برېښنا، سړکونو، بندونو او بيارغاونې ژمنو ته ور وګرځي، په څلوېښتو ورځو کې ګردېزيانو ته د برېښنا کوکارې پورته کړي، خو ژمی لا نه دی را رسېدلی چې په کابل کې د برېښنا د پرچاوۍ بلا را کوزه ده، په څلوېښتو شپو ورځو کې به خاورې ګردېز په برېښنا رڼا شي؟
کله چې له چاودنو کومه ويجاړي را منځ ته شي، د قرارداديانو، کمېشنکارانو او تدارکاتو بېډۍ ميره شي، د چاودنو دوړې نه وي ناستې چې د قراردادونو کمپاين پيل شي او لکه د کريکټ په سيالي کې د سټه‌بازيو بازارونه ولګي.
همدا د مرګ او ويجاړيو بيه ده. د حکومت د پام اړولو بيه يوازې مرګ او ويجاړي ګرځېدلې، يا به دې پر خپل سر وينه را ماته کړې وي، يا به دې د بل سر ور مات کړی وي، که غواړې بيه وکړې هماغه د شريعتي خبره ده، ووژنه که نه ووژل شه!
وران کار به ودان ګڼې، دلته که اوسېږې ته
ځمکه به اسمان ګڼې، دلته که اوسېږې ته
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته